پرانيستې سرچينې استخبارات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انټرنټ

د استخباراتو پرانېستې سرچينه (په انگرېزي: open source intelligence) چې د OSINT په نوم هم پېژندل شوې ده، د استخبارتي طریقو څخه تر ټولو بې خطره طریقه ده چې د عمومي سرچينو (لکه انټرنيټ، ورځ پاڼو، تلويزيون او نورو ټوليزو رسنیو) څخه مهم اطلاعات ټولوي. دغه ټول شوي اطلاعات د څارگریزو کارمندانو او نورو متخصصانو لخوا شننه (تجزيه) شوي دي. نوموړې استخبارتي طريقه په نړی کی تر ټولو گڼ شمېر لرونکي او استعمالوړ د استخباراتو ټولونکې لاره ده. مثال په توگه امریکایي استخبارتي اداره وایي چې ۷۵٪ مهم معلومات د انترنيټ او نورو عمومي سرچينو څخه اخیستل شوي دي. نوموړي استخبارتي طریقه په ځانگړي ډول د دولتي څارگريزو ادارو، ځانو تحقیقاتو ادارو او کارمندانو له خوا کارول شوې ده.