د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال لوبډله د افغانستان ملي لوبډله ده او د افغانستان د فوټبال فدراسیون تر کنټرول لاندې فعالیت کوي. دا لوبډله په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوه او په ۱۹۴۱ کال کې یې خپله لومړۍ نړیواله لوبه په کابل کې د ایران پر وړاندې ترسره کړه. افغانستان وروسته په ۱۹۴۸ کال کې د فیفا غړی شو او په ۱۹۵۴ کال کې یې د آسیا د فوټبال فدراسیون د بنسټ ایښودونکو په توګه غړیتوب ترلاسه کړ. دوی خپلې کورنۍ لوبې د افغانستان د پلازمېنې کابل په غازي ملي المپیک لوبغالي کې ترسره کولې. په ۲۰۱۳ کال کې، افغانستان د سوېلي آسیا د فوټبال فدراسیون یا SAFF اتلولي وګټله او د "فیفا د غوره لوبې جایزه" یې ترلاسه کړه. افغانستان هېڅکله هم د آسیا جام سیالیو ته لار نه ده موندلې. [۱]کينډۍ:Infobox national football team
تاریخچه
[سمول]پخوانۍ تاریچه
[سمول]د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شو او له ۱۹۴۸ کال را په دې خوا د فیفا غړيتوب لري او په ۱۹۵۴ کال کې د آسیا د فوټبال کنفدراسیون له بنسټ اېښودونکو غړو څخه و. [۲]
په هېواد کې د فوټبال لومړنی کلب، محمودیه فوټبال کلب و چې په ۱۹۳۴ کال کې تاسیس شو. درې کاله وروسته یې هند ته سفر وکړ او په ۱۸ لوبو کې یې برخه واخیسته، چې ۸ یې وګټلې، ۹ یې وبایللي او ۱ یې مساوي کړه. په ۱۹۴۱ کال کې دوهم د فوټبال کلب د آریانا په نوم تاسیس شو. دې ټیم د ایران په بلنه تهران ته سفر وکړ، درې لوبې یې وکړې، یوه یې وګټله او دوه یې وبایللې.
د افغانستان یوازینۍ حضور او په فیفا کې لومړۍ نړیواله لوبه د ۱۹۴۸ کال د اوړي د المپیک د فوټبال په سیالیو کې وه چې د ۱۹۴۸ کال د جولای په ۲۶ یې د لوګزامبورګ سره لوبه وکړه او ۶-۰ یې وبایله. د ۲۰۰۲ کال څخه وړاندې، افغانستان وروستی ځل د ۱۹۸۴ کال د آسيا جام د غوراوي سياليو پر مهال په نړيواله کچه ليدل شوی و، چې د ۱۹۸۴ کال د سپټمبر په ۲۰ نېټه یې آخري لوبه د اردن پر وړاندې ۶-۱ بايللې وه. افغانستان د ۱۹۸۴ کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې د شوروي-افغان جګړې، د افغانستان کورنۍ جګړې (۱۹۹۲-۱۹۹۶)، له امله هېڅ نړیواله لوبه نه وه کړې او د طالبانو رژیم د فوټبال په ګډون په تفریحي فعالیتونو بندیز لګولی و. [۳]
۲۰۰۱-۲۰۱۰ کلونه
[سمول]په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، افغان ملي لوبډله بېرته هغه وخت نړیوال ډګر ته راستانه شوه، چې په آسیایي لوبو کې یې د سوېلي کوریا سره لوبه وکړه، او ۰-۲ یې له لاسه ورکړه. په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان د سوېلي آسیا د فوټبال فدراسیون د سرو زرو کپ کې په خپل لومړي نړیوال ټورنمنټ کې برخه واخیسته چې هلته دوی د ګروپي پړاو ټولې دری سیالۍ هند، پاکستان او سریلانکا ته وبایللې. وروسته په همدې کال کې، افغانستان د ۲۰۰۴ کال د آسیا جام سیالیو ته د لار موندلو لپاره ګډون وکړ چې هلته یې د قرغزستان پر وړاندې بریا ترلاسه کړه خو نیپال ته یې ماته ومنه او بل پړاو ته له تګ پاتې شو.
افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته هڅې پیل کړې او د ۲۰۰۶ کال د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې له ترکمنستان سره لوبه وکړه. دوی دواړه لوبې په مجموعي ډول ۰-۱۳وبایللې. که څه هم افغانستان د ۱۹۴۸ کال راهیسې د فیفا غړی دی، خو دا لومړی ځل و چې د فیفا د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې ګډون وکړ. دې لوبډله د ۲۰۰۵ کال د سوېلي آسیا د فوټبال فدراسیون د سرو زرو په کپ کې د ګډون لپاره پاکستان ته لاړه چې له مالدیف نه یې ماته وخوره.
په ۲۰۰۶ کال کې دوی د آسیايي فوټبال کانفدراسیون په چلنج کپ کې هم د لومړي ځل لپاره برخه واخیسته، چې په ترڅ کې یې د چین تایپي او فیلیپین سره دواړه لوبې مساوي کړې، چې د دې مساوي نتیجې لپاره افغان فوټبالرانو حفیظ الله قدامي او سید مقصود هاشمي ګولونه ووهل، او د ۲۰۱۰ کال د فیفا نړیوال جام ته د غوراوي په دوهمه هڅه کې د سوریې له خوا حذف شول. د ۲۰۰۸ کال د سوېلي آسیا د فوټبال فدراسیون (SAFF) د اتلولۍ په سیالیو کې افغانستان له بوتان څخه ماته وخوړه خو له سریلانکا او بنګله دېش سره یې لوبې مساوي کړې.
په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان د آسیایي فوټبال کانفدراسیون (AFC) په چلنج کپ سیالیو کې دویم پړاو ته لاره پیدا کړه، چې د AFC چلینج کپ د غوراوي سیالیو په D ګروپ کې یې د بنګله دیش سره مساوي او د قرغزستان په وړاندې بریا ترلاسه کړه. د ۲۰۰۸ کال د AFC په چلنج کپ سیالیو کې افغانستان د ګروپ ټولې لوبې هند، تاجکستان او ترکمنستان ته بایلودې. د ۲۰۰۹ کال د سوېلي آسیا د فوټبال کانفدراسیون د اتلولۍ (SAFF ) په سیالیو کې افغانستان خپلې ټولې لوبې مالدیف، هند او نیپال ته وبایلې. د مالدیف پر وړاندې ماته کې د افغانستان لپاره یوازینی ګول وهنه حشمت الله بارکزي وکړه. [۴]
د ۲۰۱۴ کال فیفا نړیوال جام ته لارموندنه
[سمول]افغانستان نړیوال جام ته د لار موندلو په دریمه هڅه کې خپله لومړۍ لوبه د امنیتي دلایلو له امله په تاجکستان کې له فلسطین سره ترسره کړه چې ماته يي وخوړه او د فلسطین سره دوهمه لوبه کې د بلال آرزو د ګول په مټ مساوي شو، په دې معنا چې دوهم پړاو ته له مخکې تګ پاتې او حذف شو.
د ۲۰۱۱ کال د سوېلي آسیا د فوټبال فدراسیون (SAFF) اتلولي
[سمول]د ۲۰۱۱ کال د SAFF سیالیو په اتلولۍ کې افغانستان بوتان ته ۸-۱ ماتې ورکړه، چې د افغانستان د فوټبال ټيم په تاریخ کې تر ټولو ستره بریا وه. بلال آرزو د دې لوبې په ۴ ګولونو هتریک و کړ او لوبې په دریمه دقیقه کې عطا یمرالي د ټورنمنت تر ټولو چټکه ګول وهنه وکړه. دا د افغانستان لومړۍ نیمه پای لوبه وه. د ټورنمنټ په نیمه پایلوبه کې، افغانان د نیپال سره مخامخ شول چې په اضافي وخت کې د بلال آرزو له خوا په ۱۰۱ دقیقه کې په یوازینی ګول سره ۰-۱ بریا ته ورسېدل. دا د نیپال پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا وه. په پایلوبه کې افغانستان له هند سره لوبه وکړه چې ۴-۰ یې وبایله.
د 2012 AFC چیلنج کپ
[سمول]افغانستان د ۲۰۱۲ کال د AFC چلینج کپ سیالیو کې بوتان ته ۵-۰ ماته ورکړه. په لومړۍ پښه کې، دوی بوتان ته 3-0 ماتې ورکړه، د صدیق ولیزاده ټول 3 ګولونه، او په دویمه پښه کې 2-0. د غوراوي په دوهم پړاو کې افغانستان نیپال او شمالي کوریا ته ماتې ورکړه او سریلانکا ته یې ماتې ورکړه خو بل پړاو ته یې لار ونه موندله.
افغان غوره لیګ
[سمول]د افغانستان د فوټبال فدراسیون د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره داسې لیګ اعلان کړ چې په کې ۸ لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي. دا لیګ په ۲۰۱۲ کال کې په لاره واچول شو چې لومړي فصل یې د همدې کال له سپټمبر څخه تر اکتوبر پورې دوام وکړ. په ۲۰۱۲ کال ۸ ټیمونه همزمان رامنځ ته شول او افتتاحیه سیالي کوونکي شول. [۵]
دې لیګ لپاره لوبغاړي د میدان سبز ("شین ډګر") په نوم د یو ټلویزیوني پروګرام له لارې وموندل شول. دا مفکوره د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د افغانستان د موبي ګروپ له خوا وړاندې شوه. موبي ګروپ په افغانستان کې د یو شمېر تلویزیوني چینلونو او راډیو سټیشنونو مالکیت لري او په هېواد کې ترټولو لوی رسنیز ګروپ دی. د موبي ګروپ چینلونو سیالیو خپرول په خاوه واخیستل. لوبغاړي د یو هیئت او د تلویزیون د لیدونکو د رایو پر بنسټ لوبډلو ته ټاکل کېدل. د ۱۸ لوبغاړو اته لوبډلې چې د هر زون استازیتوب یې کاوه، را منځ ته شوې. [۶][۷]
د افغانستان د سولې عالي شورا د دې لیګ د رامنځ ته کېدو او په لاره اچولو ستاینه وکړه او هغه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د یو فرصت په توګه تعریف کړ. [۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ "FIFA Member Association Afghanistan" (in انګليسي). fifa.com. 14 March 2017. خوندي شوی له the original on 9 June 2007. بياځلي په 14 March 2017.
- ↑ "Afghanistan National Football Team" Archived 2 February 2016 at the Wayback Machine. by Afghan-web.com (Afghan-web)
- ↑ "Afghan Football Veterans, Experts Reflect on Sports' Growth". Tolo News. 12 September 2013. بياځلي په 12 September 2022.
- ↑ Afghanistan at AFC Challenge Cup 2008 at AFC Website Archived 13 February 2013 at the Wayback Machine.
- ↑ Afghan Football League Heads to First Semi-Final Archived 15 October 2012 at the Wayback Machine. by Rezwan Natiq and Mir Sayed (Tolo News, 10 October 2012)
- ↑ Roshan Afghan Premier League a hit with fans by Tahir Qadiry (BBC News, 22 September 2012)
- ↑ "Talent search at Hindukush" (in الماني). fussball.de. 28 August 2012. بياځلي په 29 August 2012.
- ↑ Afghan Football League Heads to First Semi-Final Archived 15 October 2012 at the Wayback Machine. by Rezwan Natiq and Mir Sayed (Tolo News, 10 October 2012)