د اسلامي دولت د ډلې (داعش) قلمرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسلامي دولت ډلې په ترتیب سره له ۲۰۱۳، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ زکال را وروسته په عراق او سوریې هېوادونو کې خپل اصلي مراکز جوړ کړل او په دې سره یې تر ډېره د بین النهرین په سیمه کې یو شمېر ښاري، کلیوالي او صحرایي قلمروونه خپل کړل. نن ورځ دغه ډله په دغه سیمه او نورو برخو په ځانګړې توګه په افغانستان، لویدیځه افریقا، صحرا، سومالیا، موزامبیق او د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې پریمانه قلمروونه یا د یاغيانو سیمې په خپل واک کې لري. [۱][۲]

د ۲۰۱۷ زکال په لومړیو کې دغې ډلې په عراق او سوریه کې ۴۵۳۷۷ کیلومتر مربع (۱۷۵۲۰ مایل مربع) او نورو برخو کې ۷۳۲۳ کیلومتر مربع قلمروونه لرل چې ټولیزه کچه یې ۵۲۷۰۰ کیلومتر مربع (۲۰۳۰۰ مایل مربع) ته رسېدله. دا د ۲۰۱۴ زکال په پرتله د دغې ډلې په قلمرو کې د پام وړ کمښت څرګندويي کوي ځکه چې هغه مهال یې له ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۱۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۳۹۰۰۰ څخه تر ۴۲۰۰۰ مایل مربع) قلمرو په خپل واک کې درلود. له ۲۰۱۴ زکال راهیسې د دغې ډلې قلمروونو د نړۍ په هره برخه کې پام وړ کمښت لرلی، دغه کمښت د دغې ډلې د محبوبیت د راکمېدو او پر وړاندې یې د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو له امله دی. د ۲۰۱۹ زکال د مارچ میاشتې په وروستیو کې یوازې په سوریه کې د دغې ډلې قلمرو د شام په دښته کې ۴۰۰۰ کیلومتر مربع (۱۵۵۰ مایل مربع) ته راکم شو. ورته مهال دغه سیمه د سوریې د دولتي ځواکونو او همدارنګه د هغو د متحدینو له خوا کلابنده شوې وه. د سوریې پوځ د دغې ډلې د کسانو د په نښه کولو په موخه ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړل، خو چندان بریا یې نه لرله. له دې سره د داعش په تبلیغاتو کې ادعا وشوه چې د هغوی د قلمرو مساحت ۲۸۲۴۵۸ کیلومتر مربع ته رسېږي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

له دې سره چې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې قلمرو په پرېمانه کچه را کم شوی، خو لا هم د سوریې د جګړې لاندې سیمو سربېره د دغه هېواد په ختیځو دښتو کې خپل ځای لري. د دغه خلافت د قلمرو، وګړو، عوایدو او اعتبار ډېره برخه له هغه قلمرو څخه سرچینه اخلي چې یو مهال یې په عراق او سوریه کې په واک کې درلود. په افغانستان کې هم تر ډېره د پاکستان پولې ته څېرمه سیمې په خپل واک کې لري، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ زکال له پسرلي راوروسته یې په دغه هېواد کې هم خپل ۸۷ سلنه قلمرو له لاسه ورکړی. د سوریې د جګړې د اوج پر مهال د دغې ډلې د عراق او لبنان څانګې د لبنان یو شمېر سرحدي سیمې په خپل واک کې لرلې. په لیبیا کې بیا دغه ډله د ګرځنده یاغي ډلو په توګه عمل کوي او له هرې سیمې څخه په تېرېدو یو ځل هغه سیمې په خپل اشغال کې راوړي او بېرته یې خوشې کوي. دغه ډله په مصر کې د شیخ زوید ښار ګوټي په چاپېر کې ۹۱۰ کیلومتر مربع قلمرو په خپل واک کې لري چې د ټول مصر د مساحت له ۱٪ څخه لږ برخه جوړوي. په نایجریا کې بوکو حرام ډلې (چې د داعش همکاره ډله وه) په ۲۰۱۴ زکال کې یې ۶۰۴۱ کیلومتر مربع خاوره په واک لرله، په داسې حال کې چې ډیری سیمې د دغې ډلې له پوځي پاشل کېدو او په ډله کې دننه د درزونو په رامنځته کېدو سره د داعش پلوه او همدارنګه د داعش ضد څانګو له واکه ووتلې. سره له دې هم د ۲۰۱۹ زکال په وروستیو کې د داعش افریقايي ځواکونو یو ځل بیا د نایجریا ډیری برخې ونیولې چې له همدې امله دغو ځواکونو تر خپل واک لاندې قلمرو کې تر نن ورځې خپله اداره جوړه کړې ده. په ۲۰۲۲ زکال کې په دغه سیمه کې د داعش قلمرو تر ډېره بریده د نایجریا شمال ختیځې برخې او د موازمبیق شمالي برخې ته محدود شوی دی. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مخینه[سمول]

د اسلامي دولت ډلې ته د اړوندې دابق مجلې پنځمې ګڼې د نویو ولایتونو د جوړولو په موخه د دغې ډلې کړنلار توضېح کړه. د دغې کړنلارې له مخې په یوه ټاکلې سیمه کې جهادي ډلې باید په یوه واحد جوړښت کې سره یو موټې شي او په ښکاره توګه له خلیفه سره د وفادارۍ څرګندونه وکړي. له دې سربېره باید دغه ډلې ځانته والي (قومندان) وټاکي او یوه شورا (مذهبي شورا) رامنځته کړي او همدارنګه باید د ځمکني حاکمیت او د شرعي قوانینو د داعشي نسخې د پلي کولو په موخه پوځي ستراتیژي ترتیب کړي. له رسمي منلو وروسته داعش دغه ډله بیا د خپل یو ولایت په توګه معرفي کوي او له هغو ملاتړ کوي. دابق همدارنګه په ختیځ ترکستان، اندونیزیا او فیلیپین کې د ملاتړو د لرلو وویل او ادعا یې وکړه چې دغه ډله به په یادو سیمو کې له خپلو ملاتړو سره د مستقیمو اړیکو له ټینګښت وروسته هلته ولایت جوړ کړي. [۱۵][۱۶]

لنډه کتنه[سمول]

د داعش ویاند ابو محمد العدناني وویل: «هرې سیمې ته د خلیفه [خلافت] د واکونو په پراختیا او هلته د ځواکونو په رسېدو د اړوندو سیمو د ټولو امارتونو، ډلو، دولتونو او سازمانونو مشروعیت باطل کېږي». له همدې امله داعش د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د سایکس – پیکوټ د تړون له مخې د لویدیځو قدرتونو له خوا سیاسي ویش رد کوي او دوی به د عراق او سوریې قلمروونه د واحد قلمرو په توګه یو موټی کړي. د لانګ وار مجله لیکي چې د دغې موضوع منطقی معنی داده چې که چېرې په سیمه کې له وړاندې څخه موجودې ډلې لکه د عربستان په ټاپو وزمه کې د القاعدې ډله (AQAP) او د مراکش د القاعدې ډله (AQIM) د داعش واکمني وه نه مني او یا هم هغو ته تسلیم نه شي دوی به دغې ډلې نامشروع اعلان کړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په داسې حال کې چې په لیبیا او مصر کې د دغې ډلې څانګې تر ډېره فعالې دي او هڅه کوي څو په پراخه قلمروونو واکمني وکړي، خو په نورو هېوادونو لکه الجزایر او سعودي عربستان کې دومره فعالیت نه لري او نه ښکاري چې دوی دې دلته پام وړ حضور ولري. [۲۲][۲۳]

له ۲۰۲۲ زکال را وروسته داعش تر اوسه پورې د کوم نوي ولایت د جوړېدو اعلان نه دی کړی. په داسې حال کې چې دغې ډلې د سومالیا، بنګلادېش او فیلپین په څېر یو شمېر هېوادونو د سخت دریځو ډلو عمومي بیعت ترلاسه کړی او همدارنګه د هغوی ویناوې او ویډیوګانې د خپلو رسمي رسنیزو کانالونو له لارې خپروي. د چارو شنونکی چارلی وینټر څرګندوي چې دغه چاره د داعش د یو شمېر موجودو ولایاتو د کمزوري عملکرد له امله ده او داسې ښکاري چې د داعش رهبري خپل نوي ملاتړي یوازې د «خلافت د سرتېرو» په توګه معرفي کوي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له دې امله چې دغې ډلې خپل ګڼ شمېر قلمروونه له لاسه ورکړي، اوس هڅه کوي چې تر ډېره په بهرنیو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي. [۲۸]

د قلمروونو اړوند ځانګړې ادعاوې[سمول]

د اسلامي دولت ډلې په لومړي ګام کې د سوریې او عراق د قلمروونو ادعا وکړه او هر هېواد یې تر ډېره پورې د حاکمیتي پولو پر بنسټ په بېلابېلو ولایتونو ووېشه. له سوریې او عراق بهر د دغې ډلې لومړنۍ ځمکنۍ ادعا د ۲۰۱۴ زکال د نومبر په ۱۳مه د دغې ډلې رهبر ابوبکر البغدادي وکړه چې په لیبیا (د برقه ولایت، د طرابلس ولایت او د فزان ولایت)، الجزایر (د الجزایر ولایت)، مصر (د سینا ولایت)، یمن (د یمن ولایت) او سعودي عربستان (د حرمینو ولایت) کې یې د نویو ولایتونو د جوړولو وویل. په ۲۰۱۵ زکال کې یې د افغانستان – پاکستان په پوله (د خراسان ولایت)، په شمالي نایجریا (د افریقا د لویدیځ ولایت یا ولایت غرب الافریقا)، په شمالي قفقاز (د قفقاز ولایت) او ساحل کې (د ساحل ولایت) نوي ولایتونه اعلان کړل. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سیمه ئیز اداري دفترونه[سمول]

د اسلامي دولت ډلې له ۲۰۱۷ زکال څخه تر ۲۰۱۹ زکال پورې د خپلو انساني او نورو منابعو د تنظیم او هدایت او همدارنګه د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو په موخه بېلابېل سیمه ئیز اداري دفترونه جوړل کړل. [۳۶]

د داعش «تر ټولو قوي او ثابت شوي» دفترونه چې د هر ولایت په مرکز کې یې د اړوند ولایاتو د چارو د څارنې په موخه جوړ کړي عبارت دي له:

په افغانستان کې د الصدیق دفتر، چې «سویلي آسیا او د ملګرو ملتونو د سازمان د یو شمېر غړو هېوادونو په خبره مرکزي اسیا تر پوښښ لاندې لري»؛

په سومالیا کې القرار دفتر، چې د پوښښ په ساحه کې یې موزامبیق او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت شاملېږي؛ او

د چاد د سیند په حوزه کې چېرې چې د نیجر، چاد، کامرون او نایجریا پولې سره نښلي د الفرقان دفتر، دغه دفتر په شمالي افریقا کې یادو سیمو ته اړوند ولایتونه او د ساحل پراخه ولایت تر خپل کنټرول لاندې لري او همدارنګه د لویې صحرا د ولایت په چارو نظارت لري.

له دې سربېره د څارونکو په خبره «د داعش درې نور سیمه ئیز دفترونه ډېر لږ فعالیت لري او یا هم د زوال سره مخ دي» چې په لاندې ډول دي:

په لیبیا کې د الانفال دفتر چې «د افریقا د شمال او ساحل یو شمېر برخې» تر پوښښ لاندې لري؛

د ام القری دفتر چې «په یمن کې موقعیت لري او ... د عربستان د ټاپو وزمې مسئولیت ور تر غاړې دی» او

په سینا ټاپو وزمه کې د ذوالنورین دفتر چې «د مصر او سوډان مسئولیت لري».[۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. Shelly Kittleson (په 31 December 2017 باندې). Iraqi forces hunt down IS remnants in Hamrin Mountains. al-Monitor.
  2. (په 2022-09-08 باندې). The State of al Qaeda and ISIS Around the World. Critical Threats.
  3. کينډۍ:Cite tweet
  4. Eklund, Lina; Degerald, Michael; Brandt, Martin; Prishchepov, Alexander V; Pilesjö, Petter (28 April 2017). "How conflict affects land use: agricultural activity in areas seized by the Islamic State". Environmental Research Letters. 12 (5): 054004. Bibcode:2017ERL....12e4004E. doi:10.1088/1748-9326/aa673a. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Trump says all Islamic State land lost in Syria, SDF says fight continues | Reuters". web.archive.org. 24 March 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Trump's maps of the 'caliphate' disregard ISIS pockets near Syrian gov't areas". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Although they have been besieged by Russia, Iran, and the regime for two years, thousands of ISIS members are still within an area of 4000 km² without any intention to launch a military operation against them • The Syrian Observatory For Human Rights". 20 February 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Complete map update of Syrian War[[:کينډۍ:Snd]]End of February 2019". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  9. "Syrian army attacks Islamic State targets in desert: report". 5 March 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۳ – عبر www.reuters.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Al-Yaqeen Media. "Three Years on the Islamic State". Digital image, 11 June 2017. https://i.redd.it/i2id92mph33z.jpg
  11. (په 24 April 2019 باندې). IS Down But Still a Threat in Many Countries. Voice of America.
  12. Kunle Adebajo (په 21 May 2021 باندې). How Did Abubakar Shekau Die? Here's What We Know So Far.. Humangle.
  13. Dulue Mbachu (په 17 June 2021 باندې). Death of Boko Haram leader doesn't end northeast Nigeria's humanitarian crisis. The New Humanitarian.
  14. Trauthig 2020، صص. 13, 18.
  15. Romain Caillet (December 2014). "ISIS'S GLOBAL MESSAGING STRATEGY FACT SHEET" (PDF). Institute for the Study of War. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Romain Caillet (December 2014). "ISIS'S GLOBAL MESSAGING STRATEGY FACT SHEET" (PDF). Institute for the Study of War. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Johnson, M. Alex (3 September 2014). "'Deviant and Pathological': What Do ISIS Extremists Really Want?". NBC News. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 30 June 2014 باندې). Isis announces Islamic caliphate in area straddling Iraq and Syria. The Guardian.
  19. (په 2 July 2014 باندې). Watch this English-speaking ISIS fighter explain how a 98-year-old colonial map created today's conflict. Los Angeles Times.
  20. Romain Caillet (27 December 2013). "The Islamic State: Leaving al-Qaeda Behind". Carnegie Endowment for International Peace. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Joscelyn, Thomas (17 November 2014). "Analysis: Islamic State snuff videos help to attract more followers". Long War Journal. Long War Journal. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 30 January 2015 باندې). Islamic State builds on al-Qaeda lands. BBC News
  23. "The Islamic State's Archipelago of Provinces". Washington Institute for Near East Policy. 14 November 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 26 October 2016 باندې). Islamic State in Somalia claims capture of port town. The Long War Journal.
  25. (په 25 May 2016 باندې). How Bangladesh Became Fertile Ground for al-Qa'ida and the Islamic State. CTC Sentinel.
  26. "Has the Islamic State Abandoned Its Provincial Model in the Philippines?". 22 July 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 24 June 2016 باندې). The Islamic State grows in the Philippines. The Long War Journal.
  28. Piazza, James A.; Soules, Michael J. (2021). "Terror after the Caliphate: The Effect of ISIS Loss of Control over Population Centers on Patterns of Global Terrorism". Security Studies. 30: 107–135. doi:10.1080/09636412.2021.1885729. ISSN 0963-6412. S2CID 232411590 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "ISIS Governance in Syria." (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. The ISIS Threat: The Rise of the Islamic State and their Dangerous Potential. United States Congress. 2015. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781505837636. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 28 January 2015 باندې). The Islamic State's model.
  32. (په 13 November 2014 باندې). Islamic State leader urges attacks in Saudi Arabia: speech. Reuters.
  33. "ISIS Global Intelligence Summary March 1 – May 7, 2015" (PDF). Institute for the Study of War. 10 May 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "ISIS Declares Governorate in Russia's North Caucasus Region". Institute for the Study of War. 23 June 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 12 December 2022 باندې). داعش الساحل" يعلن مبايعة القرشي زعيما جديدا. Al-Ain.
  36. "Reduced, but Rebuilding: United Nations Reports on Islamic State and Al-Qaeda". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Reduced, but Rebuilding: United Nations Reports on Islamic State and Al-Qaeda". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. کينډۍ:Cite tweet