د افغانستان په شمال کې د بلوا ضد مبارزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندې معلومات د ۲۰۰۹ د اپرېل او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ د افغانستان په شمال کې پېښې تر پوښښ لاندې راولي. په داسې حال کې چې د سوېل او ختیځ د بشپړو جنګي سیمو په پرتله د هېواد دا برخه یو څه ارامه وه، په ۲۰۰۸ کال کې یو ځل بیا هغه مهال کړکېچ راپورته شو چې سیمې ته لېږل شوي آلماني سرتېري څو ځله تر برید لاندې راغلل او ګڼو سرتېرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. اوضاع چې له وړاندې د احتیاط په حال کې وه، مخ په خرابېدو امنیتي وضعیت، په شمال کې د جرمني تر مشرۍ لاندې ځواک اړ کړ چې د زیاتېدونکې بلوا د ځپلو لپاره یو لړ عملیات پیل کړي. ګډ عملیات هغه وخت پیل شول چې د آلمان د لومړۍ وزیرې انګلا میرکل له سفر څو دقیقې وروسته د کندز په PRT باندې د یاغیانو برید وشو. د دوو کلونو په اوږدو کې د جرمني حضور دوه چنده شو او د امریکا په مشرۍ د ایساف ځواکونه وغوښتل شول، جرمني زغره وال وسایط او د متحده ایالاتو هوايي تجهیزات ځای پر ځای شول، ترڅو د بلوا پر وړاندې لا زیات تهاجمي حالت ته لاره هواره کړي.  [۱][۲][۳]

لومړنی وضعیت[سمول]

کله چې په ۲۰۰۳ کال کې جرمني ځواکونو ظاهراً د افغانستان په شمال کې کنترول په غاړه واخیست، دا سیمه د ټول هېواد په کچه تر ټولو خوندي سیمه ګڼل کېده، چې د کندز په څېر ولایت، سولې او امنیت ته د لویو ګواښونو د نشتون له امله د آلماني سرتېرو په منځ کې د "حمام کندز" (تحت الفظي معنی یې: د کندز تفرېحي او لامبود ځای) په نوم شهرت ترلاسه کړ. دا ناسم پوهاوی تر یوې کچې په سیمه کې د سولې ساتلو لپاره د آلمان د اردو د احتیاطي چلند پایله وه چې په حقیقت کې د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره دومره چمتو نه وو. خو د ځانمرګو او د سړک د غاړې د بمي چاودنو له ډېریدو سره ډېر زر جوته شوه چې په سیمه کې ناټو په خطرناک ډول له محدودیتونو سره مخ ده او ضعیف ځواکونه - په ځانګړې توګه د آلمان او هنګري ځواکونه - په کلیوالو سیمو کې د عامه نظم د ساتلو توان نه درلود. د دې ترڅنګ، په څو سیمه ایزو "برخو" کې پښتون لږکیو په تدریجي ډول د اطاعت بدلول پیل کړل او د بهرنیو ځواکونو او نورو افغان توکمونو په وړاندې یې د مخالفو حرکتونو ملاتړ پیل کړ. په پایله کې دې وضعیت شمال ته د یاغیانو راتګ ته لاره هواره کړه او د افغانستان د شمالي پولې او پلازمینې ترمنځ یې د اړیکې یوه مهمه کرښه له ګواښ سره مخ کړه. د سيمه ييز ځواک د مسووليت په د لويدېځه ساحه کې د ورته ستونزو له امله، نورې بلواګرې ډلې او جنايتکاره ګروپونه وتوانيدل چې د سيمې د دې ځواک په شمال لويدېځ کې هم د  پښې ځای پیدا کړي.  

د کندز ولایت لپاره د طالبانو قوماندان قاري بشیر حقاني، په ۲۰۰۸ کال کې ژمنه وکړه چې د جرمنیانو پر وړاندې به د خپلو اورپکو هڅې زیاتې کړي. طالبانو چې په مستقیمه جګړه کې ښکېلتیا ته زړه نه ښه کو، په عمده توګه یې په چریکي تاکتیکونو تکیه کوله، چې په یوه کال کې یې دری جرمنیان ووژل او له دېرشو څخه ډېر یې ټپیان کړل او په غرنیو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو لامل شول. دې بهیر تر ۲۰۰۹ کال پورې دوام درلود (تر دې دمه آلماني سرتېري د بلواګرو سره یوازې په څو ډزو کې ښکېل شوي وو). که څه هم د ۲۰۰۹  کال تر نیمایي پورې، د مستقیمو نښتو شمېر د تېرو اوو کلونو تر ټولټال نښتو زیات شو. ورته حالت په فاریاب ولایت او شاوخوا ولسوالیو کې هم رامنځ ته شو. د میمنې د ولایتی بیارغونې د ټیم نارویژي سرتېرو د طالبانو د ځپلو لپاره لا دمخه  عملیاتو پیل کړي وو خو دوی د اورپکو د فعالیتونو د زیاتېدو له امله له پراخ ګواښ سره مخ شول. [۴]

د ایساف قوماندان سټینلي مک کریسټال د افغانستان شمال په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه. نوموړي کندز، بغلان او د هېواد شمال لوېدیځ هغه ځایونه وبلل چې امنیت یې د اندېښنې وړ په خرابېدو و او د ټولو متحدینو ګډو اقداماتو ته یې اړتیا درلوده. [۵]

د مرګ ژوبلې په ډېرېدو سره، برلین هوکړه وکړه چې د خپلو ځواکونو د ښکیلتیا په اصولو له سره غور وکړي. د ۲۰۰۹ کال په اپرېل کې، د آلمان پوځ سمدلاسه د آیساف د «افغان جبهې» له کړنلارې سره سم له افغان امنیتي ځواکونو سره ګډ عملیات پیل کړل او خپلو عملیاتو ته یې د امنیت د ښه والي په موخه د نورو متحدینو د عملیاتو د ملاتړ لپاره دوام ورکړ. د کال تر نیمایي پورې، د دولت او ایساف ضد فعالیتونو دری لوی مرکزونه په نښه شول: چې د بغلان ولایت د لویې لارې تر څنګ د کندز په چهادره ولسوالۍ کې، پخپله بغلان ولایت او لوېدیځ فاریاب ولایت کې وو. [۶]

د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر په میاشت کې، د طالبانو له خوا د تیلو په دوو نیول شویو ټانکرونو له هوایي برید وروسته چې په پایله کې یې طالب یاغیان او یو شمېر ملکي وګړي ووژل شول، چې د نیول شوو ټانکرو څخه د تېلو د غلا کولو لپاره راټول شوي وو، بلآخره د آلمان حکومت د ۲۰۱۰ کال په فبروري کې په افغانستان د خپلو سرتېرو دنده د نړیوال قانون پر بنسټ د «وسله والې جګړې» په توګه تعریف کړه، چې د آلماني قانون پر بنسټ یې آلماني ځواکونو ته اجازه ورکوله چې د تعقیب د خطر له منلو پرته، په عمل لاس پورې کړي. په داسې حال کې چې له دې وړاندې آلماني ځواکونو په سپکو زغره والو اود پیاده ځواکونو په وسله والو وسایطو لکه ډینګو او کشفي فینیک زغره والو وسایطو (همدارنګه غیر زرهی عمومي وسایطو) تکیه کوله، سیمې ته یې درنې وسلې راوړې. کله چې د دفاع وزیر کارل تیوډور زو ګوتنبرګ د ۲۰۱۰ کال د اپرېل د میاشتې په ۱۵ نېټه، له یوه وژونکي برید وروسته سرتېرو ته وینا کوله، پرېکړه یې کړه چې په کندز کې د مارډر ډوله پیاده جنګي وسایط او Pzh2000 اوتومات توپچي وسایط ځای پر ځای کوي ترڅو د سرتېرو ښه ساتنه وکړي او د هغوی "ضربات"لوړې کجې" ته ورسوي. ځواکونو همدارنګه د افغانستان د ګرمو او سختو کلیوالو سیمو د جګړې لپاره غوره او مناسبي نوي وسلې او وسایط هم ترلاسه کړل. په همدې وخت کې، د آلماني ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د متحده ایالاتو ځواکونه د افغانستان شمال ته وغوښتل شول ترڅو سیمه ایز شمالي ځواک ته د اړتیا وړ الوتنې او د هوایي خوځښت تجهیزات چمتو کړي. په کابل کې د ایساف مرکزي قوماندانۍ پرېکړه وکړه چې خپل شمالي حضور پیاوړی کړي او په دې موخه یې یو آلماني تورن جنرال د قوماندان په توګه تعیین کړ.  [۷][۸]

د جګړې نظم[سمول]

افغان حکومت او متحدین ځواکونه

  • افغان ملي اردو
    • قول اردو (افغانستان)
      • دری لېوا ګانې (۱۲ کنډکونه)
    • د اړیکو او سلا مشورې عملیاتي ټیم (۲۲ سلاکاران)
  • افغان ملي پولیس
  • افغان ملېشې
    • د والي ملېشې
    • له خپل ځانه د دفاع سیمه ایزې ډلې
  • د متحده ایالاتو وسله وال ځواکونه
    • ځانګړي ځواکونه
    • د متحده ایالاتو هوایي ځواک
  • د جرمني فدرالي دفاعي ځواک
    • سیمه ایز شمالي ځواک

بلواګر

  • طالبان
  • القاعده
  • د ازبکستان اسلامي تحریک
  • د ګلبدین حزب اسلامي
  • څو نورې نظامي ډلې او ملېشې

سرچينې[سمول]

  1. RP.online (archived)
  2. Deutsche Welle [۱] Archived 2009-04-09 at the Wayback Machine.
  3. "NATO at War: Understanding the Challenges of Caveats in Afghanistan", David P. Auerswald / Stephen M. Saideman, 2009 [۲][مړه لينکونه]
  4. MDR [۳] Archived 2009-05-03 at the Wayback Machine.
  5. Reuters [۴] Archived 2009-08-03 at the Wayback Machine.
  6. Washington Independent [۵] Archived 2009-08-23 at the Wayback Machine.
  7. Der Spiegel [۶] Archived 2010-06-16 at the Wayback Machine.
  8. Die Zeit [۷] Archived 2010-04-17 at the Wayback Machine.