د افغانستان د جګړې (۲۰۰۱- ۲۰۲۱ زکال) پیلامه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لاندې کې د پېښو هغه لړۍ تشرېح شوې چې له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۲۱ زکال پورې یې د افغانستان جګړې ته لار برابره کړه.

ریښه[سمول]

په آسیا لویه وچه کې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت لامل ګرځېدلی چې نړیوال قدرتونه په مکرر ډول په هغو نابریالي بریدونه ترسره کړي؛ تر دې چې دغه هېواد «د سترواکیو د هدیرې» په توګه یادېږي. بریتانویانو له ۱۸۳۸ زکال راهیسې یوه پېړۍ هڅه وکړه په دغه هېواد کنټرول ترلاسه کړي، خو بریتانیا ته یې فاجعه جوړونکې پایلې لرلې. بالاخره انګلیسانو پرېکړه وکړه چې نشي کولای په مستقیم ډول دغه هېواد تر کنټرول لاندې راولي، همدا و چې په ۱۸۷۹ زکال کې یې یو نیمه لاس پوڅی دولت په دغه هېواد کې جوړ کړ. افغانستان په ۱۹۱۹ زکال کې بېرته خپلواکي واخیسته او له هغو وروسته د یو سلطنتي نظام تر واکمنۍ لاندې راغی.[۱][۲]

په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د افغانستان سیاسي نظام مخ پر پاشل کېدو شو. لومړی، محمد داوود خان د ۱۹۷۳ زکال په جولای میاشت کې د یوې کودتا په ترسره کولو واک ونیو او شاهي نظام یې په جمهوریت واړوه. له دې وروسته د ۱۹۷۸ زکال د ثور په انقلاب کې داوود خان شهید کړای شو او د افغانستان خلق دیموکرایتک ګوند د دولت واګې په لاس کې واخیستې چې له امله یې د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه پیل شوه. د دغه دولت له خوا د زرګونو سیاسي مخالفینو ځپل او اعدام لامل وګرځېد چې پر وړاندې یې څرګند بغاوتونه لکه د ۱۹۷۹ زکال د هرات پاڅون رامنځته شي. د خلق دیموکراتیک ګوند د رهبرۍ د اختلافاتو تر اغېز لاندې راغی او د ۱۹۷۹ زکال د سپټمبر په ۱۱ مه د حفیظ الله امین له خوا نورمحمد ترکی له واکه ګوښه کړای شو. شوروي اتحاد په خلق دیموکراتیک ګوند کې د نیمګړتیاوو د لیدو له امله درې میاشتې وروسته د امین د ګوښه کولو په موخه برید وکړ. [۳][۴]

د ۱۹۷۹ زکال په ډسمبر میاشت کې افغانستان ته د شوروي ځواکونو راتګ سړې جګړې ته لا زور ورکړ او د شوروي اتحاد سیالان؛ متحده ایالات، پاکستان، سعودي عربستان او چین یې اړ کړل څو له هغو یاغیانو ملاتړ وکړي چې د شوروي تر ملاتړ لاندې د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت پر وړاندې یې جګړه کوله. د دغه سوسیالېستي سیکولر حکومت پر خلاف چې تر ډېره یې ښارونه په ولکه کې و، مجاهدینو بیا د مذهبي انګېزې په لرلو په کلیو او بانډو کې واک درلود. د امریکا استخباراتي ادارې (CIA) د پاکستان د استخباراتي ادارې سره یوځای د مجاهدینو لپاره د بهرني ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې هڅې کولې. دغې جګړې د اسامه بن لادن په ګډون عرب دواطلبه وګړي چې د «افغان عربانو» په نوم هم پېژندل کېږي ځانته را جلب کړل. [۵]

د ۱۹۸۹ زکال په می میاشت کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د خلق دیموکراتیک ګوند دولت تر ۱۹۹۲ زکال پورې دوام وکړ؛ هغه مهال چې شوروي اتحاد وپاشل شو او د هغه رژیم د شوروي له ملاتړ بې برخې شو؛ همدارنګه یې مخکښ قوماندان جنرال عبدالرشید دوستم له مجاهدینو سره لاس یو کړ. مجاهدینو د ۱۹۹۲ زکال د اپرېل په ۱۶مه کابل ونیو او د ډاکټر نجیب الله په ګوښه کولو سره یې د افغانستان اسلامي دولت تاسیس کړ.

کورنۍ جګړه او د طالبانو رامنځته کېدل (۱۹۹۲- ۱۹۹۶ زکال)[سمول]

د اسلامي دولت له تاسیس وروسته د مجاهدینو ترمنځ د واک پر سر سیالۍ پیل شوې، همدا و چې د ۱۹۹۲ زکال په اپرېل میاشت کې دغه هېواد د جنګ سالارانو ترمنځ وویشل شو او کورنۍ جګړې لا زور ونیو. برهان الدین رباني تش په نامه ولسمشر و؛ هغه په هېواد باندې د کنټرول لرلو په موخه اړ و جګړه وکړي چې له کابله یې پیل کړه. د دغو جنګ سالارانو ترمنځ د جګړې دوره د افغانستان په تېر ۴۰ کلن کړکېچ کې تر ټولو خونړۍ دوره وه او کابل د جګړې په ډګر واوښت. شاوخوا ۲۵ زره کسان ووژل شول. جنایاتو لا پراختیا ومونده؛ همدا و چې طالبان را پیدا شول. [۶][۷][۸][۹]

د ۱۹۹۴ زکال په اکتوبر میاشت پخوانی مجاهد ملا محمد عمر چې په یوه پاکستاني مدرسه کې یې تدریس کاوه، کندهار ته راوګرځېد او د طالبانو خوځښت یې جوړ کړ، چې ډېری غړي یې پښتانه و. په هېواد کې ګډوډیو؛ په ځانګړې توګه مکررو جنسي تېریو، غلاوو او وژنو د طالبانو غصه راپارولې وه. طالبانو د ۱۹۹۴ زکال تر نومبر میاشتې ټول کندهار ولایت ونیو. هغوی د یو ائتلافي دولت د جوړولو اړوند د مجاهدینو وړاندیز رد کړ او په ۱۹۹۵ زکال کې یې د کابل پر لور حرکت وکړ. [۱۰][۱۱]

په ۱۹۹۴ زکال کې د طالبانو له لومړنیو بریاوو وروسته دغه ډله له سختو ماتو سره هم مخ شوه. ورته مهال پاکستان له طالبانو څخه «پیاوړی ملاتړ وکړ». طالبانو د ۱۹۹۵ زکال په لومړیو کې په کابل باندې برید پیل کړ، خو د مسعود له خوا په شا وتمبول شول. د ۱۹۹۶ زکال د سپټمبر په ۲۷مه طالبانو د پاکستان په پوځي او د سعودي عربستان په مالي ملاتړ وکولای شول کابل ونیسي او د افغانستان اسلامي امارت یې تاسیس کړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

القاعده[سمول]

د ۱۹۹۶ زکال په اګست میاشت کې بن لادن اړ کړای شو سوډان پرېږدي؛ همدا و چې د افغانستان جلال آباد ښار ته راغی. هغه د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې د القاعدې نړیواله شبکه رامنځته کړه څو د شوروي پر وړاندې د مجاهدینو ملاتړ وکړي، خو د جنګ سالارانو ترمنځ د خپل منځي جګړو له امله له هغوی ناهیلی شو. هغه له ملا عمر سړه اړیکې جوړې کړې او د القاعدې عملیات یې د افغانستان ختیځ ته را ولېږدول چې د طالبانو په ولکه کې و. [۱۸][۱۹][۲۰]

په متحده ایالاتو کې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو کمیسیون وموندله چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د القاعدې شبکه توانېدلې له افغانستان څخه د خپلو جنګیالیو د روزنې په برخه کې کار واخلي، وسلې یې واردولې، له نورو جهادیانو سره یې همغږي کوله او د ترهګریزو چارو طرحه یې له همدغه ځایه کوله. په داسې حال کې چې القاعدې په دغه هېواد کې خپل مرکزونه لرل خو د نورو سازمانونو له روزنیزو مراکزو څخه یې هم ملاتړ کاوه. اټکل کېږي چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وړاندې له ۱۰ زرو څخه تر ۲۰ زرو کسان په دغه روزنیزو مراکزو کې و روزل شول او د شمالي ټلوالې پر ضد یې د طالبانو په جګړه کې ونډه واخیسته. [۲۱][۲۲][۲۳]

وروسته له هغه چې په ۱۹۹۸ زکال کې د امریکا په سفارتونو باندې بریدونه د بن لادن کسانو ته اړوند وګڼل شول، د متحده ایالاتو ولسمشر بل کلینټون امر ورکړ چې په افغانستان کې د دغې ډلې روزنیز مرکزونه د توغندویو موخه وګرځوي. د متحده ایالاتو چارواکو په طالبانو فشار راووړ چې بن لادن وروسپاري. په ۱۹۹۹ زکال کې نړیوالې ټولنې په طالبانو باندې بندیزونه ولګول او د بن لادن د تسلیمۍ غوښتنه یې ترې لرله، خو طالبانو په مکرره بڼه د دوی غوښتنې رد کړې. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د افغانستان اړوند د متحده ایالاتو په پالیسیو کې بدلون[سمول]

د کلینټون د واکمنۍ پر مهال متحده ایالاتو له پاکستان سره نږدې اړیکې لرلې او تر ۱۹۹۸- ۱۹۹۹ زکال پورې یې د افغانستان اړوند هېڅ روښانه پالیسي نه لرله. د بېلګې په توګه، په ۱۹۹۷ زکال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رابین رافل، مسعود ته وویل چې طالبانو ته تسلیم شي. مسعود د هغه د غوښتنې په ځواب کې وویل، تر هغه مهاله چې د خپل پکول په اندازه سیمه یې هم په ولکه کې وي د طالبانو پر وړاندې به جګړې ته دوام ورکړي. نږدې همدغه مهال و چې د کلینټون د ادارې د بهرني سیاست لوړ پوړي چارواکي د افغانستان شمال ته ولاړل او هڅه یې وکړه شمالي ټلواله وهڅوي څو د طالبانو پر ضد د لاسته راغلو مهمو فرصتونو څخه ګټنه وه نه کړي. هغوی ټینګار درلود چې د اوربند او د وسلو د نه کارولو مهال راغلی. ورته مهال پاکستان د سعودي عربستان په مالي مرسته د طالبانو تجهیز کولو ته مخه کړه. [۲۸][۲۹]

د افغانستان اړوند د متحده ایالاتو سیاستونو په ۱۹۹۸ زکال کې د امریکا په سفارتونو باندې له بریدونو وروسته بدلون وکړ. اسامه بن لادن په دغه بریدونو کې په لاس لرلو تورن شو. په ۱۹۹۹ زکال کې متحده ایالاتو او د ملګرو ملتونو سازمان د دغه سازمان د امنیت شورا د ۱۲۶۷مې ګڼې پریکړه لیک له مخې په طالبانو بندیزونه ولګول او ترې وه یې غوښتل چې اسامه بن لادن په متحده ایالاتو کې د محاکمې په موخه ورته وسپاري او په افغانستان کې هغه ته اړوند ټول ترهګریز مرکزونه وتړي. دغه مهال د مسعود او متحده ایالاتو ترمنځ همکارۍ د ۱۹۹۸ زکال له بریدونو وروسته د اسامه بن لادن د موندلو په موخه وې. متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې له مسعود څخه د طالبانو پر وړاندې مبارزه کې ملاتړ وه نه کړ. [۳۰][۳۱][۳۲]

طالبانو ته د متحده ایالاتو ضرب الاجل[سمول]

د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې له بریدونو وروسته د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا هوکړه وکړه چې باید د القاعدې او طالبانو پر ضد پوځي ګام واخیستل شي. ورته مهال بوش هوډ وکړ چې لومړی باید طالبانو ته ضرب الاجل وټاکي. هغه طالبانو ته مهلت وټاکه څو اسامه بن لادن ور وسپاري، «له ځنډ پرته هغه ته اړوند ټول ترهګریز روزنځایونه وتړي، د هغه د ډلې ټول ترهګر او ملاتړي ونیسي او متحده ایالاتو ته بشپړ واک ورکړي چې د هغه د روزنیزو مرکزونو څېړنې وکړي». په همدغه ورځ په کابل کې د علماوو شورا غونډه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې بن لادن باید وسپارل شي، خو ملاعمر بیا له دوی سره همغږی نه و او څرګنده یې کړه چې «د اسامه سپارل د موږ لپاره له شرمه ډکه موضوع کېدای شي. دا به زموږ او زموږ د اسلامي عقیدې د کمزورتیا څرګندویي وکړي» همدارنګه به د اسامه له تسلیمۍ وروسته چې بیګناه دی بیا به هم متحده ایالات خپلو غوښتنو ته دوام ورکوي. طالبانو دغه ضرب الاجل رد کړ او څرګنده یې کړه چې اسامه بن لادن به زموږ د میلمه پالنې د پښتني دود او دستور له مخې خوندي وساتل شي. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

په افغانستان باندې د امریکا او ناټو د برید څخه اونۍ وړاندې او د برید پر مهال طالبانو له امریکا څخه په بن لادن باندې د لګول شوو تورونو شواهد وغوښتل او څرګنده یې کړه چې که چېرې په دغو بریدونو کې مسئول وي بیا یې په دې شرط دریمګړي هېواد ته سپاري چې امریکا خپل هوايي بریدونه ودروي. د بوش د ادارې یو چارواکي بیا وروسته وویل چې د هغوی د غوښتنو اړوند د خبرو اترو وخت تېر شوی و او «د دې وخت را رسېدلی و چې هغوی باید ګام اخیستی وای». له دې وروسته ډېر ژر د متحده ایالاتو پټ پوځي عملیات پیل شول او د ۲۰۰۱ زکال د اکتوبر په ۷مه نېټه یې په رسمي توګه جګړه پیل کړه. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. Caryl, Christian (2010-07-26). "Bury the Graveyard". Foreign Policy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Mohammad Daud Khan". Afghanland.com. 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kepel, Gilles (2002). Jihad: The Trail of Political Islam. Harvard University Press. OCLC 685132509. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-01090-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Soviet Union invades Afghanistan". History. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Casting Shadows: War Crimes and Crimes against Humanity: 1978–2001" (PDF). Afghanistan Justice Project. 2005. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghanistan: Further Information on Fear for Safety and New Concern: Deliberate and Arbitrary Killings: Civilians in Kabul". Amnesty International. 16 November 1995. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghanistan: escalation of indiscriminate shelling in Kabul". International Committee of the Red Cross. 1995. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Marcela Grad (1 March 2009). Massoud: An Intimate Portrait of the Legendary Afghan Leader. Webster University Press. د کتاب پاڼې 310. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "II. BACKGROUND". Human Rights Watch. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ نومبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Amin Saikal (13 November 2004). Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival (الطبعة 2006 first). I.B. Tauris & Co Ltd., London New York. د کتاب پاڼې 352. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85043-437-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Documents Detail Years of Pakistani Support for Taliban, Extremists". National Security Archive. 2007. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Afghanistan: Further Information on Fear for Safety and New Concern: Deliberate and Arbitrary Killings: Civilians in Kabul". Amnesty International. 16 November 1995. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Video پر يوټيوب باندې
  17. Coll 2004، ص. 14.
  18. Maley, William (2021). The Afghanistan Wars (الطبعة 3rd). Red Globe Press. د کتاب پاڼې 177. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-352-01100-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Peter Tomsen said that up until 9/11, Pakistani military and ISI officers along with thousands of regular Pakistani armed forces personnel had been involved in the fighting in Afghanistan. Tomsen, Peter (2011). The Wars of Afghanistan: Messianic Terrorism, Tribal Conflicts, and the Failures of Great Powers. New York: PublicAffairs. د کتاب پاڼې 322. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61039-412-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The Taliban's War on Women: A Health and Human Rights Crisis in Afghanistan" (PDF). Physicians for Human Rights. 1998. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Video پر يوټيوب باندې
  22. Tomsen, Peter (2011). Wars of Afghanistan. PublicAffairs. د کتاب پاڼې 565. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58648-763-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Peter Tomsen said that up until 9/11, Pakistani military and ISI officers along with thousands of regular Pakistani armed forces personnel had been involved in the fighting in Afghanistan. Tomsen, Peter (2011). The Wars of Afghanistan: Messianic Terrorism, Tribal Conflicts, and the Failures of Great Powers. New York: PublicAffairs. د کتاب پاڼې 322. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61039-412-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Newsday (په October 2001 باندې). Taliban massacres outlined for UN. Chicago Tribune.
  25. Newsday (2001). "Confidential UN report details mass killings of civilian villagers". newsday.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۰۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Immigration and Refugee Board of Canada (February 1999). "Afghanistan: Situation in, or around, Aqcha (Jawzjan province) including predominant tribal/ethnic group and who is currently in control". مؤرشف من الأصل في ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Incitement of Violence Against Hazaras by Governor Niazi". Afghanistan: the Massacre in Mazar-I Sharif. Human Rights Watch. November 1998. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Marcela Grad (1 March 2009). Massoud: An Intimate Portrait of the Legendary Afghan Leader. Webster University Press. د کتاب پاڼې 310. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "9/11 Represented a Dramatic Failure of Policy and People". US Congressman Dana Rohrabacher. 2004. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Security Council demands that Taliban turn over Osama bin Laden to appropriate authorities" (Press release). United Nations. 15 October 1999. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Coll 2004، ص. 720.
  32. Risen 2008.
  33. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. . The US refuses to negotiate with the Taliban. BBC History
  36. Daalder, Ivo H.; Lindsay, James M. (April 2003). The Bush Revolution: The Remaking of America's Foreign Policy (PDF). The Brookings Institution. د کتاب پاڼې 19. Despite intense diplomatic pressure, the Taliban rejected Bush’s demands. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 2 March 2010 باندې). In Afghanistan, U.S. is fighting tribal insurgency, not jihad. The Baltimore Sun.
  38. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "CNN.com – U.S. rejects Taliban offer to try bin Laden – October 7, 2001". edition.cnn.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جون ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Bush Rejects Taliban Bin Laden Offer". www.washingtonpost.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. . Bush rejects Taliban offer to surrender bin Laden. The Independent.