د استقاء لمونځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د استقاء معنی ده اوبه غوښتل يعنی کله چې د ابو ضرورت شي او باران نه کيږي د باران غوښتلو لپاره دوه رکعته لمونځ کيږي او د خدای ج نه د ابو غوښتلو سوال کول سنت دی .

دغه لمونځ په يوه بيديا ، ميدان يا عيدګاه کې کيږي په جمع سره کيږي د لمانځه نه پس به امام يا د مسلمانانو حاکم د جمعی او اخترونو په ډول دوی خطبی وايې او په پوره عاجزی اوچت آواز به دعا کوي لومړی به د خپلو ګناهونو د بخښنی لپاره دعا کوي بيا د باران غوښتلو دعا کوي .