د استرالیا تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د استرالیا تاریخ د استرالیا د لویې وچې د ځمکې او خلکو کیسه ده. د استرالیا اصلي اوسېدونکي لومړی ځل د ۵۰۰۰۰ تر ۶۵۰۰۰ کلونو ترمنځ پخوا د سمندر له لارې له سوېل ختیځې اسیا څخه د استرالیا اصلي خاورې ته رسېدلي او د دغې لویې وچې په ټولو برخو کې خواره شوي، چې په شمال کې له باراني ځنګلونو نیولې د مرکز له صحراګانو او د تسمانیا او باس تنګي د سوېلي قطب فرعي ټاپوګانو (sub-Antarctic islands) پورې مېشت شوي دي. هغه هنري، د موسیقۍ اړوند او معنوي دودونه چې دوی رامنځته کړل د انساني تاریخ تر ټولو پخوانیو دا ډول پاتې دودونو څخه ګڼل کېږي.

د توریس تنګي د ټاپوګانو لومړني اوسېدونکي – چې له توکمیز او کلتوري پلوه له اصلي استرالیایانو سره توپیر لري - شاوخوا ۲۵۰۰ کاله دمخه له اوسنۍ پاپوا نیو ګیني (Papua New Guinea) څخه راغلي او د توریس تنګي او کیپ یارک ټاپو وزمې په ټاپوګانو کې مېشت شوي چې د استرالیا د وچې شمالي برخه جوړوي.

استرالیا ته د اروپایانو لومړی ځل پېژندل شوی تګ په ۱۶۰۶ کال کې د هالنډي سمندر مزلي یا بېړۍ چلوونکي ویلیم جانزون له لوري و. د همغه کال په وروستیو کې، هسپانوی سپړونکی لویس واز دي توریس (Luís Vaz de Torres) له هغه ځای څخه تېر شو، چې اوس د توریس تنګي او اړوندو ټاپوګانو په نوم یادېږي. نورو ۲۹ هالنډي سمندرمزلو (navigators) بیا په ۱۷مه پېړۍ کې لویدیځ او سویلي ساحلونه وپلټل او دې لویې وچې ته یې د نوي هالنډ (New Holland) نوم ورکړ. د مکاسان ترپانګرانو (Macassan trepangers) له ۱۷۲۰ کال وروسته، یا ممکن دمخه، د استرالیا د شمالي ساحلونو لیدنه وکړه. نورو اروپايي سپړونکو هم خپلو سپړنو ته دوام ورکړ، تر دې چې په ۱۷۷۰ کال کې جیمز کوک (Lieutenant James Cook) د استرالیا ختیځ ساحل د لویې بریتانیا لپاره ترسیم کړ. هغه د بوټاني خلیج (اوسمهال سیډني کې) کې د استعمار کولو له ملاتړو څرګندونو سره لندن ته راستون شو.[۱]

د برتانوي کښتیو لومړۍ بېړۍ د ۱۷۸۸ کال په جنوري کې بوټاني خلیج ته ورسېده ترڅو هلته یو تبعیدځای (penal colony) رامنځته کړي، چې د استرالیا په اصلي ټاټوبي کې لومړۍ مستعمره بلل کېږي. په ورپسې پېړۍ کې بیا انګرېزانو په دې لویه وچه کې نور استعمارونه هم وکړل، او اروپايي پلټونکو او سپړوونکو یې په داخلي چارو کې ګام کېښود. د استرالیا اصلي وګړي په دې دوره کې د پېژندل شوو ناروغیو او له اشغالګرو سره د جګړو له کبله خورا کمزوري شول او شمېر یې هم کم شو.

د سرو زرو چپاولونو (Gold rushes) او کرنیز صنعت سوکالي راوستله. خپلواکې پارلماني ډیموکراسۍ د ۱۹مې پېړۍ په نیمایي کې د برتانیا په ټولو شپږو مستعمرو کې رامنځته شوې. دغو مستعمرو په ۱۹۰۱ کال کې په یوه فدراسیون کې د رایوځای کېدو لپاره د ټولپوښتنې له لارې رایه ورکړه او په دې توګه عصري استرالیا رامنځته شوه. استرالیا په دوو نړیوالو جګړو کې د برتانیې ترڅنګ جګړه وکړه او کله چې د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د جاپان د امپراتورۍ لخوا وګواښل شوه، د متحده ایالاتو پر یوه اوږدمهاله متحد بدله شوه. له اسیا سره یې سوداګري زیاته شوه او له جګړې وروسته کډوالۍ پروګرام کې یې له ټولو لویو وچو څخه تر ۶.۵ میلیونو ډېر کډوال ومنل. د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو راوروسته یې د نړۍ له نږدې هر هېواد څخه د خلکو د کډوالۍ ملاتړ کړی او نفوس تر ۲۰۲۰ کال پورې تر ۲۵.۵ ملیون اوښتی، چې په کې ۳۰ سلنه نفوس یې په بهر کې زیږېدلی.

تاریخپوهنه[سمول]

د سټوارټ مکینټایر په وینا، د استرالیا لومړني تاریخونه، لکه د ویلیم وینټورت او جیمز مکارتور تاریخونه، هغه متنازع اثار وو چې په دې مستعمره کې د عامه افکارو او د برتانوي حکومت پر پالیسیو د اغېزو ښندلو لپاره لیکل شوي. وروسته له هغه چې په ۱۸۵۰ کلونو کې استرالیایي مستعمرې خپلواکې یا کورواکې شوې، استعماري حکومتونو داسې تاریخونه رامنځته کړل چې هدف یې له انګلستان څخه د کډوالۍ او پانګونې هڅول وو. له ۱۸۹۱ کال څخه د استرالیا په پوهنتونونو کې د مسلکي علمي تاریخ په پیل کې د استرالیا د تاریخ د تفسیر لپاره د یوه امپراتوري چوکاټ سلطه لیدل شوې، چې په کې استرالیا له بریتانیا څخه د خلکو، بنسټونو او کلتور له بریالي لېږد څخه راڅرګنده شوه. د استرالیا د تاریخ د امپراتوري مکتب اوج د برتانیې د امپراتورۍ د کامبرېج تاریخ استرالیایي ګڼه وه، چې په ۱۹۳۳ کال کې خپور شو.[۲][۳]

پوځي تاریخ له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د حکومت له ملاتړ برخمن شو، چې تر ټولو مخکښ هغه یې د ۱۹۱۴-۱۹۱۸ کلونو په جګړه کې د استرالیا تاریخ (۴۲-۱۹۲۱) د چارلیس بین ۱۲ ټوکه کتاب دی. د بین مخکېني اثر د استرالیا د جګړې د رسمي خبریال په بڼه د انزاک داستان په رامنځته کولو کې مرسته کړې وه چې د مک کینا په وینا: "سملاسي یې د ملیت د نورو ټولو روایتونو ځای ونیوه – چې د سپړونکو مارش، د استوګنې پرمختګ، یوریکا، فدراسیون او په پرمختللو دیموکراتیکو قوانینو کې د استرالیا د پرمختګ ریکارډ پکې راځي."[۴]

د استرالیا د تاریخ راډیکال ملتپال تفسیرونه له ۱۹۳۰ لسیزې راهیسې ډېر برجسته شوي. براین فیټزپټریک له ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۱ کال پورې د تاریخونو یوه لړۍ خپره کړه چې په کې هڅه شوې له استرالیا سره د بریتانیا د اقتصادي اړیکو استثماري ماهیت او د ټولنیز عدالت او اقتصادي خپلواکۍ لپاره په مبارزه کې د کارګرانو د غورځنګ رول روښانه کړي. د افراطي ملتپالو د لړۍ یو له خورا اغېزناکو اثارو څخه د رسیل وارډ د استرالیا داستان (۱۹۵۸) دی، چې د محکومانو (convicts)، بوشرنګرانو یا ځنګل مېشتو (bushrangers)، طلا کیندونکو، څاروي ساتونکو (drovers) او سکولګرانو (shearers) له تجربو څخه د متمایزو دیموکراتیکو ملي اخلاقو د ریښې موندلو هڅه په کې شوې. په ۱۹۶۰ لسیزه کې بیا مارکسیستي تاریخپوهانو لکه باب ګولان (Bob Gollan) او ایان ټرنر (Ian Turner) له بنسټپالو ملتپالو سیاستونو سره د کارګر غورځنګ اړیکه څېړلې ده.[۵]

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې د پوهنتون د تاریخ ډیپارټمنټونو ګړندۍ پراختیا د استرالیا په تاریخ کې د تفسیرونو او تخصصونو زیاتېدونکې تنوع ولیده. یو شمېر علمي تاریخپوهانو لاهم د امپریالي تاریخ په دود کار کړی، په داسې حال کې چې نورو د استرالیا په متمایزه سیاسي، کلتوري او اقتصادي پراختیا کې د لیبرال، محافظه کار او نورو دودونو ونډې راسپړلې دي. مننګ کلارک بیا د استرالیا د تاریخ په لومړیو دوو ټوکونو (۱۹۶۲، ۱۹۶۸) کې د استرالیا د تاریخ یو ځانګړی تفسیر کړی او د "ایپیک تراژیدي" کیسه بیانوي چې په هغه کې "سپړونکو، واکمنانو، اصلاح کونکو، او لانجه ماراتو د اجنبیانو نه منلو اړوند ترلاسه کړو طرحو د تحمیل بې ځایه هڅه کړې وه". د مکینټایر په وینا، کلارک "لږ پیروان لرل او پرله پسې ټوکونو یې د دغه مسلک په پرتله پر خلکو ډېره اغېزه درلوده." له دغې دورې څخه د استرالیا د تاریخ د یو بل پام وړ "لوی انځور" تفسیر د جیفري بلیني د فاصلې استبداد (۱۹۶۶) دی.[۶][۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. Brett Hilder (1980) The Voyage of Torres. University of Queensland Press, St. Lucia, Queensland. کينډۍ:ISBN
  2. MacIntyre, Stuart; Clark, Anna (2004). The History Wars (الطبعة 2nd). Melbourne: Melbourne University Press. د کتاب پاڼي 31–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0522851282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stuart McIntyre, "Australia and the Empire," in Robin Winks, ed., The Oxford History of the British Empire: Historiography (1999) 5:163–81
  4. McKenna, Mark (2013). "The history anxiety". The Cambridge History of Australia, Volume 2. p. 564-7
  5. MacIntyre, Stuart; Clark, Anna (2004). pp 38-39
  6. Macintyre, Stuart (1999). "Australia and the Empire". In Winks, Robin (المحرر). The Oxford History of the British Empire: Volume V: Historiography. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 175. doi:10.1093/acprof:oso/9780198205661.003.0009. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191542411. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. MacIntyre, Stuart; Clark, Anna (2004). pp 39-40
  8. McKenna, Mark (2013). "The history anxiety". The Cambridge History of Australia, Volume 2. د کتاب پاڼې 573. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)