Jump to content

د استعمار تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د استعمار تاریخي پدیده په ټوله نړۍ او په بېلابېلو وختونو کې موجوده وه. د لرغونې او منځنۍ دورې استعمار د فنیقيانو، یونانیانو، رومیانو، ترکانو، چینایانو او عربو له خوا تر سره شوی.

د نننۍ ورځې په معنی سره استعمار د «اکتشاف له عصر» سره د پرتګالیانو په مشرۍ پیل شو، چې په ۱۴۱۵ کال کې د سیوټا په فتحې سره مخ په زیاتیدونکي ډول پراختیا غوښتونکی شو او موخه یې د جبل الطارق تنګي له لارې د بېړۍ چلوونې د مسیر کنټرول، د مسیحیت خپرول، د ثروت او چور را ټولول او د افریقايي غلامانو د سوداګرۍ د یوې برخې په توګه پر پرتګالیانو باندې د سمندري غلو له منځه وړل و. هغه وخت کې د افریقايي غلامانو سوداګري ډېره کوچنۍ وه او پرتګالیانو په دې برخه کې زیات پرمختګ وکړ. د ۱۴۵۰ کال شاوخوا، د افریقا د شمال د کب نیوونکو بېړیو له مخې، یوه سپکه بېړی جوړه شوه چې ورته کارول به ویل کېده، چې د هغه وخت تر نورو بېړیو به په چټکۍ سره تله او د باد د تګلوري له مخې به یې حرکت کاوه.[۱]

د بېړۍ چلولو د نویو تکنالوژيو په مټ او په ۱۴۵۳ کال کې د عثماني سترواکۍ له خوا د قسطنطنیې په نیولو سره چې له اسیا سره د اروپا یوه ګټوره سوداګریزه لاره «د ورېښمو لاره» په بشپړ توګه سره وتړل شوه، نو هسپانیا هم د امریکاګانو د اکتشاف لاره ونیوله او خپل اکتشافات یې لویدیځې اسیا (چې د منځني ختیځ په نوم هم پېژندل کېده)، سویلي اسیا او ختیځې اسیا پر لور تر سره کړل.

له ۱۴۰۲ تر ۱۴۹۶ کال پورې د کاسټیل له خوا د قناري ټاپوګانو نیول، په افریقا کې د اروپايي کډوالو د لومړني استعمار په توګه یادیږي. په ۱۴۶۲ کال کې، بې له انسانه د کیپ ورډ مجمع الجزایر په استوايي سیمو کې د اروپایانو پر لومړني هستوګنځي باندې بدل شو او له هغه وروسته په ۱۴۹۰یمه لسیزه کې په هسپانیا کې د عقایدو د تفتیش پر مهال د یهودانو د تبعید لپاره وټاکل شو. پرتګالیانو هم په تیزۍ سره د افریقا له لویدیځو څنډو څخه غلامان راوستل. د مزارعو د اقتصاد په خاطر په تېره بیا د شکر په برخه کې، تر ۱۸۰۰یمې لسیزې پورې د اروپا استعماري پراختیا او غلام نیول له یوه بل سره تړلي پاتې و. په دې سره جزايي مستعمرو ته د خلکو تبعید کول هم جریان درلود.

د اروپایانو له خوا د نوي نړۍ په «کشف» سره، لکه څرنګه چې امریګو وسپوچي به ۱۵۰۳ کال کې نوم پرې کېښود، د استعمار یو نوی څپرکی یې پرانیست چې په ۱۴۹۳ کال کې د کارابین په استعماریدو سره چې په هیسپانیولا (چې وروسته پر هایټي او ډومینیکن جمهوریت باندې بدل شول) پیل شو. د پرتګال او هسپانیا سترواکۍ هغه لومړنۍ سترواکۍ وي چې د نړۍ په څو قارو کې خورې ورې وي. د ۱۵۸۰ او ۱۶۴۰ کلونو تر منځ، د پرتګال او هسپانیا سترواکۍ دواړه د هسپانوي پاچاهانو له خوا په یوه شخصي اتحاد کې اداره کېدلې. د ۱۶مې او ۱۷مې پېړۍ په وروستیو کې، انګلستان، فرانسې او هالنډ هم له یوه بل سره د مستقیمې سیالۍ له لارې له خپلو هېوادونو هاخوا خپلې سترواکۍ جوړې کړي.

د ۱۸مې پېړۍ پای او د ۱۹مې پېړۍ منځني کلونه د استعمار د ځپلو د لومړۍ دورې شاهدې وي، هغه مهال کله چې د امریکا په قاره کې زیاتره اروپايي مستعمرې په تېره بیا د هسپانیا، نوي فرانسې او دیارلس ګونو مستعمرو خپله خپلواکي واخیسته. بریتانیا (سکاټلند او انګلستان)، فرانسې، پرتګال او هالنډ خپل ټول پام زړې نړۍ په تېره بیا سویلي افریقا او سویلي اسیا، په تېره بیا سویل ختیځې اسیا ته ور واړاوه چېرې چې هلته له پخوا څخه ساحلي سیمې جوړې شوي وي.

په ۱۹مه پېړۍ کې، دویم صنعتي انقلاب د نوي امپریالیزم د عصر د رامنځته کېدو لامل شو. دا هغه وخت و چې د استعمار سرعت زیاتوالی وموند، چې اوج یې د افریقا لپاره په مبارزه کې وه چې بلجیم، جرمني او ایټالیا هم په کې ګډون درلود.

د استعماري دولتونو او مستعمره شوو سیمو انقلابونو تر منځ مرګوني جګړې وشوي چې له امله یې نوي هېوادونه رامنځته شول. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د ماتې خوړونکو هېوادونو مستعمرې د فاتحو هېوادونو تر منځ ووېشل شوې، خو د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو سره د استعمار ځپلو دویم پړاو په خورا جدیت سره پیل شو.[۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Merson, John (1990). The Genius That Was China: East and West in the Making of the Modern World. Woodstock, New York: The Overlook Press. pp. 72. ISBN 978-0-87951-397-9A companion to the PBS Series The Genius That Was China{{cite book}}: CS1 maint: postscript (link)
  2. Gilmartin, Mary (2009). "9: Colonialism/imperialism". In Gallaher, Carolyn; Dahlman, Carl T.; Gilmartin, Mary; Mountz, Alison; Shirlow, Peter (eds.). Key Concepts in Political Geography. Key Concepts in Human Geography. London: SAGE. p. 115. ISBN 9781446243541. بياځلي په 2017-08-09. Commentators have identified three broad waves of European colonial and imperial expansion, connected with specific territories. The first targeted the Americas, North and South, as well as the Caribbean. The second focused on Asia, while the third wave extended European control into Africa.