Jump to content

د اشوريانو د خپلواکۍ خوځښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اشوريانو د خپلواکۍ خوځښت يو سياسي خوځښت، او د اشوریانو توکميز-ملتپاله هيله ده، تر څو هغوی وکولای شي د يو اشوري دولت د خپلواکۍ لاندې په شمالي بين النهرين کې په خپل اصلي اشوري ټاټوبي کې ژوند وکړي.

د دوديز اشوري ټاټوبي او د شا او خوا سیمو ناکراره تاريخ، تر څنګ يې د عثماني سترواکۍ وېش د نوي اشوري ملتپالنې د راپورته کېدو لامل وګرځېد. په دې لړ کې، د اشوري خپلواکۍ خوخښت د نوي ملي دولت په ليدلوري کې د اشوري ملتپالنې د ملاتړو د ټوليزو هڅو یوه پراخ بنسټه اصصلاح ده. د ټولوژنې او جګړې د پايلې په توګه، اشوريان په خپل اصلي ټاټوبي کې لږکي نفوس ته راټيټ شول، د کوم په پايله کې چې سياسي خپلواکي د امنيتي خطرونو له امله نه تر لاسه کېدونکې وه، او د اشوريانو د خپلواکۍ لپاره هغه خوخښت منځ ته راغی چې اوس موجود دی.[۱][۲][۳]

هغه سيمه چې د اشوريانو اصلي ټاټوبی جوړوي، د نور بین النهرين په څېر ده، چې اوس مهال د عراق، ترکيې، ايران او سوريې تر منځ وېشلې ده. دا هڅې په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې دي، چېرته چې اوس هم په زيات شمېر کې تمرکز موجود دی، نه د اشوريانو په ټول ټاټوبي کې، هغه سيمې چې دوی پکې زيات تمرکز لري اربل، او په عراق کې د دهوک ولايت دی، دا دوه د عراق په کردستان سيمه کې دي، او الحسکه ولسوالۍ يې په سوريه کې ده. موصل او نينوا ولايتونو کې په 2014ز کال کې د اسلامي دولت له نيواک او اشوري نفوس په زور سره ايستلو مخکې په زياته اندازه اشوريان موجود وو.[۴][۵][۶][۷][۸]

د ختيځې اشوري کليسا د سرپرست پادري په توګه په خپلو دري پنځوس کلونو کې، «درويشتم مار ايشايي شمعون»، په 1973ز کال کې د سرپست له دندې لېرې کېدو مخکې د ملتونو ټولنې (League of Nations)، او ورپسې ملګرو ملتونو ته د اشوريانو د يو ټاټوبي وړانديز کړی و. په 1975ز کال کې د «درويشتم مار ايشايي شمعون» وژل کېدل د اشوري خپلواکۍ د جنګياليو لپاره يوه ناهيلې کونکې شېبه وه، ځکه هغه يو مهم معنوي او مادي رهبر و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د خپلواکۍ خوځښت په خپل ټاټوبي او ټوله نړۍ کې کډوالو شویو کې فعال دی، په داسې حال کې چې د سيمه ييز منځني ختيځ د دولتونو او سيمو، او همدا راز د کردانو له خوا د زيات مقاومت سره مخ دی. دا خوځښت په پېړيو خپور دی، په داسې حال کې د نوي اشوري دولت تصور په نولسمه پېړۍ کې د عثماني سترواکۍ د زوال ، په ځانګړي ډول د برتانوي او روسي سترواکيو او همدا راز د فرانسوي جمهوريت له خوا په سیمه کې د اروپايي واک راپورته کېدلو سره منځ ته راغلی دی.[۱۴][۱۵][۱۶]

د اشوریانو د ټولوژنې، سيميل قتل عام، د نوم ټاکلو پر سر د شخړو او کليساوو داخلي ټکرونو، د رسنيو انځورول، او عربي کولو، کردي کولو، او ترکي کولو تګلارو په ګډون، د دې خوځښت په مخ کې ډېر خنډونه منځ ته راغلي دي. د دوی لپاره تر ټولو وروستۍ بنستيزه ستونزه ISIS (داعش) دی، چا چې واک په لاس کې واخيست، او د عراق په شمال کې د نينوا له ميدانونو څخه يې د دوی د نفوس ډېره برخه و ايستله. د متحده ايالاتو د اشوريانو مرستندويې ټولنې غوښتنه کړې چې د متحده ايالاتو حکومت دې دا اقدامات په دې سيمو کې د اشوریانو پر ضد توکم وژنه ونوموي.[۱۷]

په نولسمه پېړۍ کې عثماني سترواکۍ ته د برتانيې د سترواکۍ سفير «اسټن هنري ليارډ» ويلي دي چې اشوریان د هکاري په غرونو او شمالي بین النهرين کې د عربو، مغولو، او کردانو له فتوحاتو څخه خوندي شول، چېرته چې دوی د خپلې ازادۍ ساتلو لپاره په نولسمه پېړۍ کې وجنګېدل.[۱۸]

په 2016ز کال کې، د عراق پارلمان د نينوا په ميدانونو کې د یو نوي مسيحي ولايت په خلاف رايه ورکړه، کوم چې د ټولو سترو اشوري سياسي ډلو او ادارو په ګوته شوی سياسي موخه وه. د اشوري مسيحي ګوند بيت النهرين د مشر «روميو هکاري» په ګډون اشوریانو د عراقي پارلمان د پرېکړې پر ضد اعتراض وکړ، او ويې ويل چې "موږ په عراق کې د احتمالي سني (عرب) خپلواکې سيمې برخه ګرځېدل نه غواړو".[۱۹]

لومړۍ نړيواله جګړه

[سمول]

په ترکيه کې

[سمول]

اشوريان په بنسټيز ډول د ترکيې په سويل ختيځ کې د هکاري، شرناک او ماردين په ولايتونو کې مېشت وو، یوه داسې سيمه چې یو مهال د لرغونې اشوريا برخه وه. په دې سیمو کې د پام وړ کردان او ارمينيان هم اوسېدل. د نولسمې پېړۍ په پيل کې، په «وان» ولايت کې د هکاري غرونو په ګډون، د ختيځې اناتوليا ارمينيايان، يونانيان او اشوريان، د جبري بې ځايه کېدو او اعدامونو موخه وګرځېدل، احتمالاً لامل يې د اناتوليا له اسلام مخکې او له ترکي مسيحيت مخکې ټولنو په وړاندې د لرغونو اصلي اوسېدونکو مذهبي ځورول وو.

د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، هکاري سيمه د اشوري وګړو بنسټيز مرکز و. د قسطنطنيې د ارمينيايي سرپرست په وينا، په 1912/1913ز کلونو کې په وان ولايت کې 18000 اشوريان، په بتليس ولايت کې 25000 او په ديار بکر  ولايت کې 25000 اشوريان موجود وو. په 1914ز کال کې، د کردانو او نورو مسلمانو توکميزو ډلو په مرسته ځوانو ترکانو، په منظم ډول د کوچنۍ اسیا د لرغونو سيمه ييزو مسيحي ټولنو په نښه کول پيل کړل، چې په بنسټيز ډول دوی ارمينيايان، اشوریان، يونانيان او تر يوې کمې اندازې جورجيايان وو. له دې وروسته د اشوري ټولوژنې، يوناني ټولوژنې، او ارمينيايي ټولوژنې په څېر پېښې منځ ته راغلې، څنګه چې د ماونټ لبنان د لوی قحط له امله وشول، کوم چې مارونايټ مسيحيان په نښه کړل. په پيل کې، مهم اشوري ملتپال مشران او مذهبي څېرې له ټولنو څخه جارو کړای شوې، او له هغې وروسته د ترکانو، عربانو، کردانو، چيچنيايانو او شرکاسيانو له خوا د سلګونه زره بې وسلې، نارينه، ښځې او ماشومانو ټولوژنه او توکميزه تصفيه تر سره شوه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د لومړۍ نړيوالې جګړې په پيل کې، نږدې نيمايي اشوريان په هغه سيمه کې اوسېدل چې اوس مهال سويل ختيځه ترکيه ده، پاتې يې په هغو پولو کې ژوند کولو چې اوس مهال شمالي عراق، شمال ختيځه سوريه او شمال لوېديځ ايران دی. ځوانو ترکانو، چې سخته ملتپاله ترکي ډله وه، د نړيوالې جګړې له پيل کېدو يوازې پنځه کاله مخکې د عثماني سترواکۍ واک په لاس کې واخيست. عثمانيانو په پام کې درلوده چې د مرکزي ځواکونو (المان، اتريشي-هنګري سترواکي او بلغاريه) سره يوځای شي، او په اسيا کې د برتانوي، روسي او فرانسوي سترواکيو په وېشلو کې له دوی سره ګډون وکړي. په 1914ز کال کې، په دې پوهېدل چې دوی د جګړې پر لور ځي، عثماني دولت يو قانون تصويب کړ، د کوم قانون تر مخې چې د جګړه ييزو هڅو د ملاتړ لپاره د ټولو ځوانو نارينه وو په عثماني پوځ کې جبري ګمارنه اړينه وه. عثماني سترواکي د 1914ز کال د اکتوبر په مياشت کې دويمې نړیوالې جګړې ته په تور سمندر د روسي بندګاوو په بمبارولو سره داخله شوه.[۲۶]

د 1914ز کال په وروستيو او 1915ز کال کې، د ځوان ترکي دولت تر واک لاندې عثماني سترواکۍ د برتانوي، فرانسوي او روسي سترواکيو پر ضد سپېڅلې جګړه اعلان کړه. عثماني ترک پوځ او د دوی ايتلافي کرد، ترکمان، شرکسي او چيچنيايي مليشو په لرغوني اشور (لوړ بین النهرين، اوسنۍ سويل ختيځه ترکيه) د هکاري په غرونو کې د روسيې ټولوژنې او شمالي ايران د مسلمانو وګړو (د اذريانو، کردانو او ايرانيانو په ګډون خو تر دوی پورې محدود نه و) په وړاندې د دوښمنۍ له امله، په 1911ز کال او له هغې وروسته، لسګونه زره اشوريان ووژل. د عثماني ترک پوځ او د هغوی د ايتلافيانو له خوا د لسګونه زره بې وسلې اشوري ملکيانو له بې دليله ټولوژنې وروسته، د اشوريانو سرپرست «مار شمعون نولسم بنيامين»، د اشوري قوم له لوري د عثمانيانو پر ضد جګړه اعلان کړه. د جنرال داود، چې د سرپرست ورور و، تر قوماندې لاندې اشوري پوځ، په برياليتوب سره د عثماني پوځ محاصره کونکی خوځښت مات کړ، او اشوريان يې د فارسي پولو څخه ورهاخوا د اروميه تر ميدانونو پورې رهبري کړل.[۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. League of Nations; Secretariat; Information Section (1935). The settlement of the Assyrians, a work of humanity and appeasement (in انګليسي). Geneva: Information section. OCLC 14164442.
  2. Wigram, William (April 2010). Our Smallest Ally. Assyrian Academic Society. ISBN 978-0982712412. Our Smallest Ally is now homeless, and dependent on our charity at Baqubah, for its lands and villages have been utterly destroyed, and it has the further mortification of seeing — from reasons beyond our control — that although it threw in its lot with the ultimately victorious side, Kurds, and others of the defeated enemy, are in practical possession of its ruined homesteads. Such a state of things is incomprehensible to the minds of this people, but it is due to the difficulties of the country, the entire absence of food in, and the inaccessibility of their home, for purposes of ordinary transport, coupled with the extremely disorderly political conditions of Kurdistan and North-Western Persia.

    These circumstances combine to render their safe re-instalment in their former lands, at present impracticable.

    H. H. Austin
    (Late G.O.C. Refugee Camp, Baqubah)
    February 6, 1920.
  3. League of Nations; Council (1937). Settlement of the Assyrians of Iraq (in انګليسي). Geneva. OCLC 3822236.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  4. Donabed, Sargon (2015). Reforging a Forgotten History: Iraq and the Assyrians in the Twentieth Century. Edinburgh University Press. ISBN 978-0-7486-8605-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-01-15. بياځلي په 2018-10-03.
  5. Carl Skutsch (2013). Encyclopedia of the World's Minorities. Routledge. p. 149. ISBN 978-1-135-19388-1. خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-01-15. بياځلي په 2018-10-03.
  6. "Demographics". Heritage for Peace (in American English). 2013-10-16. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-05-10. بياځلي په 2016-06-03.
  7. "27 maps that explain the crisis in Iraq". vox.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 2016-06-01. بياځلي په 2016-06-03.
  8. "'Leave, convert or die': Isis takes largest Christian town". The Independent (in بريتانوی انګلیسي). 2014-08-07. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-07-13. بياځلي په 2016-06-03.
  9. Mar Eshai Shimun's letter to Permanent Mandates Commission, League of Nations, Geneva, 1928 Archived 2019-07-31 at the Wayback Machine.
  10. "assyrian%20petition.pdf". docs.google.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-07-15. بياځلي په 2020-10-11.
  11. "Mar Eshai Shimun | Mar Shimun Memorial Foundation" (in American English). خوندي شوی له the original on 2020-10-26. بياځلي په 2019-10-10.
  12. "1975: From The Public Records of The Trial Proceedings of The Assassination of His Holiness Mar Eshai Shimun XXIII". 2004-10-11. خوندي شوی له the original on 2004-10-11. بياځلي په 2019-10-10.
  13. "Friends of the Church of the East (Assyrian) (1940)". anglicanhistory.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-06-25. بياځلي په 2019-10-11.
  14. Assyrian-Canadians – Wikipedia
  15. "Assyrians – Minority Rights". Minority Rights (in بريتانوی انګلیسي). 19 June 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-05-26. بياځلي په 2016-06-03.
  16. "The Complex Relations Between Kurds and Christians in Northern Iraq". GeoCurrents (in American English). 6 November 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په 2017-05-18. بياځلي په 2016-06-03.
  17. "Press Release: ISIS Genocide in Iraq and Syria". خوندي شوی له the original on 2017-08-28. بياځلي په 2017-03-02.
  18. "Nineveh and Its Remains: With an Account of a Visit to the Chaldæan ..." John Murray. October 11, 1854 – via Internet Archive.
  19. Macintyre, James (27 September 2016). "Iraqi Parliament Votes Against New Christian Province In Nineveh Plain". Christian Today. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 November 2020. بياځلي په 12 October 2020.
  20. "Bryce – The Treatment of Armenians..." خوندي شوی له اصلي څخه په 11 May 2019. بياځلي په 20 March 2015.
  21. Travis, Hannibal. Genocide in the Middle East: The Ottoman Empire, Iraq, and Sudan. Durham, NC: Carolina Academic Press, 2010, 2007, pp. 237–77, 293–294.
  22. Hovannisian, Richard G., 2007. The Armenian Genocide: Cultural and Ethical Legacies pg. 271. Accessed on 11 November 2014.
  23. R. S. Stafford (2006). The Tragedy of the Assyrians. Gorgias Press, LLC. pp. 24–25. ISBN 9781593334130.
  24. Jordi Tejel (2008). Syria's Kurds: History, Politics and Society pg. 147.
  25. Jordi Tejel (2008). Syria's Kurds: History, Politics and Society (PDF). pp. 25–29. خوندي شوی له the original (PDF) on 2016-03-04.
  26. کينډۍ:Cite EB1922
  27. Arnoux, Anthony (October 11, 1915). "The European War: August [1914] to March [1915". Priv. print. – via Google Books.