Jump to content

د اسهامو بازار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسهامو بازار، د پانګونې بازار یا د ونډو بازار؛ د سهام د پېرودونکو او پلورونکو (دوی ته سهام هم وايي) ټولګه ده، چې په سوداګرۍ باندې د مالکیت ادعا کوي. د سهامو په پلورنځي (صرافي) کې ښایي لیست شوي تضمینات شامل وي او هغه سهام، چې سوداګري یې په خصوصي ډول کېږي؛ لکه د خصوصي شرکتونو سهام چې د ډله ییزې پانګه اچونې د پلټفورمونو له لارې پر پانګوالو پلورل کېږي. د اسهامو په بازار کې پانګه اچونه زیاتره د سهامي صرافیو او برېښنایي سوداګریو له لارې ترسره کېږي. د پانګې اچونې لپاره باید د پانګې اچونې طرحه په  پام کې ونیول شي.

سهامونه په هغو هېوادنو کې ډلبندي کېږي، چې شرکت په کې وي. د بېلګې په توګه: نیسټلې او نوارټيسیر په سویس کې دي او د سویس په SIX صرافي کې معامله کېږي؛ نو ښایي دا د سویس د بازار یوه برخه وګڼل شي که څه هم سهام د نورو هېوادونو په تبادلو کې هم معامله کېدای شي؛ لکه د امریکا د اسهامو په بازارونو کې د امریکایي بانکونو رسیدونه (ADRs).

د بازارونو اندازه

[سمول]

په توله نړۍ کې د ټولو عمومي سوداګریو د بازار د اسهامو شمېر په ۱۹۸۰ز کال کې له ۲.۵ ټریلیون ډالرو نه ۹۳.۷ ټریلیون ډالرو ته په ۲۰۲۰ز کال کې لوړ شو.[۱]

تر ۲۰۱۶ز کال پورې په نړۍ کې ۶۰ د اسهامو پلورنځي وو. له دې نه ۱۶ صرافۍ د ۱ ټریلیون ډالرو یا تر دې ډېر د بازار پانګونه لري، چې د نړیوال بازار د پانګونې ۸۷ سلنه جوړوي. د اسټرالیا پر سهامو پلورنځي سربېره، دغه ۱۶ صرافۍ ټولې په شمالي امریکا، اروپا یا اسیا کې دي.[۲]

د هېواد پر اساس، د ۲۰۲۱ز کال تر جنورۍ پورې د سهامو لوی بازارونه په امریکا کې (شاوخوا ۵۵.۹سلنه) ورپسې جاپان (شاوخوا ۷.۴سلنه) او په چین کې (شاوخوا ۵.۴سلنه) دي.[۳]

د اسهامو پلورنځي

[سمول]

د اسهامو پلورنځی یوه تبادله (یا صرافي) ده، چېرې چې کمېشن کاران او سوداګر کولای شي ونډې (پانګوال سهام)، د پورونې سهام او نور سهامونه واخلي او بېرته یې وپلوري. ډېر لوی شرکتونه د اسهامو په پلورنځیو کې لیست شوي دي. دا سهامونه نغدوي او په دې ډول ډېریو پانګوالو ته زړه راښکونکی کېږي. تبادله ښایي د حساب د تصفیې تضمین هم وکړي. دا او نور سهامونه هم ښایي د شمېرونکي (OTC)، یعنې د پلورنکو له خوا معامله شي. ځینې لوی شرکتونه په بېلابېلو هېوادونو کې له یوه نه په ډېرو تبادلو کې لیست شوي، تر څو نړیوال پانګوال راجذب کړي. د اسهامو پلورنځي ښایي نور اسعار هم تر پوښښ لاندې راولي.[۴][۵][۶][۷]

نامستقیمه پانګه اچونه د مستقیمې پانګې اچونې پر وړاندې

[سمول]

نامستقیمه پانګه اچونه په نامستقیم ډول د سهام په مالکیت کې شامله ده، چې د ګډې پانګې اچونې یا د معاملې وړ پانګوالۍ له لارې کېږي. په مستقیمه پانګه اچونه کې د سهام مستقیم مالکیت شامل دی. د مستقیم سهام مالکیت د لږو کسانو له خوا په ۱۹۹۲ز کال کې له ۱۷.۸ سلنې نه په ۲۰۰۷ز کال کې ۱۷.۹ سلنه ته لوړ شو، د دغه سهام منځنی ارزښت له ۱۴۷۷۸ ډالرو نه ۱۷۰۰۰ ډالرو ته لوړ شو. د مستلزمو حسابونو په بڼه نامستقیم ګډون په ۱۹۹۲ز کال کې له ۳۹.۳ سلنه نه په ۲۰۰۷ز کال کې ۵۲.۶ سلنه ته لوړ شو، په هغه مهال کې د دغو حسابونو منځنی ارزښت له ۲۲۰۰۰ډالرو نه ۴۵۰۰۰ډالرو ته دوه چنده ډېر شول. Spizman, Rydqvist  او Strebulaev په مستقیمو او نامستقیمو شتمنیو کې د توپیر وده د امریکا په مالیاتي توپیرونو پورې منسوبوي. هغه پیسې چې په مستقیم ډول د سهام د پېرودلو لپاره کارول کېږي، د ماليې تابع دي او د سهام ګټه یا د پانګې ګټه، چې مالک ته یې ورکوي، د مالیې تابع ده. په دې توګه د مالیاتو اوسنی قانون وګړي هڅوي، چې په نامستقیمه توګه پانګونه وکړي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

تاریخ

[سمول]

په ۱۲مه پېړۍ کې په فرانسه کې، د بدلون درباریانو د بانکونو له خوا د کرنیزو ټولنو د پورونو پر اداره کولو او تنظیمولو لاس پورې کړ؛ ځکه چې دغو وګړو په پورونو سوداګرۍ کولې؛ نو کولای شو چې دوی ته لومړني صرافان ووایو. ایټالیایي تاریخپوه لوډوویکو ګیسیارډیني څرګنده کړه، چې په بروژ کې د ۱۳مې پېړۍ په وروستیو کې د اجناسو سوداګر د بازار په میداني کې، چې له ون ډیر بیورز کورني پورې اړوند و، سره راټول شول او په ۱۴۰۹ز کال کې دوی د «بروژ بیورز» په نامه رامنځته شول. دا تر هغه مهاله غیر رسمي ناسته وه. دغه مفکوره په چټکۍ سره په فلینډرز او ګاونډیو هېوادونو کې خپره شوه او «بیورزن» ډېر ژر په ګنټ او روتردام کې پرانیستل شو. نړیوالو سوداګرو په ځانګړي ډول ایټالیایي بانکوالاوو، چې له ۱۳مې پېړۍ راهیسې په بروژ کې اوسېږي، په خپلو هېوادونو کې یې بېرته دغه کلیمه واخیسته، ترڅو د سهام بازار مقام تعریف کړي. لومړی ایټالیایانو (borsa)، خو ډېر ژر ورپسې فرانسویانو ‌‌‌(Bourse)، جرمنیانو ‌‌(börse)، روسانو (birža)، چک(Burza) ، سویډن (börs) ډانیان او نارویژیانو (børs) کلیمې ورته وکارولې. په زیاترو ژبو کې دغه کلیمه د پیسو له کڅوړې سره سمون لري، چې مخینه یې لاتیني بورسا ته رسېږي او ښایي د ون ډیر بیورز کورنۍ نوم هم ترې اخیستل شوی وي. د ۱۳مې پېړۍ په منځ کې وینسي بانکوالاوو په دولتي ضمانتونو کې سوداګري پیل کړه. په ۱۳۵۱ز کال کې د وینس حکومت د دولتي بودجې د بیې راټیټولو لپاره د اوازو خپرول ناقانونه وبلل. د ۱۴مې پېړۍ په لړ کې په پیسا، ویرونا، جینوا او فلورنس کې هم بانکوالاوو د دولتي تضمینونو سوداګري پیل کړه.[۱۲][۱۳]

اوسمهال په هر پرمختللي او په مخ پر ودې اقتصاد کې د سهام بازارونه شته دي، د نړۍ تر ټولو لوی بازارونه په امریکا، انګلستان، جاپان، هند، چین، کاناډا، جرمني (د فرانکفورټ د سهامو پلورنځی)، فرانسه، سویلي کوریا او هالنډ کې دي.[۱۴]

سقوط

[سمول]

د سهام بازار سقوط په لیست شوو سهامونو کې د نرخونو د شدید کمښت له امله رامنځته شو. له بېلابېلو اقتصادي عواملو سره موازي، د سهام بازار د سقوط لامل هم د ډار او پر پانګونې د خلکو د باور له لاسه ورکول دی. د سهام بازار سقوط، قیاسي اقتصاد ته هم د پای ټکی کېښود.

په سهام بازار کې ډېر نامتو سقوطونه شته، چې په پراخه کچه د میلیاردونو ډالرو په له منځه تلو او د شتمنیو له تباهۍ سره پای ته رسېدلي دي. ډېری وګړي په سهام بازار کې ښکېل دي، په ځانګړې توګه له هغه وخته، چې ټولنیز امنیت او د تقاعد پلانونه په ډېره کچه خصوصي کېږي او د سهام او د بازار له نورو عناصرو سره تړاو لري. د سهام بازار نامتو سقوطونه دا دي: په ۱۹۲۹ز کال کې د وال سټرېټ سقوط، په ۱۹۷۳- ۱۹۷۴ز کال کې د سهام بازار سقوط، په ۱۹۸۷ز کال کې توره دوشنبه، په ۲۰۰۰ز کال کې ډاټ کام ببل او په ۲۰۰۸ز کال کې د سهام بازار سقوط.

۱۹۲۹ز کال

[سمول]

د سهام بازار تر ټولو لوی سقوط د ۱۰۲۹ز کال د اکټوبر په ۲۴مه د تورې پنجشنبې په ورځ پیل شو. د دغه سقوط په لړ کې ډاو جونز خپل صنعتي اوسط ۵۰ سلنه له لاسه ورکړ. دا د لوی ناورین پیل ګڼل کېږي.

۱۹۸۷ز کال

[سمول]

بل لوی سقوط د ۱۹۸۷ز کال د اکټوبر په ۱۹مه د تورې دوشنبې په نامه یادېږي، دا سقوط له هانګ کانګ نه راپیل شو او په ټوله نړۍ کې په ډېرې چټکۍ خپور شو.

د اکټوبر تر پایه، په هانګ کانګ کې د سهام بازارونه ۴۵.۵ سلنه، اسټرالیا کې ۴۱.۸سلنه، هسپانیه کې  ۳۱سلنه، انګلستان کې ۲۶سلنه، امریکا کې ۲۲.۶۸سلنه او کاناډا کې ۲۲.۵سلنه ته راښکته شول. توره دوشنبه پخپله د سهام بازار په تاریخ کې د یوې ورځې تر ټولو لوی کمښت و. ډاو جونز په یوه ورځ کې ۲۲.۶سلنه ته راټیټ شو. د تورې دوشنبې او د تورې سې شنبې نومونه د ۱۹۲۹ز کال د اکټوبر ۲۸- ۲۹ لپاره هم کارول کېږي، چې تر ډاروونکې  پنجشنبې وروسته په ۱۹۲۹ز کال کې د سهام بازار د سقوط ورځ پیل شوه.

۲۰۲۰ز کال

[سمول]

په ۲۰۲۰ز کال کې د سهام بازار سقوط، د نړیوال سهام بازار لوی او ناڅاپي سقوط و چې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په ۲۰مه پیل او د اپرېل په ۷مه پای ته ورسېد.

سرچینې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. [Ralph Dahrendorft, Class and Class Conflict in Industrial Society (Stanford, CA: Stanford University Press, 1959)]
  14. Petram, Lodewijk (Columbia University Press, 2014, ISBN 9780231163781)