د اسمان او ځمكې د پنځون پېرونه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د اسمان او ځمكې د پنځون پېرونه
قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَنْدَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿فصلت/۹﴾ = ايا له هغه ذاته نټه کوئ، چې ځمکه يې په دوو ورځو (او پړاوونو) کې شته کړه او (له ځانه) په (معبود ګوټیو) سيالانو ورته قايلېږئ؟ چې همدا نړۍ پال دى .
وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِنْ فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ ﴿ فصلت/۱۰﴾ = او په هغې (ځمكه) كې يې له پاسه درانه ټينګ غرونه مېخ كړل او په هغې كې يې بركت او د غوښتونكيو د اړتيا هومره خوراك توكي برابر كړل (او دا چارې) په څلورو ورځو (او پړاوونو) كې ترسره شوې.
ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿ فصلت/۱۱﴾= بيا د اسمان پر پنځونه لګيا شو، چې د لوګي (په بڼه) و، بيا يې هغه (اسمان) او ځمكې ته وويل: ((كه غواړئ كه نه غواړئ؛ اېل شئ)) دواړو (د حال په ژبه) وويل: ((البته خپل پنځګر ته اېل او تسليم يو.))
په دې آيتونو كې مهم ټكي شته چې بايد پاملرنه ورته وشي:
1_ په دې آيتونو كې ورځ (يوم) د عادي ورځو پر مانا نه ده؛ ځكه له آره د ځمكې او اسمان تر پيدايښت مخكې ورځ پر دې مانا شتون نه درلود؛ بلكې منظور ترې د پنځون پېرونه دي، چې ميليونه يا ميلياردونه كلونه یې نيولي دي (نمونه تفسیر، 20: 225 مخ).
2_ د قرآن په ځینو آيتونو كې د اسمانونو او ځمكې پنځون شپږ ورځې يا ((په سم تعبير)) شپږ پېره ښوول شوی؛ خو دې آيتونو، په دوو ورځو كې د ځمكې پنځون ، په څلورو ورځو كې د غرونو، بركاتو او خوړو پنځون او په دې آيتونو پسې په دوو ورځو كې يې د اسمانونو پنځون هم ياد كړى، چې ټولې اته ورځې كېږي. ايا دلته څه ټكر نشته؟! ځينو سترو مفسرانو ددې پوښتنې په ځواب كې ويلي: هغه آيتونه، چې شپږو ورځو (پېرونو) ته اشاره لري، يوازې د اسمانونو او ځمكې ټوليز پنځون يادوي؛ نه لكه پر ځمكه د غرونو ميخول، پكې د بركاتو رادبره كول، ځمكني ژویو ته د خوړو اندازه كول او راپنځول، چې دا چارې تر ټوليز پنځون روسته دي او په لسم آيت كې اشاره ورته شوې ده. اصلاً لسم آيت ټوليز پنځون ته څه اشاره نلري؛ بلكې په دې آيت كې له څلورو ورځو مراد، څلور څپركي دي، چې د ځمكې د اوسني غونډال يوه ستره برخه يې له مخې جوړه شوې او دوام مومي؛ نو ځكه ددې آيتونو مانا داده، چې خداى په دوو ورځو كې، ځمكه پيدا كړه او په ځمكې پورې اړوند چارې يې په څلورو څپركو كې مقدر كړې او په دوو ورځو كې يې اسمان (چې د دود په بڼه و) ته د اوو اسمانونو بڼه وركړه؛ نو ځكه تر ويينې لاندې آيتونه، له هغو آيتونو سره هېڅ ټكر نلري، چې وايي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې پيدا شوي دي (الميزان تفسیر، 17: 364 مخ).
3_ معمولاً د ((ثم)) تعبير (؛لكه په 11 آيت كې) په وخت كې ځنډ ته راځي؛ خو كله په ويلو او بيان كې د ځنډ پر مانا ده. كه په لومړۍ مانا وي، مفهوم يې دادى، چې د ځمكې تر پنځون روسته اسمانونه پيدا شوي؛ خو كه په دويمه مانا وي، هېڅ توپير نلري، چې اسمانونه مخكې پيدا شوې وي او ځمكه ورپسې پنځول شوې وي؛ خو د بيان او ويلو پر مهال، لومړى له ځمكې (ارزاق او سرچينې يې د انسان د اړتيا او پاملرنې وړ دي) پيل شي او بيا د اسمان د پنځون په شرح لګيا شي. دويمه مانا پردې سربېره، چې له علمي رابرسېرونو سره ډېره همغږې ده، د قرآن له نورو آيتونو سره هم اړخ لګوي (وګورئ: نازعات:27 تر 33 ).
4_ د ((وَهِيَ دُخَانٌ)) غونډله ښيي، چې د پنځون په پيل كې اسمانونه پراخ او ستره ګازي كتله وه، چې دا د لومړي پنځون په باب له روستيو علمي څېړنو سره پوره همغږي لري. همدا اوس هم ډېر اسماني ستوري د راغونډ شويو ګازونو د كتلې په بڼه دي.
5_ آيت، چې څه د خداى، اسمان او ځمكې له خولې راوړي، په دې مانا نه دي، چې واقعاً په دې الفاظو خبرې شوې وي؛بلكې د خداى وينا، هماغه تكويني فرمان او د پنځون پر چار يې اراده ده او ((كه غواړئ كه نه غواړئ)) تعبير دې ته اشاره ده، چې دا د خداى پرېكنده اراده وه، چې اسمانونه او ځمكه رادبره شي او په هر حال بايد دوى پر دغسې مطلوبې بڼه رادبرېدل؛ كه نور وغواړي که و نه غواړي. (نمونه تفسیر، 20: 227 مخ.)
ژباړه: استاد اجرالدین اقبال
پته:www.andyal.com