د افغانستان د ماليې وزارت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


دمالیې وزارت وزارت مالیه Ministry of finance ترتیب: مفتي قدرت الله ابن قاری خیرالله منيب تقبله الله. د مالیې وزارت کاري ساحه        • د عوایدو راټولول.        • د هېواد ټولو ګمرکونو او مستوفیتونو مدیریت او نظارت.     • د اقتصادي سیاست جوړونې (Economic Policy Making) یو منسجم چوکاټ چمتو کول.        • د نړیوالو مرستو د جذب په موخه نړیوالو پراختیايي کنفرانسونو ته د دولت اسناد وړاندې کول.       • د ملي بودیجې جوړول او پلي کول.       • د دولتي ادارو د لګښتونو کنټرول او اجرا.    • د دولتي شرکتونو او تصدیو مدیریت او نظارت.      • د دولتي جایدادونو مدیریت او کنټرول.      • د بیمي چارو تنظیم او نظارت.      • د ارزښت لرونکو اسنادو (اوراق بهادر) چاپ.      • د متقاعدینو حقوق اجرا کول. د مالیې وزارت موخې د مالیې وزارت اصلي موخه داده، چې ټولې مالي چارې د اقتصادي اصولو او قوانینو پر بنسټ تنظیم کړي تر څو افغانستان اقتصادي ثبات، امن او پر ځان بساینه تر لاسه کړي او ددې ډاډ ورکړي چې عامه شتمني(بیت المال) په شفافه توګه د حساب له مخې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو له پاره کارول کیږي.       د مالیې وزارت د افغانستان له مرکزي بانک سره په ګډه کار کوي چې د هېواد اقتصادي جوړښتونه په سمه توګه ورغاول شي. د مالیې وزارت دا مسؤولیت هم لري چې د مختلفو دندو په ترسره کولو سره د هېواد له پاره د ملي پراختیا مهم لومړیتوبونه په نخښه کړي. د مالیې وزارت تاريخچه    د احمد شاه بابا د سلطنت په دوره کې چې مالي چارو ته زیات ارزښت ورکول کېده، د لومړي ځل له پاره په ۱۱۴۰ لمریز کال کې د دولت د نورو چارو او تشکیلاتو ترڅنګ د یوې شعبې د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې د همایون اعلی په نامه (نننی مالیه وزارت) ورته ویل کېده اود سردارعبدالله خان پوپلزي پرمټ یې چارې پرمخ وړل کېدې. په هغه وخت کې ورته د دېوان بیګي نوم هم ورکړل شوی و. چې د وخت په تېرېدو سره د دېوان بیګي لقب په مستوفی المالک واوښت او واګې یې د اوسنۍ مالیې وزارت هومره وې. مستوفي المالک په خپل ځواک سره د ټولو ولایتونو مالي اوحسابي چارې همغږي او څارلې.

کله چې په ۱۲۹۸ هـ لمریز کال کې د افغانستان خپلواکې ترلاسه شوه، نوله دې سره د افغانستان یوه نوي دوره پیل شوه، په دې دوره کې سیاسي تشکیلات، حکومتې سیستم، اداري نظام او د بهرني سیاست بنسټ کېښودل شو. د مالي اواقتصادي وضعې د ښه والي اړوند اصلاحات پیل شول. په دې کلونو کې دفاعي او امنیتي تشکیلات، د پوهنې اوروغتیا عام کېدل، مخابرات اونښلونې، د اوبو او برېښنا جوړونه، د فابریکو بنسټ، د کانونورا ایستل، د سوداګرۍ پراخوالی، د مرکزي بانکونو او نورو بانکونو جوړېدل او د دولتي اوخصوصي تصدیو فعاله کېدل شامل ؤ.

له خپلواکۍ څخه وړاندې د افغانستان مالیات په داسي ډول ؤ چې: مستقیم مالیات لکه، د زمکې، ژرندې، د اصنافو جواز، د پایکوب (یوډول ماشین ؤ) مالیات، د لوګیو په سرمالیه، سرانه، مذهبې جزیه، د مالونو او څلوېښتمه مالیه، د څارویو، صکوکو اوداسې نورو مالیه اخیستل کېده اوغیري مستیقمه مالیه یا ګمرکې مالیه په برخو وېشل کېده، له دې څخه وړاندي نورشکلونه یې بېګار، جسمې خدمتونه، غنیمت، خراج او داسي نور... ؤ. په غیرمستقیمو مالیاتوکې په ګمرکې مالیو سربېره، د حق الانحصارمالیه، دځینو استهلاکې موادو په پلورلو مالیه، اوبالاخره په اسعارو هم مالیه ټاکل کېده. د ګمرکونومالیه به د سببونو په واسطه راټولېده اوګمرک به د چبوتره په نامه سره یادېده، دا مالیه به په نقدو اود جنس په بڼه راټولېده.

             له ۱۲۹۹ کال وړاندې دولت یو اسانه تشکیل درلود، چې له دفتر او ورځپاڼې څخه عبارت ؤ اوپه ارقاموبه ترتیب کېده، په هغه وخت کې د بودجې نظام شتون نه درلود، په ۱۲۹۹ کال کې د دفتر اصول جوړ شول، په دې وخت کې دفتري اصولو مضاعفه بڼه نه لرله بلکه د هغه وخت له غوښتنې سره سم به پرمخ بېول کېده. حسابونو یې په همدې ډول تر ۱۳۰۳ کال پورې دوام پیدا کړ او له ټولو اسنادو سره به پلازمېنې ته راوړل کېده. په ۱۳۰۳ کال کې د دفتري اصول ځای ښاري اصولو ونیو اود هغو په اساس به د حسابونو او اسنادو ترتیب اوتنظیم په هره میاشت کې کېده. په ۱۳۱۵ کال کې د ایټالوي پوه (ژینومانچولې) په واسطه په مالي سیستم کې بدلون راغی چې بیا به د اسنادو ترتیب او تنظیم اجرایه څانګې او کنترول ته لېږل کېده اومحاسبې به د محاسبې په دفترونو کې ترسره کېدې. د مالیې وزارت معاونیتونه      • اداري معینیت      • د ګمرکاتو او عوايدو معینیت      • د پلان او پاليسي معینیت     لوی او مهم ریاستونه:         • د ګمرکاتو عمومي رياست         • د عوايدو عمومي رياست