د افغانستان تاریخ (۱۹۷۸- ۱۹۹۲ ز کال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۷۸ او ۱۹۹۲ ز کلونو ترمنځ د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت د افغانستان دولت و. دغه دولت یوازې د شوروي اتحاد د دوستو اتو هېوادونو له خوا په دیپلماتیک ډول په رسمیت پېژندل شوی و. دغه دولت له ایدیولوژیکي پلوه شوروي اتحاد ته نږدې و چې له اقتصادي او نظامي پلوه یې ورباندې تکیه لرله او د افغان کورنۍ جګړې یو له اصلي لورو نه هم و.[۱]

د ۱۹۷۸ ز کال انقلاب[سمول]

په ۱۹۷۸ ز کال کې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند مخکښ غړی محمد اکبر خیبر د ولسمشر محمد داوود خان د حکومت له خوا ووژل شو. د دغه ګوند غړي په ښکاره ډول په وېره کې شول چې داوود خان د دوی د له منځه وړلو پلان لري، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د تره کي او کارمل په ګډون د دغه ګوند ډېری کسان ونیول شول، په داسې حال کې چې امین په کور کې نظربند و، خپل زوی ته یې امر وکړ چې تر خپلو هغو ځواکونو یې ورسوي چې بیا یې د ثور انقلاب پیل کړ، حفیظ الله امین د خلق دیموکرتیک ګوند اړوند پوځي افسران مدیریت کړل، څو هغوی په پراخه کچه منظم واوسي.[۲][۳]

د ۱۹۷۸ ز کال د اپریل په ۲۷ مه د خلق دیموکراتیک ګوند د نورمحمد تره کي، ببرک کارمل او امین تر مشرۍ لاندې د محمد داوود خان رژیم ته سقوط ورکړ او راتلونکې ورځ یې هغه له خپلې کورنۍ سره یوځای وواژه. دغه انقلاب د ثور د لوی انقلاب (اپریل میاشت د هجري لمریز کال له ثور میاشتې سره سمون خوري) په نوم پېژندل کېږي. تره کي د انقلابي شورا او وزیرانو شورا د مشر او د خلق دیموکراتیک ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. د دغه هېواد رسمي نوم د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته واوښت او د خلق دیموکراتیک ګوند په دغه هېواد باندې د ۱۹۹۲ ز کال تر اپریل میاشتې پورې په یو ډول نه یو ډول په دغه هېواد واکمن پاتې شو.[۴]

مخالف ځواکونه[سمول]

په ۱۹۷۳ ز کال کې (له انقلاب نږدې پنځه کاله وړاندې) بنسټ پالي جنګسالاران او په راتلونکې کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د مبارزې رهبران؛ ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني د پاکستان پېښور ته وتښتېدل، څو د پاکستاني دولت په مرسته د ځان لپاره ملاتړ راغونډ کړي. یو شمېر کمپونه چې په اصل کې یې پوځي رېښه لرله، د پیاوړو بنسټ پالو لیدلورو لرونکو ځانګړو جنګسالارانو په خوا کې د وګړو د راغونډېدونکو ځایونو په توګه نه د کډوالو د راغونډېدو د بې پلوه مرکزونو په توګه جوړ شول. په ۱۹۷۷ ز کال کې پاکستاني دیکتاتور جنرال ضیاالحق اسلامي اساسي قانون پلی کړ، په پېښور کې یې له افغان جنګ سالارانو ملاتړ وکړ او د سعودي عربستان په مرسته یې د کډوالو کمپونو ته څېرمه د زرګونو دیني مدرسو د جوړولو لپاره بودیجه برابره کړه.

دغو بنسټ پالو خپل تنظیمي اصول د ټولیزو سیاستونو په چاپېر کې رامنځته کړل او د جمیعت اسلامي ګڼې برخې یې په کې شاملې کړې. د جمعیت اصلي مشر رباني، وړاندې له دې چې په ۱۹۷۴ ز کال کې د مذهبي محافظه کارانو ځپل پیل شي، په کابل کې تنظیم کول پیل کړل؛ خو اړ شو څو د داوود خان د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته وتښتي. له دغو مشرانو نه یوازې حکمتیار و چې له رباني سره یې ستونزه پیدا شوه او د مقاومت خپله ډله حزب اسلامي یې جوړ کړ، چې د پاکستان د علاقې وړ وسلو ترلاسه کوونکی وګرځېد. بل جلا والی د یونس خالص له خوا رامنځته شو، چې دویمه ډله وه، چې د اسلامي حزب له نامه یې ګټنه کوله – هغه ډله چې د حکمتیار له ډلې نه معتدله وه. د بنسټ پالو څلورمه ډله د عبدالرب رسول سیاف تر مشرۍ لاندې اسلامي اتحاد و، چې وروسته یې اسامه بن لان افغانستان ته راوباله. د رباني ډلې خپل ډېر ملاتړ له شمالي افغانستان نه ترلاسه کاوه، چېرې چې د هغه د مقاومت پېژندل شوي قوماندان مسعود، چې د رباني په څېر له تاجیک قوم نه و، د شوروي پر وړاندې یې د پام وړ بریاوې لرلې.[۵]

د افغان - شوروي جګړه، ډسمبر ۱۹۷۹ ز کال[سمول]

د افغان – شوروي جګړه د ۱۹۷۹ ز کال د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه د شپې په نیمايي کې پیل شوه. شوروي اتحاد کابل ته په زیاته کچه پوځي ځواکونه، چې ۲۸۰ ټرانسپورټي الوتکې او درې پوځي لښکرې په کې شاملېدلې چې هرې یوې یې نږدې ۸۵۰۰ سرتېري لرل ولېږل. په دوو ورځو کې دننه د شوروي اتحاد ځواکونو کابل امن کړ او د شوروي اتحاد د ځانګړو عملیاتو قطعه د دارالمان ماڼۍ ته څېرمه ځای پرځای شوه، چېرې چې حفیظ الله امین ته وفاداره افغان ځواکونو لنډ مهالی سخت مقاومت وکړ. په ماڼۍ کې د امین له وژلو وروسته، د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې تبعید شوي مشر ببرک کارمل د نوي افغان دولت واګې په لاس کې واخیستې.[۶]

د شوروي اتحاد موخې چې هرڅه وې، خو د نړیوالو له سخت او چټک غبرګون سره مخامخ شوې. د متحده ایالاتو ولسمشر جیمي کارتر د ۱۹۸۰ ز کال په جنوري میاشت کې د متحده ایالاتو د ستراتیژیک حالت اړونده وینا کې، پاکستان د کمونیزم پر وړاندې د نړیوالې مبارزې«د مخکښې کرښې دولت» په توګه معرفي کړ. هغه د پاکستان د اټومي پروګرام اړوند د متحده ایالاتو د مرستو بندولو په اړه خپلې یوکال وړاندنۍ پرېکړې ته بدلون ورکړ او پاکستان ته یې وړاندیز وکړ، که چېرې مجاهدینو ته د مرستو رسولو په برخه کې د متحده ایالاتو او نورو د مرسته رسوونکي په توګه عمل وکړي، نو ګڼ شمېر اقتصادي او پوځي مرستې به ورسره وکړي. پاکستاني ولسمشر محمد ضیا الحق د پاکستان د مرستو دغه کڅوړه رد کړه، خو وروسته یې د ریګان له ادارې نه د پراخو مرستو وړاندیز ومانه. له دې وروسته د پاکستان د هستوي پروګرام اړوند پوښتنې یوې خوا ته پاتې شوې.[۷]

مرستې له چین، مصر او سعودي عربستان نه راورسېدې. په دې سربېره پاکستان ته د څه باندې درې میلیونه افغان کډوالو د ورتګ له امله نورې نړیوالې مرستې هم دغه هېواد ته ورسېدې. د اسلامي کنفرانس د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۱۹۸۰ ز کال په جنوري میاشت کې په اسلام آباد کې د غونډې پر مهال په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د برید اړوند خواشیني څرګنده کړه او له دغه هېواد نه یې د شوروي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جګړې اړوند هېڅ پرېکړه لیک تصویب نه کړ، خو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په منظم ډول د شوروي له اشغال سره په مخالفت پرېکړه لیکونه تصویب کول.

د ۱۹۸۰ ز کال د جنوري میاشتې په نیمايي کې، شوروي اتحاد د افغانستان په شمال کې د شوروي اتحاد له قلمرو ترمز نه د خپلې قوماندانۍ مرکز کابل ته ولېږداوه. شوروي اتحاد او د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت لس کاله په هېواد باندې د کنټرول لرلو په موخه له مجاهدینو سره جګړه وکړه. شوروي اتحاد له هیلکوپترو ( د میل می ۲۴ یا میګ ۲۴ چورلکو په ګډون) نه د هوايي بریدونو د اصلي ځواک په توګه کار اخیست چې د بم غورځوونکو الوتکو، ځمکنیو ځواکونو او ځانګړو ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېده. په ځینو برخو کې هغوی د سوځېدلې ځمکې د مبارزې له ډول کار اخیسته، چې په کې یې کلي، کورونه، کروندې او څاروي له منځه وړل.[۸][۹]

محمد نجیب الله، ۱۹۸۶- ۱۹۹۲ ز کال[سمول]

د پرچمیانو ترمنځ یو لړ درزونه هغه مهال راڅرګند شول، چې شوروي اتحاد د ببرک کارمل پر ځای د محمد نجیب الله په ټاکلو ټینګار وکړ او هغه یې د ۱۹۸۶ ز کال د مۍ په ۴ مه نېټه د خلق دیموکراتیک ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکه. د خلق دیموکراتیک ګوند د یو شمېر اختلافاتو له امله چې د سیاستونو د اجرا پر وړاندې خنډ ګرځېدل او داخلي امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کاوه، ووېشل شو. دغه اساسي کمزورتیاوې د شوري اتحاد د سملاسي وتو د عواقبو له امله، د مشترکې بقا په موخه یووالي ته د اړتیا له مخې تر یوه بریده وپوښل شوې، خو له یو شمېر پوځي بریاوو وروسته بېرته راڅرګندې شوې.[۱۰]

کارمل د یوه مهال لپاره ولسمشري وساتله، خو واک نجیب الله ته ولېږدول شو، هغه چې پخوا یې د افغان دولتي استخباراتي ادارې (دولتي اطلاعاتو د خدمتونو د ادارې – خاد) مشري کړې وه. نجیب الله هڅه وکړه، څو له مقاومت سره خپلې ستونزې راکمې کړي او داسې ښکارېده چې چمتو دی، اسلام ته لویه ونډه ورکړي او مخالفې ډلې قانوني کړي، خو ده چې د امتیاز ورکولو هر وړاندیز وکړ، مجاهدینو به هغه رد کړ.

سرچینې[سمول]

  1. Anthony Hyman, Afghanistan under Soviet domination, 1964–91 (Springer, 2016).
  2. Bradsher, Henry S. Afghanistan and the Soviet Union. Durham: Duke Press Policy Studies, 1983. p. 72–73
  3. Hilali, A. Z. “The Soviet Penetration into Afghanistan and the Marxist Coup.” The Journal of Slavic Military Studies 18, no. 4 (2005): 673–716, p. 709.
  4. Garthoff, Raymond L. Détente and Confrontation. Washington D.C.: The Brookings Institution, 1994. p. 986.
  5. Mann, Carol (2007-06-08). "Models and realities of Afghan Womanhood, a retrospective and prospects". Les Dossiers de Louise. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mark Galeotti, Afghanistan: the Soviet Union's Last War (Frank Cass, 1995).
  7. Lester W. Grau, and Michael A. Gress, The Soviet-Afghan War : how a superpower fought and lost (U Press of Kansas 2002).
  8. Betty Glad, and Brian Whitmore, "Jimmy Carter and the Soviet invasion of Afghanistan." in Politics and Psychology (Springer, 1991) pp. 117-142.
  9. Edward Westermann, "The Limits of Soviet Airpower: The Failure of Military Coercion in Afghanistan, 1979-89." Journal of Conflict Studies 19.2 (1999): 39-71.
  10. Shane A. Smith, "Afghanistan after the Occupation: Examining the Post‐Soviet Withdrawal and the Najibullah Regime It Left Behind, 1989–1992." Historian 76.2 (2014): 308-343.