د افغانستان د ملي محاذ اسلامي ګوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د ملي محاذ اسلامي ګوند (National Islamic Front of Afghanistan؛ Mahaz-e Milli-ye Islami-ye Afghanistan) په افغانستان کې سیاسي ګوند دی چې د تاسیس له مهاله یې چارې د ګیلانیانو د صوفیانه کورنۍ د غړو له خوا چلول کېږي. د دغه ګوند ټول نه بلکې ډېری غړي یې پښتانه دي چې د صوفي پیر سیداحمد ګیلاني پیروان دي؛ دوی د معتدلو افکارو په لرلو سره باطني عرفاني مذهبي سنتونو ته پابند دي چې د دغه ګوند تصوفي ځانګړنه ده او له همدې امله یاد ګوند صوفیانو ته اړوند ګوند ګڼل کېږي. [۱][۲]

تاریخچه[سمول]

تاسیس او د افغان شوروي په جګړه کې ونډه[سمول]

د افغانستان د ملي محاذ ګوند په ۱۹۷۹ زکال کې د پاکستان په پېښور کې جوړ شو، د دغه ګوند مشر سیداحمد ګیلاني په افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند له واکمنېدو وروسته هلته تښتېدلی و. دغه ګوند تر ډېره پورې معتدله سلطنت غوښتونکی و چې د افغانستان له پخوانۍ سلطنتي کورنۍ سره یې اړیکې لرلې. [۳]

دغه ګوند د پېښور اووه په نامه ائتلاف یو له غړو څخه و چې د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کې د شوروي له ځواکونو او افغان دولت سره مبارزه کوونکو مجاهدینو ته د سي آی اې له خوا د چمتو شوو وسلو په وېش کې ترې ګټنه کوله. دغه ګوند په پېښور کې د ټولو افغان ګوندونو ترمنځ لیبرال او سیکولر دریځ درلود او افغانستان ته یې د تبعید شوي پاچا، محمد ظاهر شاه د بېرته ستنېدو څخه ملاتړ کاوه. دغه ګوند له جګړې وړاندې پښتني جوړښتونو څخه په استازولۍ کمونېزم او اسلام پالنه په ګډه سره د «ملت پالنې او دیموکراسۍ» په ملاتړ رد کول. د دغه ګوند مفکورې د وګړو، مطبوعاتو او سازمانونو پر آزادۍ ټینګار درلود په داسې حال کې چې په دولتي جوړښت کې یې د قواوو له تفکیک څخه هم ملاتړ کاوه. [۴][۵][۶]

د دغه ګوند ډیری ملاتړي د افغانستان له پکتیا او ننګرهار ولایتونو څخه و چې تر ډېره یې د ګیلاني کورنۍ له قبیلوي اړیکو څخه سرچینه اخیسته. [۷]

ګیلانیان د قادریې صوفیانه طریقې له پیروانو څخه و او د دوی ډلې تر ډېره د صوفیانه تنظیم په توګه عمل کاوه چې له امله یې د سیاسي او نظامي بنسټ په توګه د هغوی چارې له ستونزو سره مخ وې. د پیر پیروانو تل تمه لرله چې شخصا له خپل پیر سره اړیکه ولري (په تصوف کې همدا قاعده ده)، دا په دې معنی وه چې دغه ګوند د یو معاصر ګوند پر ځای د ګیلانی او د هغه د زامنو پر محوریت د یو دربار په څېر عمل کاوه او د هېڅ چارې مسئولیت هم بل چاته تفویض نه شو. وسلو ته د محاذ ګوند د قومندانانو لاسرسی تر ډیره پورې له پیر سره شخصي اړیکې ته اړوند و او د همدغو اړیکو پر مټ به د هغو کچه ټاکل کېده. همدارنګه د پیر له سخاوت څخه هم ډیرو ناوړه ګټنه وکړه، په داسې توګه چې یو شمېر ګوندي چارواکو د شخصي اړیکو له مخې خیالي څوکۍ ځانته جوړې کړې. [۸]

له دې سره هم دغه ګوند په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ترمنځ د نورو ګوندونو په پرتله زیات محبوبیت درلود. په ۱۹۸۷ زکال کې د ترسره شوې نظر پوښتنې پر بنسټ په دغه نظر پوښتنه کې له ۲۰۰۰ کډوالو ګډونوالو څخه ۴۵۶ تنو یې د مجاهدینو د ټولو ډلو ترمنځ د ملي محاذ ګوند ننګه وکړه. بل پلو پاکستانیانو د دغه ډلې د نه ګټمن والي پر بنسټ مجاهدینو ته د سي آی اې له خوا د چمتو کېدونکو امکاناتو څخه یوازې ۱۰ یا ۱۱ سلنه برخه ورکوله په داسې حال کې چې سخت دریځو اسلام پاله ډلو په ځانګړې توګه د ګلبدین اسلامي حزب ته له دغو امکاناتو څخه پریمانه برخه رسېدله. [۹][۱۰]

د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتو وروسته[سمول]

د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال دغه ګوند د شمالي ټلوالې په اډانه کې په یو کوچني ګوند واوښت.

په ۱۹۹۱ زکال کې د دغه ګوند غړو د خلیج د جګړې پر مهال په کویټ کې د عراق د بعثي رژیم پر وړاندې جګړه وکړه. [۱۱]

ګیلاني د ۲۰۰۴ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د حامد کرزي له ټاکنیز ټکټ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.[۱۲]

د ۲۰۰۹ زکال په نومبر میاشت کې د لعل محمد په نامه د دغه ګوند یو مخکښ غړی په موټرسایکل باندې د سپرو نامعلومو کسانو له خوا ترور کړای شو. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. John L. Esposito (2004). The Oxford dictionary of Islam. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-512559-7. He was succeeded by his sons, Sher agha Jan (Sayyid Ali Gaylani, b. 1923) and the Effendi Jan (Sayyed Ahmad Gaylani, b. 1932), who left Kabul in 1978 and headed the National Islamic Front, Mahaz-e Milli-ye Islami-ye Afghanistan, in Peshawar during the jihad against the Soviet occupation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. . The 2009 Presidential and Provincial Council Electionsin Afghanistan. National Democratic Institute
  3. http://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=569&task=view&total=2869&start=865&Itemid=2 Gilani, Pir Sayed Ahmad Gailani – Afghan Biographies
  4. Vogelsang, Willem (2002). The Afghans. Malden: Blackwell Publishers. د کتاب پاڼې 316. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-19841-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rubin, Barnett (1995). The fragmentation of Afghanistan. New Haven: Yale University Press. د کتاب پاڼې 203. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-05963-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. http://www.refworld.org/docid/3ae6ad1014.html Pakistan/Afghanistan: Information on the National Islamic Front of Afghanistan (NIFA), in particular, its activities in Quetta, Baluchistan, and whether the organization issue certificates of identity to Afghan refugees in Pakistan between 1990 and 1998
  7. Amstutz, J. Bruce (1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. Diane Publishing. OCLC 948347893. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7881-1111-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Edwards, David (2002). Before Taliban: Genealogies of the Afghan Jihad. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼې 274. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-22861-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Yousaf, Mohammad; Adkin, Mark (2001). Afghanistan: The Bear Trap. Havertown: Casemate. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-9711709-2-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Urban, Mark (1990). War in Afghanistan. London: Palgrave MacMillan. د کتاب پاڼې 223. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-333-51477-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "DESERT SHIELD AND DESERT STORM A CHRONOLOGY AND TROOP LIST FOR THE 1990–1991 PERSIAN GULF CRISIS" (PDF). apps.dtic.mil. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. http://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=569&task=view&total=2869&start=865&Itemid=2 Gilani, Pir Sayed Ahmad Gailani – Afghan Biographies
  13. Zabihullah Ihsas, Hamid (په 3 November 2009 باندې). Ex-jihadi commander, teacher killed in north by Zabihullah Ihsas & Hamid on 3 November 2009–13:30. Pahjwok Afghan News