د اسمان څکالي ویروم
د اسمان څکالي ویروم (په انګلیسي: bat virome ) د ویروسونو یوه ډله ده چې له اسمان څکالي سره تړاو لري. اسمان څکالي د ویروسونو د یوې متنوعې مجموعې مېزباني کوي، چې ټول هغه اووه واړه ډولونه شاملوي کوم چې د بالتیمور د طبقه بندۍ د سېستم په واسطه شرح شوي دي: (I) دوه پوښه ډي ان اې ويروسونه (double-stranded DNA viruses) (II) یو پوښه ډي ان اې ويروسونه (single-stranded DNA viruses)؛ (III) دوه پوښه ار ان اې ویروسونه (double-stranded RNA viruses)؛(IV) مثبت سنس لرونکي هغه یو پوښه ار ان اې ویروسونه (positive-sense single-stranded RNA viruses)؛ (V) منفي سنس لرونکي یو پوښه ار ان اې ویروسونه (negative-sense single-stranded RNA viruses)؛ (VI) هغه مثبت سنس لرونکي یو پوښه ار ان اې ویروسونه چې د یو ډي ان اې واسطې له لاري تکثر کوي (positive-sense single-stranded RNA viruses that replicate through a DNA intermediate)؛ (VII) دو پوښه ډي ان اې ویروسونه چې د یو پوښه ار ان اې واسط له لارې تکثر کوي (double-stranded DNA viruses that replicate through a single-stranded RNA intermediate). له اسمان څکالو سره د تړلیو ویروسونو لویه برخه چې په ۲۰۲۰ ز کال کې تشخیص شول د کورونا ویروسونو (Coronaviridae) په کورنۍ کې له څلورم (IV) ډول څخه دي
اسمان څکالي یو شمېر داسې ویروسونه لېږدوي چې د ځناورو او انسانانو ګډه منشا لري، په بل عبارت، زونوتیک (zoonotic) دي یا د انسانانو د اغېزمنولو وړتیا لري، او د اسمان څکالي له خوا لېږدېدونکي ځینې ویروسونه مهم ناشي یا په نوې بڼه راڅرګندېدونکي ویروسونه ګڼل کېږي. دغه زونوتیک ویروسونه د لېوني سپي ویروس، د سارس-کرونا ویروس (د حاد تنفسي سندروم کرونا ویروس)، د مرس کرونا ویروس، ماربورګ ویروس، نیپا ویروس، او هېندرا ویروس شاملوي. په داسې حال کې چې څېړنې په ښکاره ډول د دې ښودنه کوي چې د حاد تنفسي سندروم کرونا ویروس -۲ (SARS-CoV-2) له اسمان څکالو څخه منشا اخیستې ده. دا معلومه نه ده چې نوموړی ویروس څرنګه انسانانو ته ولېږدېده، او دا چې ایا منځنی مېزبان پکې ښکېل و او که نه. داسې انګېرل کېږي چې ښایي اسمان څکالي د اېبولا ویروس په اېکولوژۍ کې رول ولري، که څه هم دا نظر تایید شوی نه دی. څرنګه چې د لېوني سپي ویروس له اسمان څکالو څخه انسانانو ته معمولاً د داړلو له لارې لېږد مومي، د اسمان څکالي زیاتره نور حیواني منشا لرونکي (زونوتیک) ویروسونه د ملوث شوي اسمان څکالي له مایعاتو لکه ادرار، مدفوع یا مرغي ښورې، او لاړو سره د مستقیمې اړیکې له لارې، یا له اسمان څکالي څخه پرته د یو بل ملوث شوي منځني مېزبان په واسطه انتقالېږي. هېڅ داسې تایید شوي شواهد نشته چې د اسمان څکالو قصابي او د هغوی غوښه د ویروسي لېږد سبب کېدلی شي، که څه هم په دې اړه حدث او ګمان شتون لري.[۱][۲][۳]
له اسمان څکالو سره د تړاو لرونکو ویروسونو له پرېمانۍ سره سره، نوموړي الوتونکي په ندرت سره له ویروسي عفونتونو څخه ناروغېږي، او د لېوني سپي ناروغي یواځینۍ هغه پېژندل شوې ویروسي ناروغي ده چې اسمان څکالي وژني. د اسمان څکالي د ویرولوژۍ په هکله، په ځانګړې توګه د اسمان څکالي د معافیتي عکس العمل په هکله زیاتې څېړنې ترسره شوې دي. د اسمان څکالي معافیتي سېستمونه په هغوی کې د یو شمېر هغو انفلامازومونو د نشتوالي له کبله چې د بدن لمسوونکی سېستم فعالوي، او همدارنګه د انټرفېرون جېنونو د عکس العمل (STING) د یو کمزوری محرک له امله کوم چې د پتوجنونو یا د ناروغیو د مولدینو پر وړاندې د مېزبان د عکس العمل په کنترول کې مرسته کوي، له نورو تي لرونکو څخه توپیر لري. ابتدایي شواهد ښیي چې اسمان څکالي له همدې امله د ویروسي انتاناتو پر وړاندې له نورو تي لرونکو څخه ډېر مقاوم دي. په داسې حال کې چې زیاتې څېړنې د حیواني منشا لرونکو ناروغیو د یوې سرچینې په توګه په اسمان څکالو متمرکزې دي، ارزونو په دې اړه چې ایا اسمان څکالی له نورو ډلو څخه ډېر حیواني منشا لرونکي (zoonotic) ویروسونه لېږدوي او که نه، بېلابېلې پایلې موندلې دي. د ۲۰۱۵ز کال یوې ارزونې وښودله چې اسمان څکالي د پرايمېټانو (د تي لرونکيو ژويو هغه لومړني انواع چې په تکامل او بدلون سره نور ځينې منځ ته راغلي وي) او ژوونکو (rodents) تي لرونکو په پرتله ډېرو د انسانانو او ځناورو ګډې منشا لرونکو ویروسونو ته ځای نه ورکوي، که څه هم دغه درۍ ډلې د تي لرونکو له نورو ډلو څخه ډېرو ویروسونو ته ځای ورکړی دی.په پرتلیز ډول، د ۲۰۲۰ز کال یوې ارزونې وښوده چې په هغه صورت کې چې د مېزبان له تنوع سره په تړاو د یروسونو توپير اندازه شي، اسمان څکالي له نورو هر ډول مرغانو یا تي لرونکو څخه زیات ویروسونه نه لري، ځکه اسمان څکالي د تي لرونکو دویم تر ټولو ډېر متنوع ترتیب دی. [۴][۵]
ویروسي تنوع
[سمول]ویروسونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسمان څکالو په جمیعتونو کې موندل شوي دي. د بالتیمور د طبقه بندۍ له مخې اسمان څکالي د ویروسونو د ټولو ګروپونو لرونکي دي، چې د ویروسونو د لږ تر لږه ۲۸ کورنیو ښودنه کوي. زیاتره هغه ویروسونه چې اسمان څکالي یې مېزباني کوي ار ان اې ویروسونه (RNA viruses) دي، که څه هم هغوی د ډي ان اې ویروسونو (DNA viruses) په درلودلو هم شهرت لري.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
که څه هم چې اسمان څکالي د بېلابېلو ویروسونو مېزباني کوي، اما نوموړي ویروسونه د خپله اسمان څکالو لپاره په ندرت سره وژونکي دي. یوازې د لېوني سپي ویروس او د یو څو نور لایزاویروسونو په اړه تایید شوې ده چې د اسمان څکالي مېزبان لپاره وژونکي دي. د ویروسي عفونتونو پر وړاندې د اسمان څکالو په ژوندي پاتې کېدو کې د بېلابېلو عواملو د ونډې ادعا شوې ده. یو احتمال د اسمان څکالو له لوري د الوتنې کارول دي. الوتنه تبې ته ورته یو عکس العمل تولیدوي، چې د نوموړي عکس العمل په پایله کې د بدن تودوخه (تر °C۳۸ (°F ۱۰۰) پورې) لوړېږي او مېتابولیک میزان هم ورسره لوړېږي. له دې څخه علاوه، دغه تبې ته ورته عکس العمل ښایي له دوی سره په یوې حقیقي ویروسي ناروغۍ د اخته کېدو پر مهال د هغې په زغملو کې مرسته وکړي. ځینې څېړنې ښیي چې، د اسمان څکالو معافیتي سېستم هغوی ته دا وړتیا وربښلې ده چې بېلابېلۍ ویروسي ناروغۍ وزغمي یا مقابله ورسره وکړي. د ۲۰۱۸ز کال یوې مطالعې په ډاګه کړه چې په اسمان څکالو کې د STING عکس العمل د نورو تي لرونکو په پرتله کمزوری دی، کوم چې هغوی ته دا وړتیا ورکولی شي تر څو د ویروسي تهدیدونو پر وړاندې د حد نه له زیات غبرګون پرته ځواب ووایي. STING یو سېګنال ورکوونکی مالیکول دی چې د پتوجنونو پر وړاندې د مېزبان د بېلابېلو دفاعي جېنونو په تنظیم کې مرسته کوي، د نوموړې مطالعې لیکونکي دې پایلې ته رسېدلي چې، "د STING هغه کمزوری شوی عملکرد چې په پوره توګه له منځه نه وي تللی ښایي په اسمان څکالو باندې ژور اغېز ولري تر څو د موثر عکس العمل متعادل حالت وساتي اما د ویروسونو پر وړاندې له حد نه زیات غبرګون ونه ښیي."[۱۲][۱۳]
سربېره پر دې، اسمان څکالي یو شمېر هغه انفلامازومونه چې په نورو تي لرونکو کې موندل کېږي، نه لري؛ نور انفلامازومونه پکې په لوړه کچه له لږ عکس العمل سره موجود دي. په داسې حال کې چې التهاب د ویروسونو پر وړاندې یو معافیتي عکس العمل دی، اما له حد نه زیات التهاب بدن زیانمنوي، او د شدید حاد تنفسي سندرو کرونا ویروس (SARS-CoV) په څېر ویروسونه له هغې ډلې څخه پېژندل شوي دي چې انسانان د حد نه د زیات التهاب له کبله وژني. د اسمان څکالو معافیتي سېستمونو ښايې د نورو تي لرونکو په پرتله د فشار راوړونکو عواملو لکه ویروسي انتاناتو پر وړاندې داسې تکامل موندلی وي تر څو یې پر وړاندې زیات مقاوم واوسي.[۱۴][۱۵][۱۶]
انسانانو ته لېږدېدنه
[سمول]د اسمان څکالي د ویروسونو لوی اکثریت حیواني- انساني منشا لرونکی یا زونوتیک (zoonotic) ظرفیت نه لري، په دې معنا چې هغوی انسان ته د لېږدېدو توان نه لري. زونوتیک ویروسونه انسانانو ته د لېږدېدو څلور احتمالي لارې لري: د اسمان څکالي د بدن له مایعاتو (وینې، لاړو، ادرار او مدفوع) سره مستقیمه اړیکه؛ منځني یا واسط مېزبانان؛ تر چاپېریالي اغېزې لاندې راتلل؛ او وینه خوړونکي مفصلیه ژوي (arthropods). لایزاویروسونه لکه د لېوني سپي ویروس له اسمان څکالو څخه انسانانو ته د داړلو له لارې لېږد مومي. په داسې حال کې چې د زیاترو نورو ویروسونو د لېږد صورت نیول د داړلو له امله نه بلل کېږي. د اسمان څکالي له مایعاتو لکه د هغې له ښورې (guano)، ادرار، او لاړو سره تماس له اسمان څکالو څخه انساناناو ته د انتاناتو د بهېدنې (spillover ) یوه مهمه سرچینه ده. نور تي لرونکي ژوي هم ښایي خلکو ته د اسمان څکالي د ویروس په لېږد کې ونډه ولري، لکه څرنګه چې په مالېزیا او استرالیا کې د خوګانو فارمونه له اسمان څکالي څخه د لېږدېدونکو ویروسونو یوه سرچینه ده. له اسمان څکالي څخه د لېږدېدونکو ویروسونو ټولې نورې ممکنه لارې تر ډیره حدس او ګمانونه دي. دا ممکنه اما تایید شوې نه ده چې د اسمان څکالي ښکار، قصابي، او د هغه د غوښې مصروفول د ویروسي بهېدنې لامل کېدی شي. [۱۷][۱۸]
په داسې حال کې چې مفصلیه ژوي (په لاتين: Arthropoda) لکه غوماشې، شیني، او ورږې ښایې ویروسي انتانات له نورو تي لرونکو څخه انسانانو ته ولېږدوي، په دې تړاو په لوړه کچه ګمان کېږي چې حشرات انسانانو ته د اسمان څکالي د ویروسونو په لېږد کې د منځني مېزبان یا واسط یو رول لوبوي. له اسمان څکالو څخه انسانانو ته د ویروسونو د چاپېریالي لېږد په اړه ډېر لږ شواهد موجود دي، په دې معنا چې له اسمان څکالي څخه لېږدېدونکی ویروس په چاپېریال کې د ډېر وخت لپاره ژوندی نشي پاتې کیدی. په هر ترتیب، د مطالعاتو یو محدود شمېر د دغه موضوع په اړه پایلې ته رسېدلې دي.[۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Calisher, C. H.; Childs, J. E.; Field, H. E.; Holmes, K. V.; Schountz, T. (2006). "Bats: Important Reservoir Hosts of Emerging Viruses". Clinical Microbiology Reviews. 19 (3): 531–545. doi:10.1128/CMR.00017-06. PMC 1539106. PMID 16847084.
- ↑ MacKenzie, John S.; Smith, David W. (2020). "COVID-19: A novel zoonotic disease caused by a coronavirus from China: What we know and what we don't". Microbiology Australia. 41: 45. doi:10.1071/MA20013. PMC 7086482. PMID 32226946.
Evidence from the sequence analyses clearly indicates that the reservoir host of the virus was a bat, probably a Chinese or Intermediate horseshoe bat, and it is probable that, like SARS-CoV, an intermediate host was the source of the outbreak.
- ↑ Moratelli, Ricardo; Calisher, Charles H. (2015). "Bats and zoonotic viruses: Can we confidently link bats with emerging deadly viruses?". Memórias do Instituto Oswaldo Cruz. 110 (1): 1–22. doi:10.1590/0074-02760150048. PMC 4371215. PMID 25742261.
An increasingly asked question is 'can we confidently link bats with emerging viruses?'. No, or not yet, is the qualified answer based on the evidence available.
- ↑ Olival, Kevin J.; Weekley, Cristin C.; Daszak, Peter (2015). "Are Bats Really 'Special' as Viral Reservoirs? What We Know and Need to Know". Bats and Viruses. pp. 281–294. doi:10.1002/9781118818824.ch11. ISBN 978-1118818824.
- ↑ Mollentze, Nardus; Streicker, Daniel G. (2020). "Viral zoonotic risk is homogenous among taxonomic orders of mammalian and avian reservoir hosts". Proceedings of the National Academy of Sciences. 117 (17): 9423–9430. doi:10.1073/pnas.1919176117. PMC 7196766. PMID 32284401.
- ↑ Hayman, David T.S. (2016). "Bats as Viral Reservoirs". Annual Review of Virology. 3 (1): 77–99. doi:10.1146/annurev-virology-110615-042203. PMID 27578437.
- ↑ Letko, Michael; Seifert, Stephanie N.; Olival, Kevin J.; Plowright, Raina K.; Munster, Vincent J. (2020). "Bat-borne virus diversity, spillover and emergence". Nature Reviews Microbiology. 18 (8): 461–471. doi:10.1038/s41579-020-0394-z. PMC 7289071. PMID 32528128.
- ↑ Xie, Jiazheng; Li, Yang; Shen, Xurui; Goh, Geraldine; Zhu, Yan; Cui, Jie; Wang, Lin-Fa; Shi, Zheng-Li; Zhou, Peng (2018). "Dampened STING-Dependent Interferon Activation in Bats". Cell Host & Microbe. 23 (3): 297–301.e4. doi:10.1016/j.chom.2018.01.006. PMC 7104992. PMID 29478775.
- ↑ Gorman, James (28 January 2020). "How Do Bats Live With So Many Viruses?". The New York Times. نه اخيستل شوی 17 March 2020.
- ↑ Kuno, Goro (2001). "Persistence of arboviruses and antiviral antibodies in vertebrate hosts: its occurrence and impacts". Reviews in Medical Virology. 11 (3): 165–190. doi:10.1002/rmv.314. PMID 11376480. S2CID 22591717.
- ↑ Sarkar, Saurav K.; Chakravarty, Ashim K. (1991). "Analysis of immunocompetent cells in the bat, Pteropus giganteus: Isolation and scanning electron microscopic characterization". Developmental & Comparative Immunology. 15 (4): 423–430. doi:10.1016/0145-305x(91)90034-v. PMID 1773865.
- ↑ Barber, Glen N. (2015). "STING: Infection, inflammation and cancer". Nature Reviews Immunology. 15 (12): 760–770. doi:10.1038/nri3921. PMC 5004891. PMID 26603901.
- ↑ Xie, Jiazheng; Li, Yang; Shen, Xurui; Goh, Geraldine; Zhu, Yan; Cui, Jie; Wang, Lin-Fa; Shi, Zheng-Li; Zhou, Peng (2018). "Dampened STING-Dependent Interferon Activation in Bats". Cell Host & Microbe. 23 (3): 297–301.e4. doi:10.1016/j.chom.2018.01.006. PMC 7104992. PMID 29478775.
- ↑ Yong, Kylie Su Mei; Ng, Justin Han Jia; Her, Zhisheng; Hey, Ying Ying; Tan, Sue Yee; Tan, Wilson Wei Sheng; Irac, Sergio Erdal; Liu, Min; Chan, Xue Ying; Gunawan, Merry; et al. (2018). "Bat-mouse bone marrow chimera: A novel animal model for dissecting the uniqueness of the bat immune system". Scientific Reports. 8 (1): 4726. Bibcode:2018NatSR...8.4726Y. doi:10.1038/s41598-018-22899-1. PMC 5856848. PMID 29549333.
- ↑ Ahn, Matae; Anderson, Danielle E.; Zhang, Qian; Tan, Chee Wah; Lim, Beng Lee; Luko, Katarina; Wen, Ming; Chia, Wan Ni; Mani, Shailendra; Wang, Loo Chien; et al. (2019). "Dampened NLRP3-mediated inflammation in bats and implications for a special viral reservoir host". Nature Microbiology. 4 (5): 789–799. doi:10.1038/s41564-019-0371-3. PMC 7096966. PMID 30804542.
- ↑ Xie, Jiazheng; Li, Yang; Shen, Xurui; Goh, Geraldine; Zhu, Yan; Cui, Jie; Wang, Lin-Fa; Shi, Zheng-Li; Zhou, Peng (2018). "Dampened STING-Dependent Interferon Activation in Bats". Cell Host & Microbe. 23 (3): 297–301.e4. doi:10.1016/j.chom.2018.01.006. PMC 7104992. PMID 29478775.
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Joffrin, Léa; Dietrich, Muriel; Mavingui, Patrick; Lebarbenchon, Camille (2018). "Bat pathogens hit the road: But which one?". PLOS Pathogens. 14 (8): e1007134. doi:10.1371/journal.ppat.1007134. PMC 6085074. PMID 30092093.
- ↑ Anderson, Danielle E.; Marsh, Glenn A. (2015). "Bat Paramyxoviruses". Bats and Viruses. pp. 99–126. doi:10.1002/9781118818824.ch4. ISBN 978-1118818824.