د افغانستان – تاجکستان پوله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان او د تاجکستان ترمنځ پوله ۱۳۵۷ کیلومتره (۸۴۳ مایله) اوږدوالی لري چې په لویدیځ لوري کې د ازبکستان سره له درې ګونې سرحدي نقطې پیلېږي او په ختیځ کې له چین سره درې ګونې سرحدي نقطې ته رسېږي، دغه پوله یوازې د واخان د دهلېز په اوږدو کې د هغو له تر ټولو لرې ختیځې برخې پرته په بشپړه توګه د آمو، پنج او پامیر د سیندونو په اوږدو کې موقعیت لري. [۱]

توضېح[سمول]

دغه پوله له لویدیځ لوري په آمو سیند کې د ازبکستان له درې ګونې سرحدي نقطې پیلېږي. د یاد سیند د ویشونکې کرښې (خط القعر) پر بنسټ د ختیځ پر لور د اوبو له مسیر سره یوځای مخکې درومي تر هغه چې د وخش سیند د وصلېدو ځای ته رسي. له دې وروسته دغه پوله د پنج سیند په اوږدو کې ۱۰۸۰ کیلومتره (۶۷۰) اوږدوالی مومي چې د چاپېر سیمې یې په مخ پر زیاتوالي ډول ځنګلي کېږي ځکه چې دغه سیمه د آس د نعل په څېر شکل مومي تر هغه چې د افغانستان د ګزخان کلي ته څېرمه له پامیر سیند سره یوځای کېږي. له دې ځایه بیا دغه پوله د ۷۱ کیلومتره (۴۴ مایله) په اوږدوالي د ختیځ پر لور تر زرقول جهیل پورې دوام مومي. وروسته له دې بیا د ۲۱۸ کیلومتره (۱۳۵ مایله) په اوږدوالي په ځمکه کې د چین تر درې ګونې سرحدي نقطې پورې غځېږي او تر ډېره پورې له غونډیو، غرنیو څوکو او خط الراسونو پیروي کوي. د دغې پولې ختیځه څنډه د افغانستان - چین - تاجکستان ترمنځ د پووالو – شویکووسکوګو څوکې (په چینايي: 波万洛什维科夫斯基峰؛ په پین یین: Bōwànluò Shíwéikēfūsījī Fēng)/ کوکراش کول څوکې (Kekelaqukaole Peak ؛ په چینايي: 克克拉去考勒峰؛ په پین یین: Kèkèlāqùkǎolè Fēng)درې ګونې سرحدي ته نقطې ته رسېږي.[۲][۳][۴]

تاریخچه[سمول]

دغه پوله د شوروي اتحاد او افغانستان ترمنځ د لرغونې پولې میراث دی، چې تر ډېره پوره یې خپل ننی شکل د ۱۹مې پېړۍ پر مهال د سترې لوبې په نامه په مرکزي اسیا کې د انګلیس او روسیې له سیالۍ څخه اخیستی. وروسته له هغه چې د روسیې سترواکۍ د خیوې خانات او د بخارا امارت ونیو او بریتانیا هم بریتانوي راج تر کنټرول لاندې درلود، دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې افغانستان د دوی ترمنځ د یوه خپلواک حائل هېواد په توګه پرېښودل شي. [۵]

په ۱۸۷۳ زکال کې بریتانیا او روسیه د پولې اړوند په یو تقریبی فورمول هوکړې ته ورسېدل؛ په دې سره یې د آمو سیند د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په توګه اعلان کړ چې د خواجه سالار له کلي څخه د ختیځ پر لور تر زرقول جهیل پورې بهیده او همدارنګه یې د واخان کوریډور هم په افغانستان کې شامل پرېښود. د پولې د لویدیځې برخې (د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د معاصرې پولې ډېره برخه) اړوند پرېکړه وشوه چې په راتلونکې مهال کې به د سرحدي کمیسیون له خوا وټاکل شي. [۶]

د ۱۸۸۰مې لسیزې په لومړیو کې د اوسني ترکمنستان لوري ته د روسانو د مخکې تګ له امله اندېښنې رامنځته شوې، خو د پنجدې (ساندیګاچي ته څېرمه چې اوس مهال د ترکمنستان اړوند ده او افغانستان هم د هغو د مالکیت دعوا لري) په پېښې سره کړکېچ رامنځته شو. د خبرو اترو په پایله کې اوضاع آرامه شوه چې له دې وروسته د انګلیس او روسیې ګډ سرحدي کمیسیون له ۱۸۸۴ زکال څخه تر ۱۸۸۷ زکال پورې دغه پوله د نن ورځې په بڼه وټاکله. له دې امله چې د خواجه سالار کلی نور د پېژندو وړ نه و، پرېکړه دا وشوه چې دغه ځای د آمو سیند پر بنسټ د افغانستان د خم آب برخه وګڼل شي. [۷]

د پولې د ختیځې څنډې (اوس مهال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې برخه جوړوي) برخلیک له ۱۸۹۳ زکال څخه تر ۱۸۹۵ زکال پورې نامالوم پاتې شو تر هغه چې افغان لوري داسې هوکړه وکړه چې افغانستان به د آمو سیند د شمالي غاړو د ځمکو اړوند په هر ډول ادعاو سترګې پټې کړي. ورته مهال د دغې هوکړې پر بنسټ د زرقول جهیل د ختیځې برخې څخه تر چین پورې هم پوله وټاکل شوه چې ورپسې یو شمېر سرحدي نښې هم دلته ولګول شوې. [۸]

په ۱۹۲۱ زکال کې د شوروي او افغانستان ترمنځ داسې هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې روسیې ومنله « هغه سرحدي سیمې چې په تېره پېړۍ کې افغانستان ته اړوندې وې د عدالت د اصولو په رعایت او همدارنګه د هغو سیمو د وګړو د برخلیک په ټاکلو سره افغانستان ته پرېږدي». دغه هوکړه هېڅکله هم اجرا نه شوه او په څرګنده بڼه د ۱۹۴۶ زکال د سرحدي هوکړې پر مټ لغو شوه او د ګډ سرحدي کمیسیون له خوا دغه پوله د هغو له ټاپو ګانو سره یوځای په هماغه موجوده بڼه وساتل شوه. [۹]

د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي سیمو د تاجکستان د کورنۍ جګړې او د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال تر ډېره ناآرامه حالت درلود. د سیمې امنیت د تاجکستان د کورنۍ جګړې له پای او په ۲۰۰۱ زکال کې د طالبانو د دولت له سقوط وروسته ښه شو، ورته مهال دغه اوږده او تشې لرونکې پوله په سمه توګه نه کنټرول کېږي؛ له همدې امله د نشه یي توکو د قاچاق اصلي مسیر جوړوي. روسیې تر ۲۰۰۵ زکال پورې له تاجکستان سره د پولې د امنیت په ساتلو کې مرسته کوله او په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې چین اوس مهال د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره مرستې کوي. په وروستیو کلونو کې د دغې پولې په اوږدو کې د سوداګرۍ د پیاوړتیا او د ټرانسپورټي اړیکو په موخه یو شمېر نوې لارې او پلونه جوړ شوي چې د یو شمېر دغو لارو د جوړولو مالي لګښتونه د بهرنیو هېوادونو او د آغا خان د پراختیايي شبکې له خوا ورکړل شوي دي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ۲۰۲۱ زکال کې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان حکومت خپل کړ، ګڼ شمېر پخواني افغان سرتېري او ملکي وګړي له پولې هاغاړه تېر شول. ورته مهال د تاجکستان دولت د پولې د امنیت ساتلو په موخه په سرحدي سیمو کې ګڼ شمېر سرتېري ځای پر ځای کړل.[۱۴]

سرحدي بندرونه[سمول]

  • شیرخان بندر – پنج پویان (سړک)[۱۵]
  • شغنان – خاروغ (سړک)
  • اشکاشم – اشکاشم/اشکوشیم (سړک)
  • کوکول – آی خانم (یوازې بېړۍ)
  • د افغان – تاجک د دوستۍ پل

پولې ته څېرمه استوګنځایونه[سمول]

افغانستان[سمول]

  • باقری کل (Baghri Kol)
  • کلوخ تپه (Kolukh Teppe)
  • شیرخان بندر (Sher Khan Bandar)
  • شاه روان (Shah Ravan)
  • چیچکه (Chichkeh)
  • دشت قلعه (Dasht-e-Qaleh)
  • کوهان (Kvahan)
  • خوسفاو (Khosfav)
  • اراخات (Arakhat)
  • اشکاشم (Ishkashim)

تاجکستان[سمول]

  • ایوادزه (Ayvadzh)
  • پنج پویان (Panji Poyon)
  • دوستی (Dusty)
  • پنج (Panj)
  • فرخار (Parkhar)
  • کشتی رویان (Kishti Royen)
  • قلعه خمب (Qal'ai Khumb)
  • کیفرون (Kevron)
  • روشان (Rushon)
  • بوزدو پاودیو (Bazhdu Pavdiv)
  • خاروغ (Khorugh)
  • اشکاشم (Khorugh)
  • سینیب (Sinib)

سرچينې[سمول]

  1. CIA World Factbook - Afghanistan, 8 September 2018, مؤرشف من الأصل في ۰۴ جنوري ۲۰۲۱, د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kamoludin Abdullaev (2018). Historical Dictionary of Tajikistan (الطبعة 3). Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781538102527 – عبر Google Books. CHINA-TAJIK BORDER.{...}This mountainous boundary runs along the Sarikol mountain range in eastern Tajikistan, reaching in Pamir the Afghan border at the Povalo-Shveikovskogo peak (5,543 meters above sea level). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "NJ 43 Su-fu [U.S.S.R., China, Afghanistan, Pakistan, State of Jammu and Kashmir] Series 1301, Edition 5-AMS" (په انګلیسي ژبه کي). Washington, D. C.: Army Map Service. March 1967. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۰ – عبر Perry–Castañeda Library Map Collection. Pik Povalo-Shveikovskogo الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "China Report Political, Sociological and Military Affairs No. 363" (PDF). United States Joint Publications Research Service. 18 November 1982. د کتاب پاڼې 1. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۱ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۰ – عبر Defense Technical Information Center. If we open up the Atlas of the People's Republic of China we will find that the region of the Pamir, the western extremity of Xinjiang, from the Wuzibieli [Uzbel] Pass1 to the south down to the Kekelaqukaole Peak (which the Soviet Russians call "Pavel Shveikovsky Peak") is designated as a not limited area. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. International Boundary Study No. 26 - Afghanistan-USSR Boundary (PDF), 15 September 1983, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. International Boundary Study No. 26 - Afghanistan-USSR Boundary (PDF), 15 September 1983, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. International Boundary Study No. 26 - Afghanistan-USSR Boundary (PDF), 15 September 1983, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. International Boundary Study No. 26 - Afghanistan-USSR Boundary (PDF), 15 September 1983, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. International Boundary Study No. 26 - Afghanistan-USSR Boundary (PDF), 15 September 1983, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pirnazarov, Nazarali (21 April 2016), "Reuters - Barely guarded Afghan border puts ex-Soviet Tajikistan in peril", Reuters, مؤرشف من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The Jamestown Foundation - What Is China's Military Doing on the Afghan-Tajik Border, مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Global Risk Insights - Under the Radar: Tajikistan on track to be the next Afghanistan, 19 March 2017, مؤرشف من الأصل في ۲۹ اگسټ ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. AKDF - Linking Communities, Lighting Lives: Electrifying the Tajik-Afghan Borde, 24 November 2017, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Tajikistan Asks CSTO for Assistance on the Afghan Border". مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Caravanistan - Tajikistan-Afghanistan border crossings, مؤرشف من الأصل في ۱۳ مې ۲۰۱۹, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)