د افغانستان اسلامي امارت دوهم ځلې واکمنۍ ته لنډه کتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کله چې امریکا پر دې پوهه شوه چې نور په افغانستان کې پاتې کیدل ورته د سر په بیه تمامیږي او نشي کولای خپل اهداف تر لاسه کړي نو یې د صلحې لاره خپله او په قطر هیواد کې یې د اسلامي امارت لپاره دفتر پرانیست

امریکا غږښتل چې د همدې دفتر له لارې به د طالبانو سره کومې مفاهیمې ته ورسیږي او او په افغانستان کې به د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو په موخه به  بیدون له کومې ستونزې زمونږ پر ګران هیواد کې خپلو چارو ته دوام ورکړې خو چې څنګه یې خپل خوب تعبیرولو په حقیقت کې یې هغه شان ونه لید او په خپل ترتیب شوي پلان کې یې ماتي وخوړه

د افغانستان اسلامي امارت مشرانو نر او قوي دریځ امریکا دې ته اړ کړه چې په هره طریقه وي باید له هیواده ووځي او یاد اشغال ته د پای ټکی کیږدي

امریکا له طالبانو  سره د خلیلزاد او نورو هیوادونو لوړپوړو چارواکو پر منځګړیتوب تر یوولس پړاوه خبرو وروسته په کامله توګه دا ومنله چې نور به خپل ټول عسکر له افغانستانه باسي او د ازادۍ دا ویاړ به یو ځل بیا د افغان غیور ولس په برخه وي

دا چې د تیر شل کلن اشغال پر وخت  لکونو ځوانانو خپل سرونه د الله په لار کې نظرانه کړل،زرګونه زخمیان او بندیان مو ولرل او ډیری یتیمان مو بې پلاره شول د هغوۍ قربانۍ الله رب العزت قبولې او ثمره یې دا شوه چې د نړۍ مغروره او متکبیره امریکا د لیست له سره د لیست پای ته راغله او د ۱۴۰۰ هـ ش کال د سنبلې پر نهمه د امریکایي اشغال وروستی عسکر له هیواده په شرمیدلي ډول خارج او ګران هیواد افغانستان په کامله توګه د اسلامي امارت په ولکه کې راغی

که څه هم په اوس وخت کې دا خبره ډیره معموله ده چې ټول افغانستان پر یوولسو ورځو کې فتحه او پر کابل سپین محمدي لښکرې ننوتلې خو نه بلکې دا د تیرو شلو کلنو ثمره الله رب العزت د همدې یوولسو ورځو په موده کې راوښوله او پر یوه عظیمه فتحه او هغه اسلامي نظام یې ونازولو چې د تللیو شهیدانو، زخمیانو،بندیانو،یتیمانو او د ټولو افغانانو بلکې د نړۍ د مسلمانانو همدا امید او ارزو وه.

اوس مهال پر مونږ ټولو په نظام کې دننه لوړپوړو او ټیټپوړو چارواکو او له نظامه دباندې عامو وګړو دا وجب ده تر څو پر لاس راغلي اسلامي نظام څخه په کلکه دفاع وکړو او د لا پر مختګونو لپاره یې لاسونه سره یو او متحد شو.