د افغانستان بودایي او هندو میراث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوسنې افغانستان په خاوره کې بېلابېلو مذهبي او توکمیزو ټولنو ژوند کړی. د اسلام له فتحې وړاندې، د هندوکش په سوېلي برخو کې زونبیل او کابل شاهان واکمنان وو. کله چې د ۳۹۹ او ۷۵۱ زېږدیزو کلونو ترمنځ چینايي سیلانیانو (فکسیان، سونګ یون، شوان ژانګ، وانګ هایون-تسو، هوان چاو او وو کانګ) افغانستان ته سفر وکړ، دوی یادونه وکړه چې په شمال کې د آمو سیند او په سوېل کې د اندوس سیند ترمنځ په بېلابېلو سیمو کې هندوییزم او بودیزم رواج و او عملي کېده. د دوی د سفرونو پر مهال دا خاوره د کوشانیانو او ورپسې د هپتالیانو تر واکمنۍ لاندې وه. ویل کېږي چې هپتالیان د هندو خدای سوریا سر سخت او لېواله پیروان وو.[۱][۲]

مهاجمو عربو مسلمانو په ۶۵۳ – ۶۵۴ زېږدیزو کلنو کې د زمینداور (هلمند ولایت) زنبیل پاچا ته اسلام ور معرفي کړ، ورپسې، مخکې له دې چې په لوېدیځ کې مسلمان شوي زرنج ښار ته را ورګرځي، همدا پیغام یې کابل ته راوړ. معلومه نه ده چې څو کسانو نوی دین قبول کړ، خو کابل شاهان د زرنج صفاري مسلمانانو ته په ۸۷۰ زېږدیز کال د کابل تر بایللو پورې غیر مسلمان پاتې شول. وروسته په شمال کې د بخارا له لوري سامانیانو په سیمه کې خپل اسلامي نفوذ پراخ کړ. ویل کېږي چې له غزني څخه د غزنویانو تر راتګ وړاندې هم مسلمانان او غیر مسلمانان په کابل کې څنګ په څنګ اوسېدل.

"کابل یوه کلا لري چې د خپل ځواک له امله شهرت لري، چې د لاس رسي یوازې یوه لاره لري. د ننه په کې مسلمانان دي او یو ښارګوټی لري چې د هند کافران په کې  اوسېږي." — اصطخري، ۹۲۱ زېږدیز کال  [۳]

په افغانستان کې د هندو لومړۍ یادونه په ۹۸۲ زېږدیز کال کې په حدود العالم کې راغلی، چې په "ننهار" (ننګرهار) کې د یوه پاچا په اړه وایي، چې په اسلام د مشرف کېدو لپاره عامه ننداره په لاره اچوي، همدارنګه، نوموړي له ۳۰ زیاتې ښځې درلودې چې "مسلمانې، افغانې او هندو" مېرمنې یادې شوې دي. زیاتره دا نومونه د عربو له خوا د جغرافيائی اصطلاحاتو په توګه کارول کېدل. د بېلګې په توګه، هندو (یا هندوستاني) له تاریخي اړخه د هغو کسانو د توصیف لپاره د جغرافیایي اصطلاح په توګه کارول شوی چې د هند په نوم د سیمې بومي اوسیدونکي وو، او افغان هغه چا ته کارول کېده چې د باختر په نوم د سیمې اوسیدونکی و. [۳]

لرغون پوهنه[سمول]

ځای موندل شوي آثار نور معلومات
د کابل په خیرخانه کې معبد. د سوریا مرمري مجسمې، چې یوه ویدي د لمر معبود و.  [۴]
ګردیز د دورګا / اناهیتا ماهیشاسوراماردیني مجسمې. [۵] د هندو مذهب له مخې، الهه دورګا، د شیوا معشوقه ښیي چې غویی شیطان ماهیشاسورا حلالوي. ورته اوستایي نسخه وايي چې د باختري الهه نانا، د اویشو معشوقه، د غویی شیطان حلالوي.
د افغانستان په ختیځ کنړ دره کې په چغان سرای کې د هندو معبد. [۶] د معبد کمپلېکس
تپې سکندر (د سکندر غونډۍ) ۳۱ کیلومتره د کابل شمال ته [۷] د استوګنې پاتې شوني چې د لومړي زریزې تر دوهمې نیمایي پورې لرغونتیا لري. د شیوا / اوشو او د هغه د مېرمنې پاروتي مرمري مجسمه. [۸]
غزني ته نږدې تپې صدر (صدر غونډۍ). [۹] د پرینیوانا بودا مجسمه (بودا د خپل بیا زېږون د سایکل په پای کې پروت دی). [۱۰] آتمه زږدیزه پېړۍ
ګردیز د شاردا لیکنه چې د ګنیش فیل معبود په یوه مرمري مجسمه کې حکاکي شوې او د هندو شاهيانو له خوا راوړل شوی چې د کابل دره یې فتحه کړې وه.  [۱۱] آتمه زږدیزه پېړۍ
د بلخ نوبهار خانقاه
ترمز ته نږدې ایرتام په باختري لیکنه د ډبرې یوه تخته او د اوشو یو حکاکي شوی انځور.[۱۲]
تپه سردار (سردار غونډۍ)، غزني د بودايي معبد لوی کمپلېکس[۱۳] اصلي ګومبزه په زیاتو کوچنیو ګومبزو او زیارتونو په واسطه چاپېر شوی، چې د خټو په خښتو تزئین شوی. په دې ځای کې د بودا څو سترې مجسمې وې، چې یوه یې په ناسته ده. همدارنګه پخ نروانا کې د بودا مجسمې هم په کې وې. په یوه زیارت کې چې په هندو بڼه کې دی د دورګا د خټو یوه مجسمه وموندل شوه چې د شیطان غویي د حلالولو په حال کې دی. [۱۴]
په غزني کې هومي کلا په هومي کلا کې په غار کې یو بودايي کمپلېکس. [۱۵]
تپه سردار (سردار غونډۍ)، غزني د نانا کڼډولي - لسمه پېړۍ.[۱۶] لسمه پېړۍ. د نانا دود د کوشان په دوره کې مشهور شو چې په افغانستان کې د دې معبود څو انځورونه موندل شوي دي.[۱۷][۱۸]
نور بېلابېل د پنجاب او افغانستان د شاهي واکمنانو سکې موندل شوي دي. [۱۹] له ۶۵۰ – ۱۰۰۰ زېږدیز کال پورې.

دا سکې لږ تر لږه د اتو اصلي ښارونو څخه صادرې شوي دي، چې د دوی په پراخ جریان دلالت کوي.  [۲۰]

د بامیان ولایت بودا،

هزاره جات سیمه

ویل کېږي چې په ۵۰۷ زېږدیز کال کې ودانې شوې، چې لویه یې په ۵۵۴ زېږدیز کال کې ودانه شوې او په ۲۰۰۱ کې د طالبانو په لاس ویجاړې شوې.
خیرخانه، کابل د هندوانو معبد، د شیوا دوه مرمرې مجسمې [۲۱]
بسوال بسوال د افغانستان په ختیځ کې په یو غار کې د بودایانو د معبد د ودانۍ ځای دی. دا غارونه، چې ټول ۱۵۰ دي، په نسبي ډول په دوو قطارونو کې ایستل شوي او په اوو ګروپونو کې ترتیب شوي، چې ښایي د بودايي وختونو د اوو خانقاه بنسټونو سره سمون ولري.
په هومې کلا کې د غار بودايي کمپلېکس [۲۲]


سرچينې[سمول]

  1. "Chinese Travelers in Afghanistan". Abdul Hai Habibi. alamahabibi.com. 1969. د لاسرسي‌نېټه August 9, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Amir Kror and His pAncestry". Abdul Hai Habibi. alamahabibi.com. د لاسرسي‌نېټه August 14, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Vogelsang, Willem (2002). The Afghans. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-631-19841-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The Afghans By Willem Vogelsang Page 184
  5. The Afghans By Willem Vogelsang Page 184
  6. The Afghans By Willem Vogelsang Page 184
  7. The Afghans By Willem Vogelsang Page 184
  8. The Afghans By Willem Vogelsang Page 184
  9. The Afghans By Willem Vogelsang Page 184
  10. The Afghans By Willem Vogelsang Page 184
  11. The Afghans By Willem Vogelsang Page 184
  12. History of civilizations of Central Asia, Volume 3 By Boris Abramovich Litvinovskiĭ Page 427
  13. History of civilizations of Central Asia, Volume 3 By Boris Abramovich Litvinovskiĭ Page 399
  14. History of civilizations of Central Asia, Volume 3 By Boris Abramovich Litvinovskiĭ Page 399
  15. South Asian archaeology 1975: papers from the third International Conference Edited by Johanna Engelberta Lohuizen-De Leeuw Page 121 to 126
  16. History of Buddhism in Afghanistan By Sī. Esa Upāsaka, Kendrīya-Tibbatī-Ucca-Śikṣā-Saṃsthānam page XX
  17. History of Buddhism in Afghanistan By Sī. Esa Upāsaka, Kendrīya-Tibbatī-Ucca-Śikṣā-Saṃsthānam page XX
  18. History of Buddhism in Afghanistan By Sī. Esa Upāsaka, Kendrīya-Tibbatī-Ucca-Śikṣā-Saṃsthānam page 187
  19. Early medieval Indian society: a study in feudalisation By R.S. Sharma page 130
  20. Early medieval Indian society: a study in feudalisation By R.S. Sharma page 130
  21. Early medieval Indian society: a study in feudalisation By R.S. Sharma page 130
  22. Leeuw, Johanna Engelberta Lohuizen-De (1979). South Asian Archaeology 1975: Papers from the Third International Conference of the Association of South Asian Archaeologists in Western Europe Held in Paris (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب پاڼې 119. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-05996-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)