د افغانستان په جګړه کې د استرالیا پوځي تاریخ
د استرالیا ونډه د افغانستان په جګړه کې د سلیپر عملیاتو (۲۰۰۱ - ۲۰۱۴) او هایوې عملیاتو (۲۰۱۵ – ۲۰۲۱) په نوم یادېږي.
د استرالیا د دفاعي ځواک (ADF) د عملیاتو کچه او د اعزام شوو ځواکونو شمېر په بېلابېلو وختونو کې توپیر درلود او د ADF ښکېلتیا په دوه لویو برخو کې فعالیتونه تر پوښښ لاندې درلودل: چي یو یې افغانستان او بل د فارس خلیج و. په دې فعالیتونو کې د نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف) د یوې برخې په توګه، د سمندري، هوایي او ځمکنیو ځواکونو اعزام شامل وو چې په جګړه ییزو او ملاتړ جګړه ییزو عملیاتو کې یې برخه اخیستله.
د ۲۰۱۴ کال په نیمایي کې، په فارس خلیج کې د سمندري او لوژیستیکي ملاتړ عملیات په ترتیب سره د مانیتو عملیاتو او د اکارډین عملیاتو په نوم طرح شول.
سلیپر علمیات
[سمول]سلیپر عملیات د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې پیل او د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه پای ته ورسېدل.
لومړی پړاو
[سمول]د سلیپر عملیاتو په لومړي پړاو کې، د استرالیا د دفاعي ځواک دندې په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو کاري ډله وه او د استرالیا د شاهي هوايي ځواک (RAAF) د ۳۳ دلګي دوه بوینګ ۷۰۷ د تېلو ورکولو الوتکې وې. دې الوتکو او ورسره ملاتړي پرسونل د قرغزستان له مناس هوايي اډې څخه فعالیت پر مخ وړو او د اېتلافي الوتکو ملاتړ یې د افغانستان په هوايي حریم کې په غاړه درلود. د RAAF دوه AP-3C اوریون الوتکو په فارس خلیج کې د سمندري ساتنې په عملیاتو کې د سمندري ګزمې الوتنې ترسره کولې. په ۲۰۰۳ کال کې دا الوتکې په موقتي توګه د عراق Falconer او Catalyst عملیاتو ته ولېږل شوې. [۱]
د استرالیا د شاهي هوایي ځواک C-130 Hercules ډوله ټرانسپورتي الوتکې هم د اعزام شوو ځواکونو لپاره لوژیستیکي ملاتړ چمتو کاوه. د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې، ځانګړو ځواکونو د کندهار په سوېل لوېدیځ کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د اېتلافي ځواکونو د لومړۍ کرښې په عملیاتي اډه (کمپ رینو) کې ونډه درلوده، وروسته یې د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د کندهار د نړیوال هوایي ډګر مسؤلیت په غاړه واخیست. په افغانستان کې د ADF لومړۍ دندې د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر کې هغه وخت پای ته ورسېدې چې د ځانګړي هوایي عملیاتو کاري ډله له افغانستان څخه ووتله. له دې نیټې وروسته تر ۲۰۰۵ کال پورې، د استرالیا ټولې هڅې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په تشکیل او د ماین پاکۍ په اېتلافي ځواک کې د دوه افسرانو په خدمت راڅرخېدې. [۲][۳]
د استرالیا د ځانګړو هوايي علمیاتو د غونډ (SASR) ټولې دری دلګۍ په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې افغانستان ته واستول شوې. د لېږد نیټې په لاندې ډول وې:[۴]
- د SASR یوه دلګۍ (د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر نه د ۲۰۰۲ کال تر اپرېل)
- د SASR دری دلګې (د ۲۰۰۲ کال له اپرېل نه د ۲۰۰۲ کال تر اګست)
- د SASR دوه دلګې (د ۲۰۰۲ کال له اګست نه د ۲۰۰۲ کال تر نومبر)
دوهم پړاو
[سمول]د ۲۰۰۵ کال په اګست او سپتمبر کې، د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یوه کاري ډله بېرته افغانستان ته واستول شوه. په دې کاري ډله کې د استرالیا د ځانګړو هوايي علمیاتوغوڼډ، څلورم کنډک، د استرالیا شاهي غوڼډ (کومانډو)، پېښو ته د غبرګون غوڼډ او د لوژیستیکي ملاتړ پرسونل ګډون درلود. همدارنګه د درنو ځانګړو لنډ رور وسایطو، د ځانګړو ځواکونو کاري ډله د بوشماسټر پیاده خوځښت په وسایطو هم سمبال وه. د ۲۰۰۶ کال په مارچ کې، د پيځم هوایي غوڼډ د دوه CH-47 Chinook چورلکو یوه ډله افغانستان ته واستول شوه ترڅو د ځانګړو ځواکونو کاري ډلې ته ملاتړ چمتو کړي. د ۲۰۰۶ کال په سپټمبر کې، د استرالیا د ځانګړو ځواکونو کاري ډله له افغانستان څخه ووتله او د ۲۰۰۷ کال په اپرېل کې د هلیکوپټر ډله بېرته استرالیا ته راستنه شوه. [۵][۶][۷][۸][۹]
دریم پړاو
[سمول]د محاربوي انجينرۍ د لومړي غوڼډ د بیارغونې یوه کاري ډله چې د استرالیا د شاهي غوڼډ ۵م/۷م کنډک، د استرالیا د شاهي غوڼډ ۶م کنډک، او ۲م سواره کنډک ساتونکي غړي په کې وو، د ۲۰۰۶ کال د سپټمبر په لومړیو کې د افغانستان سوېلي ولایت ارزګان ته راورسېدل. د بیارغونې استرالیایي کاري ډلې د هالنډ په مشرۍ د ولایتي بیارغونې د ټیم یوه برخه تشکیل کړه چې د هالنډ تر قومانده لاندې یې د ارزګان د عملیاتي ځواک د یوې برخې په توګه فعالیت پیل کړ او د ترینکوټ څخه بهر د ریپلې په عملیاتي اډه کې ځای پر ځای شوه. [۱۰]
د ۲۰۰۷ کال په اپرېل میاشت کې یوه ۳۰۰ کسیزه ځانګړې عملیاتي ډله د بیارغونې د کاري ډلې د ملاتړ لپاره راولېږل شوه، چې په کې د کمانډو یو ټولی، د استرالیا د ځانګړو هوايي علمیاتو د غونډ غړي، او د محاربوي خدماتو یو بشپړ ملاتړی ټیم شامل وو. د رادار ټیم، لوژستیکي او استخباراتي افسرانو او امنیتي پرسونل تر څنګ، له دې سره په افغانستان کې د ۲۰۰۷ کال تر نیمایي پورې د استرالیا د پرسونل شمېر ۹۵۰ ته ورسېد، چې د ۲۰۰۸ کال په نیمایي کې له لږ زیاتوالي سره ۱۰۰۰ تنو ته ورسېد او د ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې ۱۱۰۰ کسانو ته او د ۲۰۰۹ کال په نیمایی کې دا شمېر ۱۵۵۰ تنو ته لوړ شو. دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځ ته شو چې د دې ماموریت په اړه نظر پوښتنو د خلکو د ملاتړ کموالی ښود، او د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر د یوې ټولپوښتنې راپور نشر وښوده چې ډیری پوښتل شوي په هیواد کې د استرالیا د دوامداره نظامي ښکیلتیا د دوام سره مخالف وو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې، یو شمېر عملیاتي سلاکاران او ارتباطي ټیمونه، په ارزګان کې د افغان ملي اردو د ۲۰۵ اتل قل اردو، د ۴مې لوا په کنډکونو کې ځای په ځای شول ترڅو د اسټرالیا د ماموریت د یوې برخې په توګه په دې ولایت کې افغان ملي اردو ته سلا مشورې او ملاتړ چمتو کړي. ورپسې، د بیارغونې عملیاتي ځواک یا RTF د سلا مشورې او بیارغونې د عملیاتي ځواک په نوم بدل شو. د ۲۰۰۹ کال د جنوري په ۱۶ نېټه، د استرالیا د ځانګړو هوايي علمیاتو د غونډ غړی، ټروپر مارک ډونالډسن، د استرالیا د ویکټوریا صلیب د مډال کټونکی شو چې په استرالیا کې د شجاعت ترټولو لوړ مډال دی. د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په ۲ نېټه، ډونالډسن ته دا مډال له دې امله ورکړل شو چې د دښمن د سختو ډزو پر مهال یې د ټپي اسټرالیايي سرتیرو د ساتنې او بیا د یو افغان ژباړونکي د ژغورلو لپاره ډګر ته ور ودانګل. [۱۵][۱۶]
په دې موده کې د اسټرالیا یو منځلاری ځواک په افغانستان کې پاتې شو او په ارزګان ولایت کې یې د هالنډ، امریکا او نورو اېتلافي ځواکونو سره یو ځای د یاغیانو پر ضد عملیاتو کې برخه واخیسته. د سلا مشورې او بیارغونې عملیاتي ځواک یا MRTF ورسته د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې د سلا مشورې عملیاتي ځواک ونومول شو دا ځواک د یو وسله وال ګډ کنډک په کچه محاربوي ډله وه چې په کې پیاده او سواره ځواکونه، حمایوي انجینران او همدارنګه اېتلافي ځواکمن توپچي او هوایي تجهیزات شامل وو. CH-47D شینوکس چورلکې، لوژستیکي تجهیزات او د RAAF د هوایی څارنې رادار هم په کندهار کې ځای پر ځای وو. همدارنګه ۸۰۰ نور لوژستیکي پرسونل له افغانستانه بهر، په منځني ختیځ کې ځای پر ځای وو. په ورته وخت کې، د سمندري ګزمې او ترانسپورتي الوتکو قطعاتو، چې د متحده عربي اماراتو د المنهاد هوایي اډې څخه بهر مېشت وو، په عراق او افغانستان کې د عملیاتو ملاتړ ته دوام ورکاوه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Operation SLIPPER Afghanistan". Department of Defence. Archived from the original on 2 December 2008. نه اخيستل شوی 2009-01-06.
- ↑ Neville (2008). Special Operations Forces in Afghanistan. p. 30. ISBN 9781846033100.
- ↑ Brangwin, Nicole; Rann, Ann (16 July 2010). "Australia's Military Involvement in Afghanistan Since 2001: A Chronology". Parliament of Australia. Archived from the original on 17 September 2014. نه اخيستل شوی 15 October 2014.
- ↑ Neville (2008). Special Operations Forces in Afghanistan. p. 29. ISBN 9781846033100.
- ↑ Neville (2008). Special Operations Forces in Afghanistan. p. 30. ISBN 9781846033100.
- ↑ Dennis et al 2008, pp. 7–9.
- ↑ Boer, Cpl Corinne (19 April 2007). "Back into fray". Army: The Soldiers' Newspaper (1164 ed.). Canberra, Australia: Department of Defence. ISSN 0729-5685. Archived from the original on 21 March 2011.
- ↑ Major General Michael Hindmarsh (27 September 2006). "Special Operations Command Briefing" (Press release). Department of Defence. Archived from the original on 23 March 2012.
- ↑ Air Chief Marshal Angus Houston, Chief of Defence Force; Major General Michael Hindmarsh (27 September 2006). "SOCAUST Media Briefing Post OP Slipper Transcript (MECC 60927/06)" (Press release). Department of Defence. Archived from the original on 2 August 2014.
- ↑ Dennis et al 2008, pp. 7–8.
- ↑ Boer, Cpl Corinne (19 April 2007). "Back into fray". Army: The Soldiers' Newspaper (1164 ed.). Canberra, Australia: Department of Defence. ISSN 0729-5685. Archived from the original on 21 March 2011.
- ↑ Australia to double Afghan force Archived 8 April 2008 at the Wayback Machine.. bbc.co.uk. Date: 2007-4-10. Accessed: 2007-4-12.
- ↑ "Global Operations – Department of Defence". Australian Department of Defence. Archived from the original on 10 April 2009. نه اخيستل شوی 2009-04-15.
- ↑ "Government losing support for Afghanistan campaign". ABC News. 29 September 2008. Archived from the original on 1 October 2008. نه اخيستل شوی 2008-09-30.
- ↑ "Global Operations – Department of Defence". Australian Department of Defence. Archived from the original on 10 April 2009. نه اخيستل شوی 2009-04-15.
- ↑ "Global Operations – Department of Defence". Australian Department of Defence. Archived from the original on 10 April 2009. نه اخيستل شوی 2009-04-15.
- ↑ "Global Operations – Department of Defence". Australian Department of Defence. Archived from the original on 10 April 2009. نه اخيستل شوی 2009-04-15.
- ↑ Dennis et al 2008, p. 9.
- ↑ Connery, Cran and Evered 2012, pp. 9–17.
- ↑ "Al Minhad Air Base – Global Collaborative". Australian Bases Abroad. Nautilus Institute. 2009. Archived from the original on 4 December 2008. نه اخيستل شوی 13 January 2010.