د افشارو عملیات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افشارو عملیات په افغانستان کې هغه پوځي عملیات و چې د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال (۱۹۹۲-۱۹۹۶ زکال) د ۱۹۹۳ زکال د فبروري له ۱۱مې نېټې څخه د همدغې میاشتې تر ۱۲مې نېټې ترسره شول. دغه عملیات د احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني د اسلامي دولت او د دوی د متحد عبدالرسول سیاف د اسلامي اتحاد ګوند د ملیشه ډلو له خوا د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب او د هغه د متحد عبدالعلي مزاري د وحدت ګوند د ملیشه ډلو پر وړاندې د کابل د لویدیځ په افشارو سیمه کې ترسره شول. هزاره قوم ته اړوند د وحدت ګوند او د حکمتیار د اسلامي حزب پښتنو ملیشه کسانو په افشارو کې له خپل موقعیت څخه په ګټنې د کابل د شمال له ګڼه ګوڼې ډکې سیمې په راکټونو وویشتلې او په زرګونو کسان یې ووژل. د دغه بریدونو په غبرګون کې د رباني او مسعود په مشرۍ د اسلامي دولت ځواکونو په افشارو برید وکړ څو د وحدت ګوند او د هغو د مشر مزاري سنګرونه ونیسي او هغه د دولت تر کنټرول لاندې راولي.

هغه مهال چې سیاف ته اړوند د اسلامي اتحاد او مسعود ته اړوند د اسلامي جمیعت ګوندونو ته اړوندو ځواکونو په ګډه سره «په پریمانه کچه انسانان ووژل» او ورپسې یې یوازې د شیعه مسلمانانو وژنې ته مخه کړه دغه عملیات په یوه ښاري جنګ بدل شول او په هغه څه واوښتل چې د افشارو عام وژنه بلل کېږي. د راپورونو له مخې سیاف ته اړوندو سني وهابي ځواکونو چې د سعودي عربستان ملاتړ یې له ځانه سره درلود په افشارو سیمه کې د خلکو کورونو ته ننوتل، پریمانه وګړي یې ووژل او کورونو ته یې اور واچاوه. دا چاره یوازې یوه اړخ ترسره نه کړه بلکې د وحدت ګوند او اسلامي اتحاد دواړو ګوندونو په سیستماتیکه بڼه د ملکي وګړو په وژنه لاس پورې کړ. د جګړې په ډګر کې د اتحاد ګوند له قوماندانانو سربېره له نهو دولتي قوماندانو څخه دوه یې؛ انور ډنګر (چې وروسته له طالبانو سره یوځای شو) او ملا عزت هم د هغو مخکښو قوماندانو په ډله کې یاد شوي چې په پریمانه کچه یې د خلکو په وژنه کې لاس لرلی. د راپورونو له مخې سیاف ته اړوندو وسله والو په چور، له کوم فکر پرته د مرمیو په ویشتلو او همدارنګه د زرګونو ملکي هزاره وګړو په وژنه کې لاس لرلی. یوه بېلګه یې هم په واټونو کې د ملکي وګړو د تېښتې ده چې دولتي سرتېري یې په مرمیو ولي. ورته مهال دا راپور هم ورکړل شوی چې د افشارو یو ټپي ملکي وګړی دولتي ځواکونه د درملنې په موخه خوندي ځای ته لېږدوي او د جګړې په ډګر کې شته قوماندانان هڅه کوي د تخلفاتو مخه ونیسي. [۱][۲][۳][۴]

د اسلامي دولت د دفاع وزیر احمدشاه مسعود د عملیاتو په دویمه ورځ په فوري توګه د جنایاتو د پای ته رسونې امر ورکړ، خو چور او د کورنو ورانولو د دویمې ورځې لپاره هم دوام وکړ. له دې وروسته مسعود شیعه قوماندان حسین انوري وګماره څو په افشارو کې د شیعه ملکي وګړو له خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي. له دې سره خپله انوري هم د پښتنو ملکي وګړو په تښتونې، وژنې او ځورونې کې د لاس لرلو له امله بدنامه و.

هغه هم بریدګرو ټولو ځواکونو ته د شاتګ امر وکړ او سیاف یې هم دغې چارې ته اړ کړ. اسلامي دولت له خپلو مخالفینو یا د وحدت ګوند له ملیشه ډلو او د افشارو د ملکي وګړو په همکارۍ په افشارو کې د ترسره شوو جنایاتو د څېړنې په موخه یو کمیسیون وټاکه. کمیسیون د هغو ۸۰  تر ۲۰۰ تنو لپاره چې د اتحاد ګوند له څو قوماندانانو سره بندیان و باج ورکړ. خو ۷۰۰- ۷۵۰ تنه نور چې د دغې جګړې پر مهال د اتحاد ګوند له خوا نیول شوي و خوشي نه شول، وروسته څرګنده شوه چې ژوندي و او همداسې یې خوشي کړي و؛ یوازې ۲۰ تنه له دغو څخه وژل شوي و. همدغه کمیسیون داسې اطلاعات ترلاسه کړل چې په دغو عملیاتو کې ګڼ شمېر ښځې تښتول شوې دي، خو وه یې ویل چې ډېر لږ شمېر کورنۍ د دغه ډول پېښو راپور ورکوي. د افشارو عملیات د مسعود په تائید ترسره شول، خو له دې سره هغه ته د سیاف کړنلارې د منلو وړ نه وې. [۵][۶]

د افشارو عملیات د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړنۍ فرقه پالونکې پېښه وه چې له امله یې په سلګونو سني پښتانه او شیعه هزاره ګان په نښه او له خپلو کورونو بې ځایه شول. همدارنګه دغه عملیات د افغانستان په جګړو کې تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي. [۷]

مخینه او موخې[سمول]

د ۱۹۹۲ زکال د اپرېل په ۲۶مه د مجاهدینو مشرانو د پېښور د هوکړې په نامه د سولې او واک د وېش نوې هوکړه لاسلیک کړه. په دغه مقاله کې د بحث وړ دورې په اوږدو کې د افغانستان حاکمیت په رسمي توګه «د افغانستان د اسلامي دولت» په واک کې راغی، هغه جوړښت چې د ۱۹۹۲ زکال په اپرېل میاشت کې د شوروي اتحاد له خوا د ملاتړ کېدوني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د دولت له سقوط وروسته د پېښور په هوکړې سره رامنځته شو. د دولت قانوني استازي ولسمشر برهان الدین رباني او د دفاع وزیر احمد شاه مسعود و. [۸][۹][۱۰]

یوازې د ګلبدین حکمتیار له اسلامي حزب پرته چې تر ډېره پورې د پاکستاني دولت تر کنټرول لاندې و نور ټول ګوندونه په ښکاره توګه په ۱۹۹۳ زکال کې د دغه حکومت تر چتر لاندې سره راغونډ شول. حکمتیار په ۱۹۹۲ زکال کې کابل زرګونه راکټه وویشت څو واک خپل کړي. حکمتیار ته څو ځلې د لومړي وزارت د څوکۍ وړاندیز وشو خو هغه نه غوښتل واک شریک کړي. [۱۱][۱۲]

د خبرو اترو له نابریالیو هڅو وروسته له یوه لوري د سعودي عربستان د ملاتړي عبدالرسول سیاف د اسلامي اتحاد ګوند او د احمد شاه مسعود د اسلامي جمیعت او په بل لوري کې د عبدالعلي مزاري د وحدت ګوند ترمنځ شدیدې جګړې پیل شوې. د بشري حقونو د څار ډلې په خبره ګڼ شمېر ایراني جاسوسانو د وحدت ګوند له ځواکونو سره مرسته کوله ځکه چې ایران هڅه کوله په نوي دولت کې د وحدت ګوند پوځي او سیاسي نفوذ تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي. د سعودي جاسوسانو که هغه دولتي و یا اشخاصو ته اړوند همدغه هڅه یې کوله چې سیاف او د هغه ګوند دې موخې ته د رسېدو په لاره کې پیاوړی کړي. اوربندونه هم چې ډېر کم ورباندې هوکړې ته رسېدل څو ورځې وروسته به بېرته له منځه لاړل. [۱۳]

د ۱۹۹۲ زکال په ډسمبر میاشت کې د عبدالعلي مزاري وحدت ګوند له ګلبدین حکمتیار سره لاس ورکړ. حکمتیار له وحدت ګوند سره له خپل نوي جوړ شوي اتحاد څخه په ګټنې په کابل ښار باندې راکټي او توغندوییز بریدونه زیات کړل. د بشري حقونو څار ډله دغه وضعیت په لنډو کې داسې بیانوي:[۱۴][۱۵]

هر چېرې راکټونه او مرمۍ لګېدلې.[۱۶]

د افغانستان د عدالت پروژه د دغو پوځي عملیاتو موخې په داسې توګه بیانوي:

دغو عملیاتو دوه تاکتیکي موخې لرلې. په پیل کې مسعود هوډ درلود د عملیاتو په ترسره کولو سره د وحدت ګوند سیاسي او پوځي ځایګی [...] او د وحدت ګوند مشر عبدالعلي مزاري ونیسي. دویم دا چې د افغانستان اسلامي دولت او د هغو دفاع وزیر احمدشاه مسعود هوډ درلود د کابل په لویدیځ کې د اسلامي اتحاد ګوند تر ولکې لاندې سیمې د کابل له مرکزي سیمو سره چې د اسلامي جمیعت ګوند تر ولکې لاندې وې سره یو موټې کړي. هغه مهال په کابل کې شته سیاسي او پوځي شرایطو ته په پام دغه دوه موخې (چې تر ډېره د دغو عملیاتو له امله ترلاسه شوې) په افشارو باندې د اسلامي دولت د برید لپاره قانع کوونکې توضېح وړاندې کوي. [۱۷]

د ملکي وګړو پر وړاندې جنایات[سمول]

د جنایاتو اړوند ګڼ شمېر راپورونه ورکړل شوي او په پریمانه کچه اطلاعات د دوه جلا راپورونو په مرسته د مرکو له مخې راغونډ شوي – یو راپور د افغانستان د عدالت د پروژې او بل د بشري حقونو د څار ډلې له خوا خپور شو. دغه جنایت تر ډېره پورې د پوځي عملیاتو وروسته شوي هغه مهال چې ځواکونو د پوستو په جوړولو او د کورنو په تلاشي کولو پیل وکړ.

د افشارو د عملیاتو اړوند ډېری شواهد د دې څرګندويي کوي چې دغه جنایات تر ډېره پورې د احمد شاه مسعود د جمیعتي وسله والو پرځای د عبدالرسول سیاف د اتحاد ګوند د وسله والو له خوا شوي. د اتحاد ګوند وسله والو په دغه برید کې مهم رول درلود چې په مستقیم ډول یې د سیاف تر امر لاندې کار کاوه او له هماغه څخه یې معاش اخیست. د اتحاد ګوند وسله وال ځواکونه د ملي دفاع وزارت د ځواکونو په چوکاټ کې نه وو جذب شوي. سیاف د دغو عملیاتو پر مهال د اتحاد ګوند د وسله والو د عمومي قوماندان رول لوباوه او په مستقیم ډول د مخابرې له لارې له خپلو قوماندانانو سره په اړیکه کې و.

د راپورونو له مخې د وحدت ګوند وسله وال او همدارنګه نارینه هزاره وګړي د اتحاد ګوند د وسله والو له خوا نیول کېدل او وژل کېدل. همدارنګه بې وسلې ملکي وګړي په ځانګړې توګه نارینه هم په نښه کېدل. یو شمېر نور کسان وتښتول شول او په پغمان کې د اتحاد ګوند مرکزونو ته بوتلل شول څو لویې کندې وباسي او مړي په کې خښ کړي. هغه کسان چې ژوندي پاتې شوي و څرګندوي دوی د مړو په جسدونو کې د شکنجې نښې او د هغوی ټوټه ټوټه شوي غړي لیدلي. د بشري حقونو څار ډله اټکل کوي چې له ۷۰-۸۰ تنه د سړک سر جګړې پر مهال وژل شوي، په داسې حال کې چې له ۷۰۰ څخه تر ۷۵۰ تنو نور نادرکه شول. همدارنګه څرګندوي چې له ۸۰ تنو څخه تر ۲۰۰ تنو وروسته له هغو راخوشي شول چې د سیاف د اتحاد ګوند قوماندانانو ته باج ورکړل شو.

د اسلام آباد هوکړه (مارچ ۱۹۹۳ زکال)[سمول]

په افشارو او د هغو په چاپېر کې تاوتریخوالي د اسلام آباد په هوکړې سره چې د اسلامي دولت او د حکمتیار د اتحاد (د وحدت ګوند په ګډون) ترمنځ د ۱۹۹۳ زکال د فبروري په وروستیو کې وشوه او د ۱۹۹۳ زکال د مارچ په ۷مه لاسلیک شوه؛ پای ته ورسېدل. یوازې د څو اونیو لپاره نسبي آرامښت شتون درلود. د وحدت ګوند متحد، ګلبدین حکمتیار د رباني په دولت کې د لومړي وزارت د څوکۍ اوږد مهاله وړاندیز ومانه او لومړی وزیر شو.

د اسلام اباد په هوکړه کې د نورو مواردو ترڅنګ د دې یادونه شوې وه:

وسله والو کړکېچونو ته د پای ټکي اېښودو له هوکړې سره، د یو داسې اسلامي حکومت جوړېدو ته اړتیا ده چې ټول ګوندونه او ډلې چې د افغانستان د مسلمانې ټولنې استازولي کوي په هغو کې ونډه ولري څو د سیاسي لېږد بهیر د سولې، همغږۍ او ثبات په فضا کې ترسره شي؛ [...] ټولو ګوندونه او ډلې په لاندې مواردو سره هوکړې ته ورسېدې: د ۱۸ میاشتو لپاره د داسې دولت جوړېدل چې په هغو کې به ولسمشر برهان الدین رباني د دغه دولت مشر او انجینر ګلبدین حکمتیار یا د هغه نوماند به لومړی وزیر وي. د ولسمشر، لومړي وزیر او د هغه د کابینې واکونه د متقابلو خبرو اترو له مخې تنظیم شوي او د دغې هوکړې برخه دي چې له هوکړې سره ضم دي؛ کابینه د لومړي وزیر له خوا له ولسمشر او جهادي رهبرانو سره د مشورې له مخې د دغې هوکړې له لاسلیک څخه دوه اونۍ وروسته معرفي کېږي؛ [...] چټک اغېز لرونکی اوربند به کېږي. د کابینې له جوړېدو وروسته دغه کړکېچونه باید د تل لپاره له منځه ولاړ شي. [۱۸]

د متحده ایالاتو د سولې انستیتیوت ته اړوند د پولیتزر جایزې ګټونکي روی ګاټمن په خپل کتاب، څه ډول موږ کیسه له لاسه ورکړه: اسامه بن لادن، طالبان او د افغانستان تښتونه (How We Missed the Story: Osama bin Laden, the Taliban, and the Hijacking of Afghanistan) کې لیکي:

حکمتیار لومړی وزیر شوی و ... خو د کابینې له یوې ناستې وروسته هغه بیا هېڅکله پلازمېنې ته رانغی ځکه هغه د کابل په ویجاړولو کې د ونډې لرلو له امله وېرېده چې غصه کابلیان یې په دار وه نه ځړوي. آن نږدې همکاران یې هم له دغه کاره شرمېدل. د همدغې میاشتې په وروستیو کې په داسې حال کې چې د حکمتیار ویاند قطب الدین هلال د لومړي وزارت په ماڼۍ کې خپل دفتر جوړاوه په ښار کې د اسلامي حزب له خوا ویشتل شوی راکټ ولګېد. هغه د مسعود همکارانو ته وویل: «موږ دلته په کابل کې یو او هغه موږ په راکټونو ولي. اوس باید موږ دغه ځای پرېږدو. موږ هېڅ هم نشو کولای».[۱۹]

حکمتیار له یوه ځل پرته چې په خپله څوکۍ کښېناست نور ښار ته له راتګ ویرېده (هغه ښار چې ده یو کال په مرمیو ویشتی و). هغه د کابینې په یوه غونډه کې برخه واخیسته او د مارچ میاشتې په وروستیو کې پرته له دې چې د خپل ګوند پرته د کابینې د نورو غړو سره جوړ راشي په داسې حال کې چې همکاران یې لا د لومړي وزارت په ماڼۍ کې و؛ وسله والو یې بیا کابل په نښه کړ. [۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite report
  2. Anderson, John Lee (2002). The Lion's Grave (الطبعة November 26, 2002). Atlantic Books. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84354-118-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2 December 2001 باندې). A personal account. BBC News
  4. کينډۍ:Cite report
  5. کينډۍ:Cite report
  6. Anderson, John Lee (2002). The Lion's Grave (الطبعة November 26, 2002). Atlantic Books. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84354-118-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "WHC Afshar Massacre Statement | World Hazara Council". worldhazaracouncil.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite report
  9. کينډۍ:Cite report
  10. کينډۍ:Cite report
  11. کينډۍ:Cite report
  12. کينډۍ:Cite report
  13. کينډۍ:Cite report
  14. کينډۍ:Cite report
  15. کينډۍ:Cite report
  16. کينډۍ:Cite report
  17. "Casting Shadows: War Crimes and Crimes against Humanity 1978-2001, Documentation and analysis of major patterns of abuse in the war in Afghanistan" (PDF). Afghanistan Justice Project. 2005. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Afghan Peace Accord (Islamabad Accord)" (PDF). University of Ulster. 1993. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gutman, Roy (2008). How We Missed the Story: Osama Bin Laden, the Taliban, and the Hijacking of Afghanistan. US Institute of Peace Press. د کتاب پاڼې 304. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60127-024-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)