د افغانستا د ازادۍ ورځ
ښکارېدونکې بڼه
د افغانستان د ازادۍ ورځ
[سمول]د افغانستان خلکو تاريخي حماسې ترسره کړي او هیڅ اشغال ته یې پر خپل هیواد د حاکمیت واک نه دی ورکړی.
له میلاد څخه وړاندي افغانانو لوی سکندر مقدوني ته ماته ورکړل او هغه یې په ټپي پښه له هیواده ویوست.
د چنګیز اشغال یې مات کړ، د صفویانو او ګورکانیانو اشغال یې مات کړ د صفویانو څخه یې داسي تاریخي غچ واخیست چي آن د هغوی مرکز یعني اصفهان یې ۵ کاله تر خپل اداره لاندي کړ. د ایراني افشاریانو څخه یې خپل هیواد ازاد کړ آن تر دې چي د هغوی سیمي یې د ابدالي په توره پخپل هیواد ګډي کړې.
ولي د افغانستان درې وروستنۍ ازادۍ ډیري مهمي دي.
لومړی له انګریزانو څخه ازادي ۱۲۹۸ هـ ل کال د زمري ۲۷مه.[۱]
دوهم له روسانو څخه ازادي د ۱۳۷۱ کال د غويي ۸ مه.[۲]
دریم له امریکايي اشغال او ناټو څخه ازادي ۱۴۰۰ د زمري ۲۴ مه.[۳]