د اروپا هنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اروپا هنر یا لویدیځ هنر، په اروپا کې د لويدیځ یا تجسمي هنر تاریخ رانغاړي. د اروپا ماقبل التاریخ هنرد ګرځنده رنګونې (نقاشۍ) په توګه د ډبرو لوړې منځنۍ دورې او ډبرلیک دورې کې پیل شوی او د ډبرو منځنۍ دوره او اوسپنې دورې ترمنځ د دورې ځانګړتیا وه. د اروپا د هنر لیکل شوي تاریخونه ډېری د لرغوني اسرائیل او د لرغوني اژه تمدنونو له هنر سره پیل کیږي، چې لرغونوالی یې د درېیمې مخکې له میلاد زریزې ته رسېږي. د دې اړینو کلتورونو سره موازي، په ټوله اروپا کې هر یو ډول هنر شتون درلود، هر ځای چې به خلک وو، هلته به یې خپلې نښې لکه کیندل، سینګار شوي آثار او لویې ولاړې ډبرې پر ځای پرېښودې. په هرحال، په اروپا کې د هنري پرمختګ یوه ثابته نمونه یوازې د لرغوني یونان له هنر سره چې د روم له خوا منل شوی او بدلون یې موندلی روښانه کیږي، چې د روم سترواکۍ له خوا اروپا، شمالي افریقا او لویدېځې آسیا ډېریو برخو ته لېږدول شوی دی.[۱][۲]

اروپایی هنر په یو شمیر سبکي دورو کې تنظیم شوی، چې په تاریخي لحاظ د بېلابېلو سبکونو وده په بېلابېلو سیمو کې رانغاړي. په پراخه توګه دغه دورې: کلاسیک، بیزانس، منځنۍ پیړۍ، ګوتیک، رنسانس، باروک، روکوکو، نیوکلاسیک، عصري، پوسټ ماډرن او نوې اروپایې نقاشۍ په کې شاملې دي.[۳][۴][۵][۶]

له تاریخ دمخه هنر[سمول]

د اروپا له تاریخ دمخه هنر د اروپا د کلتوري میراث یوه مهمه برخه ده. د هنر تاریخ له تاریخ دمخه معمولا په څلورو اصلي دورو وېشل شوی دی: د ډبرې دوره، د ډبرو نوې دوره، د برونزو دوره او د اوسپنې دوره. د دې دورې ډېری پاتې شوي آثار کوچنۍ مجسمې او د سمڅو نقاشۍ دي.[۷]

د ماقبل التاریخ ډېری ژوندي پاتې شوي هنرونه د لېږد وړ کوچنۍ مجسمې دي چې د ښځینه وینوس مجسمې یوه کوچنۍ ډله لري، لکه د وینوس د ویلنډرف (۲۲۰۰۰ تر ۲۴۰۰۰ مخکې له میلاد) چې په ټولې مرکزي اروپا کې موندل شوي. د لوونمنش۳۰ سانتي متره مجسمه شاوخوا ۳۰۰۰۰ کاله مخکې له میلاد څخه،هغه ټوټې یې موندل شوي چې ښایي د هغې سره تړاو ولري. [۸][۹][۱۰][۱۱]

رومي[سمول]

د روم هنر د یونان له خوا اغیزمن شوی و او تر یوه حده یې د لرغوني یوناني نقاشۍ او مجسمې د زوزات په توګه ګڼلای شو، خو د ایټالیا د محلي ایټروسکان هنرله خوا هم په کلکه اغیزمن شوی. رومي مجسمه جوړونه، په اصل کې د ټولنې د لوړو طبقو څخه اخیستل شوی انځور او همدارنګه د ارباب الانواعو او الهو له انځورونو څخه اخیستل کیږي. په هرحال، رومي نقاشي د مهمو ځانګړتیاوو درلودونکې ده.[۱۲][۱۳]

روماني[سمول]

روماني هنر هغه دوره ده چې له شاوخوا ۱۰۰۰ نه تر ۱۲ پیړۍ پورې د ګوتیک هنر د راڅرګندېدو دورې ته اشاره کوي. دا د زیاتیدونکې سوکالۍ دوره وه او لومړنۍ دوره وه چې په ټوله اروپا کې د سکینډینیویا نه تر سیسلي پورې یو همغږی سبک لیدل کیده. روماني هنر پیاوړی او مستقیم دی، په اصل کې یې روښانه رنګ درلود او ډېری وختونه خورا پېچلی و. د دې دورې معمارۍ د ژورو دېوالونو او سر ګردو کړکیو سینګار د کیندلو له لارې ترسره شوي.

ګوتیک[سمول]

ګوتیک هنر یوه متغیره اصطلاح ده چې له هنر، ځای او وخت پورې اړه لري. دا اصطلاح په ۱۱۴۰ کې د ګوتیک معمارۍ څخه رامنځته شوه، خو د ګوتیک نقاشي شاوخوا ۱۲۰۰ پورې څرګنده نه شوه. د ګوتیک مجسمه په فرانسه کې په ۱۱۴۴ کې د S. Denis کلیسا له ترمیم سره زیږیدلې او په ټوله اروپا کې خپره شوه، په ۱۳ پیړۍ کې دا د روماني پر ځای نړیوال سبک شو. نړیوال ګوتیک د ۱۳۶۰ز کال څخه تر ۱۴۳۰ پورې د ګوتیک هنر تشرېح کوي، تر هغه وروسته ګوتیک هنر په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو ځایونو کې د رنسانس هنر سره یوځای شو. د دې دورې په بهیر کې شکلونه لکه نقاشي په لندو ګچو او تابلوګانو کې نوی اهمیت پیدا کوي او د دورې په پای کې نوې رسنۍ لکه چاپ شاملې دي.

رنسانس[سمول]

رنسانس د لرغوني یونان او روم په هنرونو باندې د تمرکز له امله ځانګړی کېږي، کوم چې د نقاشۍ او مجسمې په تخنیکي اړخونو کې او همدارنګه د دوی په موضوع کې د ډېریو بدلونونو لامل شوی. دا کار په ایټالیا کې، هغه هېواد چې د رومي میراث له پلوه بډای او همدارنګه د هنرمندانو د مادي تمویل لپاره غوره ځای و پیل شو، د رنسانس په بهیر کې، انځورګرانو په انځورګري کې د نویو تخنیکونو په کارولو سره د خپل کار ریالیزم ته وده ورکړه.

هنرمندانو هم د رڼا او تیارو په ښه توګه تنظیمولو کې د نویو تخنیکونو کارول پیل کړل، لکه د ټیټان په ډېری انځورونو کې د درجې توپیر او د لیونارډو دا وینچي له خوا د sfumato او chiaroscuro پراختیا. مجسمې جوړوونکو هم د ډېرو پخوانیو تخنیکونو، لکه کانټراپوستو په بیا موندلو پیل وکړ.

د رنسانس پیل[سمول]

د رنسانس مفکوره لومړی د ایټالیا په فلورنس ښار کې څرګنده شوه. مجسمه جوړونکی ډوناتیلو کلاسیکو تخنیکونو ته لکه کانټراپوستو ته مخه کړه، د هغه دویمه مجسمه د ډیویډ وه چې د روم سترواکۍ راهیسې په اروپا کې د برونزو لومړنۍ وړیا جوړه شوې بربنډه مجسمه وه. مجسمه جوړوونکی او معمار برونلسکی د الهام لپاره د پخوانیو رومي ودانیو معماري نظریات مطالعه کړل. ماساچیو بشپړ عناصر ،لکه: جوړښت، انفرادي بیان او د انسان بڼه پر دېوالي نقاشیو ته مخه کړه.

لوړ رنسانس[سمول]

په ایټالیا کې د ۱۵ پیړۍ هنري پرمختګونو (د مثال په توګه: د لید سیسټمونو سره مینه، د اناتومي کلاسیک کلتورونو انځورول ) د ۱۶ پېړۍ په بهیر کې وده وکړه، د ۱۵ پیړۍ لپاره د «لومړني رنسانس» او د ۱۶ پیړۍ لپاره «لوړ رنسانس» نومونه ځانګړي شوو. که څه هم هیڅ یو سبک د لوړ رنسانس ځانګړتیا نه لري، د هغو کسانو هنر چې له دې دورې سره خورا نږدې تړاو لري - لیونارډو دا وینچي، رافایل، مایکل انجیلو، او ټیټان د حیرانتیا وړ مهارت هم فني او هم جمالیاتی څرګندوي. د لوړ رنسانس هنرمندانو د داسې ځواک درلودونکي آثار رمنځته کړل چې د راتلونکي هنرمندانو نسلونو د لارښوونې لپاره په دې هنري کارونو تکیه وکړه.

عصري هنر[سمول]

د ریالیزم له طبیعي اخلاقو څخه لرې یو لوی هنري خوځښت د امپریسیونیزم په نوم رامنځته شو. امپریونیستان په انځورګرۍ کې د نور په کارولو کې مخکې وو. اډګر دیګاس، اډوارډ منیټ، کلاډ مونیټ، کیملی پیسارو، او پیری-اګسټ رینوایر، ټول د امپریسیونیزم په غورځنګ کې شامل وو. د امپریسیونیزم مستقیمه پایله د پوسټ امپریسیونیزم پراختیا وه. پاول سیزان، وینسنټ وان ګوګ، پاول ګوګین، جورجس سیورټ نامتو پوسټ امپریسیونیستان پیژندل شوي. دي

معاصر هنر او پوسټ موډرن هنر[سمول]

عصري هنر د څو ځانګړتیاوو چې وروسته د پوسټ مډرن هنر په توګه تعریف شوي وړاندوینه یې کوي؛ د حقیقت په توګه، د عصري هنر ډیری حرکتونه اکثرا دواړه عصري او پوسټ موډرن په توګه ډلبندي کیدای شي، لکه پاپ هنر. د مثال په توګه: د پوسټ موډرن هنر په عمومي توګه په کنایې، تمثیل او طنز باندې ډیر ټینګار کوي؛ عصري هنر د هنر په اړه د یوې ډیرې کنايي طریقې رامنځته کول پیل کړل چې وروسته یې له  مډرن شرایطو سره پرمختګ وکړ. پوسټ مډرن هنر د لوړ او غوره هنر او د ټیټ او سوداګریزو هنرونو ترمنځ توپیرونه او تتوالی مطالعه کوي.[۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Oosterbeek, Luíz. "European Prehistoric Art". Europeart. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Boardman, John ed., The Oxford History of Classical Art, pp. 349-369, Oxford University Press, 1993, کينډۍ:ISBN
  3. Hause, S. & Maltby, W. (2001). A History of European Society. Essentials of Western Civilization (Vol. 2, pp. 245–246). Belmont, CA: Thomson Learning, Inc.
  4. Banister Fletcher excluded nearly all Baroque buildings from his mammoth tome A History of Architecture on the Comparative Method. The publishers eventually rectified this.
  5. Murray, P. and Murray, L. (1963) The Art of the Renaissance. London: Thames & Hudson (World of Art), p. 9. کينډۍ:ISBN. "...in 1855 we find, for the first time, the word 'Renaissance' used — by the French historian Michelet — as an adjective to describe a whole period of history and not confined to the rebirth of Latin letters or a classically inspired style in the arts."
  6. "Art of Europe". Saint Louis Art Museum. Slam. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Oosterbeek, Luíz. "European Prehistoric Art". Europeart. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hahn, Joachim, "Prehistoric Europe, §II: Palaeolithic 3. Portable art" in Oxford Art Online, accessed 24 August 2012; Sandars, 37-40
  9. Sandars, 75-80
  10. Sandars, 8-16, 29-31
  11. Sandars, 253-257, 183-185
  12. "Roman Painting". Art-and-archaeology.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Roman Painting". Heilbrunn Timeline of Art History. The Metropolitan Museum of Art. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "General Introduction to Postmodernism". Cla.purdue.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)