Jump to content

د اسکندريې اتاناسيوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسکندريې اتاناسيوس اول (شا اوخوا 296-298 – مۍ 373) چې د عظيم اتاناسيوس، اعتراف کونکي اتاناسيوس، يا، د قبطي مسيحيانو په منځ کې د حواري اتاناسيوس په نوم هم پېژندل کېږي، يو مسيحي الاهيات پوه او د اسکندريې شلم سرپرست (مخور) و (چې د اتاناسيوس لومړي په توګه پېژندل کېدو). د نوموړي وقفه يي اسقفيت په پنځه څلوېښتو کلونو خپور و (شا اوخوا 8 جون 328 – دويم مۍ 373)، په کومو کې چې اولس پنځه تبعيدونه هم شامل دي، په کومه موده کې چې د څلورو جلا جلا رومي سترواکانو په حکم د هغه ځای ناستي ټاکل شوي وو. اتاناسيوس د کليسا پادري، د اريانيزم په وړاندې د تثليث مهم مدافع او د څلورمې پېړۍ يو مشهور مصري مسيحي رهبر و.[۱][۲]

له اريوس او اريانيزم او تر څنګ يې د پرله پسې رومي سترواکانو سره ټکر د اتاناسيوس مسلک ته بڼه ورکړه. په 325 کې، د اوه ويشت کلنۍ په عمر، اناتاسيوس د «نايکيا» د لومړۍ شورا پر مهال د اسکندريې د پادري سکندر (اليګزينډر) د اسقف د همکار او مرستيال په توګه د اريانيزم پر ضد خپله مهمه ونډه پيل کړه. رومي سترواک لوی قسطنطين د 325 کال د مۍ-اګست په مياشتو کې د دې شورا ناسته جوړه کړه، تر څو د ارين دې دريځ ته ځواب ووايي چې د خدای زوی، عيسی ناصري، له پلار څخه يوه جلا ماده ده. له دې شورا درې کاله وروسته، اتاناسيوس د اسکندريې د سرپرست په توګه د خپل سرپرست ځای ونيو. له اريانو (د کليسا د ځواکمنو او اغېزناکو وګړو په ګډون چې مشري يې د نيکوميډيا يوسيبيوس کوله) پر ټکر سربېره، نوموړي د قسطنطين، قسطنطنيس دويم، مرتد جوليان او والينز پر ضد هم مبارزه وکړه. نوموړی د Athanasius Contra Mundum (چې د نړۍ پر ضد اتاناسيوس لاتيني بڼه ده) په نوم هم پېژندل کېدو.[۳][۴][۵]

په هر حال، د هغه له مړينې وروسته په څو کلونو کې، د نازيانزس ګريګوري نوموړي ته د کليسا د ستنې لقب ورکړ. د هغه لیکنې په لوېديځ او ختيځ کې په وروستيو کليساګانو کې د پادريانو له خوا په ښه توګه د پام وړ وګرځېدې، کومو چې کلمه انسان وګرځېد ته د هغوی اخلاص، معنوي پاملرنه او په رهبانيت کې لېوالتيا وليده. په کاتوليکه کليسا کې اتاناسيوس د کليسا د څلورو سترو ختيځو مشرانو څخه يو بلل کېږي. ځينې استدلال کوي چې د هغه د سپېڅلي اختر په 367 ليک کې، اتاناسيوس لومړی هغه څوک و چې د عهد جديد په کانون کې يې د اوه ويشتو کتابونو نوملړ ورکړ چې اوس هم استعمالېږي. نور دليل وايي چې د اسکندريې اوريګن لومړی هغه څوک و چې په خپل Homilies on Joshua کې يې د عهد جديد د اوه ويشت کتابونو نوملړ ورکړی دی (دا يوازې يوه متني بڼه ده چې ايا دې کې وحی شامله ده که نه). په ختيځه ارتودوکس کليسا، کاتولیک کليسا، قطبي ارتودوکس کليسا، انجليکي ټولنه او لوتريزم کې اتاناسيوس ته درناوی کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ژوندليک[سمول]

اتاناسيوس په اسکندريه، يا شونې ده چې د نږدې نيل په ډيلټا ښارګوټي «دامنهور» کې د 293 او 298 تر منځ موده کې په یوه مسيحي کورنۍ کې زېږېدلی و. له دې مخکې تاریخ کله کله د هغه په دوه لرغونو کتابونو Contra Gentes (د بتانو پر ضد) او De Incarnatione (د تجسم په اړوند) کې د ښکارېدونکي پوخوالي له امله منځ ته راغلی دی، کوم چې د احتمال تر مخې د 318 په شاو خوا کې له هغې مخکې ليکل شوي وو چې اريانيزم د خپل ځان په ښکارولو پيل وکړي، ځکه چې په دې ليکنو کې د اريانيزم په اړه پوهاوی نه دی ښودل شوی.[۱۲][۱۳]

په هر حال، کارنيليس کلفورډ خپل زېږېدل له 296 څخه مخکې او له 298 څخه وروسته نه ښيي، د دې واقعيت پر بنسټ چې اتاناسيوس د 303 د ميکسيمين د ظلم د لومړي لاس د خاطرو هېڅ يادونه نه کوي، د کوم په اړه چې هغه وايي چې که هغه مهال اتاناسيوس لس کلن وای؛ نو دا به يې ياد وای. دويم دا چې، د لمانځنې رسالو کې ويل شوي دي چې اريانيانو د نورو تورونو تر څنګ په اتاناسيوس تور پوری کړی و، چې هغه تر اوسه قانوني عمر (35) ته نه و رسېدلی، او په همدې بنسټ هغه په 328 کې د اسکندريې د سرپرست په توګه په سم ډول نه شو ټاکل کېدای. دا تور بايد د منلو وای. ارتودوکس کليا د هغه د زېږېدو کال د 297 په شا اوخوا کې ښيي.[۱۴][۱۵]

زده کړه[سمول]

د هغه والدين دومره شتمن و چې ويې کولای شول نوموړي ته يو ښه سيکولار تعليم ورکړي. له دې سره سره، هغه په څرګند ډول د مصري اشرافو غړی نه و. يو شمېر لوېديځ پوهان په يوناني ژبه د هغه تسلط، په کومه ژبه چې هغه خپل ډېر (که ټول نه وي) پاتې اثار ليکلي دي، دا ثبوت بولي چې شونې ده هغه په اسکندريه کې زېږېدلی يو يونانی و. په هر حال، تاريخي شواهد ښيي چې هغه په قطبي ژبه هم روانې خبرې کولای شوې، د مصر هغو سيمو ته په کتنې، چېرته چې هغه تبليغ کړی و. په حقيقت کې د هغه ځينې پاتې ليکنې په قطبي ژبه دي، که څه هم پوهان په دې اختلاف لري چې ايا هغه دا په اصل کې په قطبي ژبه کې ليکلي دي (په کوم سره به چې نوموړی لومړی هغه سرپرست وي چې داسې يې کړي وي)، او که دا په اصل کې په يوناني ژبه کې وې او ژباړل شوي دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

روفنس يوه کيسه وايي چې اسقف الکسنډر له يوې ورسۍ سره ولاړ و، لاندې د سمندر په غاړه يې په لوبو بوخت هلکان وليدل، چې د مسيحي تعميد د رسم نقل يې کاوه. هغه يو څوک د ماشومانو په لور واستاوه او ويې موندله چې يو هلک (اتاناسيوس) د اسقف په توګه عمل کاوه. له اتاناسيوس څخه له پوښتنو وروسته، اسقف الکسنډر هغه ته وويل چې تعميد حقيقي و، ځکه چې د رسم بڼه او طريقه دواړه په سمو الفاظو لوستل شوي او د اوبو تطبيق هم سم سره تر سره شوی دی، او دا چې هغه بايد دې کار ته دوام ورنه کړي، ځکه چې تعميد کېدونکي په سم ډول منل شوي نه دي. نوموړي اتاناسيوس او د هغه د لوبو ملګرو ته بلنه ورکړه چې د علمي مسلکونو لپاره چمتو شي.[۱۹]

د اتاناسيوس د ماشوموالي پر مهال اسکندريه د سترواکۍ تر ټولو مهم سوداګريز مرکز و. له فکري، اخلاقي او سياسي اړخه – دې ښار له توکميز اړخه د متنوعو يوناني-رومي نړۍ بېلګه وړاندې کوله ان له روم يا قسطنطنيې، انطاکيې يا مارسيل څخه هم ډېر. د هغې مشهور مذهبي علمي ښوونځي، په داسې حال کې چې د پينټينس، د اسکندريې کليمنټ، اوريګون، ډيونيسيس او تيوګنوسټس له زمانو څخه يې د ارتودوکس لپاره د خپل کوم مشهور احساس قرباني نه ورکوله، د خپلو ګټو په ټولشمولوالي کې يو تقريباً سيکور کردار په غوره کولو پيل کړی و، او اغېزناک مشرکان يې د خپلو جدي پلټونکو په منځ کې شمېرل.[۲۰][۲۱]

د اسکندريې اولسم سرپرست، د اسکندريې پيټر، په 311 کې د لوی ظلم په وروستيو ورځو کې شهيد کړای شو، او شونې ده چې د اتاناسيوس له ښوونکو يو و. د اسکندريې د اسقف په توګه د هغه ځای ناستی د اسکندريې سکندر (الګزينډر) و. د سوزومين په وينا؛ "اسقف سکندر اتاناسيوس ته بلنه ورکړه چې د هغه سلاکار او منشي شي. هغه ښه زده کړه کړې وه، او په ګرامر او ويناوالۍ کې ښه ماهر و، او په داسې حال کې چې لا هم ځوان و، او اسقفۍ ته له رسېدو مخکې، له وړاندې يې هغو خلکو ته د خپل عقل او ځېرکتيا ثبوت ورکړی و، چې له هغه سره اوسېدل". (Soz., II, xvii)[۲۲]

د اتاناسيوس تر ټولو ابتدايي اثر، د بتانو پر ضد – د تجسم په اړوند (چې له 319 مخکې ليکل شوی و)د اوريجنسټ اليسکندريې د فکر نښې نښانې لري، خو دا په ارتودوکس طريقې سره دي. اتاناسيوس همدا راز د ډول ډول فلسفي مکتابو د نظرياتو او په ځانګړي ډول د «نوپلاټونزم» له پرمختګونو سره هم بلد و. بالاخره، اتاناسيوس د اسکندريې د مکتب فلسفيانه فکر له اوريجنسټ اصولو څخه جلا او بدل کړ، لکه "په بشپړ ډول د متن تمثيلي تشريح". بیا هم په وروستيو اثارو کې، اتاناسيوس له يو څخه زياتو ځايونو کې د «هومر» حواله ورکړې ده. (Hist. Ar. 68, Orat. iv. 29)[۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Traditionally but misleadingly called the 'Arians' – “This controversy is mistakenly called Arian.” (Ayres, p. 14) “’Arianism’ as a coherent system, founded by a single great figure and sustained by his disciples, is a fantasy.” (Williams, p. 82)
  3. “My second theological trajectory is the one in which we locate Arius himself. This loose alliance I will term ‘Eusebian’. When I use this term I mean to designate any who would have found common ground with either of Arius' most prominent supporters, Eusebius of Nicomedia or Eusebius of Caesarea.” (Ayres, p. 52)
  4. “Athanasius was certainly present as a deacon accompanying Alexander of Alexandria. … But it is equally certain that he can have taken no prominent nor active part, in spite of later legends to this effect and the conviction of some scholars that he was the moving spirit in the Council.” (Hanson, p. 157)
  5. “The Emperor, rightly or wrongly, thought himself called to foster and protect the Church, and therefore to prevent as far as he could the damage that was caused by controversy and schism.” (Hanson, p. 153)
  6. کينډۍ:Catholic
  7. Livingstone, E. A.; Sparkes, M. W. D.; Peacocke, R. W., سمونګران (2013). The Concise Oxford Dictionary of the Christian Church. Oxford University Press. مخونه 91–92. OCLC 1023248322. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19965962-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Gallagher, Edmon L. "Origen via Rufinus on the New Testament Canon." New Testament Studies 62.3 (2016): 461–476.
  9. Michael J. Kruger. "What is the Earliest Complete List of the Canon of the New Testament?". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Online Chapel – Greek Orthodox Archdiocese of America". www.goarch.org. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. کينډۍ:Catholic
  14. کينډۍ:Catholic
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. کينډۍ:Catholic
  17. Barnes, Timothy David (2001). Athanasius and Constantius: Theology and Politics in the Constantinian Empire. Harvard University Press. مخونه 13. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Coptic literature". Encyclopædia Britannica. 
  19. Clifford, Cornelius, Catholic Encyclopedia 1930, Volume 2, pp. 35–40 "Athanasius".
  20. Eusebius, Hist. Eccl., VI, xix
  21. Clifford, Cornelius, Catholic Encyclopedia 1930, Volume 2, pp. 35–40 "Athanasius".
  22. کينډۍ:Catholic
  23. کينډۍ:Catholic