د اروپا کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اروپا کلتور د نوموړې قارې له هنر، معمارۍ، د فلم صنعت، د موسیقۍ بېلابېلو ډولونو، اقتصاد، ادبیاتو او فلسفې څخه منشا اخلي. اروپایي کلتور تر ډېره په هغه څه کې رېښې لري چې د یادې لویې وچې "عمده کلتوري میراث" بلل کېږي.[۱][۲]

تعریف[سمول]

د دغې موضوع په اړه یو زیات شمېر لیدلوري موجود دي چې په اړه یې په نظر کې نیول کېدی شي، خو دا ناشونې ده چې د اروپایي کلتور په اړه یو ځانګړی، د ټولو اړخونو درلودونکی مفهوم رامنځته شي. سره له دې، د معاصرې اروپا د کلتوري بنسټ رامنځته کېدلو په څېر یو شمېر مهم عناصر شته دي د کومو په اړه چې یوه خوله والی شتون لري. د دغو عناصرو یو لېست چې د کې. بوچمان له خوا ورکړل شوی دی په لاندې ډول دي: [۳][۴][۵]

  • یو ګډ کلتوري او روحاني میراث چې له یونانی-رومي لرغونې دورې، عیسویت، یهودیت، رسانس او د هغې له انسان پالنې، د روشنفکرۍ د سیاسي فکر، او د فرانسې له انقلاب، او د عصریتوب د پرمختګونو په شمول د سوسیالېزم ټول ډولونو څخه یې سرچینه اخیستې ده؛[۶]
  • یو بډای او خوځند مادي بنسټ لرونکی کلتور کوم چې د لوی توپیر یا د اروپا د معجزې پر مهال د صنعتي کېدو او استعمار په پایله کې نورو قارو ته ور غځېدلی دی؛[۶]
  • د یو وګړي په اړه ځانګړی مفهوم چې د قانوني توب د یوې بڼې د شتون او هغه ته د احترام په هغې بڼې سره څرګندېږي کومه چې د بشر حقونه او د وګړو ازادي تضمینوي.[۶]
  • له بېلابېلو نظمونو سره د حکومتونو کثرت، کوم چې یو بل د نوو نظریو په واسطه تغذیه کوي؛[۶]
  • له اروپا څخه بهر د خلکو، حکومتونو او ملیتونو درناوي.[۶]

برټینګ وایي چې دغه ټکي د اروپا تر ټولو مثبتو حقایقو سره برابري لري. د اروپایي کلتور مفهوم په عامه توګه د لوېدیځې نړۍ له کلاسیک تعریف سره تړاو لري. د دغه تعریف له مخې، لوېدیځ کلتور د ادبي، ساینسي، سیاسي، هنري او فلسفي اصولو یوه مجموعه ده چې هغه له ټولو نورو تمدنونو څخه جلا کوي. د دغه دودونو او پوهې د مجموعې زیاتره یې په لوېدیځ کانون یا نوموتو اثارو (Western canon) کې راټولې شوې دي. یاده اصطلاح په هغو هېوادونو پلې کېږي چې تاریخ یې په پیاوړې بڼه د ۱۸مې او ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ په اوږدو کې له اروپایي مهاجرتونو او مېشتېدنو سره مشخص شوی دی لکه امریکا ګانې او استرالېزیا (چې د استرالیا سره د ارام او هند سمندر تر منځ د ځینو قلمروونو د نومونو د پسوندونو ترکیب دی لکه میکرونېزیا، اندونېزیا، پولینېزیا)  او تر اروپا پورې محدود نه دی.[۷][۸]

په ادبیاتو کې د نوبل جایزې ګټونکی توماس ستیرنز ایلیوټ د ۱۹۴۸ز کال په خپل کتاب د کلتور د تعریف په لور یادښتونو کې په اروپایي کلتور باندې د عیسویت غالبه اغېزې ته اعتبار ورکړی دی: " دا عیسویت دی چې هنرونو پکې وده کړې ده؛ دا د عیسویت له برکته ده چې د اروپا قوانینو – تر دې وروستیو پورې رېښې لرلې دي".[۹]

هنر[سمول]

له لیکلي تاریخ څخه مخکې هنر[سمول]

د اروپا له لیکلي تاریخ څخه له مخکې څخه ژوندی پاتې هنر د مجسمو او د ډبرو هنر تشکیلوي. چې په هغه کې د انسان د بدن تر ټولو زوړ پېژندل شوی تمثیل د هوهلفېل زهره (Venus of Hohle Fel) چې تاریخ یې له ۴۰۰۰۰ تر ۳۵۰۰۰ م.ز سره تړاو لري، چې د جرمني په شچېلکلګن کې موندل شوې ده، او د شاوخوا ۳۰۰۰۰ م.ز کلونو د زمري په څېره کې د سړي مجسمه چې د هیکلونو د اړوند هنر تر ټولو بې بحثه زوړ اثر شامل دي. د شاوخوا ۱۱۰۰۰ م.ز کال لامبو وهونکې ګاوَزه په هډوکو یا د حیواناتو په ښکرو کې د تیږې د پخوانۍ علیا دورې (art of the Upper Paleolithic) له تر ټولو غوره مجدلینیایي حکاکیو څخه شمېرل کېږي. په اروپا کې د تیږې منځنۍ دورې په پیل کې، د هیکلونو مجسمې په د پام وړ توګه رالږې شوې او تر رومي دورې پورې د عملي شیانو د تزییناتو په پرتله د اروپا د اوسپنې له دورې څخه د ګوندسترپ دېګ او د تروندهولو د لمریزې ګاډۍ  بالعکس د یو لږ مشهور عنصر په توګه پاتې شوې ده. د اروپا د غارونو تر ټولو زوړ هنر ۴۰۸۰۰م.ز کال ته ورګرځي[ وضاحت ته اړتیا لري] او په هسپانیا کې د اېل کاستیلو په غار کې موندل کېدای شي، په داسې حال کې چې د غارونو هنر په ټوله لویه وچه کې شتون لري. د ډبرو پر مخ نقاشۍ همداراز د لویو صخرو پر مخ تر سره شوې وې، خو د سولېدنې له کبله له نوموړو نقاشیو څخه لږ شمېر یې جوړې پاتې شوې دي. د ډبرو د نقاشۍ یوه ښه پېژندل شوې بېلګه د فنلنډ په سایما سیمه کې د استروانسالمي (Astuvansalmi) نقاشۍ بلل کېږي.

د مدیترانې د حوضې شامي مدیترانه یي هنر یوه جلا کټګوري تشکیلوي او اصلي تمرکز یې د انسان په هیکل باندې دی، چې کله د جنګونو، نڅا، او ښکار دریو واړو په انځورولو سره، همدارنګه د نورو فعالیتونو او تشریحاتو لکه جامو اغوستنې سره، په لویو ډلو کې لیدل کېږي. څېرې یې بیا په عمومي توګه له طرحو سره په نرۍ نقاشۍ سره ښودل شوې دي چې د انسان او حیواناتو تر منځ یې اړیکې د ځانګړو هیکلونو بالعکس په ډېر احتیاط سره ښودلې دي. سلتي ماقبل التاریخي هنر د اروپا د اوسپنې د دورې د زیاتو برخو یوه بله جلا کټګوري ده او په عمومي توګه د لوړ کیفیت د فلز کارۍ په بڼه کې په ماهرانه ډول له پېچلو، ظریفو او تر ډېره خلصو ډیزاینونو سره، کله کله د منحني او مارپېچو شکلونو سره جوړ پاتې شوي دی. د انسان د پوره بدن څېرې په هره اندازه کې دومره نادرې دي چې نه شتون یې ښایي د مذهبي ناروا والي ښودنه وکړي. هغه وخت چې رومیانو سلتي قلمروونه فتح کړل، د برتانوي ټاپو ګانو په استثنا، چېرته یې چې د منځنیو پېړیو جزیره یي سبک تر اغېزې لاندې راوست، دغه سبک ورک شوی دی.

کلاسیک هنر[سمول]

لرغونی یوناني هنر د انسان د بدن د طبیعي اما آیدیال ښودلو لپاره په کوم کې چې په عمومي توګه لوڅې نارینه څېرې د نوښت محور وې، د نورو لرغونو کلتورونو څخه متمایز دی. د سبکي پرمختګ میزان د ۷۵۰ او ۳۰۰م.ز کلونو تر منځ د لرغونو ستندردونو پر بنسټ د پام وړ و، او په پاتې شوو اثارو کې په لرغونې یوناني مجسمه جوړونه کې په تر ټولو غوره توګه تر سترګو کېږي. په نقاشۍ کې د رنګ شوو کلالي لوښو له ساحې څخه بهر نور مهم ابداعات موجود وو، کوم چې باید د خپل لومړني کیفیت د نه پاتې کېدو له امله له سره بیا ورغول شي. له تورو څېرو سره نقاشي شوي کلالي لوښي او ورپسې له سور رنګو څېرو سره نقاشي شوي کلالي لوښي د لرغونو یوناني تزییني هنرونو اغېزناکې او مشهورې بېلګې دي. رومي هنر د لرغوني یونان تر اغېزې لاندې او تر یوې کچې پورې د لرغونې یوناني نقاشۍ او مجسمه جوړونې له نسل څخه بلل کېدای شي، اما همدارنګه د سیمه ییز اېټالوي اتروسکن هنر په واسطه هم په پیاوړې توګه اغېزمن شوی و.

مجسمه جوړونه ښایي د رومیانو له خوا د هنر د تر ټولو لوړې بڼې په توګه بلل کېده، حال دا چې د څېرو نقاشۍ ته هم په لوړه کچه پام شوی و. رومي مجسمه جوړونه د مخونو او سیما یواځینۍ نقاشي ده چې د ټولنې د لوړو طبقو او همدارنګه د خدایانو له انځورونو څخه را اخیستل شوې ده. په هر ترتیب، رومي نقاشي مهمې بې ساري ځانګړتیاوې لري. د جوړو پاتې شوو رومي نقاشیو په منځ کې دېوالي نقاشي دي، چې زیاتره یې په سویلي اېټالیا کې، په کامپانیا کې، په ځانګړې توګه په پومپي او هېرکولانیوم کې د ماڼیو نقاشۍ دي. دا ډول نقاشۍ په څلورو عمومي سبکونو یا دورو باندې ډلبندي کېدای شي او ښایي د سترګو د فرېب (trompe-l'œil)، کاذبې نما او خالصې منظرې لومړنۍ بلګې شاملې کړي. د عیسویت ابتدایي هنر له مشهور رومي، او د سترواکۍ له وروستنۍ دورې څخه وده کړېده او خپلې نښې نښانې یې له همدغو منابعو څخه اقتباس کړې دي.

د منځنیو پېړیو هنر[سمول]

د منځنیو پېړیو هنر په پراخه توګه د ختیځ روم د سترواکۍ په بېزانسي هنر، او په لوېدیځه اروپا کې په همدغه دوره کې په ظهور کوونکي ګوتیک هنر باندې طبقه بندي کولی شو.

بېزانسي هنر له خپل کلاسیک میراث څخه په پیاوړې توګه اغېزمن شوی و، اما خپل ځان یې د یو نوي، جلا، جمالیاتي هنر په توګه چې د طبیعت پالنې ضد (anti-naturalism) او سمبول پالنې سره په لېواله سیما سره راڅرګند شو.

سرچينې[سمول]

  1. Mason, D. (2015). A Concise History of Modern Europe: Liberty, Equality, Solidarity. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Berting 2006, p. 51
  3. K. Bochmann (1990) L'idée d'Europe jusqu'au XXè siècle, quoted in Berting (2006:52). Cf. Davies (1996:15): "No two lists of the main constituents of European civilization would ever coincide. But many items have always featured prominently: from the roots of the Christian world in Greece, Rome and Judaism to modern phenomena such as the Enlightenment, modernization, romanticism, nationalism, liberalism, imperialism, totalitarianism."
  4. Cf. Jordan-Bychkov (2008:13), Davies (1996:15), Berting (2006:51-56).
  5. Cederman (2001:2) remarks: "Given the absence of an explicit legal definition and the plethora of competing identities, it is indeed hard to avoid the conclusion that Europe is an essentially contested concept." Cf. also Davies (1996:15); Berting (2006:51).
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ Berting 2006, p. 52
  7. Duran (1995:81)
  8. Berting 2006, p. 51
  9. "EliotPassages". www3.dbu.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)