د استانبول تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د يوويشتمې پېړۍ په پيل کې د لرغونپوهانو له خوا د نوي ډبرين عصر راسپړل شوي هنري تولیدات ښيي چې په شپږمه مخزېږديزه زريزه کې د استانبول په تاریخي ټاپوزمه کې انسانانو ژوند کړی. دې لومړۍ مېشتېدنې، کومه چې له نږدې ختیځ څخه اروپا ته د نوي ډبرين عصر د اوښتو د خپرولو لپاره مهمه وه، مخکې له دې چې د اوبو د کچې لوړېدو له امله ډوبه شي، شا او خوا زر کاله یې دوام وکړ. په اسیایي لوري کې د «فیکرټیپي» په غونډۍ د انسان لومړۍ استوګنه د مسو له پړاو پیل شوې، د موندل شويو هنري مصنوعاتو تاريخ يې له ۵۵۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ مخزېږديز پورې رسېږي. دا هم د پام وړ ده چې په اروپایی لوري کې، د ټاپوزمې (سرایبورونو) نقطې ته نږدې د لومړۍ مخزېږديزې زرېزې په لومړيو کې انسانان مېشت و. معاصرو لیکوالانو دې ته له ممکنه «تراکي ټوپونيم لايګوس» سره اړيکه ورکړې، «پيليني دی ايلډر» دا د «بيزانټيم» د سيمې د لومړي نوم په توګه ياد کړی دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د دې ښار ځانګړی تاریخ د ۶۶۰مخزېږديز په شا او خوا کې پيل شوی، کله چې د «میګارا» يوناني اوسېدونکو دا سيمه ونيوله او په اروپايي لوري «باسفورس» کې يې د «بزانتيوم» بنسټ کېښود. په ۱۹۶مخزېږديز کې يې د رومي جمهوریت په لاس سقوط وکړ او تر ۳۳۰ پورې په لاتيني کې د «بيزانتيوم» په نوم پېژندل کېدو، تر دې چې ډېر ژر دې ښار ته د «قسطنطنيه» نوم ورکړل شو او د رومي سترواکۍ نوې پلازمېنه وګرځېده. د «لومړي جسټانين» د واکمنۍ پر مهال، دا ښار په لوېدېځه نړۍ کې په يو ستر ښار بدل شو، په داسې حال کې چې د وګړو شمېر يې له نيم ميليون څخه زيات و. قسطنطنيه د بيزانس سترواکۍ د پلازمېنې په توګه کارېده، تر هغه وخته چې په ۱۴۵۳ز کال کې د قسطنطنيې په سقوط سره په عملي دول پای ته ورسېده. له دې وروسته قسطنطنيه د عثماني ترکانو پلازمېنه شوه. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د منځنيو پېړيو په اوږدو کې د دې سیمې د وګړو شمیر کم شو، خو څومره چې عثماني سترواکي خپل تاریخي عروج ته نږدې شوه، په شپاړسمه پېړۍ کې د دې ښار د وګړو شمېر نږدې ۷۰۰۰۰۰ تنه ورسېد او په دې ډول يو ځل بيا په نړۍ کې د ګڼ مېشتو ښارونو په کتار کې راغی. په ۱۹۲۳ز کال کې د ترکيې د جمهوریت بنسټ کیښودو سره، د هغه هیواد پلازمینه له قسطنطنيې څخه انقرې (مخکې انګوره) ته ولېږدول شوه. له ۱۴۵۳ز کال راهیسې اصلي نوم استانبول د دې ښار یواځینی رسمي ترکي نوم و او له هغې راهیسې يې په ډېرو لوېديځو ژبو کې هم د دوديز نوم قسطنطنيې ځای نيولی. [۱۲]

له تاريخ مخکې حالات[سمول]

په هغه سيمه کې چې اوس د استانبول په نوم پېژندل کېږي، لږ تر لږه له نوي ډبرين عصر څخه انسانانو ژوند کړی. د تر ټولو لومړيو استوګنځايونو نېټه يې ۶۷۰۰ مخزېږديز ته رسېږي، کوم چې په اروپايي اړخ کې د «ينيکاپ» د ځمکې لاندې لارې مرکز او «مرمري» سورنګ د جوړېدو پر مهال په ۲۰۰۸ز کال کې کشف شول. په اناتوليايي اړخ کې، تر ټولو لومړی پېژندل شوی کلی يې د «فکرټيپي» غونډۍ ده چې تاريخ يې د مسو تر عصر رسېږي، داسې لاسي صنايع ځينې موندل شوي چې نېټه يې ۵۵۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ مخزېږديز پورې رسېږي. په نږدې «کادکي» (چلسدون) کې يو ساحلي کلی موندل شوی چې تاريځ يې «فوينيشيانو» ته رسېږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لايګوس[سمول]

د «فليني دي ايلډر» له نظره د هغه په تاریخي روايتونو کې د دې ښار لومړی نوم «لايګوس» و چې احتمالاً د ګاونډيو «سيمايسترا» د کليو سره يو ځای د تراکيانو له خوا جوړ شوی و. اوسمهال د «سيراګيلو» له نقطې سره نژدې د لايګوس اړوند يواځې يو څو ديوالونه او نيمه جوړې ودانۍ پاتې دي، چېرته چې اوس د «توپکپي» ماڼۍ ولاړه ده.  لايګوس او سيمايسترا په اروپايي اړخ کې د استانبول يواځيني کلي وو. په اسیایی لوري کې يوه «فوينشي» مستعمره وه. د لايګوس په اړخ کې يې وروسته «بيزانتيوم» موقعيت درلود. [۱۷][۱۸][۱۹]

بيزانتيوم[سمول]

بیزانشن (Βυζάντιον)، لاتيني بڼه يې بیزانتیوم دی، دا د دې ښار بل نوم و. انګېرل کیږي چې دا نوم له «تراکي» يا «ايلياري» اصل څخه اخستل شوی دی او په همدې بنسټ يې نېټه له لرغوني يوناني مېشت ځای څخه شاته رسېږي. شونې ده چې دا نوم د تراکي يا الياري شخصي نوم «بايزاس» څخه اخېستل شوی وي. د لرغوني يونان افسانې د «بايزاس» په نوم افسانوي پاچا د «میګاري» نېواکګرو د رهبر او ښار ته د خپل نوم ورکونکي بنسټګر په توګه يادوي. په «چالسډون» کې «کيپ مودا» لومړی هغه ځای و چې په ۶۸۵مخزېږديز کې د «ميګارا» يوناني استوګنو د ابادولو لپاره غوره کړ، دا په ۶۶۷مخزېږديز کې د «بايزاس» پاچا تر مشرۍ لاندې د «بوسفوريوس» په اروپايي اړخ کې د «بايزانشن» له مستعمره کولو مخکې و. بايزانشن، د بايزانشن د پړاو په اوږدو کې، د يو لرغوني ساحلي کلي په سیمه کې جوړ شوی و چې «لايګوس» نومېدو، «اکروپوليس» په هغه ځای اباد و، چېرته چې اوس د «توپکاپي» ماڼۍ اباده ده. [۲۰][۲۱][۲۲]

د بريالي «سیپتیمیوس سیوریس» په وړاندې د «پیسینیوس نایجر» له ملاتړ وروسته، دا ښار روم محاصره کړ او په ۱۹۶مخزېږديز کې يې د پام وړ زيان وليد. بايزانټيوم د روم سترواک «سیپتیمیوس سیوروس» بيا اباد کړ او ډېر ژر يې خپله پخوانۍ سوکالي تر لاسه کړه، د لنډ مهال لپاره سترواک د خپل زوی په وياړ د «اګستا انتونینا» نوم ورکړ.[۲۳]

وروستی رومي پړاو او ختيځه رومي (بيزانس) سترواکي[سمول]

وروسته له هغې چې ويل کېږي یو پیغمبري خوب د دې ښار موقعيت په ګوته کړ، په ۳۲۴ کې د ستر قسطنطین پام د بايزانتيوم د موقعيت پر لور واوښت؛ خو احتمالاً د دې وړاندوينې تر شا رېښتينی دليل په «بوسفوريوس» کې د ۳۲۴ د سپتمبر په ۱۸ نېټه د «کرايسوپولس» (Üsküdar) په جګړه کې د «ليسينيوس» په وړاندې د قسطنطین وروستۍ بريا وه، کومې بريا چې د شريکو رومي سترواکانو تر منځ کرونۍ جګړه پای ته ورسوله او د «تیتراکي» نظام پاتې شوني يې ختم کړل، د کوم په جریان کې چې نیکومیډیا (اوسنۍ ازمیت، د استانبول ختیځ ته ۱۰۰ کیلومتره لرې) د رومي سترواکۍ تر ټولو مخکښ مرکزي ښار و.[۲۴]

بايزانټیم (چې بيا د نوا روما نوم او بالاخره د قسطنطنيې نوم ورکړل شو، يعنې د قسطنطين ښار) په رسمي ډول په ۳۳۰ کې د روم سترواکۍ نوې پلازمینه اعلان شوه. په ۳۳۷ کې قسطنطين د خپلې واکمنۍ په پای کې، د شرېکې ټولواکۍ په يو نظام کې خپل درې زامن د روم د ستراوکۍ شريک وارثان اعلان کړل. په هر حال، د هغه زامنو ونه شول کولای په سوله ييز ډول حکومت وکړي او د هغوی پوځي مخالفتونو دا سترواکي په شمال-سويل ليکه د بالکان ټاپپوزمې په اوږدو کې سره ووېشله. دا سیمه په رسمي ډول په ۳۹۵ کې هغه مهال ووېشل شوه، کله چې «تیوډوسیس» (واکمني ۳۹۵-۳۷۹) مړ شو، د «هونوریوس» په نوم يو زوی يې د لوېدیځ روم سترواک په توګه او د «ارکادیوس» په نوم بل زوی يې د ختیځ روم (بيزانس) د سترواک په توګه پرېښودل.  [۲۴]

قسطنطنیه د بيزانسي سترواکۍ پلازمینه شوه. له دې امله چې په دې ښار کې د سترواکۍ ځواک راټول و، تر څنګ يې د اروپا او اسيا لويو وچو او وروسته بيا د افريقا او نورو سيمو تر منځ په تېره شوې مهمه لاره پروت و، د سوداګرۍ، کلتور، دیپلوماسۍ او ستراتیژۍ په برخه کې يې مهمه ونډه درلوده. دا د یوناني نړۍ مرکز او د بيزانس پړاو د ډېرې مودې لپاره د اروپا تر ټولو ستر ښار و. په ۳۱۲ کې د قسطنطین له خوا د مسيحيت په منلو سره، رومي سترواکي د مسيحي کېدو پر لور روانه شوه او په ۳۸۱ کې، د لومړي «تیوډوسیس» د واکمنۍ پر مهال، «نيکن» مسيحيت د رومي سترواکۍ رسمي دولتي دين وګرځېد، په دې ډول قسطنطنیه په یو وده کونکي مذهبي مرکز بدله شوه.[۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. (په 2009-01-10 باندې). Istanbul's ancient past unearthed. BBC.
  2. Algan, O.; Yalçın, M.N.K.; Özdoğan, M.; Yılmaz, Y.C.; Sarı, E.; Kırcı-Elmas, E.; Yılmaz, İ.; Bulkan, Ö.; Ongan, D.; Gazioğlu, C.; Nazik, A.; Polat, M.A.; Meriç, E. (2011). "Holocene coastal change in the ancient harbor of Yenikapı–İstanbul and its impact on cultural history". Quaternary Research. 76 (1): 30. Bibcode:2011QuRes..76...30A. doi:10.1016/j.yqres.2011.04.002. S2CID 129280217. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Bu keşif tarihi değiştirir". hurriyet.com.tr. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Marmaray kazılarında tarih gün ışığına çıktı". fotogaleri.hurriyet.com.tr. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Cultural Details of Istanbul". Republic of Turkey, Minister of Culture and Tourism. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Janin, Raymond (1964). Constantinople byzantine. Paris: Institut Français d'Études Byzantines. د کتاب پاڼي 10ff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Pliny the Elder, book IV, chapter XI". 2016-12-29. مؤرشف من الأصل في ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. On leaving the Dardanelles we come to the Bay of Casthenes, ... and the promontory of the Golden Horn, on which is the town of Byzantium, a free state, formerly called Lygos; it is 711 miles from Durazzo,... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bloom, Jonathan; Blair, Sheila S.; Blair, Sheila (2009-05-14). Grove Encyclopedia of Islamic Art & Architecture: Three-Volume Set (په انګلیسي ژبه کي). OUP USA. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-530991-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Istanbul | History, Population, Map, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Smith, William George (1860). A New Classical Dictionary of Greek and Roman Biography, Mythology and Geography. د کتاب پاڼې 1003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Harl, Kenneth (2015-08-26). "Early Medieval and Byzantine Civilization: Constantine to Crusades". مؤرشف من الأصل في ۲۶ اگسټ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bosworth, Clifford Edmund (2007-01-01). Historic Cities of the Islamic World (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب پاڼې 210. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-15388-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. BBC: "Istanbul's ancient past unearthed" Published on 10 January 2007. Retrieved on 3 March 2010.
  14. Hürriyet: Bu keşif tarihi değiştirir (2 October 2008)
  15. Hürriyet: Photos from the Neolithic site, circa 6500 BC
  16. "Cultural Details of Istanbul". Republic of Turkey, Minister of Culture and Tourism. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pliny the Elder, book IV, chapter XI: "On leaving the Dardanelles we come to the Bay of Casthenes, ... and the promontory of the Golden Horn, on which is the town of Byzantium, a free state, formerly called Lygos; it is 711 miles from Durazzo, ..." Archived 1 January 2017 at the Wayback Machine.
  18. Vailhé, S. (1908). "Constantinople". Catholic Encyclopedia 4. New York: Robert Appleton Company. 
  19. Janin, Raymond (1964). Constantinople byzantine. Paris: Institut Français d'Études Byzantines. د کتاب پاڼي 10ff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Janin, Raymond (1964). Constantinople byzantine. Paris: Institut Français d'Études Byzantines. د کتاب پاڼي 10ff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Georgacas, Demetrius John (1947). "The Names of Constantinople". Transactions and Proceedings of the American Philological Association. The Johns Hopkins University Press. 78: 347–67. doi:10.2307/283503. JSTOR 283503. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Vailhé, S. (1908). "Constantinople". Catholic Encyclopedia 4. New York: Robert Appleton Company. 
  23. Smith, William George (1860). A New Classical Dictionary of Greek and Roman Biography, Mythology and Geography. د کتاب پاڼې 1003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Hunt, Lynn. The Making of the West, Peoples and Cultures. 2nd ed. A, To 1500. Mary Dougherty and Denise B. Wydra. Boston: Bedford/St. Martin's, 2005. p. 248
  25. Hunt, Lynn. The Making of the West, Peoples and Cultures. 2nd ed. A, To 1500. Mary Dougherty and Denise B. Wydra. Boston: Bedford/St. Martin's, 2005. p. 253