Jump to content

د افغانانو له خوا د بلخ نیول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانانو له خوا د بلخ نيول د 1849ز کال د پسرلي موسم څخه د 1850ز کال د جنورۍ تر مياشتې منځ ته راغلل. د لومړۍ افغان انګليس جګړې وروسته، دوست محمد بېرته د واکمنۍ تخت ته راستون شو، او د تيمورشاه د زامنو تر منځ د کورنۍ جګړې پر مهال د افغانستان د یووالي له منځه تګ څخه وروسته يې د افغانستان د بشپړ يووالي لپاره د خپلو هيلو تعقیب ته دوام ورکړ. دوست محمد په 1843ز کال کې په هزاره جات کې د خپلو جګړو پر مهال د تخت تر لاسه کولو څخه وروسته په 1943ز کال کې یو ځل بيا دې سيمې ته داخل شوی و، او خپل اغېز يې باميان او نورو ډېرو سيمو ته پراخه کړی و. دوست محمد په دې سیمه کې خپلو هيلو ته دوام ورکړ، او په ځاګړي ډول د بخارا او هرات د امارت په څېر بهرنيو ګواښونو له امله.

مخينه

[سمول]

دوست محمد خان په ترکستان کې د جګړې لپاره د چمتوالي په موخه د سرتېرو په راټولولو پيل وکړ، په داسې حال کې چې يار محمد د ميمنې د نيولو هڅه وکړه. اکرم خان د يو ستر پوځ په مشرۍ د 1848ز کال د جولای په مياشت کې له کابل څخه د باميان پر لور روان شو. په دې مياشت کې د شمالي افغانستان له بېلا بېلو ولايتونو لکه خلم، سيغان، کندوز، او مزارشريف څخه کابل ته د دوست محمد خان ته ډالۍ راورسېدې، او هڅه دا وه تر څو د هغه بريد مخه ونيسي، چې دوست محمد طرحه کړی و. خو دویم انګليس-سیک جګړې دا بريد ځنډولو ته اړ کړه.[۱][۲][۳]

چترسنهګ په جګړه کې د سیکانو د مرستې په بدل کې له دوست محمد سره د پېښور د سپارلو ژمنه وکړه، او هڅه يې دا وه چې د دوست محمد موخې پر مخ يوسي. چترسنګ خپله ژمنه ماته کړه او د دې پر ځای يې بارکزي سردارانو سلطان محمد خان او پير محمد خان ته پېښور وسپاره. له دې سره سره، دوست محمد خان له سيکانو سره د جګړې لپاره د اکرم خان په مشرۍ 5000 سرتيري واستول. دوست محمد خپله له پېښور څخه ليدنه وکړه، او د دراني سترواکۍ پر يو پخواني ولايت کشمير يې ادعا وکړه. سربېره پر دې دوست محمد د کندهار سرداران وهڅول چې پر سند بريد وکړي. په هر حال، د ګجرات په جګړه کې د انګريزانو له بريا وروسته، د هندوستان ګورنر جنرال «ډلهوزي» د اعلان سره سم، پنجاب انګريزانو له ځان سره ضميمه کړ. له دې خبر سره، افغان پوځ پېښور پرېښود، او د خيبر د غاښي له لارې يې شاتګ وکړ، ځکه چې برتانوي ځواکونه پېښور ته داخل شوي وو. له سيکانو څخه د افغانانو د مرستې په پايله کې، اټکل دا و چې برتانويان به د خيبر غاښي پر لور د پوځونو په استولو سره غبرګون وښيي، او د افغانانو پر ضد به يوه بله جګړه پيل کړي. په هر حال، دا اټکلي بريد کله هم ونه شو، او دوست محمد سره يې مرسته وکړه چې بېرته ترکستان ته ولاړ شي، او هلته د خپلو هلو ځلو لپاره چمتوالی پيل کړي. [۳][۴]

يرغل

[سمول]

د سیکانو او انګليسانو تر منځ له دويمې جګړې وروسته، اکرم خان د 1849ز کال په پسرلي له يوستر لښکر سره باميان ته واستول شو، او د کوچني ترکستان د نیولو لارښونه ورته وشوه. دا ميرولي ته د اقدام کولو يوه اشاره وه. نوموړي خپل ځواکونه راټول کړل او د ايبک په سويل کې يې پر يوه افغان پوسته بريد وکړ، هلته مېشت سرتيري يې وويستل او په افغان ځواکونو کې يې پنځوس تنو ته مرګ ژوبله واړوله. له دې وروسته، د ترکستان نورو ډېرو سیمه ييزو واکمنو له ميرولي څخه خپل ملاتړ زيات کړ، په دوی کې د سرپل حاکم محمود خان هم شامل و. دوست محمد په ليکونو کې ميرولي ته خبر ورکړ چې اکرم خان غواړي د اګست په وروستیو کې خلم ته سفر وکړي. که دا ليک ومنل شي؛ نو دا به د ميرولي د چارو د سمبالښت لپاره د يو افغان پوځي لښکر او یو افغان وکيل خلم ته د استولو سره مترادف وي. د دې د منلو لپاره په ميرولي د نور زيات فشار اچولو په موخه، اکرم خان له 3000 سرتېرو، شپږو توپونو سره د خلم پر لور ولاړ، او په پنځوس اوښانو بار اکمالاتو سره يې مرسته وشوه. دا د مبارازاتو لپاره اړينه وه، ځکه په دې موده کې بلخ له يو ستر قحط سره مخامخ و. د 1849ز کال د سپتمبر په پای کې، ميرولي دوست محمد ته ځواب ووايه، د نوموړي ضرب الاجل يې په دې دليل رد کړ چې د اکرم خان سفر اسانه نه و، او بايد ځنډولی يې وای. په هر حال، ويل کېږي چې د ميرولي ځواب د دوست محمد خفه کړ. د ميرولي له خوا د دوست محمد ضرب الاجل ته د منفي ځواب ورکول دوست محمد ته د جګړې هغه جواز ورکړ چې ده ورته اړتيا درلوده.[۴][۵][۶]

له پيل سره سم د اکرم هڅې له ستونزو سره مخ شوې. یو شمېر داسې معلوم بارکزي سرداران وو چې د بريد مخالفت يې  کاوه او بلخ ته له سرتيريو استولو يې انکار وکړ. د افغان پوځ روحيات هم د پوځيانو له امله کمزوري و، ځکه چې دوی ته په ورکول کېدونکو معاشاتو کې ځنډ راغلی و. کله چې بالاخره اکرم خان خپل کسان قانع کړل چې له باميانو دباندې ووځي، نوموړی بايد نورې ډېرې ستونزې حل کړې وای. د جګړې لپاره د پيسو د راټولولو په موخه، اکرم خان خپل ځواکونه د سيغان او کهمرد په سيمو کې نیمه خپلواکو هزاره قبايلو ته واستول. د دې هڅو پر مهال شتمن او پیداوار لرونکې اجار دره په نښه شوه. د وينا پر بنسټ له سيمه يیزو خلکو سره د اکرم خان ماليې جمع کونکو سخت چلند وکړ، د کوم په پايله کې چې له دوی ډېری يې ووژل شول، او په ټوله دره کې يو بغاوت خپور شو. د اجار خلکو سره د اکرم خان د مالياتو راټولونکو له خوا د ظلم او زياتي د خبر په اورېدو سره، د سيغان اوسېدونکي غرونو ته وتښتېدل، تر څو د همدې برخليک په څېر کړاو سره مخ نه شي. په سيمه کې د خپل واک بيا پياوړي کولو له اکرم خان څخه له دوه تر درې اونيو وخت واخيست، او په يو وخت کې، د اتيا په شا او خوا کې سرتېرو له لاسه ورکولو له امله افغانان له ماتې سره مخ شول.[۷][۸]

د اجار بغاوت او اکرم خان د ناسم حالت له امله ايشان اوراق او ميرولي پوره وخت درلود تر څو خپل پوځونه راټول او د اکرم خان پر ضد اغېزناکه دفاع وکړي. د کوچني ترکستان واکمن، د همدې کال په مني کې د مزارشريف د واکمن شجاع الدين له مړينې وروسته هم د اکرم خان پر ضد سره متحد وو. کله چې اکرم خان د نومبر په پای کې د شمال پر لور تګ بيا پيل کړ، نوموړي وليدل چې د ميرولي او ايشان اوراق يو ستر ځواک د هغه د مخکې تګ په لاره کې ځای پر ځای شوی دی. دا پوځ، چې مشري يې ايشان اوراق او ميرولي کوله، د سويل پر لور غرونو ته استول شوی و، تر څو د افغانانو د مخکې تګ مخه ونيسي. اکرم خان تر نولسو ورځو پورې د ترکستاني ځواکونو ډلګيو او سختې دفاع د يو غاښي سره نږدې د مخکې تګ مخه ونيوله. په هندوکش کې هم ژمی له وخت مخکې پيل شو. اکرم خان دوه انتخابونه درلودل: هغه کولای شول د سمنګان په هوارو سيمو کې په خپله لاره وجنګېږی، يا هغه کولای شول انتظار وکړي، تر څو د خلم او کهمرد تر منځ سيمه کې په واورو کې د ايسارېدو له ګواښ څخه خوندي شي. یوازيني دويم انخاب دا و چې بېرته باميان ته ولاړ شي، او يو ځل بيا د شمال پر لور له تګ مخکې په ژمي کې هلته پاتې شي. په هر حال، د ازبکانو له خوا د بريد شونتيا هم وه او شونې وه چې د هغه د ظالمانه مالياتو د تګلارو له امله د هزاره ګانو بغاوت راوپاریږي. اکرم خان بالاخره دې پايلې ته ورسېد چې په دې هيلې سره چې هغه د سويل پر لور شاتګ کولای شي، او کوم ځواکونه چې هغه له کابل څخه راغوښتي دي، هغه به په راتلونکي پسرلي کې د يوې بلې جګړې د پيل کولو لپاره په خپل وخت راورسېږي. موافقه په دې وشوه چې اکرم خان به په خلم د ميرولي واکمني ومني. د اقچې، بلخ، مزارشريف او سرپل په ګډون، د کوچني ترکستان نور خپلواک ايالتونه او والیان هم اکرم خان ومنل.[۹][۱۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Lee 2019، م. 315.
  2. Lee, Jonathan (1996). The "ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan, and the Battle for Balkh, 1731–1901 (Illustrated ed.). E.J Brill. ISBN 9789004103993.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Lee 1996، م. 219.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Lee 1996، م. 220.
  5. Lee 1996، م. 221.
  6. Lee 1996، م. 220-221.
  7. Lee 1996، م. 222.
  8. Lee 1996، م. 221-222.
  9. Lee 1996، م. 222-223.
  10. Lee 1996، م. 223.