د استخارې دعا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اللهم انی استخیرک بعلمک

ای الله! زه له تا نه ستا د علم په ذریعه خیر غواړم

واستقدرک بقدرتک

او ستا د قدرت په ذریعه ستا نه قدرت غواړم

واسلک من فضلک العظیم

او له تا نه ستا د لوی فضل غوښتنه کوم

فا نک تقدر ولااقدر

ځکه چی ته بیشکه قدرت لری او زه قدرت نه لرم

وتعلم ولااعلم وانت علام الغیوب

او ته پوهیږی او زه نه پوهیږم اوته په غیبو علم لری

اللهم ان کنت تعلم ان هذا الا مرخیرلی فی دینی ومعاشی وعاقبة امری

ای الله! که چیری ستا په علم کی  دا کار زما د پاره په دنیا او اخرت کی بهتر دی،

فاقدره لی ویسره لی ثم بارک لی فیه

نو دا زما د پاره مقدر کړی او راته یی اسان کړی بیا زما دپاره په دی کی برکت واچوی

وان کنت تعلم ان هذا الامر

او که چیری ستا په علم کی دا کار

شرلی فی دینی ومعاشی وعاقبة امری

زما د پاره په دنیا او اخرت کی شر(اوبدی) ده

فاصرفه عنی واصرفنی عنه

نو دا زما نه او ماد دی کار نه لری کړی

واقدرلی الخیر حیث کان

او زما د پاره خیر مقدر کړی په هر ځای کی چی وی

ثم ارضنی به

بیا ما په دی باندی راضی کړی