د افغانستان پستي نښانونه او پستي تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان پستي نښانونه او پستي تاریخچه

لومړي نښانونه[سمول]

په افغانستان کې لومړني پستي نښانونه په ۱۸۷۱ زکال کې را څرګند شول. دغه نښانونه په دایروي ډول و، په منظمه توګه یې د جلا کېدو سیسټم نه درلود او په تور رنګ چاپ شوي و. په منځ کې یې د کوچني زمري د سر انځور درلود او په چاپېر باندې یې عربي متن لیکلی و چې ټولو دغو یوه معنی وړاندې کوله؛ زمری، شېر، چې د افغانستان د دولت مشر شیرعلي خان ته یې اشاره لرله او د شجاعت له امله ورته د شېر یا زمري کلمه کارول شوې وه. ډیری کلکسیون لرونکو او کتلوګ جوړونکو دغه انځور په تېروتنې سره د پړانګ انځور بللی. د دغه پستي نښان د لغو کولو چاره د یاد نښان په غوڅولو او یا هم د هغو د یوې برخې د له منځه وړو په واسطه ترسره کېدله. د پستي نښان په واسطه د لغو کولو چارې تر ۱۸۹۱ زکال پورې شتون نه درلود. په پیل کې دغه نښانونه تر یوې کچې لوی و او راتلونکو نسخو یې هم د هماغې لومړنۍ طرحې پیروي کوله، خو هر کال مخ پر کوچني کېدو و او د هغو په ډول وروستیو نښانونو تر ۱۸۷۸ زکال پورې شتون درلود. له ۱۸۷۶ زکال را وروسته په رنګي ډول نښانونه چاپ شول چې هر رنګ د پېښور – کابل او خلم په مسیر کې د پوستې د اصلي دفاترو څخه د یوه استازولي کوله. هر نښان په یوه جلا پاڼه کې حکاکي شوی و، له همدې امله دغو نښانونو له ظاهري پلوه پام وړ توپیرونه لرل. د شیرعلي د دورې د پستي نښانونو ګڼ شمېر ډولونه په اسانۍ سره لاسرسي وړ دي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور په سلګونو ډالرو پلورل کېږي. [۱][۲][۳]

د انګلیسانو پر وړاندې د شیرعلي خان ماته لامل وګرځېده عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ زکال کې واک ته ورسېږي، همدا و چې نوموړي راتلونکی کال نوي پستي نښانونه جوړ کړل. دغه پستي نښانونه لا هم په ګردي ډول و خو په مابین کې یې د زمري د سر پر ځای لیکنه شوې وه. د ګردو نښانونو طرحې تر ۱۸۹۱ زکال پورې دوام درلود هغه مهال چې د افغانستان د پاچاهۍ پر مهال مستطیلي نښانونه چاپ شول. دغه درې طرحې په بشپړه توګه په عربي لیک وې او په آبي رنګ چاپ کېدلې. د ۱۸۹۲ زکال په ګڼه کې یې د مسجد له دروازې او متقاطعو توپونو څخه جوړ نښان شتون درلود؛ دغه نښان په تور رنګ په رنګین کاغذ کې چاپ شو؛ د دغه پستي نښان په چاپ کې لږ تر لږه له ۱۰ رنګه پاڼو کار واخیستل شو چې پریمانه سیوری یې درلود په داسې حال کې چې د ټولو رنګونو کچه هم په کې یو شان وه. په ۱۸۹۴ زکال کې د دغې طرحې ساده شوې بڼه په شین رنګي کاغذ چاپ شوه. سربېره پر دې د دغه ملي نښان د ۱۸۹۸ زکال بڼه په رنګي کاغذونو باندې په منظم ډول نه کښل کېده. [۴]

په ۱۹۰۷ زکال کې لومړني رولي ډوله پستي نښانونه چاپ شول چې په کې د یو بشپړ جومات انځور د هغو له مختلفو تزئیناتو سره راغلی و. د ۱۹۰۹ زکال په بڼه کې یې بیا جومات د یو اته ستوریز جوړښت دننه ښوول شوی و. [۵]

خپلواکي[سمول]

د افغانستان د خپلواکۍ وروسته لومړني پوستي نښانونه د ۱۹۲۰ زکال د اګست په ۲۴مه چاپ شول، چې په هغو کې د غازي امان الله خان سلطنتي ستوری انځور شوی و. د دغو پوستي نښانونو لومړني درې یې د افغانستان لومړني هغه پستي نښانونه و چې د اعدادو لپاره په کې د عربي سربېره له لاتیني لیک دود کار اخیستل شوی و. د ۱۹۲۴ زکال را وروسته هر کال په فبروري میاشت کې حد اقل یو پستي نښان د خپلواکۍ د ستایلو په موخه چاپېده چې بڼې یې تر ۱۹۶۰مې لسیزې پورې ډېر لږ بدلون وکړ.

افغانستان په ۱۹۲۸زکال کې د پست له نړیوالې اتحادیې سره یوځای شو؛ له دې وړاندې له افغانستان څخه نړیوال پست د بریتانوي هند پستي نښانونو ته اړتیا لرله. په ۱۹۲۷ زکال کې لومړني رومي حروف د افغانستان په پستي نښانونو کې څرګند شول چې په کې لیکل شوي وو « AFGHAN POSTAGE». دغې لیکنې په ۱۹۲۸ زکال کې د هغو فرانسوي بڼې « POSTES AFGHANES» ته بدلون وکړ چې بیا تر ۱۹۸۹ زکال پورې په همدې ډول پاتې شوه (یوازې ډېر لږ بدلون په کې د ۱۹۳۹ زکال پر مهال رامنځته شو».

د ۱۹۳۰مې او ۱۹۴۰مې لسیزې پر مهال د افغانستان پستي نښانونه نسبتا ساده و، تر ډېره په ټایپوګرافیکي ډول جوړ شوي و او په خپله طرحه کې یې پریمانه خالي فضا لرله. په ۱۹۵۱ زکال کې په منظمه بڼه نوي پوستي نښانونه د واټرلو اېنډ سونز په نامه کمپنۍ له خوا په دقت حکاکي شول چې د پاچا محمد ظاهر شاه انځورونه یې په کې وکښل.

د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال ګڼ شمېر نور پوستي نښانونه چاپ شول. له دې امله چې د افغان پست ادارې دغه نښانونه د پستي لګښت څخه په ډېر کم لګښت چاپول؛ دغه طرحه د پستي نښانونو له غونډونکو څخه د عواید د راټولولو په موخه په پام کې ونیول شوه. له ۱۹۶۰مې لسیزې وروسته دغه مسایل نور په ځانګړې بڼه پام وړ نه و. دغه مهال د سیاسي پالیسیو پر بنسټ یو شمېر پستي نښانونه چاپ شول چې له پښتونستان څخه یې د ملاتړ څرګندویي کوله، هغه سیاسي موضوع چې په دغه لسیزه کې د څو کلونو لپاره له پاکستان سره د اړیکو د پرې کېدو لامل وګرځېده.

د ۱۹۸۰مې لسیزې له نیمايي وروسته ګڼ شمېر دغه پوستي نښانونه د لویدیځو نښان ټولونکو لپاره تولید شول؛ د بېلګې په توګه ۱۹۸۶ زکال ته اړوند د بېړۍ انځور لرونکي پوستي نښانونه په ځانګړې توګه په وچه کې راګیرو هېوادونو ته نه اړوندېدل.

کورنۍ جګړه او له هغو وروسته[سمول]

د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې په حکومتي چارو کې د کورنیو شخړو له امله رامنځته شوی اختلال او همدارنګه واک ته د افغانستان د اسلامي امارت رسېدل لامل وګرځېدل څو له ۱۹۸۹ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د پستي نښانونو چاپ ودرېږي، په داسې حال کې چې پستي خدمتونو دوام درلود خو له شته پستي نښانونو یې ګټنه کوله. ورته مهال له ۱۹۹۶ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې ډېر لږ پستي لېږد را لېږد شتون درلود. په دغه لنډ مهالې دوره کې ګڼ شمېر غیررسمي پستي نښانونه چاپ او وویشل شول، چې په ۲۰۰۰ زکال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغان پستي خدمتونو د ادارې او همدارنګه په ۲۰۰۳ زکال کې د کرزي د ادارې له خوا ناچله وبلل شول. [۶][۷][۸]

هغه مهال چې د طالبانو رژیم را وپرځول شو او د افغان پست اداره بیرته ورغول شوه، د پستي نښانونو تولید له سره پیل شو. له دغې وقفې وروسته لومړنی پستي نښان د ۲۰۰۲ زکال په مۍ میاشت کې چاپ شو چې د احمدشاه مسعود انځور په کې و، احمدشاه مسعود د شمالي ټلوالې پوځي قومندان و چې د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال یې د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کې ونډه لرله او وروسته یې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت مشري وکړه. [۹][۱۰]

له ۲۰۰۴ زکال څخه تر ۲۰۲۱ زکال پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ پر مهال پستي خدمتونو د افغان پست ادارې په اډانه کې د پستي دفترونو د شبکې په جوړولو سره بېرته وده وکړه. په داسې حال کې چې دغه ودې له ۲۰۱۷ زکال وروسته چټکتیا ومونده، هغه مهال چې احمد وحید ویس د دغه ادارې نوی مشر وټاکل شو. تر دغه مهاله پورې د دولتي پستي خدمتونو اصلي چارې د توکو او پستونو لېږد را لېږد و. د ۲۰۲۰مې لسیزې تر لومړیو پورې خلکو ته د خدمت رسونې په موخه شاوخوا ۳۰۰۰ پستي دفترونه جوړ شول. ویس د افغان پست چارې د توکو د انتقال سربېره الکترونیکې سوداګرۍ ته پراخه کړې. [۱۱]

له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۱۷ زکال پورې پستي چارې ډېرې منظمې نه وې؛ همدارنګه له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۷ زکال پورې یوازې درې ډوله پستي نښانونو شتون درلود. ورته مهال د لا زیاتو پوستي نښانونو د خپرولو هیلې د داخلي امکاناتو له امله له محدودیت سره مخ وې. ولسمشر محمد اشرف غني هیله لرله چې دولتي اسناد په افغانستان کې دننه چاپ شي، خو تر ۲۰۱۷ زکال پورې د افغانستان دولتي مطبعې د چاپ داسې ماشین نه درلود چې پستي نښانونه چاپ او هغه پرې کړي. [۱۲]

په ۲۰۱۹ زکال د پستي نښانونو د چاپ کیفیت په بهرنیو چاپ خونو کې د چاپ کولو پر مټ زیاتوالی وموند. د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې پستي نښان چې د غازي امان الله خان انځور په کې شتون درلود، په چین کې چاپ شو او په کابل کې د چین د سفارت له خوا افغان دولت ته وسپارل شول. د ګاندي د ۱۵۰ مې کالېزې او د افغان هند د دوستۍ پستي نښان په کابل کې د هند سفارت په مرسته د هند د دولتي پوځي مطبعې له خوا په حیدرآباد کې چاپ شو خو د نورو په څېر یې ډېر لږ شمېر درلود (شاوخوا ۵۰۰۰ دانې و). د طالبانو له واکمنېدو وړاندې، وروستی دولتي پستي نښان د ۲۰۲۱ زکال په جنوري میاشت کې د کابل په دولتي مطبعه کې د بشرپالونکي جاپاني تتسو ناکامورا د ستاینې په موخه چې په ۲۰۱۹ زکال کې په جلال آباد کې ووژل شو؛ چاپ شو. دغه پستي نښان ډیری بهرنیو او جاپاني چارواکو ته ورکړل شو. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Kloetzel 2008, p. 251
  2. The picture was referred to as "sher", which is generic Indo-Aryan for large wildcat, but which in Afghan Dari means "lion", and in Hindi means "tiger".
  3. "Afghanistan | Stamps and postal history | StampWorldHistory". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:SemiBareRefNeedsTitle
  4. Kloetzel 2008, p. 252
  5. Kloetzel 2008, p. 252
  6. Pütz, Franz-Josef (2012). "Das Postwesen in Afghanistan: exotisch und spannend (III)" (PDF). Philatelie und Postgeschichte (په جرمني ژبه کي) (339 (philatelie 418)): 49–51, page 50. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. An input by the UN office for Afghanistan in Islamabad for the UN Secretary-General’s report on the anti-Taleban sanctions stated in June 2001 that the flight ban for the state-own Ariana airline also disrupted the activities of the Afghan Postal Services, which had been gradually restored and extended over the past three years. Ruttig, Thomas (29 مارچ 2015). "Post Runners, Aerogrammes and the Big E-Mail Challenge: Scenes from 135 years of Afghan postal service". مؤرشف من الأصل في ۱۹ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Illegal Postage Stamps Issues - Afghanistan". مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 30 October 2012 باندې). Neither heat nor gloom ... Afghan post office delivers.
  10. Kloetzel 2008, p. 276
  11. Peter Hornung, "Script error: The function "lang" does not exist." (Philately in the land of Talibans), Timbres magazine, April 2023 , p.24-29.
  12. Peter Hornung, "Script error: The function "lang" does not exist." (Philately in the land of Talibans), Timbres magazine, April 2023 , p.24-29.
  13. Peter Hornung, "Script error: The function "lang" does not exist." (Philately in the land of Talibans), Timbres magazine, April 2023 , p.24-29.