د اسلام په چوکاټ کې لومړني ټولنیز بدلونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۶۱۰او ۶۶۱کلونو تر منځ په اسلام کې ډېر ټولنیز بدلونونه رامنځته شول، چې په دې کې د حضرت محمد (ص) د رسالت موده او د هغه د څلورو ځایناستو د واکمنۍ موده وه، چې وروسته یې د راشدینو خلافت جوړ کړ. یو شمېر تاریخپوهانو ویلي دي چې: د ټولنیز امنیت، د کورني جوړښت، غلامۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې بدلونونه، هغه څه چې په اوسنۍ عربي ټولنه کې شته، ښه شوي. د بېلګې په توګه: د برنارډ لوئس په وینا: اسلام «له پیل نه له اشرافي امتیازاتو نه انکار وکړ، د مراتبو سلسله یې رد کړه او د وړتیاوو په بنسټ یې د  مسلک فورمول غوره کړ». [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د مدینې اساسي قانون[سمول]

د مدينې اساسي قانون چې د مدينې منشور په نامه هم يادېږي، په ۶۲۲ز کال کې دحضرت محمد (ص) له خوا طرحه شوی و. دا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د يثرب (وروسته د مدينې په نوم ياد شو) د ټولو مهمو قبيلو او کورنيو ترمنځ د مسلمانانو، يهودانو اوکافرانو په ګډون رسمي تړون و.  دا سند په مدینه منوره کې د بنو اوس او بنو خزرج د قبیلو تر منځ د سختو نړیوالو جګړو د پای ته رسولو په اړه له ښکاره اندېښنې سره چمتو شو، چې په دې توګه یې د مدینې د مسلمانانو، یهودو او کافرو ټولنو لپاره یو شمېر حقوق او مسؤلیتونه رامنځته کړل، چې دوی یې د یوې ټولنې (آمت) په چوکاټ کې راوستل.[۸][۹][۱۰]

د مدینې د اساسي قانون کره تاریخ تر بحث لاندې دی، خو په عمومي توګه پوهان په دې موافق دي، چې دا له هجرت نه (۶۲۲) لږ وروسته لیکل شوی دی، چې په مؤثره توګه یې لومړی اسلامي دولت رامنځته کړ. د مدینې اساسي قانون ځینې برخې، لکه: د ټولنې امنیت، مذهبي آزادۍ، د مقدس ځای په توګه د مدینې ونډه (له هر ډول تاوتریخوالي او وسلو پرته)، د ښځو امنیت، په مدینه کې د قبیلوي اړیکو باثباته کول، د ټولنې د ملاتړ لپاره د مالیاتو سیسټم، د بهرنې سیاسي ائتلافونو لپاره پارامیټرنه، د خلکو د ساتنې لپاره یو سیسټم، د شخړو د حل لپاره قضایي سیسټم او د وینې د ورکړې تاوان (چې د یوه کس د وژلو لپاره د کورنیو یا قبیلو ترمنځ تادیه).[۱۱]

اقتصادي بدلونونه[سمول]

مایکل بونر په قرآن کې د بېوزلۍ او اقتصاد په اړه لیکي چې: قرآن په ټولنه کې د نظم راوستلو لپاره داسې یوه طرحه چمتو کړه، چې په هغه کې به له بېوزلو سره د پخوا په پرتله ډېرعادلانه چلند کېږي. دا «د بېوزلۍ اقتصاد» په اسلامي نظریه او عمل کې تر ۱۳او ۱۴پېړیو پورې غالب و، چې موخه یې د صدقې ورکولو له لارې د شتمنۍ د خپرېدو او پاکولو مفکوره وه، چې په دې توګه  د خیرات، سخاوت او بېوزلۍ لپاره یوه ځانګړې اسلامي طریقه په ګوته کوي.[۱۲]

سیاسي بدلونونه[سمول]

عربستان[سمول]

اسلام په اوومه پیړۍ کې د محمد (ص) په مشرۍ په عربستان کې پیل شو، چې په پای کې یې د عربستان ډېریخپلواک قومونه تر اسلامي واکمنۍ لاندې سره متحد کړل.[۱۳][۱۴]

منځنی ختیځ[سمول]

له اسلام نه مخکې منځنی ختیځ د بازنطینی او ساسانیانو د سترواکۍ تر ولکې لاندې و. د اسلامي فتوحاتو په لومړیو کې، د راشدینو پوځ، چې تر ډېره یې مشري د خالد بن ولید او عمرو بن العاص په لاس کې وه، دواړوسترواکیو ته یې ماته ورکړه او په دې توګه یې  په سیمه کې اسلامي دولت رامنځته کړ.  یوازې د یوې لسیزې په اوږدو کې، مسلمانانو د فارس, رومي سوریې او رومي مصر د لومړیو بازنطین او عربو جګړو په ترڅ کې میسوپوتامیا او پارس فتح کړل. اسپوسیټو استدلال کوي، چې دې سوبې د یهودانو او ځینو عیسوي کلیساګانو لپاره په فتحه شویو سیمو کې، لکه: (نیستوریان، مونوفیسایټس، جیکوبایټس او قبطیان) لویه سیمه ییزه خپلواکي او مذهبي آزادي چمتو کړه.[۱۵][۱۶][۱۷]

ټولنیز بدلونونه[سمول]

عملي کول[سمول]

حضرت محمد (ص) د جان اسپوسیټود له خوا اصلاح غوښتونکی معرفي کېږي او داسې وایي چې: هغه د کافرو عربانو کړنې، لکه: د نوو زېږېدلو نجونو وژنه، د بې وزلو استحصال، سود، قتل، غلط قراردادونه، زنا او غلا وغندله او د محمد (ص)« ټینګار په دې و چې هر څوک په شخصي توګه د قبیلوي دودیزو قانونونو په وړاندې نه دی بلکې د الهی قانون پر وړاندې حساب ورکوونکی دی، چې د عربي ټولنې بنسټونه یې ولړزول. حضرت محمد (ص) د مذهبی او ټولنیزو اصلاحاتو پراخ پروګرامونه، لکه: د سوداګرۍ قراردادونه او کړنې، نارینه، ښځینه او کورنۍ اړیکې اعلان کړې، چې دیني عقیدې او عملونه یې اغېزمن کړل. اسپوسیټو په دې نظر دی چې: د قرآن اصلاحات :« مقررات یا اخلاقي لارښوونېدي، چې د شته کړنو د منع کولو یا بدلولو پرځای یې محدودوي او یا یې بیا تعریفوي». هغه د دوو بېلګو په توګه د غلامۍ او د ښځو حالت په ډاګه کوي.[۱۸][۱۹]

د ځینو پوهانو په اند: د حضرت محمد (ص) له خوا د نوو زېږېدلو نجونو د وژنې مخنیوی، د ښځو حیثیت د لوړولو لپاره د هغه د کوښښونو مهم اړخ و. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ټولنیز امنیت[سمول]

ویلیم مونټګومري واټ وايي چې: حضرت  محمد (ص) یو ټولنیز او اخلاقي سمونګر و. هغه ټینګار کوي، چې محمد (ص) د ټولنیز امنیت او د کورني جوړښت نوی سیسټم رامنځته کړ، چې دواړو د پخوا په پرتله ډېر ښه پرمختګ وکړ. حضرت محمد (ص) د ښو اخلاقو په درلودلو او په مېشتو ټولنو کې یې په تطبیقولو سره، د ډېرو نسلونو د ژوند لپاره مذهبي او ټولنیز چوکاټ رامنځته کړ. [۲۷]

غلامي[سمول]

قرآن غلامۍ ته ډېرې اشارې کوي او شته ادارې تنظیموي، خو په ښکاره توګه یې مني. لیویس وايي چې: اسلام په لرغونې غلامۍ کې دوه لوی بدلونونه راوستي چې پراخې پایلې یې لرلې، "یو له دې نه د آزادۍ فرضیه وه او بله د آزادو خلکو د غلامۍ منع کول دي، خو پرته له ځینو تعریف شوو شرایطو".[۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. (په 1998-01-21 باندې). Islamic Revolution. The New York Review of Books
  2. Watt (1974), p.234
  3. Robinson (2004) p.21
  4. Esposito (1998), p. 98
  5. "Ak̲h̲lāḳ", Encyclopaedia of Islam Online
  6. Nancy Gallagher, Encyclopedia of Women & Islamic Cultures, Infanticide and Abandonment of Female Children
  7. Leila Ahmed, Women and the Advent of Islam, Signs: Journal of Women in Culture and Society, Vol. 11, No. 4, pp. 665-691
  8. See:
    • Firestone (1999) p. 118;
    • "Muhammad", Encyclopaedia of Islam Online
  9. Watt. Muhammad at Medina and R. B. Serjeant "The Constitution of Medina." Islamic Quarterly 8 (1964) p.4.
  10. R. B. Serjeant, The Sunnah Jami'ah, pacts with the Yathrib Jews, and the Tahrim of Yathrib: Analysis and translation of the documents comprised in the so-called "Constitution of Medina." Bulletin of the School of Oriental and African Studies, University of London, Vol. 41, No. 1. 1978), page 4.
  11. Watt. Muhammad at Medina. pp. 227-228 Watt argues that the initial agreement was shortly after the hijra and the document was amended at a later date specifically after the battle of Badr. Serjeant argues that the constitution is in fact 8 different treaties which can be dated according to events as they transpired in Medina with the first treaty being written shortly after Muhammad's arrival. R. B. Serjeant. "The Sunnah Jâmi'ah, Pacts with the Yathrib Jews, and the Tahrîm of Yathrib: Analysis and Translation of the Documents Comprised in the so called 'Constitution of Medina'." in The Life of Muhammad: The Formation of the Classical Islamic World: Volume iv. Ed. Uri Rubin. Brookfield: Ashgate, 1998, p. 151 and see same article in BSOAS 41 (1978): 18 ff. See also Caetani. Annali dell'Islam, Volume I. Milano: Hoepli, 1905, p. 393. Julius Wellhausen. Skizzen und Vorabeiten, IV, Berlin: Reimer, 1889, p 82f who argue that the document is a single treaty agreed upon shortly after the hijra. Wellhausen argues that it belongs to the first year of Muhammad's residence in Medina, before the battle of Badr in 2/624. Wellhausen bases this judgement on three considerations; first Muhammad is very diffident about his own position, he accepts the pagan tribes within the Ummah, and maintains the Jewish clans as clients of the Ansars see Wellhausen, Excursus, p. 158. Even Moshe Gil a skeptic of Islamic history argues that it was written within 5 months of Muhammad's arrival in Medina. Moshe Gil. "The Constitution of Medina: A Reconsideration." Israel Oriental Studies 4 (1974): p. 45.
  12. Michael Bonner, "Poverty and Economics in the Qur'an", Journal of Interdisciplinary History, xxxv:3 (Winter, 2005), 391–406
  13. Cambridge History of Islam, Vol. 1A (1977), p.57
  14. Hourani (2003), p.22
  15. Sonn, pg.24-6
  16. Esposito, Islam: The Straight Path, extended edition, p.35
  17. Esposito, Islam: The Straight Path, extended edition, p.36
  18. John Esposito, Islam: The Straight Path p. 79
  19. Esposito, John (2002). Unholy War: Terror in the Name of Islam. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-515435-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Nancy Gallagher, Encyclopedia of Women & Islamic Cultures, Infanticide and Abandonment of Female Children
  21. "32. The Book of Marriage from Sahih Muslim translated by Abdul Hamid Siddiqui - Hadith (Hadis) Books". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Giladi, Avner (May 1990). "Some Observations on Infanticide In Medieval Muslim Society". International Journal of Middle East Studies. 22 (2): 185–200. doi:10.1017/S0020743800033377. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. al-Hibri, Azizah (1982). "A study of Islamic herstory: Or how did we ever get into this mess?". Women's Studies International Forum. 5 (2): 207–219. doi:10.1016/0277-5395(82)90028-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Donna Lee Bowen, Encyclopaedia of the Qur'an, Infanticide
  25. "The Merits of the Helpers in Madinah (Ansaar)' of Sahih Bukhari translated by Abdul Hamid Siddiqui - Hadith (Hadis) Books". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Kropp, Manfred (July 1997). "Free and bound prepositions: a new look at the inscription Mafray/Qutra 1". Proceedings of the Seminar for Arabian Studies. 28: 169–174. JSTOR 41223623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Watt, W. Montgomery. Muhammad: Prophet and Statesman. Oxford University Press, 1961, pp. 229
  28. Bernard Lewis, Race and Slavery in the Middle East, Oxford Univ Press 1994, chapter 1 Archived 2001-04-01 at the Wayback Machine.