د اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اشرف خان هجري ژوند[سمول]

    اشرف خان هجري د پښتو ادب او سياست يو پېژندل شوی شخصيت دی، په سياست کې يو متنازعه حيثيت لري، خو د شاعر په حيث د پښتو د منځنۍ يا کلاسيکې دورې او حتی د هرې دورې يو خوږ ژبی او خوږ لحنه شاعر دی، د هجري شاعري د درد او لذت، فن او صنعت او قوي کلام يو ځانګړی او منفرد فن دی، اشرف خان هجري د شاعرۍ له ډېرو فني اړخونو ترڅنګ يو په زړه پورې خبره د پښتون ثقافت په اړه د هغه پوخ شعور دی، چې د ده په شاعرۍ کې ځای، ځای څرګند شوی دی، حتی د هغه وخت جامې، کالي او نور رواجي او عرفي څيزونه د ده په شاعرۍ کې ياد شوي دي، اشرف خان هجري د پښتو او د فارسي شاعرۍ د خپل وخت يو معتبر نوم دی.

   اشرف خان هجري د ( ۱۰۴۴ هـ ق ) کال د روژې په مياشت کې زېږېدلی دی، اشرف خان لکه د خپل پلار سردار هم و او شاعر هم و، په ړومبي ځل يې په ( ۱۰۶۳ – ۱۰۶۴ هـ ق ) کال د خپل نيکه بهادر خان چې د خوشحال خان تره و، تر مشرۍ لاندې د ترکمان لاندې په ( غوايزه ) کې د سردار شېرمحمد خان بنګښ په خلاف جنګ کې ګډون وکړ، له جنګ څخه وروسته هغه مهال چې سردار شېرمحمد خان بنګښ ماتې وخوړه، هجري د دوی د څارنې لپاره هڅه وکړه، خو نيکه يې اجازه ور نکړه، په دغه جنګ کې زمونږ شاعر د خپل شجاعت ښه ننداره وښوده.

   د اشرف خان هجري دوه زامن و، يو يې افضل خان نوميده او بل يې نامدار خان نوميده چې افضل خان يې ښه شاعر هم و.

د اشرف خان هجري شاعري[سمول]

      اشرف خان هجري د خپلې قبيلې سردار او د خپل دور يو منلی شاعر و، د هغه شاعري د هغه د شاعرانه عظمت او لوی شان لوی دليل دی، پرته له اخلاقي، ټولنيزو او عشقي مضامينو او وطني رنګ، د شوخۍ، خزن و مدال يا درد او حسرت د هجري د شاعرۍ ښکاره خاصيتونه دي، شاعر ته ورپېښ حالات، د هغه د ژوند يو نه هېرېدونکی انځور دی او هم دغه انځور هغه يو داسې مقام ته رسولی دی، چې انفراديت هم لري او يکتايت هم لري او دا احساس شاعر ته خپله هم شوی و،چې ويل يې :

دا مهال دی چې شاعر به په پښتو کې

بل هجري غوندې په فن د شعر فرد وي

                                                                                                            ( ۷ : ۲ مخ )

***

ډېر محال دی چې شاعر وي په پښتو کې

ما خټک غوندې پيدا کاندې ادوار بل

                                                                                                            ( ۷ : ۶ مخ )

***

خوشه چين د پښتو ژبې شاعــــران

زه دهقان د بلاغت، فيض رسان يم

                                                                                                      ( ۷ : ۱۱ مخ )

***

منـــت به يې چې شاعـــــر هسـې پيدا شي

چې ويل هجري خټک غوندې مطبوع کا

                                                                                                           ( ۶ : ۷ مخ )

    په ژوند کې درد و غم دواړه سره لازم او ملزوم دي، اخر د زړه هغه کومه کلمه ده چې د ارمانونو او حسرتونو له لاسه نه وي مروړلې شوې، کوم زړه او کوم ځيګر دی چې د ارمان اور ورباندې نه دی بل شوی؟ د هجري د ژوند دا لمبې هغه واقعات دي چې د ده شاعرۍ ته د رغبت وجوهات جوړ شوي دي او که دا وويل شي، نو بې ځايه به نه وي چې د هجري شاعري که له يوې خوا د حسن وعشق او ټولنيز ژوند د ډېرو موضوعاتو نماينده ګي کوي، نو له بلې خوا هم دغه شاعرۍ کې د يو زخمي زړه اواز که د مات رباب د ساز هم محسوسيږي او د يو قفسي او بندي بلبل فرياد هم .

د حيات رمق مې شته ځکه بېخوده

لکه پروت زخمي هوسۍ لتې وهمه

                                                                                                       ( ۷ : ۶ مخ )

***

شپه د هجر طولاني ده بې حسابه

څو به ورځ د وصال ګورم زه خرابه

                                                                                                    ( ۷ : ۱۳ مخ )

***

کوکبا په ژړا شمېــــــرم نــــه تېريږي

طولاني ده، د فرقت شپه بې حسابه

                                                                                                    ( ۷ : ۱۳ مخ )

***

هر نفس په ماتې شــــــور کــــــــه يزيدانــــــو

ګويا زه حسين ( رض ) د وخت په کربلا يم

                                                                                                         ( ۷ : ۱۹ مخ )

    د وطنيت او قوميت له نظره هم د شاعر کلام کې داسې اثرات ليده شي چې د ده د مينې خواږه پکې محسوسيږي، د ملت او ملک دا مينه فطري ده او بيا په داسې حالاتو کې چې څوک يې پرته له څه جرم نه، له وطنه ډېر لرې، د حالاتو په زندان کې په ژوند تېرولو مجبور شي، نو بيا د مينې دا اور، عاشق لکه شمع ورو ورو سېزي.

    نور له خپلې تبصرې او د هجري پر شاعرۍ له بحث کولو څخه تېرېږم او خپلې اصلي موضوع ته راګرځم، ځکه دا زمونږ د بحث موضوع نه جوړوي،په لنډه توګه بايد ووايم  که په دې رساله کې هرڅومره د اشرف خان هجري په شاعرۍ وغږېږم، نو بيا به هم کمه وي، ځکه اشرف خان هجري د پښتو کلاسيکې دورې يو له غزلبولو او خوږ لحنو شاعرانو له جملې څخه دی ، د هغه فن ډېر څېړل غواړي او بايد له هر پلوه وڅېړل شي، خو د دې رسالې موضوع د دې خوږ ژبي شاعر په دېوان کې تشبه ګانې دي چې زمونږ د بحث اصلي موضوع تشکيلوي چې په لاندې ډول به يې په بشپړه توګه در وپېژنم.

تشبيه[سمول]

     د تشبه لغوي مانا د دوو شيانو په يوه مانا کې ګډون ته وايي او په ادبي اصطلاح کې د دوو شيانو له يو بل سره هم رنګه يا يو ډول کول دي، خو په دې شرط چې دا هم رنګه يا هم مثله کول ادعايي وي، نه رېښتيني.

                                                                                                              ( ۶ : ۳۰۴ مخ )

    يا دا چې تشبه په لغت کې ورته کولو يا يو شی د بل شي په شان کېدو ته وايي او اصطلاحاً يوه خاصه مانا کې د دوو څيزونو ګډون ته تشبه وايي يا په بله وينا يو څوک، يو څيز يا يو حال د بل چا، بل څيز يا بل حال سره ورته کېدو ته تشبه وايي، خو په دې شرط چې د دواړو څيزونو يا حال او کيفيتونو ترمنځ يو يا څو ګډ صفتونه موجود وي.

        ( ۲ : ۸ مخ )

    د مثال په ډول که ووايو چې (( ناپوهي مرګ او پوهه ژوند دی ))، نو په دې کې ناپوهي او جهالت د مرګ سره، علم او پوهه د ژوندون سره تشبه شوي دي.

د تشبه ارکان

      تشبه څلور بنسټه لري چې عبارت دي له :[سمول]

1.    مشبه

2.    مشبه به

3.    د تشبه وجهه

4.    د تشبه ادات

   د تشبه د څلورو رکنونو څخه مشبه او مشبه به ته د تشبه طرفين هم وايي چې په تشبه کې د طرفينو ذکر او موجوديت حتمي دی او دغه دوه رکنه د تشبه اصلي ارکان هم نومول شوي دي، اما دوه نور ارکان ( د تشبه وجهه او د تشبه توري ) د تشبه فرعي رکنونه دي چې ذکر او شتون يې حتمي نه دی.

                                                                             ( ۲ : ۹ مخ )

    د مشبه او مشبه به ترمنځ د مشترک صفت يا وجهې ميندل د هر چا لپاره ممکن نه دي، يانې د هر چا تر پوهې پورې نه اړونديږي، دا کار يوازې شاعران په درست ډول سره کولی شي.

1-  مشبه :[سمول]

هغه څوک، شی يا حال دی چې د بل چا، بل شي يا بل حال سره تشبه کړای شوي وي، يانې کوم شي ته چې تشبه ور کول کيږي، هغه ته مشبه وايي، مثلاً که ووايو چې ټول غمجن دي، دا جمله شاعرانه هم نه ده او د تشبه کوم طرف پکې نشته دی، خو که ووايو چې د غم باران اوري، دا جمله تر اولنۍ زياته شاعرانه ده، ځکه چې غم نه ليدل کيږي، خو باران ليدل کيږي، دلته  ( د غم باران ) يو اضافي ترکيب دی او غم يې د باران سره تشبه کړی دی، غم مشبه، باران مشبه به دی.

                                                    ( ۳ : ۷۶ مخ )

2-   مشبه به :[سمول]

چې له کوم شي سره تشبه ور کول کيږي.

                                                                         ( ۵ : ۷ مخ )

يا مشبه به هغه څوک، شی يا حال دی چې د بل چا بل شي يا بل حال سره ورته والی او تشبه ورسره شوي وي، مثلا (( پوهنه رڼا ده ))

                                                                                ( ۵ : ۷ مخ )

پوهنه مشبه ، رڼا مشبه به شوه، دا ځکه چې مونږ په دې جمله کې پوهنې ته د رڼا حيثيت ور کړی او رڼا غوندې مو بللې ده.

چې په خم د زلفو بند شوې تېښته مه کړه

مرغه لا په جـــــال اختـــــــــــــه کا اضطراب

                                                                                                    ( ۷ : ۶۳ مخ )

په دې بيت کې اشرف خان هجري ځان د مرغه سره او زلفې د جال سره تشبه کړې دي، چې د ( شوې ) په کلمه کې ( ې ) د مخاطب لپاره کمزوری اشاروي ضمير مشبه او ( مرغه ) مشبه دی، دا ځکه چې مرغه سره يې خپل ځان تشبه کړی دی، په همدې بيت کې يې زلفې د جال سره تشبه کړي دي، چې زلفې مشبه او جال مشبه به دی، جال ته ځکه مشبه به وايي چې د زلفو تشبه ورسره شوې ده.

3-    د تشبه وجهه :[سمول]

چې د کوم صنعت په وجه تشبه ور کول کيږي.

                                                                                               ( ۶ : ۳۰۵ مخ )

يا داسې چې يو يا څو مشترک صفتونه چې د مشبه او مشبه به ترمنځ موجود وي، د تشبه وجهه يې بولي.

                                ( ۳ : ۸۷ مخ )

د تشبه وجهه د اشرف خان هجري په لاندې بيتونو کې ثابتوو :

چې په خم د زلفو بند شوې تېښته مه کړه

مرغه لا په جال اختــــــــــه کا اضطراب

                                                                                                    ( ۷ : ۶۳ مخ )

په دغه بيت کې هجري مشبه او مرغه مشبه به ، زلفې مشبه او جال مشبه به دي، دا چې په لومړنۍ تشبه کې وجه څه ده؟ هغه قيد کې شتون لري او د زلفو او جال ترمنځ ګډ صفت بندول او ايسارول دي، جې دې ته مونږ د تشبه وجهه يا ګډ صفت وايو.

4-    د تشبه ادات :[سمول]

د کومو اداتو په وسيله چې تشبه قايميږي يا ذهن ته راځي.

( ۶ : ۳۰۵ مخ )   

يا هغه برخيزونه دي چې د هغوی په واسطه د مشبه او مشبه به ترمنځ د تشبه وجهه څرګنديږي.

            ( ۵ : ۱۰۹ مخ )

     د تشبه ادات دا وي : په شان، غوندې، هغسې، هسې، څنګه، داسې، لکه، ته به وايې، تابه وی، په دود، په ډول، په مثال، په رنګ، په څېر، په رقم، ورته...

     اوس راځو د کلاسيکې دورې د خوشنوا بلبل ارواښاد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې د تشبه بېلګو ته، چې د دې رسالې په پيل کې د تشبه بېلګې، د ابتزال او ندرت له پلوه پيلوو او قدم په قدم به انشاء چې پرمخ ځو.

د ابتزال او ندرت په لحاظ د تشبه وېش[سمول]

   د ابتزال او ندرت په لحاظ تشبه په دوو برخو وېشو چې يو ته يې نادره تشبه او بلې ته يې مبتزله تشبه ويل کيږي، چې دواړو پېژندنه او د هغې بېلګې د اشرف خان هجري په شاعرۍ کې په لاندې ډول رااخلو :

1-  نادره تشبه :[سمول]

هغه تشبه ده چې شاعرانو کې يې استعمال لږ رواج ولري او يا کوم شاعر نوی پيدا کړی وي.

                                           ( ۳ : ۹۲ مخ ) 

   لکه دا بيت :

د حيات رمق مې نشته ځکه بې خوده

لکه پروت زخمي هوسۍ لتې وهمـــه

                                                                                                      ( ۶ : ۲۸ مخ )

    په دغه بيت کې ( مې ) مشبه، زخمي هوسۍ مشبه به، لکه يې د تشبه توری دی او بې خودي او په حال نه اوسېدل يا سرګرداني يې د تشبه وجهه ده، دا چې په شاعرانو کې تل محبوبې د هوسيو سره تشبه شوې، خو محبوبان يا عاشقانو کله ځانونه د هوسيو سره نه دي تشبه کړي، نو پر دې التباس مونږ دغه تشبه ته نادره تشبه وايو.


تورې خاورې يې د در زما دارو دي

د ليــــــدو علاج مې کله توتيــــــا کا

                                                                                                     ( ۷ : ۱ مخ )

    په پورتني بيت کې اشرف خان هجري د خپلې محبوبې د دروازې يا کور خاورې د دارو او درملو سره تشبه کړي دي، چې تورې خاورې مشبه، دوا يا درمل مشبه به، صحت ور کول يا ښه کېدل يې د تشبه وجهه ده او د تشبه توری نه لري، نادره تشبه يې ځکه شمېرو چې دا تشبه په شاعرانو کې ډېره لږه پيدا کيږي.

د افګار خټګ په زړه به ملهـــــم کيږدي

که په خوب کې ور ښکاره خپله رويا کا

                                                                                                    ( ۷ : ۳۰ مخ )

  هجري په دې بيت کې د يار مخ ليدل د ملهم يا پټۍ سره تشبه کړی دی، چې د يار مخ ليدل مشبه، ملهم مشبه به ده او د تشبه توری نه لري او ارامي ور کول او هوساينه يا علاج په برخه کول يې د تشبه وجهه ده، دا چې کله هم چا د مخ ليدل د ملهم سره ډېر ځله نه دي تشبه کړي او دا ډول تشبه ډېره لږه پيدا کيږي، نو پر همدې بنسټ يې نادره تشبه ګڼلای شو.

د ارمان په داغ په زړه خپل مبتدا کا

چې باور څوک په کارونو د دونيا کا

                                                                                                      ( ۷ : ۱۰ مخ )

  په دغه بيت کې اشرف خان هجري ارمان د داغ سره تشبه کړی دی، چې په دې تشبه کې ارمان مشبه، داغ مشبه به دی، د تشبه توری نه لري او پاتې کېدل، له منځه نه تلل او پايښت يې د تشبه وجهه ده، چې دا هم يوه نادره تشبه ګڼلای شو، ځکه چې کله هم چا ارمان د داغ سره نه دی تشبه کړی او کېدای شي چې دا د لومړي ځل لپاره شوی وي، يانې بيخي نادره تشبه ده.

د هجران لښکر دې ځکه پايمال کړم

چې د ډاډ هرګز رانغی جواب ستـــــا

                                                                                                       ( ۷ : ۴۲ مخ )

***

تا صفونـــــــــــه د زلفينــو کړه پوځونه

چې چنګېز سره، د چشمو حمايت کا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۱ مخ )

هزار زړونه قضــــــــــا ورولي په خپل

هر نفس چې خال دانه زلفې کمند کا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۷ مخ )

***

د عشق سيوری مشخص سنګ د پارس دی

په هــــر چــــــــا باندې چې وشي تن يې زر کا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۸ مخ )

***


هزار زړونه يې ترې په منګول واخلي

په عذار چې يې پرواز د حسن باز کا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۹ مخ )

***

له خولو يې بوی همـــه ګل د کافــــور شي

چې په وصل د سن خاص هغه پېشواز کا

                                                                                                           ( ۷ : ۵۰ مخ )

   په پورته ذکر شوو بيتونو کې اشرف خان هجري ډېرې نادرې تشبه ګانې کارولې دي، چې غواړم په نوبت سره يې تشرېح کړم، په لومړي بيت کې يې هجران د لښکرو سره تشبه کړی دی، هجران مشبه، لښکرې مشبه به وې چې د تشبه توری يې نه درلود او زور، تاثير او ظلم کول يې د تشبه وجهه ده او دا ډول تشبه خورا ډېره کمه ده، نو ځکه يې نادره تشبه بولو.

    دا راز په دوهم بيت کې د زلفو صفونه يا ږمنځول مشبه او پوځونه مشبه به وو، چې د تشبه توری نه لري او زړورتيا او صفا والی يې د تشبه وجهه ده، دا چې کله چا زلفې د پوځونو سره نه دي تشبه کړي او يا که تشبه کړي يې هم وي، نو ډېر کم به تر سترګو شي، نو ځکه يې نادره تشبه ګڼو.

   په درېم بيت کې نادره تشبه د خال او دانې ترمنځ پرته ده چې خال يې له دانې سره تشبه کړی دی، چې خال مشبه، دانه مشبه به ده او د  تشبه توری نه لري او جوړښت يې د تشبه وجهه ده ، دا هم په شاعرانو کې ډېره لږه ده،نو ځکه يې نادره تشبه ګڼو.

    په څلورم بيت کې د لومړي ځل لپاره عشق د سيوري سره او بيا ورسته د عشق سيوری د سنګ پارس سره تشبه شوی دی، د عشق سيوری مشبه، سنګ پارس مشبه به، د تشبه توری نه لري او حالت بدلول، د خوند لرونکي ژوند جوړول يې د تشبه وجهه ده، نادره تشبه يې ځکه ګڼلای شو چې دا ډېره لږه او حتی پخوا تر دې، کله داسې تشبه نه ده ليدل شوې.

    په پنځم بيت کې يې حسن يا قواره او ښکلا د باز سره تشبه کړې ده، چې حسن مشبه، باز مشبه به، د تشبه توری نه لري، او لوړوالی او لوی والی يې د تشبه وجهه ده، دا ډول تشبه هم د شاعرانو په شعرونو کې ډېره کمه او لږه ليدل کيږي، نو ځکه يې نادره تشبه ګنلی شو.

    په شپږم بيت کې هجري د مخاطب خولې د کافور ګل سره تشبه کړي دي، چې خولې مشبه، کافور مشبه به دي او د تشبه توری نه لري، معطر والی او خوشبويي يې د تشبه وجهه ده چې په دغو شاوخوا شپږو بيتونو کې ټولې تشبه ګانې په شاعرانو کې چندانې زيات استعمال نه لري او ځينې يې داسې هم وې چې له شاعر څخه په ابتکاري ډول راغلې دي چې پر همدې بنسټ يې نادره تشبه ګڼو.

   د کلاسيکې دورې د دغه خوشنوا بلبل په دېوان کې نادرې تشبه ګاڼې خورا ډېرې دي، که چېرته يې زه ټولې بېلګې رانقل کړم، نو د مونوګراف ليکنه به ډېره اوږده شي، نو ځکه يې پر همدې څو بېلګو بسنه کوم.

2-    مبتزله تشبه :[سمول]

هغه  تشبه ده چې په شاعرانو کې خورا زيات استعمال ولري.

               ( ۱ : ۹۵ مخ )

په لاندې بيتونو کې د مبتزله تشبه بېلګې وګورئ :

عاشقان يې همېشه لري زخمونه

ناوکي باڼه دې ګوره څه نڅـــا کا

                                                                                                    ( ۷ : ۳۳ مخ )

***

دا اسباب د حسن وژمي څخه نشتـه

چې يې مخ وته مهتاب وايي خطا کا

                                                                                                       ( ۷ : ۳۳ مخ )

   په پورتنيو بيتونو کې اشرف خان هجري څو مبتزلې تشبه ګانې کارولې دي چې په لومړي بيت کې د ناوک او بڼو ترمنځ مبتزله تشبه پرته ده او په دوهم بيت کې د مخ او مهتاب ترمنځ هم مبتزله تشبه پرته ده، په لومړنۍ تشبه کې باڼه مشبه ، ناوک يا غشي مشبه به، د تشبه توری نه لري او تېره والی يې د تشبه وجهه ده.

  په دوهم بيت کې مخ مشبه، مهتاب مشبه يا سپوږمۍ مشبه به، د تشبه توری نه لري او ښکلا او ميڼه وال يې د تشبه وجه ه ده، دا چې شاعرانو ډېر ځله باڼو د غشو سره او مخ د مهتاب او سپوږمۍ سره تشبه کړی دی او دا ډول تشبه ګانې په شاعرانو کې ډېر رواج لري، نو ځکه يې مبتزله تشبه ګڼلی شو.

زه هجري د عشق په کار ثاني مجنون يم

اوسنۍ جونــــــــــه خوی کلـــــــه د ليلې کا

                                                                                                           ( ۷ : ۴۰ مخ )

     په دې بيت کې شاعر خپل ځان د مجنون سره تشبه کړی دی،چې هجري مشبه ثاني مجنون يا مجنون مشبه به دی، د تشبه توری نه لري او عاشقي او په مينه کې متعهد پاتې کېدل يې د تشبه وجهه ده، شاعرانو ځانونه ډېر زيات د مجنون سره تشبه کړي چې دا ډول تشبه نوره تکراري شوې  ده، نو ځکه يې مبتزله تشبه ګڼو.

که ښايست يې د مخ ووينې په سترګو

نيلاب غاښی به په مخکې د افتاب کا


چې زلفين يې پرمخ خم د مشک وناب کا

د عاشق په خټــه ګډ خر د اسبــــــــــــــاب کا

                                                                                                           ( ۷ : ۴۳ مخ )

   په پورته بيتونوکې هم مبتزلې تشبه ګانې کارول شوي دي، چې يوه يې د مخ او افتاب ترمنځ ده او بله يې د زلفينو او مشکو ترمنځ پرته ده، په لومړنۍ تشبه کې مخ مشبه او افتاب يا لمر مشبه به دی، چې د تشبه توری نه لري او ښکلا او سپينوالی يې د تشبه وجهه ده، دا چې په شاعرانو کې د لمر او سپوږمۍ سره د يار او د يار د مخ تشبه ډېره زياته ده، نو ځکه يې مبتزله تشبه ګڼو، دا راز په دوهمه تشبه کې زلفين مشبه او مشکو ناب مشبه به دی چې د تشبه توری نه لري او خوشبويي او معطر والی يې د تشبه وجهه ده، چې دا ډول تشبه هم په شاعرانو کې ډېر زيات رواج لري يانې تل زلفې د مارانو، مشکو يا شپې سره تشبه کوي، نو دا هم يوه مبتزله تشبه ګڼلی شو.

بلبل ته د ګل تعريف کا په رياض کې

هجري تل د خپل اشنا د مخ صفات کا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۶ مخ )

***

هزار زړونه قضا ورولي پــــه خپلـــــه

هر نفس يې خال دانه، زلفې کمند کا

                                                                                                       ( ۷ : ۴۷ مخ )

***


هجري چې نمــــــر ته غټ کتلــــی نـــــه شې

ځير به يار ګورې په څه، که مخ څرګند کا

                                                                                                          ( ۷ : ۴۷ مخ )

***

د خوبۍ پېشکار يې خلق په اور کيږدي

چې اوربل لکه خسرو ټيک يې وزير کا

                                                                                                         ( ۷ : ۵۰ مخ )

***

له نقابه چې يې مخ ضيا شروع کا

ته به وايې له مشرقه نمر طلوع کا

                                                                                                    ( ۷ : ۵۱ مخ )

***

د يار مخ که مهر نـــه دی راتــــه وايــه

زړه مې ولې نيلوفر غوندې رجوع کا

                                                                                                     ( ۷ : ۵۱ مخ )

    د پوته بيتونو له جملې څخه څلورم بيت کې د اوربل او خسرو ترمنځ پرته ده او بله په همدې بيت کې د ټيک او وزير ترمنځ پرته ده، مرسله تشبه يوازې د اوربل او خسرو ترمنځ پرته ده، په دې تشبه کې اوربل مشبه، خسرو مشبه به، لوړ مقام او زړه ته نږدېوالی يې د تشبه وجهه او لکه يې د تشبه توری دی.

   دا راز په پنځم بيت کې مخ مشبه، نمر مشبه به، ښکلا او سپين والی يې د تشبه وجهه ده او ( ته به وايې ) يې د تشبه توری دی.

   په شپږم  بيت کې زړه مشبه، نيلوفر مشبه به، رجوع کول يا مايل کېدل يې د تشبه وجهه ده او غوندې يې د تشبه توری دی، چې مونږ يې پر همدې مبتزله تشبه ګڼو.

    يا دا چې په لاندې بيت کې د مبتزله تشبه يوه بله بېلګه وګورئ :

چې په چا د زغن بند رهايي نشته

چاپېره يې تورې زلفې لکه جال کا

                                                                                                       ( ۷ : ۵۳ مخ )

   په دغه بيت کې تورې زلفې مشبه، جال مشبه به، د دواړو ترمنځ تړل يا بندول د تشبه وجهه ده.

د تشبه د توري د ذکر او نه ذکر له پلوه د تشبه وېش

   له دغه پلوه تشبيه په عمومي توګه په دوو برخو وېشل کيږي چې يوې ته يې مرسله او بلې ته يې موکده تشبه ويل کيږي، لومړی به دلته مرسله تشبه تعريف کړو:

1)     مرسله تشبه :[سمول]

هغه ده چې د تشبه توری يا کلمې پکې ذکر شوي وي .

                                                                                                                          ( ۱ : ۵۶ مخ )

کافر نه کا هومره قصد له مسلمـانـــه

لکه وکا په عاشق باندې هجران ستــا

                                                              ( ۷ : ۱۵ )

***

تورې زلفې لکه جال پرې راخور شوی

په هر خم کې يې بې وسه بنـــديوان کا

                                                                                                     ( ۷ : ۱۰ مخ )

   په پورتنيو بيتونو کې شاعر لومړی عاشق د مسلمان سره او هجران د کافر سره تشبه کړي دي چې عاشق يې مشبه، مسلمان يې مشبه به، هجران مشبه او کافر مشبه به دي او د مسلمان او عاشق ترمنځ مظلوميت او بې وسي د تشبه وجهه او د هجران او کافر ترمنځ ظلم کول د تشبه وجهه ده او ( لکه ) د دواړو ترمنځ د تشبه توری دی، چې په دې بيت کې ذکر شوي دي، نو ځکه يې مرسله تشبه ګڼو.

د زلفينو شان يې هسې شي له باده

لکه بوی په ډېرو مښلو کشمالو کا

                                                                                                         ( ۷ : ۵۸ مخ )

ما چې وليد د دونيـــــــا نادان وګړي

د اوبو پرمخ حباب غوندې ديرې کا

                                                                                                        ( ۷ : ۶۱ مخ )

  په دغو بيتونو کې هم اشرف خان هجري مرسله تشبه ګانې راوړې دي، چې په لومړي بيت کې د باد په وسيله د زلفو خوځول مشبه، د کشمالو د ګل په لاسونو مښل مشبه به، بوی کول يې د تشبه وجه او ( لکه  ) يې د تشبه توری دی، نو دا چې د تشبه توری پکې ذکر شوی ، نو ويلای شو چې دا مرسله تشبه ده.

چې اوربل د مخ دپاسه لکه سپر کا

د سرو ګل يې خاصيت هم د نمر کا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۸ مخ )

  په دغه بيت کې اوبل يې د سپر سره تشبه کړی دی، چې اوربل مشبه، سپر مشبه به، پر مخ يې درول د تشبه وجهه او ( لکه ) يې د تشبه توری دی او کله چې په کومه تشبه کې د تشبه توری ذکر شي، نو هغې تشبه ته مونږ مرسله تشبه ويلای شو، نو ځکه وايو چې په دې بيت کې مرسله تشبه ذکر شوې ده.

چې اغــــــــــاز د زړونو بند لره تدبيـر کا

تورې زلفې هاله خپل غوندې زنځير کا

                                                                                                             ( ۶ : ۵۰ مخ )

   اشرف خان هجري په دغه بيت کې تورې زلفې د جال سره تشبه کړي دي چې تورې زلفې پکې مشبه، جال پکې مشبه به، زنځيرول بندول پکې د تشبه وجهه او (غوندې) پکې د تشبه توری دی او دا چې د تشبه توری پکې راغلی، نو ويلای شو چې په دې بيت کې شاعر مرسله تشبه راوړې ده.

2)     مؤکده تشبه :[سمول]

چې د تشبه ټکی ور نه حذف وي، مؤکده تشبه ګڼل کيږي.

                                                                                                                                      ( ۴ : ۶۶ مخ )

د افګار خټک په زړه به ملهــــــم کېږدي

که په خوب کې ور ښکاره خپله رويا کا

                                                                                                    ( ۷ : ۳۵ مخ )

    اشرف خان هجري په دغه بيت کې د يار د مخ ليدل د ملهم يا پټۍ سره تشبه کړی دی، چې د يار مخ ليدل مشبه، ملهم مشبه به ده او د تشبه توری نه لري او ارامي ور کول او هوساينه يا علاج په برخه کول يې د تشبه وجهه ده، نو دا چې د تشبه توری نه لري، نو ويلای شو چې نوموړې تشبه يوه مؤکده تشبه ده.


که ښايست يې د مخ ووينې په سترګو

نيلاب غاښی به په مخکې د افتاب کا

                                                                                                          ( ۷ : ۴۳ مخ )

***

په ارسي کـــــه ثاني بدر هويـــدا شي

هرساعت چې پرسيده د مخ ايات کا

                                                                                                          ( ۷ : ۴۶ مخ )

***

بلبل تل د ګل تعريف کا په رياض کې

هجري تل د خپل اشنا د مخ صفات کا

                                                                                                          ( ۷ : ۴۶ مخ )

      اشرف خان هجري په دغو پورتنيو بيتونو کې يو شمېر مؤکدې تشبه ګانې کارېدلي دي، چې په لومړي بيت کې مخ مشبه، افتاب مشبه به، ښکلا او سپينوالی يې د تشبه وجهه ده او د تشبه توری نه لري.په دوهم بيت کې مخ مشبه، ثاني بدر مشبه به، ښکلا او سپين والی د تشبه وجهه ده او د تشبه توری نه لري.همدارنګه په درېم بيت کې هجري مشبه بلبل مشبه به، د دواړو ترمنځ خوږ غږ يا خوش اوازي د تشبه وجه ده او د تشبه توری نه لري او په همدې بيت کې د اشنا مخ مشبه، ګل مشبه به او ښکلا او سوروالی يې د تشبه وجهه ده او د تشبه توری نه لري، دا چې په دې پورته درې واړو بيتونو کې د تشبه توري نشته، نو ځکه ويلای شو چې په درې واړو بيتونو کې مؤکده تشبه کارول شوې ده.


هزار زړونه قضـــــــا ورولي پــــــه خپله

هر نفس چې خال دانه، زلفې کمند کا

                                                                                                          ( ۷ : ۴۷ مخ )

***

هجــــــــــري چې نمـــــــر ته غټ کتلی نه شې

ځير به يار ګورې په څه، چې مخ څرګند کا

                                                                                                          ( ۷ : ۴۸ مخ )

***

ابروان جوړه لينـــده باڼـــــه يې غشي

پيرايه د حسن ګوره، څوک خنجر کا

                                                                                                          ( ۷ : ۴۸ مخ )

  د دغو بيتونو له جملې په لومړي بيت کې، خال مشبه، دانه مشبه به، جوړښت يې د تشبه وجه ده چې د تشبه توری نه لري،دوهمه تشبه يې د کمند او زلفو ترمنځ ده چې زلفې پکې مشبه، کمند مشبه به، اوږدوالی د تشبه وجهه ده او د تشبه توری نه لري، همدارنګه په دوهم بيت کې د يار مخ مشبه، نمر مشبه به، ښکلا او سپين والی يې د تشبه وجهه ده او د تشبه توری نه لري، دا راز په درېم بيت کې ابروان مشبه، لينده مشبه به او او کوږوالی يې د تشبه وجهه ده چې د تشبه توری نه لري، بله تشبه پکې د باڼه او غشي ترمنځ ده چې باڼه پکې مشبه، غشی پکې مشبه به او تېره والی پکې د تشبه وجهه ده چې دا هم د تشبه توری نه لري، نو ځکه ويلای شو چې په پورته درې واړو بيتونو کې مؤکده تشبه کارول شوې ده.

د مؤکده تشبه ډولونه :[سمول]

   مؤکده تشبه په درې ډوله ده چې عبارت دي له :

1)     اضافي مؤکده تشبه

2)     توصيفي مؤکده تشبه

3)     مؤکده محض تشبه

1)   اضافي مؤکده تشبه :[سمول]

هغه تشبه ته ويل کيږي يا د مؤکده تشبه هغه ډول دی چې په مشبه کې يې اضافي ترکيب موجود وي .

                                                                                    ( ۵ : ۱۲۲ مخ )

د عشق لمبې و ماته جنــت شوې

يا ماهي وته بهشت وينم درياب

                                                                                                           ( ۷ : ۳۰ مخ )

  په پورتني بيت کې اضافي مؤکده تشبه د عشق لمبې په ترکيب کې راغلې ده چې عشق يې په اضافي توګه لمبې سره تشبه کړی دی، په دې بيت کې عشق مشبه او مضاف اليه او لمبې مشبه به او مضاف او ( دال ) يې د اضافت توری دی، لمبې ځکه مضاف راغلی چې نسبت يې عشق ته شوی و.

د ارمان په داغ به زړه خپل مبتـدا کا

چې باور څوک په کارونو د دونيا کا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۲ مخ )

***


د هجران لښکر دې ځکه پايمال کړم

چې د ډاډ هرګز رانغی يو ځواب ستا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۲ مخ )

   په پورتنيو بيتونو کې د ( ارمان په داغ ) اضافي ترکيب او د ( هجران لښکر ) په اضافي ترکيب کې اضافي مؤکدې تشبه ګانې پرتې دي، چې په لومړي بيت کې ارمان مشبه او مضاف اليه او داغ مشبه به او مضاف دی، ځکه چې نسبت يې ارمان ته شوی دی، دا راز په دوهم بيت کې بيا هم ( د ) د اضافت توری دی، هجران مشبه او مضاف اليه او لښکر مشبه به او مضاف دی، په دغه تشبه کې هجران د لښکر سره تشبه شوی دی، نو په يو اضافي ترکيب کې دغه تشبه قايمه شوې ده، نو ځکه يې اضافي مؤکده تشبه ګڼو.

هزار زړونه يې ترې په منــــګُل اخلي

په عذار چې يې پرواز د حسن باز کا

                                                                                                    ( ۷ : ۴۹ مخ )

***

د عشق سيوری مشخص سنګ پارس دی

په هر چـــــا باندې چې وشــــي تن يې زر کا

                                                                                                       ( ۷ : ۴۸ مخ )

***


څو شېران زلمي زخمي کا په ساعت کې

چې د وروځـــو په لينــــــــــده د بڼو تير کا

                                                                                                        ( ۷ : ۵۰ مخ )

***

هغه دم چې تا د نـــــاز چــــاړه په کف کړه

بنده سر کېښوه اشنا د عشق په قط ستا

                                                                                                       ( ۷ : ۵۱ مخ )

    په پورتنيو بيتونو کې اشرف خان هجري ډېرې اضافي مؤکدې تشبه ګانې کارولې دي، چې په لومړي بيت کې د ( حسن باز ) په ترکيب کې اضافي مؤکده تشبه پرته ده، چې حسن مشبه، باز مشبه به، حسن مضاف اليه، باز مضاف او ( د ) يې د اضافت تور دی، دا راز په دوهم بيت کې يې عشق د سيوري سره تشبه کړی دی، چې عشق مشبه او مضاف اليه دی، سيوری مشبه به او مضاف دی او ( د ) يې بيا هم د اضافت توری دی، په درېم بيت کې يې وروځې د ليندۍ سره تشبه کړې دي، چې وروځې مشبه او مضاف اليه، لينده مشبه به او مضاف او ( دال ) يې د اضافت توری دی، په څلورم بيت کې ناز مشبه او مضاف اليه او چاړه مشبه به او مضاف ده چې د چاړه نسبت ناز ته شوی دی، نو ځکه يې اضافي موکده تشبه ګڼو.

2)   توصيفي مؤکده تشبه :[سمول]

هغه تشبه ده چې توصيفي ترکيب ولري، په دې ترتيب چې صفت د مشبه به او موصوف د مشبه په دول راوړل شوی وي.

                                                                                                                         ( ۳ : ۱۰۵ مخ )

ماسنګر ليدلی ډېر په دې دونيا کې

ولې تېر دي، تر همه وو نوکران ستا

                                                                                                     ( ۷ : ۵۵ مخ )

    اشرف خان هجري په دغه بيت کې د سنګدل په ترکيب کې توصيفي مؤکده تشبه کارولې ده، چې سنګدل ترکيب په دوو برخو ( سنګ او دل ) باندې تجزيه کوو، په دې تشبه کې دل ( زړه ) د سنګ ( تيږې ) سره تشبه کړی دی، چې ( دل ) مشبه او موصوف او ( سنګ ) مشبه به او صفت دی چې پر همدې بنسټ يې توصيفي مؤکده تشبه ګڼو.

په زېور ارايش کا چې زېبا نه وي

ته ګلرنګه څه محتاجه يې زېور ته

                                                                                                   ( ۷ : ۷۰ مخ )

***

په جهان اګر چې ډېرې دي ګلرنګې

نن د حســــــــن ستــــــــــا په سر وينم

                                                                                                   ( ۷ : ۷۲ مخ        

   په دغو بيتونو کې شاعر د ګلرنګه په کلمو کې توصيفي مؤکدې تشبه ګانې کارولې دي چې رنګ  مشبه او موصوف او ګل مشبه به او صفت دی، چې په همدې اساس يې مونږ توصيفي مؤکده تشبه ګڼو.

ښــــــــــه عذار يې معنــــــــــا تر لاله ګل دي

پرې يې جوړ کړو ښايسته د مشکو ماش

                                                                                                           ( ۷ : ۹۹ مخ )

   په دغه بيت کې عذار يا اننګي يا اننګي د لاله ګل سره تشبه شوي دي، چې عذار مشبه او لاله ګل مشبه به ، د دواړو ترمنځ سور والی د تشبه وجهه ده ، دلته د شاعرانو له خوا وجهه د مشبه به په پرتله په مشبه کې ډېره قوي ښودل شوې ده، نو ځکه يې تفصيلي تشبه ګڼو.

نن له کبره ځکــــه نــــــه کوي نظر کوز

چې ترمخ پورې زينت ګڼي د نمر کوز

                                                                        ( ۷ : ۵۲ مخ )

***

ته کړې ناز که په ښايست بې ځايه نه دی

چې له شرم ستـــــــــــا د مخ ګوري قمر کوز

                                                                                                        ( ۷ : ۹۱ مخ )

    په پورتنيو دوه بيتونو کې اشرف خان هجري د يارمخ د نمر او سپوږمۍ سره تشبه کړی دی چې په لومړي بيت کې مخ مشبه، لمر مشبه به او سپينوالی يې د تشبه وجهه ده، دغه وجهه د شاعر له خوا په مشبه کې ډېره قوي ښودل شوې ده، دا راز په دوهم بيت کې مخ مشبه، قمر مشبه به او بيا هم سپينوالی يې د تشبه وجهه ده، چې د شاعر له خوا په مشبه به کې دغه وجهه ډېره قوي ښودل شوې ده، نو ځکه يې تفصيلي تشبه ګڼو.

3)    مؤکده محض تشبه :[سمول]

هغه مؤکده تشبه ده چې اضافي يا توصيفي ترکيب و نه لري.

( ۲ : ۴۳ مخ )

ستا په مينه هرګز مه شه مبتلا کس

مبتلا مه کړه مولا په دا بــــــــلا کس

                                                                                                       ( ۷ : ۹۵ مخ )

   په دغه بيت کې د اشنا مينه چې په دې بيت کې ور ته د ( ستا ) خطاب شوی دی، مشبه او بلا مشبه به ده، چې زورورتيا او ډارول يا ځپل يې د تشبه وجهه ده او د تشبه توری نه لري، دا چې د تشبه توری نه لري، بلکې کوم اضافي يا توصيفي ترکيب هم نه لري، نو په همدې بنسټ يې مؤکده محض تشبه ګڼو.

دواړه شونډې يې عسل اننګي سېب دي

د عشاقو زړونه ټول په دغــــــــــه خوان کا

                                                                                                         ( ۷ : ۵۶ مخ )

   اشرف خان هجري په دغه بيت کې شونډې د عسل سره تشبه کړی دی او اننګي يا رخسارونه يې د مڼو سره تشبه کړي دي، چې شونډې مشبه، عسل مشبه به، اننګي مشبه او سېب يا مڼه مشبه به ا ود تشبه توري نه لري، دا چې اضافي او توصيفي ترکيبونه نه لري، نو ځکه وايو چې په پورته بيت کې شاعر مؤکده محض تشبه کارولې ده .

تفضيلي تشبه :[سمول]

په تفضيلي تشبه کې د وجهه په لحاظ مشبه تر مشبه به قوي وي، چې دغه د وجهه په لحاظ د مشبه قوي والی د مشبه به پر پرتله په خپله د شاعر په واسطه زيادت شوی وي.

                                                                            ( ۱ : ۵۶ مخ )

نن له کبره ځکــه نــــــــه کوي نظر کوز

چې ترمخ پورې زينت ګڼي د نمر کوز

                                                                                                    ( ۷ : ۵۱ مخ )

***

ته کړې ناز که په ښايست بې ځايه نه دی

چې له شرم ستا د مخ ګوري قمــــــــــر کوز

                                                                                                         ( ۷ : ۹۱ مخ )

   په پورتنيو دوو بيتونو کې اشرف خان هجري د يار مخ د لمر او سپوږمۍ سره تشبه کړی دی، چې په لومړي بيت کې مخ مشبه، لمر مشبه به او سپينوالی د تشبه وجهه ده، دغه وجهه د شاعر له خوا په مشبه کې ډېره قوي ښودل شوې ده، دا راز په دوهم بيت کې مخ مشبه، قمر مشبه به او بيا هم سپينوالی د تشبه وجهه ده چې د شاعر له خوا په مشبه به کې دغه وجهه ډېره قوي ښودل شوې ده، نو ځکه يې تفصيلي تشبه ګڼو.

پايله[سمول]

    دا چې زما د مونوګراف موضوع ( د اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبه ګانې ) دي، نو تر خپلې وسې پورې مې کوښښ کړی چې له مختلفو ماخذونو څخه ګټه واخلم او خپله موضوع پرې بشپړه کړم، ټول سرليکونه مې په منظم او ښه شان ترتيب کړي دي، بيا مې پرې څېړنه او بحث کړی، لومړی مې د اشرف خان هجري په ژوند باندې ژورې خبرې کړي، بل مې د هغه شاعري څېړلې چې څه ډول شاعري يې پيل کړه کوم ډول اشعار لري، حماسي، عشقي، مذهبي او نور.له دې سره مې خپل بحث موضوع ته لار پرانيستې چې تشبه ده اول مې ښه په تشبه بحث کړی، تعريف، ډولونه او بېلګې مې ورته په ترتيب راوړي دي، د تشبه ارکان مې په ګوته کړي دي چې څلور ارکان لري بيا مې په ورا سره هر يو په منظم ډول شنلي او د مختلفو ماخذونو نه مې پکې استفاده کړې او بېلګې مې د هجري له دېوانه راوړي دي، د ابتزال او ندرت له مخې مې د تشبه وېش کړی او نادره او ابتزال تشبه ګانې مې  تعريف  کړې دي او بحث مې پرې کړی دی او د هر يو بېلګې مې د اشرف خان له شاعرۍ څخه راخيستي دي، له دې وروسته مې د تشبه د توري د ذکر او نه ذکر له مخې د تشبه وېش کړی او د دواړو ډولونو ( مبتزله او مؤکده تشبه ) تعريفونه او بېلګې مې راخيستي دي او د اشرف خان هجري له شاعرۍ نه مې په بېلابېلو بېلګو په ښه ډول واضح کړي او څېړلي دي له هغې وروسته د مؤکده تشبه په ډولونو چې د توصيفي مؤکده تشبه، اضافي مؤکده تشبه او محض مؤکده تشبه دي تعريف کړي او د هر يوه بېلګې مې د هجري په شاعرۍ کې ښودلې او څېړلې دي او په همدې ترتيب مې خپله د مونوګراف موضوع ترتيب، تکميل او پای ته رسولې ده.

ماخذونه[سمول]

1)  پنهان، فضل محمد ( حاجي ) : ( ۱۳۳۱ ل ) کال، ادبي ارمغان، کوټه، هېواد کلتوري ادبي ټولنه ( خپرندوی ).

2)  حسرت، ضياء الرحمن ( ښوويالی ) : ( ۱۳۸۸ ل ) کال، ادبي فنون ( لکچر نوټ)، جلال اباد، ننګرهار عالي دارالمعلمين.

3)    شېرزاد، محمد اقا ( پوهنمل ) : ( ۱۳۸۴ ل ) کال، ادبي فنون ( بديع او بيان )، جلال اباد.

4)  کاکاخېل، سيد تنسيم الحق : ( ۱۹۸۷ م ) کال، روح ادب ( د پروفيسور طاير په زيار )، پېښور، پښتو اکاډمۍ ( خپرندوی ).

5)  مسلمدوست، عبدالرحيم ( مولوي ) : (۱۳۸۶ ل ) کال، خوږه پښتو ، پېښور، عنايت خپرندويه ټولنه ( خپرندوی ) .

6)  هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنپوه ) : ( ۱۳۹۳ ل ) کال، د ادب پوهنې څانګې، جلال اباد ميهن خپرندويه ټولنه ( خپرندوی ) .

7)  هجري، اشرف خان : ( ۲۰۰۱ م ) کال، دېوان ( د پروفيسور ډاکتر راج ولي شاه خټک په سريزه، د همېش خليل په زيار )، پېښور، پښتو اکاډمۍ (خپرندوی).