د اسيا اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسيا اقتصاد له ۴.۵ ميليارده خلکو (د نړۍ د وګړو ۶۰٪ برخه)  جوړ دی چې په نهه څلوېښتو بېلا بېلو هېوادونو کې ژوند کوي. اسيا د چټک اقتصادي پرمختګ سيمه ده، همدا راز په نړۍ کې د اسمي «جي ډي پي» او «پي پي پي» له اړخه هم د لويې وچې ستر اقتصاد دی. سربېره پر دې، اسيا د ځينو اږدو نويو اقتصادي پراختياوو سيمه هم ده، د جاپاني اقتصادي معجزې (۱۹۵۰-۱۹۹۰) (اقتصادي معجزه د پراخه اقتصادي پرمختګونو لپاره کارېدونکې غېر رسمي اصطلاح ده) څخه پيل شوې، بيا د هان ريور معجزه (۱۹۶۱-۱۹۹۶) په سويلي کوريا کې، په چين کې اقتصادي پراختيا (۱۹۷۸-۲۰۱۳)، په اندونيزیا، ماليزيا، تايلينډ، فليپين او ويټنام کې «ټايګر کب» اقتصادونه (۱۹۹۰- تر اوسه)  او په هندوستان کې اقتصادي عروج (۱۹۹۱-تر اوسه) پورې رسېدلې ده (ټايګر کب د سويل ختيځې اسيا يادو هېوادونو اقتصادونو ته کارېدونکی شريک نوم دی).[۱][۲]

د نړۍ د نورو سيمو په څېر، د اسيا اقتصاد هم د سيمو او هېوادونو تر منځ توپير لري. لامل يې پراخه سيمه ده، دا معنا چې د ډول ډول کلتورونو، چاپېريالونو، تاريخي اړیکو او حکومتي نظامونو پراخه لړۍ پکې مېشته ده. د پي پي پي کورني ناخالص توليد (جي ډي پي) له نظره په اسيا کې تر ټولو ستر اقتصادونه چين، هندوستان، جاپان، اندونيزيا، ترکيه، سويلي کوريا، سعودي عربستان، ايران، تايلينډ او تايوان دي، او د اسمي کورني ناخالص عايد له نظره چين، جاپان، هندوستان، سويلي کوريا، اندونيزيا، سعودي عربستان، ترکيه، تايوان، تايلينډ او ايران ستر اقتصادونه لري.

ټوله شتمني يې تر ډېره بريده په ختيځه اسيا، هندوستان او سويل ختيځه اسيا کې راټوله شوې، خو که د سړي سر «جي ډي پي» پر بنسټ اندازه شي؛ نو بيا ډېره شتمني په ختيځه اسيا جاپان، سويلي کوريا، تايوان، هانګ کانګ، مکاو، سينګاپور او برونای کې راټوله شوې، تر څنګ يې په تيلو غني هېوادونو کې چې په لوېديځه اسيا کې موقعيت لري، لکه سعودي عربستان، قطر، متحده عرب امارات، بحرين، کويټ او عمان. اسرايل او ترکيه هم په لوېديځه اسيا کې دوه ستر اقتصادونه دي.  اسرايل (په ډول ډول صنعتونو کې پانګونه) پرمختللی هېواد دی، په داسې حال کې چې ترکيه (د OECD  بنسټګر غړی) د پرمختللي هېواد په توګه مخ پر وده هېواد دی. له جاپان (پراخه صنعت او برېښنايي پياوړتيا)، سويلي کوريا (پراخه صنعت او معلوماتي او مخابراتي ټيکنالوژي)، تايوان (پراخه صنعت او پرمختللې ټيکنالوژۍ برخو جوړول)، هانګ کانګ (مالي صنعت او چوپړتياوې) او سينګاپور (پرمختللې ټيکنالوژۍ جوړول، بايوټيکنالوژي، مالي او سوداګريز خدمات او ګرځندويي) پرته، اسيا، په وروستيو کلونو کې د چټکې ودې او صنعتي کېدو له بهير څخه د تېرېدو په حال کې لويه وچه ده.  چين (توليد او FDI-led وده) او هندوستان (توکي، د بهرنۍ کار موندنې ځای او د کمپيوټر سافټوير) په نړۍ کې دوه په چټکۍ سره وده کونکي ستر اقتصادونه دي.[۳][۴][۵][۶]

ختيځه اسيا او د «اسيان» هېوادونه عموماً په توليد او سوداګرۍ متکي دي (له دې وروسته کرار کرار د صنعت او تجارت پر لور هم مخ په وړاندې ځي) او د ودې لپاره کرار کرار د پرمختللې ټيکنالوژۍ پر صنعت او مالي صنعت هم تکيه لري، په منځني ختيځ کې هېوادونه تر ټولو زيات په انجنيرۍ تکيه لري، څو د اقتصادي ودې او توکو د توليد لپاره په اقليمي ستونزو لاس بري شي، په بنسټيز ډول په خوږو خامو تيلو. د کلونو په تېرېدو سره، د چټکې اقتصادي ودې او له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ د ياتېدو تر څنګ، اسيا له ۸.۵ تريليونه امريکايي ډالرو څخه زياتې بهرنۍ ونډې زېرمې راټولې کړي دي – کومې چې د نړۍ له نيمايي څخه زياتې دي او د درېيمې او څلورمې برخې په زياتولو سره د اسيا د اقتصاد ونډه لا پسې زياتوي.[۷][۸][۹]

د جي ډي پي له نظره د اسيايي هېوادونو نوملړ[سمول]

دا د هيجا د تورو پر بنسټ د اسيايي هېوادونو جوړ شوی فهرست دی چې د دې هېوادونو حقيقي او اټکلي کورنی ناخالص توليد معلومات هم د نړيوال پيسو صندوق پر بنسټ له ځانه سره لري.[۱۰]

territory GDP nominal

millions of USD (2022)

GDP nominal per capita

USD (2022)

GDP PPP

millions of USD

GDP PPP per capita

USD

Location
Average 41,758,906 8,922 65,441,000 15,235
Afghanistan 20,136 611 76,486 2,094 South Asia
Armenia 14,047 4,741 32,909 11,083 West Asia
Azerbaijan 73,369 7,165 187,260 18,615 West Asia
Bahrain 44,169 29,103 76,951 50,931 West Asia
Bangladesh 369,543 2,362 977,754 5,852 South Asia
Bhutan 2,653 3,491 8,199 9,876 South Asia
Brunei 35,555 79,816 35,920 80,383 Southeast Asia
Cyprus 27,726 30,663 38,055 42,956 West Asia
Myanmar 69,262 1,285 355,609 6,707 Southeast Asia
Cambodia 28,020 1,752 76,934 4,664 Southeast Asia
China 19,911,593 14,096 27,308,857 19,503 East Asia
Hong Kong 369,486 49,850 490,880 64,927 East Asia
Georgia 20,889 5,618 45,398 12,227 West Asia
India 3,534,743 2,515 10,200,000 7,333 South Asia
Indonesia 1,289,295 4,691 3,737,484 13,998 Southeast Asia
Iran 1,739,012 20,261 1,470,661 17,661 West Asia
Iraq 297,341 7,038 705,059 18,025 West Asia
Israel 520,703 54,688 354,197 39,121 West Asia
Japan 4,912,147 39,243 5,665,980 45,411 East Asia
Jordan 47,745 4,635 97,161 9,648 West Asia
Kazakhstan 193,611 10,003 537,664 28,849 Central Asia
North Korea 28,500 1,600 N/A N/A East Asia
South Korea 1,804,680 34,944 2,319,585 44,740 East Asia
Kuwait 186,610 38,755 312,100 66,386 West Asia
Kyrgyzstan 9,017 1,327 25,915 4,056 Central Asia
Laos 17,347 2,319 58,091 8,109 Southeast Asia
Lebanon 27,320 4,003 91,286 15,049 West Asia
Macau 35,246 50,578 77,360 115,913 East Asia
Malaysia 439,373 13,268 1,078,537 32,880 Southeast Asia
Maldives 5,502 14,078 8,667 23,311 South Asia
Mongolia 18,102 5,206 47,217 14,308 East Asia
  Nepal 36,315 1,203 94,419 3,318 South Asia
Oman 110,127 23,416 203,959 47,365 West Asia
Pakistan 347,743 1,562 1,100,000 5,230 South Asia
Philippines 411,978 3,687 1,110,810 9,893 Southeast Asia
Qatar 225,716 84,514 365,835 132,886 West Asia
Saudi Arabia 1,040,166 28,759 1,898,511 55,704 West Asia
Singapore 424,431 79,576 585,055 103,181 Southeast Asia
Sri Lanka 81,934 3,699 304,826 13,897 South Asia
Syria 60,043 2,807 N/A N/A West Asia
Taiwan 841,209 36,051 1,300,212 55,078 East Asia
Tajikistan 7,820 795 33,351 3,589 Central Asia
Thailand 522,012 7,449 1,383,022 20,364 Southeast Asia
Timor-Leste 1,920 1,402 6,823 5,254 Southeast Asia
Turkey 692,380 8,081 2,346,576 28,264 West Asia/Europe
Turkmenistan 76,591 12,274 121,885 20,410 Central Asia
United Arab Emirates 501,354 50,349 746,350 69,434 West Asia
Uzbekistan 73,060 2,071 297,222 8,999 Central Asia
Vietnam 408,947 4,122 1,248,986 12,590 Southeast Asia
Yemen 28,134 891 72,171 2,280 West Asia

تاريخ[سمول]

اقتصادي پرمختګ[سمول]

لرغوني او منځني وختونه[سمول]

چين او هندوستان له لومړي څخه تر ۱۸۰۰ مخزېږديز کال پورې د سترو اقتصادونو په توګه سره رد او بدل شوي دي. چين يو ستر اقتصادي ځواک و چې د ډېرو پام يې د ختيځ لور ته راواړاوه او د ډېرو به باور د هندوستان د لرغوني کلتور تاريخي شتمنۍ او نېکمرغۍ اسيا ته خپل تشخص ورکړ، د اروپايي سوداګرۍ، اکتشافاتو او نيواکګرۍ پام يې دېخوا راواړاوه. د کولمبس له خوا د هندوستان د لټون پر مهال د امريکا غېر متوقع موندنه د دې ژور جذابيت ښودنه کوي. د وريښمو لار په اسيايي «هيترلينډ» کې د ختيځ او لوېديځ ستره سوداګريزه لاره وګرځېده، په داسې حال کې چې د «ملاکا» تنګي د سمندري لارو په توګه پراته وو.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له ۱۹۴۵ مخکې[سمول]

له دويمې نړيوالې جګړې مخکې، د اسيا ډېرې برخې تر نيواکګرې واکمنۍ لاندې وې. يواّځې يو څو هېوادونو په پرتليز ډول وکولای شول چې د اروپايي ځواک د پرله پسې فشار له مخ کېدو سره سره خپلواک پاتې شي. چين، سيام او جاپان يې بېلګې دي.[۱۶]

په ځانګړي ډول جاپان وکولای شول چې په نولسمه پېړۍ کې د اصلاحاتو له امله خپل اقتصاد ته پرمختګ وکړي. دا اصلاح ټولشموله او نن د «ميجي بيا رغونې» په نوم پېژندل کېږي. جاپانی اقتصاد تر شلمې پېړۍ پورې ښه وده وکړه او د دې هېواد اقتصادي ودې د اقتصادي ودې لپاره اړينې سرچينې کمې کړې. د پايلې په توګه، د جاپان پراختيا پيل شوه، د کوريا او چين ډېرې سيمې يې له ځان سره ضميمه کړې، په دې ډول جاپانيانو سره مرسته وشوه چې ستراتيژيکې سرچينې د ځان لپاره خوندي کړي.[۱۷][۱۸]

په ورته وخت کې، سويل ختيځه اسيا د سوداګرۍ او د وخت د ډول ډول نويو ټيکنالوژيو له امله په غوړېدو وه. په ۱۸۶۰ز کال کې د سويس کانال په پرانيستل کېدو سره د سوداګرۍ د حجم په زياتېدو پيل وشو. په مانيلا کې د «مانيلا ګيلن» (مانيلا ګيلن اسپانوي سوداګريزې بېړۍ وې) و، چېرته چې له ۱۵۷۱ څخه تر ۱۸۱۵ز کال پورې د فلپين په ټاپوګانو او چين کې د توليد شويو توکو سوداګري له اسپانوي امريکا او اروپا سره کېده. د فليپين لومړۍ اسپانوي مستعمره په اسيا کې لومړۍ سيمه وه چې له امريکاګانو سره يې سوداګري کوله، له مانيلا څخه تر «اکاپولکو» پورې. له «هاوانا» څخه تر «سيلويلي» پورې لاره لومړۍ نړيواله سوداګريزه لاره وه. وريښم، چيني لوښي، د پيل غاښونه، تمباکو، کوپره او جوار ځينې هغه توکي و چې له اسيا څخه تر امريکاګانو او اروپا پورې د فليپين له لارې صادرېدل.[۱۹]

په ۱۸۱۹ز کال کې سينګاپور منځ ته راغی، څومره چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ د سوداګرۍ کچه مخ پر لوړه ولاړ، سينګاپور هم په پياوړي دريځ کې سر راپورته کړ. د برتانيې مستعمره «مالايا» چې اوس د ماليزيا يوه برخه ده، په نړيواله کچه د قلعي او ربړ تر ټولو ستر توليدونکی و. له بلې خوا، هالنډي ختيځې سيمې چې اوس اندونيزيا ده، د خوراکي مسالو د توليد له امله شهرت درلود. هالنډيانو او برتانويانو خپل سوداګريز شرکتونه جوړ کړل، څو په اسيا کې د خپلې سوداګرۍ جريان مديريت کړي. برتانويانو د برتانيې ختيځ هندوستان شرکت جوړ کړ، په داسې حال کې چې هالنډيانو د ختيځ هندوستان شرکت جوړ کړی. دواړو شرکتونو په خپلو مستعمرو کې په سوداګرۍ بشپړ واک درلود.[۲۰][۲۱][۲۲]

په ۱۹۰۸ز کال کې، خام تيل په لومړي ځل په په فارس، اوسني ايران کې وموندل شول. له دې وروسته، د تيلو ډېرې سيمې کشف شوې او وروسته معلومه شوه چې منځنی ختيځ د نړۍ په کچه د تيلو تر ټولو سترې زېرمې لري. دې د عرب هېوادونو واکمن زيات شتمن کړل، په داسې حال کې چې دې سيمه کې تولنيزه اقتصادي وده ډېره شاته پاتې وه.[۲۳]

د ۱۹۳۰ز لسيزې په لومړيو کې، نړۍ له يوې نړيوالې اقتصادي سوړبازارۍ سره مخ شوه، کومه چې اوس د ستر رکود په نوم پېژندل کېږي. اسيا هم خوندي نه وه او د اروپا او متحده ايالاتو په څېر (له شوروي اتحاد پرته) له ورته ستونزو سره مخ شوه. په ټوله اسيا کې او په ټوله نړۍ کې په هېښونکي ډول د سوداګرۍ حجم کم شو. د غوښتنې له کمېدو سره، د ګڼو توکو نرخونو هم په کمېدو پيل وکړ، سيمه ييز خلک او بهرنيان يې لا پسې بې وزله کړل. په ۱۹۳۱ز کال کې، جاپان «مانچوري» ونيو او ورپسې يې پاتې چين او همدا راز سويل ختيځه اسيا، کوم چې په پايله کې د دويمې نړيوالې جګړې اسيا پاسفيک ټولنه شوه.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Population of Asia in 2014". World Population Statistics. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. . {{{title}}}. www.imf.org.
  3. "Global wealth report". www.credit-suisse.com. Credit Suisse. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Global wealth report 2019" (PDF). Credit Suisse. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Global wealth databook 2019" (PDF). Credit Suisse. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Asian Economic Integration Reports". 2014-10-15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Asian Tigers from Independence to Industrialisation". 16 October 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Asia: Resources". 2012-01-04. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Asian Development Outlook (ADO) Series". 2017-11-21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Report for Selected Countries and Subjects". د لاسرسي‌نېټه December 28, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Professor M.D. Nalapat. Ensuring China's "Peaceful Rise". Accessed January 30, 2008". د اصلي آرشيف څخه پر January 10, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dahlman, Carl J; Aubert, Jean-Eric. China and the Knowledge Economy: Seizing the 21st Century. WBI Development Studies. World Bank Publications. Accessed January 30, 2008. World Bank Publications, P. 2000-11-30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780821350058. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Real Great Leap Forward. The Economist. Sept 30, 2004". The Economist. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Chris Patten. Financial Times. Comment & Analysis: Why Europe is getting China so wrong. Accessed January 30, 2008". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. http://www.indianscience.org/essays/22-%20E--Gems%20&%20Minerals%20F.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  16. "Colonial Rule". National Humanities Center. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Meiji Restoration". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Sino-Japanese War". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Manila galleon". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Dutch East India Trading Company". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "History of Philippines". Nations Online. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "East India Company". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Alfred, Randy (2008-05-26). "May 26, 1908: Mideast Oil Discovered – There Will Be Blood". Wired. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "World War 2 in the Pacific". Holocaust Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)