د افغانستان ستراتيژيک اهميت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د۱۳۹۰ لمریز کال د سلواغې په ۴مه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر حامدکرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د یوه پنځه ورځني رسمي سفر لپاره د ترکمنستان، ایټالیا، فرانسې او بریتانیا هېوادونوته تللی او د خپل سفر په ترڅ کې یې له دریو مهمو هیوادونو یعنی ایتالیا، فرانسې او انګلستان سره راتیژیک تړونونه لاسلیک کړل. ټاکل شوې چې افغانستان دامریکا له متحده ایالتونو سره هم ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی؛ خو هغو لارښوونو او مشورته په پام سره به داکار وشي، چې زموږ لویې مشورتی جرګې په دې اړه ورکړې دي. تر دې وړاندې له هندوستان سره هم ستراتیژیک تړون لاسلیک شوی او په پام کې ده چې له نورو هیوادونو سره هم ورته تړونونه لاسلیک شي.


د هغو تړونونو په ترڅ کې چې پورته یې یادونه وشوه او لاسلیک شوي دي دغه هېوادونوبه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم زموږ له هیواد سره خپلو اقتصادی مرستو ته دوام ورکړي. افغانستان په داسې یو پړاوکې دی، چې اقتصاد او دولتی جوړښت یې وروسته د کورنیو جګړو او ناخوالو له امله ډېر زیان موندلی او په داسې وخت کې چې لا تر اوسه زموږ کورني اقتصاد وده نه ده کړې او په خپلو پښو نه دی ولاړ؛ نو د بهرنیو هیوادونو په تېره بیا له اقتصادي اړخه د پرمختللو هېوادونو مرستو ته اړتیا لري.


د ولسمشر په وینا په هغو تړونونو کې چې تر اوسه لاسلیک شوي دي افغانستان کې د ښو شرایطو پر بنسټ او د ستراتیژیکو اړیکو د دغو موافقتنامو له برکته هېوادونه کولای شي، چې د افغانستان د کانونو په راسپړلو کې هم خپله پانګونه وکړي.


د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو ددې هوکړه لیک له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته ایټالیا له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د پلي کېدو، فرهنګي او رسنیزو همکاریو او د ظرفیت جوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، فرانسه به له افغانستان سره د دفاع او امنیت، کرنې، کلیو د پراختیا، روغتیا، معارف او لوړو زده کړو، فرهنګ او لرغون پېژندنې، د ښې حکومتوالۍ او د قانون د حاکمیت، زیربنایي جوړښتونو، اقتصادي او مالي چارو، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي. په همدې توګه انګلستان هم په بېلا بېلو برخو کې زموږ له هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي


د یادولو وړ ده چې د افغانستان او ددغو هیوادونو تر منځ د دوستۍ او همکاریو دغه معاهدې به د بېلابېلو کلونو لپاره اعتبار ولري. دا تړونونونه دا جوتوي، چې نړیواله ټولنه نور په دې پوه شوې چې افغانستان به بیا یواځې نه پرېږدي. کله چې له افغانستان څخه شوروی پوځيان ووتل او ورسره جوخت کمونستي رژیم هم را وپرځید، نړیوالې ټولنې هغه ډولؤ، چې یې د جهاد په دوران کې مرسته کوله خپلې مرستې بندې کړې او افغانستان یې هیر کړ، چې له بده مرغه همدغې هېرېدنې په افغانستان کې کورنۍ جګړې رامنځته کړې، داځل چې بیا دادی بهرني پوځیان له هیواد څخه وځي او تر ۲۰۱۴ زیږدیز کاله به دغه بهیر بشپړیږی نو که چېرې بیا نړېواله ټولنه خپله پخوانۍ تجربه تکراروي دا به د دوی لپاره هم ستونزمه تمامه شي او هغه بدمرغي، چې به افغانستان کې رامنځته کېږی. د دوی د هېوادونو لمن به هم ونیسی، له همدې کبله اوس دا د نړېوالې ټولنې اړتیا هم ده، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


خویواځې په بهرنیو مرستو هم نه کیږی، افغان ولس دې خپله هم هڅې وکړي او پرځان د بسیا کېدو توان دې په ځان کې رامنځته کړي له دې سره سره به له نورو هیوادونو سره دتړونونو په اساس مرستې هم حاصلې شی.


د یادو شوو تړونونو د لاسلیک یوه اړتیا هم داده، چې نور افغانستان داسې و نه انګېرل شي، چې یوازې دیوه هېواد په مرستو باندې تړلی دی، له همدې کبله له هندسره دستراتيژیک تړون لاسلیک اوهم له اروپایی هیوادونو سره او هم له امرېکا سره دورته کار ترسره کېدل د دې څرګندونه کوي، چې افغانستان نور له کوم خاص هیواد سره ځانګړې اړیکې نه لري؛ بلکې د یوه متعادل سیاست له مخې د بې پرې توب په ساتنې سره خپل بهرنۍ سیاست پرمخ بیایی. دغه راز دولت باید هڅه وکړي، چې له اقتصادي اړخه مهمو اسلامي هېوادونو او د سیمې هېوادونو په تېره بیا ګاوڼډیو هېوادونو سره هم په ورته کار لاس پورې کړي.


په دې هيله چې افغانستان نور د یوه خپلواک ځواکمن او پر خپل ځان بسیا هېواد په توګه ځان راڅرګند کړي او داسې یوه ورځ راشي، چې نور هیوادونه له افغانستان سره په دې تمه تړونونونه لاسلیک کړي، چې افغانستان له هغوی سره اقتصادی، سیاسی او پوځي مرستې کوي.