Jump to content

د افغانستان نوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان نوم «د افغانانو د وطن» په معنی دی چې د افغان ملت له نوم څخه سرچینه اخلي. له تاریخي پلوه، د افغان نوم تر ډېره پورې پښتنو ته چې د افغانستان د وګړو اکثریت جوړوي کارول کېده. دغه نوم د لسمې پېړۍ د جغرافیې په حدود العالم نومي کتاب کې کارول شوی چې وروستۍ برخه یې د -ستان فارسي وروستاړی دی او د «ځای» په معنی دی. [۱][۲][۳][۴][۵]

د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې افغان سیاستوالو وروسته له هغه چې له قاجاري ایران او بریتانوي هند سره په هوکړو کې د دراني سترواکۍ لپاره د افغانستان نوم وکارول شو؛ دغه نوم یې د بشپړې دراني سترواکۍ لپاره غوره کړ. د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د افغانستان له کلمې څخه وروسته له هغه چې امیر یعقوب خان د افغان او انګلیس د دویمې جګړې په ترڅ کې ماته وخوړه، د ګندمک د هوکړې د لاسلیک پر مهال ګټنه وشوه.[۶]

په ۱۸۵۷ زکال کې فردرېش انګلس د افغان جګړې (The Afghan War) تر عنوان لاندې د جان ویلیام د اثر په لنډیز کې «افغانستان» په داسې توګه تشرېح کړی:

«د آسیا پراخه هېواد ...له یوه لوري د ایران او هند ترمنځ او له بل لوري د هندوکش او د هند د سمندر ترمنځ موقعیت لري. وړاندې په کې د خراسان او کوهستان ولایتونه او همدارنګه په کې د هرات، بلوچستان، کشمیر او سند په ګډون د پنجاب ډیری برخې شاملې وې ... په مهمو ښارونو کې یې پلازمېنه کابل، غزنی، پېښور او کندهار شامل دي».

افغانستان په ۱۹۱۹ زکال کې د افغان – انګلیس هوکړې پر بنسټ د نړیوالې ټولنې له لوري د یو بشپړ خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندل شو.

افغاني کول

[سمول]

دا په پراخه کچه منل شوې چې د «پښتون» او افغان کلمې له یو بل سره مترادفې دي، خو د افغان کلمه نه یوازې پښتنو بلکې د افغانستان د ټولو قومونو لپاره په تاریخي بڼه کارول شوې کلمه ده.[۷]

د پښتني کولو (افغاني کولو) موضوع لږ تر لږه له اتمې پېړۍ راهیسې په سیمه (افغانستان او د معاصر پاکستان په لویدیځ کې) کې جریان لرلی. دا د کلتوري یا ژبني تغیر بهیر دی چې په هغو کې یو شمېر غیر پښتني موارد د پښتني مواردو په توګه یادېږي. [۸]

«په اتمه او نهمه پېړۍ کې د ګڼ شمېر معاصرو ترکي ژب ویونکو افغانانو اجداد د هندوکش په سیمه کې (تر یوه بریده هم د غوره څړځای موندلو په موخه) استوګن شول او د همدغې سیمې د پښتنو قبایلو د ژبې او کلتور پر ځان منلو ته یې مخه کړه».[۹] - کریګ باکسټر، د کانګرس په کتابتون کې د هېوادونو د مطالعاتو برخه

افغاني لړۍ

[سمول]

د یمیني تاریخ پر بنسټ (چې لیکوال یې د سلطان محمود غزنوي منشي بلل کېږي) افغانانو په لسمه پېړۍ کې د سبکتګین په غزنوي سترواکۍ او همدارنګه د غوریانو په وروستۍ پاچاهۍ (۱۱۴۸- ۱۲۱۵ زکال) کې ځای وموند. په ۱۲۹۰م زکال کې د ترک – افغان خلجي لړۍ په لومړیو کې افغانان د هند د ډهلي سلطنت په تاریخ کې پېژندل شوي و. ورپسې د ډهلي په سلطنت کې د لودیانو او سور لړۍ دواړې له افغانانو څخه جوړې وې چې حکومت یې د نن ورځې د بنګلادېش تر ختیځ پورې رسېده. په اتلسمه پېړۍ کې د افغانانو نورې لړۍ یعنې هوتکي لړۍ او دراني سترواکۍ ظهور وکړ؛ چې د واک په اډانه کې یې د مرکزي آسیا او سویلي آسیا ډیری برخې شاملې وې. [۱۰][۱۱]

د افغانستان د نوم اړوند لومړني ماخذونه

[سمول]

د افغان کلمه له میلاد څخه وروسته دریمه پېړۍ کې د ساسانیانو له خوا د ابغان (Abgan) او په شپږمه میلادي پېړۍ کې د هندي ستور پوه ورهامیهیرا له خوا د اوګانا (افغانا) په توګه یاده شوې. د لسمې پېړۍ د جغرافیې په کتاب، حدود العالم کې څو ځله د افغان کلمه یاده شوی، په ځانګړې توګه یوه کلي ته یې په اشاره کولو کې داسې څرګنده کړې: «ساول، په غره کې یو ښکلی کلی دی. چې په هغو کې افغانان ژوند کوي». [۱۲][۱۳][۱۴]

البیروني په ۱۱مه پېړۍ کې له هغو څخه د بېلابېلو هغو قبایلو په توګه یادونه کړې چې د سند سیند لویدیځې غاړې ته په غرونو کې ژوند کوي. مشهور مراکشي څېړونکي ابن بطوطه چې په ۱۳۳۳ زکال کې یې له دغه ځایه لیدنه کړي، وايي چې: «موږ کابل ته سفر کړی، هغه ښار چې له پخوا څخه پراخه دی، د دغه ښار یو شمېر برخې اوس مهال د کلیوالي خلکو له خوا نیول شوي چې د فارسیانو یوه قبیله ده او افغانان ورته ویل کېږي. دوی په غرونو کې ځای پر ځای شوي او هلته پام وړ ځواک لري، دوی تر ډېره په لار کې لوټل کوي. د دوی اصلي غر د سلیمان غره په نوم یادېږي».[۱۵][۱۶]

د افغانستان د کلمې یو له لومړنیو یادونو څخه په دیارلسمه پېړۍ کې د سیف بن محمد بن یعقوب الهروي په اثر تاریخنامه هرات کې شوې چې هغه یې د خراسان او هند ترمنځ د هغه هېواد په توګه یاد کړی چې د شمس الدین (د کرتیانو لړۍ ته اړوند واکمن و) هېواد ته باج ورکوي.[۱۷]

له دې سربېره د «افغانستان» نوم د مغولي واکمن بابر له خوا په شپاړلسمه پېړۍ کې د کابلستان سویل لوري قلمرو ته کارول شوی.

د «افغانستان» نوم څو ځله د شپاړلسمې پېړۍ د تاریخ لیکونکي محمد قاسم هندو شاه (فرشته) او ګڼ شمېر نورو په لیکنو کې هم یاد شوی.

«د کابل او خیلج وګړي خپلو کورونو ته ولاړل؛ او هغه مهال چې له دوی څخه د کوهستان (غرونو) د مسلمانانو او د هغوی د اوضاع اړوند پوښتنه وشوه، وه یې ویل: «هغو ته کوهستان مه وایاست، بلکې افغانستان دی. ځکه هلته له افغانانو او جنجالونو پرته بل څه نه شته». له همدې امله دا څرګنده ده چې د دغه هېواد وګړي خپل کور ته په خپله ژبه افغانستان او ځانونو ته افغانان وايي. د هند خلک دوی ته پټان وايي؛ خو د دې لامل نه دی مالوم، زما له نظره د مسلمانو د واکمنۍ پر مهال دوی لومړی د پټنا ښار ته تللي او هلته استوګن شوي، د هند خلک (له همدې امله) دوی ته پټانان وايي – نور خدای پوهېږي!». [۱۸] - فرشته، ۱۵۶۰ – ۱۶۲۰ زکال

د افغانستان ابداع شوې اصطلاح په ۱۸۵۵ زکال کې د دوست محمد خان د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوې، هغه مهال چې نوموړي د بارکزیانو او درانیانو ترمنځ د افغانستان د ۷۰ کلنې کورنۍ جګړې او د وزیر فتح خان بارکزي له اعدام وروسته د افغانستان د بیاځلي اتحاد هڅې پیل کړې. [۱۹]

د افغانستان وروستۍ سترواکي

[سمول]

د افغانستان د خپلواک معاصر دولت اړوند د بریتانیکا پوهنغونډ (انسایکلوپیډیا)، ایرانیکا پوهنغونډ او نور منابع څرګندوي چې د افغانستان سیاسي تاریخ په ۱۷۰۹ زکال کې د هوتکي لړۍ په رامنځته کېدو پیلېږي، چې میرویس خان هوتکي یې بنسټ اېښی او د «میرویس نیکه» په نوم پېژندل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

«معاصره افغان پاچاهي په پیل کې د غلجیانو او له هغه وروسته د احمد شاه د واکمنۍ پر مهال د درانیانو په مخکښ توب سره پیل شوه». - مارتین تئودور هوتسما

اسلامي پوهنغونډ څرګندوي چې:

«په هغه هېواد کې چې نن ورځ د افغانستان په نوم پېژندل کېږي، دغه نوم په کې د اتلسمې پېړۍ په نیمايي کې هغه مهال دود شو چې د افغاني نژاد برتري تضمین شوه: وړاندې له دې هرې برخې یې ځانته جلا نوم درلود، خو یو واحد سیاسي او مشخص هېواد نه و او نه هم د دغسې کوم جوړښت برخه و. برخو یې نه د نژادي او نه هم د ژبنیو هویتونو له مخې اړیکې لرلې. د دغې کلمې وړاندنۍ معنی یوازې «د افغانانو هېواد» و، یو محدود قلمرو چې د اوسني دولت زیاتې برخې په کې نه شاملېږي، خو لویې سیمې یې لرلې چې اوس مهال یا خپلواکه دي او یا هم د بریتانوي هند سره په پوله کې دي».[۲۴][۲۵] - مارتین تئودور هوتسما

سرچينې

[سمول]
  1. Cowan, William and Jaromira Rakušan. Source Book for Linguistics. 3rd ed. John Benjamins, 1998.
  2. Banting, Erinn (2003). Afghanistan: The land. Crabtree Publishing Company. pp. 4, 32. ISBN 978-0-7787-9335-9.
  3. Kieffer, Ch. M. (15 December 1983). "Afghan". Encyclopædia Iranica (online). Columbia University. 
  4. Abdullah Qazi. "General Information About Afghanistan". Afghanistan Online. بياځلي په 2010-09-27.
  5. Vogelsang, Willem (2002). The Afghans. Wiley Blackwell. p. 18. ISBN 0-631-19841-5. بياځلي په 2010-08-22.
  6. E. Huntington, "The Anglo-Russian Agreement as to Tibet, Afghanistan, and Persia", Bulletin of the American Geographical Society, Vol. 39, No. 11 (1907).
  7. Kieffer, Ch. M. (15 December 1983). "Afghan". Encyclopædia Iranica (online). Columbia University. 
  8. Extract from "Passion of the Afghan" by Khushal Khan Khattak; translated by C. Biddulph in Afghan Poetry Of The 17th Century: Selections from the Poems of Khushal Khan Khattak, London, 1890.
  9. "Islamic Conquest". Craig Baxter. Library of Congress Country Studies on Afghanistan. 1997.
  10. "Ameer Nasir-ood-Deen Subooktugeen". Ferishta, History of the Rise of Mohammedan Power in India, Volume 1: Section 15. Packard Humanities Institute. خوندي شوی له the original on 2013-05-14. بياځلي په 2012-12-31. The Afghans and Khaljies who resided among the mountains having taken the oath of allegiance to Subooktugeen, many of them were enlisted in his army, after which he returned in triumph to Ghizny.
  11. Houtsma, M. Th. (1993). E.J. Brill's first encyclopaedia of Islam 1913-1936. BRILL. pp. 150–51. ISBN 90-04-09796-1. بياځلي په 2010-08-23.
  12. "History of Afghanistan". Encyclopædia Britannica Online. خوندي شوی له the original on 2012-11-20. بياځلي په 22 November 2010.
  13. Vogelsang, Willem (2002). The Afghans. Wiley-Blackwell. p. 382. ISBN 978-0-631-19841-3. خوندي شوی له the original on 2013-12-31.
  14. Kieffer, Ch. M. (15 December 1983). "Afghan". Encyclopædia Iranica (online). Columbia University. 
  15. Morgenstierne, G. (1999). "AFGHĀN". Encyclopaedia of Islam (CD-ROM v. 1.0). Koninklijke Brill NV. 
  16. Ibn Battuta (2004). Travels in Asia and Africa, 1325–1354 (reprint, illustrated ed.). Routledge. p. 180. ISBN 978-0-415-34473-9. خوندي شوی له the original on 2014-04-05.
  17. "پیراسته تاریخنامه هرات - Page 39".
  18. John Leyden, Esq. M.D.; William Erskine, Esq., eds. (1921). "Events Of The Year 910 (1525)". Memoirs of Babur. Packard Humanities Institute. p. 5. خوندي شوی له the original on 2012-11-14. بياځلي په 2010-08-22.
  19. Lee, Jonathan (2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (in English). Reaktion Books. p. 317. ISBN 9781789140101.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  20. Louis Dupree, Nancy Hatch Dupree "Last Afghan empire". Encyclopædia Britannica. Retrieved on 2010-08-22. 
  21. D. Balland (July 22, 2011). "AFGHANISTAN x. Political History". Encyclopædia Iranica. Retrieved on July 26, 2019. 
  22. Otfinoski, Steven Bruce (2004). Afghanistan. Infobase Publishing. p. 8. ISBN 0-8160-5056-2. بياځلي په 2010-09-27.
  23. Bleaney, C. H.; María Ángeles Gallego (2006). Afghanistan: a bibliography. BRILL. p. 216. ISBN 90-04-14532-X. بياځلي په 2010-08-22.
  24. Houtsma, Martijn Theodoor (1987). E.J. Brill's first encyclopaedia of Islam, 1913-1936. Vol. 2. BRILL. p. 157. ISBN 90-04-08265-4. بياځلي په 2010-08-23.
  25. M. Longworth Dames, G. Morgenstierne, R. Ghirshman, "Afghānistān", in Encyclopaedia of Islam, Online Edition