د اسلامي امارت مخالفينو ولې ناموسي قضيي را مخته کړي؟ موخه او هدف يې څه دی؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په کال ۱۳۷۱ کې کاله چې کابل د مجاهدينو په نامه شواري نظار/شمالي ټلوالې ونيوئ، دلته يې په ناموسو تيري لاس پوري کړي، ښه بيلګه يې د ناهيد په نامه انجلۍ چې په ۱۸ اپارتمان ۱۶ بلاک دريم مکرويان کې وسيدل د شمالي ټلوالې افراد غوښتل چې يادې انجلي سره په زوره زنا وکړي ، نوموړي انجلي د خپل عفت او عزت د ساتلو لپاره ځان له اپارتمان څخه واچوي،دا يوه بيلګه ده، همدارنګه حزب وحدت چې مشري عبدالعلي مزاري کوله ميندواري ښځي يې بنديانولي، کله چې به د ولادت وخت پر راغلي دوي به دخوندلپاره ننداره کوله همدارنګه يې د ښځو سيني پري کولي، همداسې د احزابو اکثريت قومندانو ياد وحشتونه او بي ناموسي اړولي دي.. همدارنګه په تېر جمهوريت کې غوڅ اکثريت په اخلاقي فساد اخته وه، د سياف واوره ممتاز په پغمان کې په يو واده ډليز جنسي تيري وکړ، همدارنګه د محقق افرادو په يو واده جنسي تيري وکړل، همداشان دوستم پر ايشي تيری وکړي، د اداري امور فضلي کيسه خو ټول پوهيږي،داسدالله خالد او ملالی شينواري ټليفون ريکارډ خو ټولو اوريدلي دي،د مريم سما او فوزيه کوفي حال خو مه وايه،نظامي الدين قصاري ...همدارنګه په ټولو دولتي ادارو کې جنسي ځورونې سوي دي. اصلي موضوع ته راځم : دا چې ياد جنايتونه تاريخ ثبت کړي دي،تاريخ دوې خاينين بللي دي او ملت دوې نفرين کړي دي پر دوې يې لعنت ويلي دي،دوې اوس غواړي په دروغو سره ځيني پروژه ې ښځي پيدا کړي چې د پيسو په مقابل کې داسې توطيه جوړه کړي چې ګواکې د امارت اسلامی بدنامه او په تاريخ کې خپل هم رنګه معرفي کړي ، او د خلکو ذهئن او توجه دې خواته را واړوي او خپل جنايت پټ او له خلکو هير کړي، چې په دغه وروستيو کې ځيني عسکونه او ويډيوګانې جعلي خپري کړي چې ګواکې پر دوې جنسي ځورل سوي دي،او ځيني وخت بيا د امارت ټارګيټ کوي په درغو سره يو ادعاوې کوي چې د فلان مشر لورګانې فلانې پاکستاني پوهنتون کې درس وايې يا فلاني قطري، مصري...او په دې وروستيو کې ديو مراکشي انجلي يې د اسلامي امارت دویاند ښاغلي ذبيح الله مجاهد ته منسوب کړي چې ګواکې د ده لور ده او په اماراتو کې پوهنتون وايې، چې دغه بي نهايت پست او کچه کار دې دغسي کړنې يوازي بي ضميره او بي ناموسه خلک کوالي سئ. اوس ولس او افغانان ويښ او بيداره دې ستاسي هر رنګه چل او نيرنګ ته باخبره ولاړ دي دوې به هميش ذليله وي. بارکزی