د افغانستان – پاکستان ترمنځ سرحدي دیوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان – پاکستان ترمنځ سرحدي دیوال هغه اغزن سیمي دیوال ته نغوته کوي چې پاکستان یې د ۲۰۱۷ زکال له مارچ میاشتې راهیسې له افغانستان سره د خپلې پولې په اوږدو کې جوړوي. پاکستان ادعا کړې چې دغه دیوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نږدې ۲۶۷۰ کیلومتره په اوږدوالي نړیوالې پولې پر سر د ترهګرۍ او د وسلو او نشه یي توکو له قاچاق څخه د مخینوي او همدارنګه د کډوالو، ناقانونه کډوالۍ او ناقانونه تګ راتګ څخه د مخنیوي په موخه جوړوي. [۱]

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دغه فرضي پوله کې پنځه رسمي بندرونه شتون لري. ورته مهال یوازې د دغې پولې په شمال لویدیځه برخه کې ۴۰۰ پوستې شتون لري چې امنیتي کمرې، د څارنې برجونه او همدارنګه د تګ راتګ تشخیص کوونکي ۸۰۰ وسایل لري. دغه موانع او نور اقدامات د پولې دواړو خواوو ته د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو د آزادانه تګ راتګ څخه د مخنیوي په موخه طراحي شوي څو هغوی ونشي کولای د پولې په دواړو خواوو کې د بریدونو د طرح کولو او ترسره کولو وروسته وتښتي. په داسې حال کې چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ډلې ادعا کوي چې له یو بل څخه جلا دي، خو د افغان طالبانو مشران لا هم په پاکستان کې د افغان کډوالو په کمپونو کې فعالیت کوي ورته مهال د پاکستاني چارواکو په ادعا پاکستاني طالبانو له خپلو افغان سیالانو سره یوځای د یو مشترک شبه نظامي سیسټم په جوړولو له هغوی سره خپلې چارې همغږي کوي او د پاکستاني لوري د تعقیب څخه د خلاصون په موخه د پاکستانی طالبانو مشران په افغانستان کې پټېږي. [۲]

د دیوال جوړولو لومړني پلانونه[سمول]

د ۲۰۰۵ زکال په سپټمبر میاشت کې پاکستان اعلان وکړ چې غواړي د ۲۴۰۰ کیلومتره (۱۵۰۰ مایله) په اوږدوالي د افغانستان سره په پوله کې اغزن سیمي دیوال جوړ کړي څو د یاغیانو او د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو د تګ راتګ مخه ونیسي. د دغو استحکاماتو او موانعو د جوړولو له لومړنۍ طرحې څخه متحده ایالاتو په ۲۰۰۵ زکال کې ملاتړ وکړ. د پاکستان د پوځ پخواني ویاند تورن جنرال شوکت سلطان وویل چې دغه چاره په پاکستان کې د ترهګرو د نفوذ څخه د مخنیوي لپاره اړینه ده. د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف بیا وروسته وړاندیز وکړ چې په پوله کې دې ماینونه هم خښ کړای شي. [۳][۴][۵][۶]

د دیوال جوړولو او په پوله کې د ماینونو د خښولو طرحه بیاځلي په ۲۰۰۷ زکال او له دې وروسته په ۲۰۰۹ زکال کې په پام کې ونیول شوه، خو په بشپړه توګه پلې نه شوه. ورته مهال د پولې په ټاکل شوو برخو کې د ۳۵ کیلومتره (۲۲ مایله) په اوږدوالي سیمي دیوال جوړ شو، خو د بودیجې د کمښت له امله یې پراختیا ور نه کړای شوه. د ۲۰۱۱ زکال په جون میاشت کې د پاکستاني پوځ ویاند اطهر عباس وویل: «موږ د پولې په اوږدو کې شاوخوا ۳۵ کیلومتره دیوال جوړ کړی، ځکه چې موږ د وسله والو له دوامداره بریدونه سره مخ و. د دغه دیوال په جوړلو کې ایساف ځواکونه او افغان دولت هم شامل و، خو هغوی له دغه چارې لاس واخیست. دا یوه ډېره لګښتمنه پروژه وه». د مشرف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له خوا د افغانستان او پاکستان په پوله په رسمي بندرونو کې د بایومتریک سیسټم فعال کړای شو، خو افغانستان له دغه سیسټم سره مخالفت وکړ. له همدې امله یاد بایومتریکي سیسټم لاس نه خوړلی پاتې شو او تر اوسه هم ترې ګټنه نه کېږي.[۷][۸][۹]

د افغان اړخ مخالفت[سمول]

په پوله کې د استحکاماتو او دیوال جوړولو او همدارنګه د ماینونو د خښولو طرحه د ۲۰۰۶ زکال د ډسمبر په ۲۶مه بیاځلي نوې شوه، خو افغان دولت له هغو سره مخالفت وکړ او څرګنده یې کړه چې «دغه چاره د قبایلي وګړو د تګ راتګ پر وړاندې محدودیتونه رامنځته کوي». د دیوال له جوړېدو سره د افغانستان شدید مخالفت لامل وګرځېد چې د ۲۰۰۷ زکال به اپریل میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ د انګورو اډې په ساحه کې سرحدي شخړه رامنځته شي چې له امله یې پاکستاني لوري د راکټونو ویشتلو ته مخه کړه. د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل په لومړۍ نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعتراض وکړ او د دې اړوند یې خپله «شدیده انېښنه» څرګنده کړه. همدارنګه یې دغه چارې «په ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان په پوله د پاکستان د پوځ یو اړخیز ودانیز اقدامات وبلل».[۱۰][۱۱][۱۲]

په افغانستان کې د افغانستان اکثریت وګړي د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مشروعه پوله نه بولي، ځکه چې دغه پوله د پولې دواړو خواوو ته استوګنې پښتنې قبیلې له یو بله سره ویشي او همدارنګه دغه پوله د بریتانوي هند او د افغانستان د دولت ترمنځ د ټاکلي مهال لپاره د پولې په توګه ټاکل شوې وه؛ له همدې امله دوی باوري دي چې د دغه ډول فزیکي موانعو نصب د خلکو ترمنځ بې اتفاقي راولي او پاکستان هڅه کوي په دې سره دغه پوله دایمي کړي.  [۱۳][۱۴]

د ودانیزو چارو پرمختګ او د خندقونو ویستل[سمول]

د ۲۰۱۶ زکال په جون میاشت کې له دریو کلونو ودانیزو چارو وروسته د ۱۱۰۰ کیلومتره (۶۸۰ مایله) په اوږدوالي خندق د افغانستان او د پاکستان د بلوچستان ایالت ترمنځ د پولې په اوږدو کې وویستل شو څو د پولې له سم مدیریت څخه ډاډ ترلاسه شي. د دغه خندق لومړنۍ چارې تر ډېره د پاکستان د ملیشه ځواکونو له خوا ترسره شوې. د دغه خندق د ویستو موخه د پولې د امنیت زیاتوالی او همدارنګه د پاکستان هغو سرحدي ځواکونو ته د شرایطو مساعدول و چې د پولې په اوږدو کې یې ګزمې کولې او په دې سره یې د نشه یي توکو د قاچاق، د وسله والو، قاچاقچیانو او د افغان ملکي وګړو او کډوالو د ناقانونه تګ راتګ په ګډون د نورو ناقانونه لارو چارو مخه نیوله. د دغو چارو د ترسره کولو قرارداد د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دریو شرکتونو ته ورکړل شو چې د کار د ترسره کولو په موخه یې بشري قوه او لازم تجهیزات برابرول. دغه خندق د ۴ مترو (۱۳ فوټه) په ژوروالي او د ۵ مترو (۱۶ فوټه) په پلنوالي طرح شوی، چې باید د ټولې پولې په اوږدو کې جوړ شي. [۱۵][۱۶][۱۷]

د ۲۰۱۹ زکال تر جنوري میاشتې پورې د دغې پولې په اوږدو کې د ۹۰۰ کیلومترو په اوږدوالي خندق او نور استحکامات جوړ شول. د پولې په اوږدو کې اغزن سیمي دیوال هم د ۲۰۲۲ زکال د جنوري تر ۵مې نېټې پورې شاوخوا ۹۴٪ جوړ شو. له دې سره د ۲۰۲۲ زکال د جنوري په ۲۱مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د دغه دیوال یوازې ۲۰ کیلومتره برخه پاتې ده. د ۲۰۲۳ زکال تر اپرېل میاشتې پورې ۹۸ سلنه دیوال او ۸۵ سلنه د هغو استحکامات بشپړ شوي دي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

اټکل شوی چې د دغې پروژې لګښت به په ټولیزه توګه ۵۳۲ میلیون ډالرو ته ورسېږي. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. "Pakistan-Afghanistan border fence, a step in the right direction". Al Jazeera. 25 February 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2021-09-02 باندې). At an Afghanistan border crossing, people face uncertainty and a long wait. Reuters.
  3. (په 14 September 2005 باندې). US backs Pakistani-Afghan border fence. The Guardian.
  4. (په 30 October 2003 باندې). Afghanistan-Pakistan: Focus on bilateral border dispute. IRIN
  5. "Pakistan doing all it can in terror war - Musharraf". Turkish weekly. February 28, 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۰۶. WASHINGTON (Reuters) - Pakistani President Pervez Musharraf said on Monday his country was doing all it could in the U.S.-led war against terrorism and offered to fence and mine its border with Afghanistan to stem Taliban infiltration. "I have been telling Karzai and the United States, 'Let us fence the border and let us mine it.' Today I say it again. Let us mine their entire border. Let us fence it. It's not difficult", Musharraf said, referring to Afghan President Hamid Karzai. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په March 1, 2006 باندې). Musharraf interview: Full transcript. BBC News
  7. (په June 24, 2011 باندې). Pakistan to mine, fence Afghan border. The Nation.
  8. (په June 23, 2011 باندې). Plan to fence, mine Afghan border. The Nation.
  9. (په 13 September 2014 باندې). Trench dug at Pak-Afghan border to stop infiltration of terrorists. Dawn
  10. (په December 27, 2006 باندې). Pakistan to mine and fence Afghan border. Financial Times.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  11. (په April 20, 2007 باندې). Clash erupts between Afghan, Pakistani forces over border fence. Monsters and Critics.
  12. (په April 1, 2013 باندې). Afghanistan protests Pakistan's border 'construction, physical reinforcement'. The Express Tribune.
  13. "Karzai Orders Removal Of Pakistani Border Gate". Radio Free Europe/Radio Liberty. 13 April 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Pakistan progress on Afghan fence". BBC. 10 May 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Qaiser Butt (په June 20, 2016 باندې). 1,100km trench built alongside Pak-Afghan border in Balochistan. The Express Tribune
  16. (په January 3, 2015 باندې). Cross-border movement: Ditch along Pak-Afghan border to cost Rs14 billion. The Express Tribune
  17. (په 13 September 2014 باندې). Trench dug at Pak-Afghan border to stop infiltration of terrorists. Dawn
  18. (په 29 January 2019 باندې). 'Trump-style wall': Pakistan building wall on Afghan border. Al Jazeera
  19. (په 5 January 2022 باندې). Pakistan-Afghanistan Border internationally recognized; fencing to be completed at all costs: DG ISPR. Associated Press of Pakistan.
  20. "2680kms fencing along Pak-Afghan border completed, Sh Rashid tells Senate". 21 January 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Six takeaways from ISPR DG's maiden presser". www.geo.tv (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 1 November 2017 باندې). The Fence Driving a Wedge Between Pakistan and Afghanistan. Bloomberg