Jump to content

د افغانستان او انګلستان اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان او برتانيې او شمالي ايرلينډ د سلطنت تر منځ دوه اړخيزې اړيکې اوږد او له پېښو ډک تاریخ لري، په هندوستان کې د انګلستان د کمپنۍ تر واکمنۍ پورې، په مرکزي اسيا کې د روسيې او انګلستان تر دوښمنۍ او د اوسني افغانستان او برتانوي هند تر منځ پرتو پولو پورې رسېږي. له ۱۹۲۲ز کال راهيسې په لندن کې د افغانستان سفارت شته، خو له ۱۹۸۱ز څخه تر ۲۰۰۱ز کال پورې په لندن کې د افغانستان د باور وړ سفير نه و. [۱][۲]

تاریخ

[سمول]

ستره لوبه (۱۸۰۰-۱۸۳۹)

[سمول]

نولسمه پېړۍ د برتانوي او روسي سترواکۍ تر منځ په اسيا کې د اغېز پيدا کولو لپاره د ديپلوماتيکې سيالۍ پړاو و، چې د برتانيې له خوا د (سترې لوبې) او د روسيې لپار ه د «د سيورو سيالۍ» په نوم پېژندل کېږي. د سترواک پاول څخه پرته، چا چې په ۱۸۰۰ز کال کې پر هند د يرغل حکم ورکړ (کوم چې په ۱۸۰۱ز کال کې د هغه له وژل کېدو وروسته لغوه شو)، هيڅ روسي تزار په جدي ډول پر هند د يرغل په اړه فکر نه دی کړی، خو د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې، په برتانيه کې روسيې ته د «يو دوښمن» په سترګه کتل کېدل او د مرکزي اسيا پر لور د روسېې هر ډول مخکې تګ (په لندن کې) د هند د مستقيم نيولو په معنا تعبيريدو، لکه چې امريکايي تاریخ پوه ډاويډ فرامکن وايي، «که څومره هم دا تعبير له ذهن لرې وي» بيا هم دا تعبير شونی دی. [۳][۴]

په ۱۸۳۲ز کال کې، په برتانيه کې لومړۍ هغه سموونکې لايحه تصويب شوه چې د رايې ورکولو او يوې دندې اخیستلو لپاره يې د قانوني حق شرايط کم کړل، چې د روسيې زيات محافظه کار سترواک لومړي نيکولاس ورسره په څرګند ډول مخالفت وښود او په دې ډول يې د روسيې او انګلستان تر منځ «سړې جګړې» ته زمينه برابره کړه، ډيری باور لري چې د روسيې مطلق العنان (اتوکراسي) او د برتانيې ديموکراسي، جګړې ته اړ وو. په ۱۸۳۷ز کال کې، لارډ پالمرسټون او جان هابهاوس د افغانستان او سیند له ناکرارۍ، د شمال لويديځ پر لور د سيکانو د سلطنت د مخ پر ودې ځواک، وېره درلوده، او د افغانستان له لارې يې پر برتانوي هند د روسيې د احتمالي بريد فکر راپورته کړ. روسي سترواکۍ کرار کرار خپل واک د مرکزي اسيا پر غزولو او دې چارې ته د ختيځ هند کمپنۍ له خوا په هندوستان کې د دوی د ګټو په وړاندې د ګواښ په سترګه کتل کېدل. په نولسمه پېړۍ کې په روسيه کې په «ختيځ کې د روسيې د ځانګړي ماموريت» نظريې هم شتون درلود، په دې معنا چې روسيې د اسيا د ډېرې برخې د نيولو دنده لرله، خو دا دنده تر ډېره بريده د مرکزي اسيا هېوادونو او د «ژيړ ګواښ» پر لور وه، يعنې د چين پر لور نه د هندوستان پر لورې. برتانيې د سترواک لومړي نيکولاس له بهرنۍ پاليسي څخه د برتانيې په مخالفت او په اسيا کې د پراختيا غوښتنې په توګه ناسم درک وکړ، په داسې حال کې چې نيکولاس د يو لیبرال جمهوريت په توګه برتانيه نه خوښوله او دا يې «عجيبه» بلله، هغه د تل لپاره باور درلود چې په اسيا کې د اغېز پر سرله برتانيې سره تفاهم ته رسېدل شوني دي، په دې عقيده و چې د برتانوي ټولنې محافظه کاره طبيعيت به د ليبراليزم د خپرېدو مخه ونيسي. د نيکولاس د بهرنۍ تګلارې بنسټيزه موخه د اسيا نيول نه و، بلکې په اروپا کې د شته وضعيت ساتنه يې موخه وه، په ځانګړي ډول د روسيې او اطريش د همکارۍ په مټ او د فرانس په څنډې کولو سره، ځکه چې د فرانسې پاچا لومړي لويس فليپ څخه نيکولاس د يو «غاصب» په توګه کرکه کوله. «ډک ډي اورليان» چې يو وخت د نيکولاس ملګری و، خو کله چې هغه د ۱۸۳۰ز کال له اوښتون وروسته د فرانسې واک په لاس کې واخيست، نيکولاس له خپل پخواني ملګري څخه کرکه پيدا کړه، د چا په اړه چې هغه فکر کاوه چې د ليبراليزم د تور اړخ پر لور تللی دی. [۵][۶][۷][۸][۹]

کمپنۍ کابل ته يو استازی واستاوه، تر څو د افغانستان له امير دوست محمد خان سره د روسيې پر ضد ايتلاف وکړي. دوست محمد خان تازه په تازه د افغانستان دويمه پلازمېنه پېښور د سيکانو د سترواکۍ په وړاندې له لاسه ورکړې وه او هيله يې درلوده چې له برتانيې سره ائتلاف جوړ کړي، که چېرې هغوی د پېښور په بېرته نيولو کې د هغه ملاتړ وکړي، خو برتانويانو دا نه غوښتل. د دې پر ځای برتانويان د فرانسويانو له خوا له روزل شويو «دال خالصه» څخه وېرېدل او د سيکانو پوځ يې د افغانانو په نسبت زيات سخت ګواښ باله، هغه افغانستان چې هېڅ پوځ يې نه درلود، يواځې د جهاد تر توغ لاندې يې جهادي قبايل درلودل چې د امير لپاره د جګړې په موخه راپورته کېدل. دال خالصه يو ستر پوځ و چې فرانسوي افسرانو روزنه ورکړې وه، په نويو وسلو سمبال وو او د هند په ټوله نيمه لويه وچه کې تر ټولو ځواکمن پوځ بلل کېدو. له همدې امله، لارډ اوکلنډ د افغانستان پر ځای له پنجاب سره ائتلاف غوره وباله، کوم افغانستان چې د دال خالصه په برابرۍ هېڅ نه درلودل. برتانويانو کولای شو چې يا له پنجاب سره اتحاد وکړي، يا له افغانستان سره، خو په يو وخت کې له دواړو سره نه. کله چې د هندوستان والي لارډ اوکلنډ کابل ته د روسيې د دربار د استازي جان جان پروسپر ويتکيويچ (په خپل روسي نوم يان ويتکوويچ ښه پېژندل کېږي) له رسېدلو او له دې خبر شو چې شونې ده دوست محمد خان د ملاتړ لپاره د روسيې پر لور واوړي، د هغه سياسي سلاکارانو دا ګواښ ستر وباله. برنز د ويتکيوويچ په اړه وايي: «هغه يو شريف او د موافقې وړ سړی و، نږدې دېرش کلن و، په فرانسوي، ترکي او پارسي يې روانې خبرې کولې او د قزاقانو د يو افسر لباس يې اغوست». د ويتکيوويچ شتون برونز د نا اميدۍ حالت ته بوت، د هغه وخت يو کس يې په اړه وايي: «ځان يې ناهيلۍ ته وسپاره، سر يې په لمدو ټوټو او دوستمالونو وتړلو او د خوشبويي بوتلونه به يې بويول». په اصل کې دوست محمد کنت ويتکيوويچ کابل ته رابللی و، تر څو انګريزان ووېروي او د هغه د اصلي دښمن، د پنجاب د راجا رنجيت سنګ په وړاندې له هغه سره ايتلاف وکړي، نه د دې لپاره چې هغه په واقعيت کې غوښتل له روسيې سره ائتلاف وکړي. برتانيې دا ځواک درلود چې سنګ اړ کړي تر څو پخوانۍ افغاني خاورې وسپاري کومې چې هغه نيولي دي، په داسې حال کې چې روسانو دا واک نه درلود، په دې ډول وضاحت ورکوي چې ولې دوست محمد خان غوښتل له برتانيې سره ايتلاف وکړي.   [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

الکساندر برنز، هغه سکاټلينډی چې په افغانستان کې يې د ختيځ هندوستان د کمپنۍ د مشر سياسي افسر په توګه دنده تر سره کړې، د ۱۸۳۷ز کال د ديسمبر په وروستيو کې له کونت ويتکيويچ سره د ماښامنۍ تر خوړولو وروسته خپل دفتر ته ولیکل: «موږ په يو ګډوډ کور کې يو، د روسيې سترواک کابل ته يو استازی استولی، تر څو د رنجيت سنګ سره د جګړې لپاره د پيسو وړانديز وکړي!!! زه په خپلو سترګو او غوږونو باور نه شم کولای». د ۱۸۳۸ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه، لارډ اوکلنډ دوست محمدخان ته يو ضرب الاجل واستاوه او ويې ويل: «ته بايد له روسيې سره له هر ډول همغږۍ دډه وکړې. ته بايد کله هم له دوی استازي ونه منې، يا زموږ له اجازې پرته له هغوی سره کوم کار ولرې؛ ته بايد کپتان ويکتوويچ لرې کړې؛ په ډېر درناوي ته بايد پېښور ته ټولې ادعاوې وسپارې».[۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې

[سمول]
  1. SHIREEN M. MAZARI (1979). THE DURAND LINE: EVOLUTION OF AN INTERNATIONAL FRONTIER.
  2. "A Brief History of the Embassy and Ambassadors of Afghanistan in London". 5 December 2013. خوندي شوی له the original on 31 January 2014. بياځلي په 12 January 2022.
  3. Perry, James Arrogant Armies, Edison: CastleBooks, 2005 p. 110.
  4. Fromkin, David "The Great Game in Asia" pp. 936–51 from Foreign Affairs, Volume 58, Issue 4, Spring 1980 pp. 937–38
  5. Fromkin, David "The Great Game in Asia" pp. 936–51 from Foreign Affairs, Volume 58, Issue 4, Spring 1980 p. 938
  6. Eskridge-Kosmach, Alena "The Russian Press and the Ideas of Russia's ‘Special Mission in the East’ and ‘Yellow Peril’" pp. 661–75 from Journal of Slavic Military Studies, Volume 27, November 2014 pp. 661–62.
  7. Riasanovsky, Nicholas Nicholas I and Official Nationality in Russia, 1825–1855, Los Angeles: University of California Press, 1959 p. 255.
  8. Nicholas Riasanovsky, Nicholas I and Official Nationality in Russia, 1825–1855, (1959) pp. 257–58.
  9. Riasanovsky, p. 258.
  10. L. W. Adamec/J. A. Norris, Anglo-Afghan Wars, in Encyclopædia Iranica, online ed., 2010
  11. J.A. Norris, Anglo-Afghan Relations Archived 2013-05-17 at the Wayback Machine., in Encyclopædia Iranica, online ed., 2010
  12. Perry, James Arrogant Armies, Edison: CastleBooks, 2005 p. 111.
  13. Keay, John (2010). India: A History (revised ed.). New York, NY: Grove Press. pp. 418–19. ISBN 978-0-8021-4558-1.
  14. Macintyre, Ben The Man Who Would Be King, New York: Farrar, Straus, Giroux, 2002 p. 205
  15. Macintyre, Ben The Man Who Would Be King, New York: Farrar, Straus, Giroux, 2002 pp. 205–06
  16. Macintyre, Ben The Man Who Would Be King, New York: Farrar, Straus, Giroux, 2002 p. 206
  17. Macintyre, Ben The Man Who Would Be King, New York: Farrar, Straus, Giroux, 2002 pp. 206–07