د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مدیر او کار کوونکو ترمنځ د ښې مسلکي اړیکې جوړونې لپاره مدیر ته د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا لرل اړین دي. که چېرې د دوه ډلو ترمنځ خبرې اترې روښانه وي نو چارو کې اسانتیا رامنځته کیږي.


بل ته د خپل پیغام رسونه

اغیزمنې خبرې اترې دوه اړخیزه بهیر دی : په اغیزمنو خبرو اترو کې خبرې کوونکی اورېدونکي ته د پوښتنو فرصت ورکوي او وېل شوو خبرو باندې خپل نظر ورکوي او پوښتل شوې پوښتنه یا وینا روښانه کوي. که چېرې دا بهیر ترسره نشي نو دې ته خبرې اترې او یا هم اغیزمنې خبرې اترې نه ویل کیږي بلکې بل ته په ناسمه توګه مالومات ورکول ګڼل کیږي.


که چېرې اورېدونکی په خبره باندې خپل نظر ورنکړي نو باید خبرې کوونکی یې نظر ورکولو ته وهڅوي او یا یې د نظر په اړه پوښتنه ترې وکړي. هېڅکله داسې مه ورته وایئ چې “پوه شوې؟” پوه نشوې؟” “څه پوه شوې؟” ډېر خلک که پوه شوي هم نه وي دې ډول پوښتنې ته د “هو” ځواب وایي. د دې ډول پوښتنې په ځای د خپلې خبرې په اړه پوښتنه ترې وکړئ چې خبره روښانه ده او که نه ده.


خبرې اترې څه مانا لري؟

خبرې اترې له نورو سره فعل او انفعال ته وایي ترڅو :

– تفاهم رامنځته کړای شي ؛

– یوې پایلې ته سره ورسیږي ؛

– د یوه فعالیت لپاره بل ته مالومات ورسوي.


خبرې اترې یوازې په خبرو نه کیږي بلکې په اشارې، د مخ د حالت په بیان، په سترګو، احساس اخیستلو او بل ته یې په خپلو کړنو کې په ښکاره کولو هم کیږي.


ولې خبرو اترو ته اړتیا لرو ؟

ممکن ډېر خلک په دې اند وي چې که چېرې مونږ خبرې اترې نه کولای نو ټول ژوند به مو ډېر خوښ تېر شوی وای. مونږ د ژوند تر پایه خبرې اترې کوو، خبرې اترې د ژوند بنسټیزه برخه ګڼل کیږي. کوچنیان هم چې کله وږي شي د خپلې مور د پام خپلولو لپاره ژړا کوي. مونږ د ژوند لویه برخه له کوچنیوالي د ژوند ترپایه په خبرو اترو تېرو او له همدې امله خپلې ټولې اړتیاوې پوره کوو نو ځکه باید زمونږ خبرې اترې ډېرې اغیزمنې واوسي.


ډېر وخت خلک خبرې کوي خو بل نشي پرې پوه کولای او یا هم اورېدونکی په ترلاسه شوي پیغام ځان نشي پوه کولای. که چېرې مونږ په دې پوهیدای چې بل د څه ویلو هڅه کوله نو ژوند به ډېر اسان وای. اغیزمنې خبرې اترې د هر ځای په پرتله په کاري چاپېریال کې ډېرې اړینې دي. په کاري چاپېریال کې مونږ د خبرو اترو له لارې حیاتي مالومات تر نورو رسوو او نور یې ترمونږ را رسوي. په سوداګرۍ کې که خبرې اترې اغیزمنې نه وي سوداګري ډېر ژر په لوی تاوان بدلیږي.


مخامخ خبرې اترې

د خبرو تر ټولو اسانه طریقه ده. په دې طریقه کې تاسې چې څه ویل غواړی بل ته یې تشرېح کوی او که چېرې اورېدونکی مو په خبره پوه نشي نو له ځانه لاندې پوښتنې وکړئ :

– زه داسې کلیمې کاروم چې اورېدونکی پرې پوهیږي او که نه ؟

– زما په نظریاتو یې سر خلاصیږي او که نه ؟


په مخامخ خبرو کې لاندې ټکو ته پام کول اړین دي:

– کلیمې یا لغات : هغه څه چې ته یې وایې ؛

– د غږ انداز یا ټون : څرنګه یې وایې ؛

– د وجود ژبه : د خبرو پر وخت څرنګه ښکارې.


د مخامخ خبرو اترو ګټې :

– خلک ستاسې له لیدو څخه په دې پوهیږي چې څه وېل غواړې ؛

– د سترګو اړیکه تاسې په دې پوهولی شي چې مقابل کس ستاسې په خبرو پوهیږي او که نه ؛

– ستاسې د وجود ژبه مرسته کوي چې بل مو په خبرو باور وکړي.


د مخامخ خبرو اترو تاوان :

– خپل ریښتینی احساس بل ته ښودل ؛

– بل کس مو ممکن په ځینو مسلکي کلیمو پوه نشي ؛

– ممکن د ویلو طریقه او ستاسې د وجود ژبه یې خوښه نشي.


د اورېدو وړتیاوې

د روښانه خبرو اترو لپاره د غوږ کېښودلو هنر باندې پوهېدل اړین دي. همداسې د بریالي مدیریت لپاره روښانه خبرې اترې اړینې دي. اورېدل او غوږ کېښودل یا غوږ نیول خپله کې توپیر سره لري مونږ هر شور او اواز اورو خو غوږ نه ورته نیسو.


– غوږ کېښودل اړین دي نه یوازې اورېدل

– غوږ کېښودل هغه وخت امکان لري چې کله تاسې وغواړی یو چا ته غوږ شی

– لکه څرنګه چې خبرې کول د خبرو اترو نیمه برخه ده همداسې خبرو ته غوږکېښودنه د خبرو اترو نیمه برخه ده.


کله چې خبرو ته غوږ نیسی نو:

– ټول پام مو خبرو ته کړئ

– داسې مه فرض کوئ چې بل څه وایي ته ترې خبر یې

– بل ته د غوږ نیولو پر وخت ذهن کې ځواب مه فورمول کوئ

– د سترګو په اړیکه او په خپلې څېرې دا ورته وښیئ چې تاسې ته د خبرې کوونکي خبرې اړینې دي او تاسې ورته غوږ نیولی

– که چېرې خبرې اوږدې وي نو تاسې یې ځانګړي ټکي نوټ کولای هم شی


په ټیلیفون یا مبایل خبرې کول

کله هم چې کار ځای کې په ټیلیفون یا مبایل خبرې کوی نو :

– په ډېر دقت سره خبرو ته غوږ شئ او په دې ځان پوه کړئ چې څه وویل شو

– چارچاپېره که کوم کس داسې شور وکړي چې ستاسې د اورېدو وړتیا له منځه وړي نو د شور نه کولو غوښتنه ترې وکړئ

– د خپل غږ انداز او خبرې مو داسې کړئ چې بل په دې پوه کړئ چې تاسې یې په خبرو پوه شوی

– ټیلیفون کوونکی په داسې کلیمو لکه هو، نه، ښه، ډېر ښه باندې په دې پوه کړئ چې تاسې یې خبرو ته غوږ یاستی


د پوښتنو تخنیک

د یو څه د روښانه کولو او ځان پرې کولو لپاره پوښتنه کیږي. پوښتنې په څو کټګوریو کې وېشل شوي او هره کټګوري یې د ځانګړو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره کاریږي.


د پوښتنو کټګورۍ :

– د جزیاتو پوښتنې : د لاډیرو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره کیږي

– د تشرېح پوښتنې : د نورو تفصیل غوښتلو لپاره دا ډول پوښتنې کیږي

– د احساس پوښتنې : کله چې په یوکس باندې د یو څه احساساتي اغیز باندې تاسې پوهېدل غواړی دا ډول پوښتنې کیږي

د چلند پوښتنې : دا ډول پوښتنې هغه وخت کیږي چې تاسې په تېروخت کې د یو چا په چلند پوهېدل غواړی، د تېروخت چلند په راتلونکې کې د چلند تشرېح کوي.


د لیک یا خط لیکلو موخې

مونږ یو لیک د دې لپاره کوو تر څو د لیک له لارې

– تر نورو مالومات ورسو

– خپل لرلید مو د دوي لرلید کړو، یا هم زمونږ لرلید پلي کړي

– یوې کړنې ته یې وهڅوو

– یو څه روښانه یا تشرېح کړو

– په یو څه کې سمون رامنځته کړو

– نورو ته خپل ځان ور وپېژنو


د خط جوړښت

– سلامونه

– سرلیک

– مقدمه

– مالومات

– پاېله


لیکل شوي خط کې مالومات باید دقیق، لنډ او روښانه وي.


د خبرو اترو مخه ډب کوونکي

د خبرو اترو د مخه ډب کوونکو د لرې کولو لپاره باید پیغام فلټر کړو. کله چې کافي فلټر کوو نو د کافي هغه څه چې مونږ اړتیا نه ورته لرو په فلټر کې پاتې کیږي او د کثافاتو په ډبلي کې یې اچو خو لاندې تویه شوې کافي څکو.


د خبرو اترو مخه ډب کوونکي او فلټرو کوونې سره لاندې ټکو کې ځان بلد کړئ


د پام فلټر

– بل لور ته پام تلل

– شور لکه میوزیک، د نورو خبرې، د ټیلیفون زنګ، ترافیکي شور

– چاپېریال کې کمه رڼا، زیاته تودوخه، زیات ساړه

– د بل کس مداخله

– دوه ځایونو کې د ذهن بوختیا لکه کم وخت لرل، بل چېرې تللو ته پام


احساساتي فلټر

– له یو کس سره تعصب یا د کس نه خوښېدل، د کس جامې نه خوښول

– د بل کمزوری مقام لټول، بل له ځانه پورته یا ټیټ ګڼل

– مخکې له یو کس سره د ناسمو جنجالي خبرو اترو تجربه

– د بل د خبرو په اړه فرضیې

– په خپلو ارزښتونو او باورونو د بل خبرې تلل


د کلیمو فلټر

– ډیر کم خلک نیوکه خوښوي نیوکه نه کول

– مورال ورکوونه یا مورال ړنګونه لکه تا باید داسې نه وای کړي

– امرونه

– تهدید

– نصیحتونه

– د بل له خبرو تېرېدنه لکه سمه ده خو ما وېل چې …


پورته فلټرونه د خبرو په دوه اړخیز بهیر کې وکاروئ په دې مانا چې که تاسې خپله خبرې کوئ او که د بل خبرې اورئ یا لولی نو فلټر یې کړئ تر څو په مطلب پوه شی.