د اروپا د بشري حقونو محکمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اروپا د بشري حقونو محکمه ECHR یا ECtHR چې د ستراسبورګ محکمې په نوم هم پېژندل کېږي د اروپا د شورا یوه نړیواله محکمه ده چې د بشري حقونو په اړه د اروپا میثاق تفسیر کوي. محکمه هغه غوښتنلیکونه څېړي چې ادعا کوي د یو متعهد هېواد په میثاق کې له ذکر شويو یوه یا ډېرو بشري حقونو نه یا د هغه اختیاري پروتوکولونو نه چې یو هېواد یې غړی وي، سرغړونه کړې وي. د بشري حقونو په اړه د اروپا میثاق د "ECHR" لومړیو حروفو په وسیله هم مشخص کېږي. محکمه د فرانسې په ستراسبورګ کې موقعیت لري.[۱]

یو فرد، د افرادو یوې ډلې، یا یو یا ډېرو نورو متعهد هېوادونه کولی شي غوښتنلیک وسپاري. محکمه کولی شي د احکامو سربیره مشورتي نظرونه هم صادر کړي. دغه میٍثاق د اروپا د شورا په چوکاټ کې تصویب شو او  ټول ۴۷ غړي هېوادونه یې د کنوانسیون متعهد غړي دي. د قضايي تفسیر لپاره د محکمې لومړنۍ وسیله د ژوندي سند اصل دی، په دې معنی چې کنوانسیون د اوسنیو شرایطو په رڼا کې تفسیر شوی.

نړیوال حقوق پوهان ECtHR  په نړۍ کې د بشري حقونو ترټولو اغېزمنه نړیواله محکمه بولي. سره له دې محکمه د هغو احکامو چې د متعهدو اړخونو له خوا نه پلي کېدل او همدارنګه د قضیو د حجم مدیریت توازن او ورته لاسرسی له ننګونو سره مخ وو.[۲][۳][۴][۵][۶]

تاریخچه او جوړښت[سمول]

ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ زکال د ډسمبر په ۱۰ نیټه تصویب کړه چې موخه یې په هغه کې د مندرجو حقونو نړیوالې پېژندنې ته وده ورکول دي څو د بشري حقونو ساتنه په نړیواله کچه پیاوړې کړي.

د اروپا شورا په لندن کې د ۱۹۴۹ زکال د مې میاشتې په ۵ جوړه شوه، د شورا غړي په دې نظر دي چې د ملګرو ملتونو اعلامیه هڅه کوي د نړیوالې او اغیزمنې پېژندنې او په هغه کې د مندرجو حقونو پلي کېدل تضمین کړي.

دغه محکمه  د بشري حقونو د اروپایي کنوانسیون د ۱۹ مادې پر بنسټ د ۱۹۵۹ زکال د جنورۍ په ۲۱ کله چې د اروپا شورا د پارلماني اسمبلۍ له خوا یې لومړني غړي وټاکل شول، جوړه شوه. په پیل کې د بشري حقونو اروپايي کمېسیون له خوا محکمې ته  لاسرسی محدود وو چې په ۱۹۹۸ ز کال کې لغوه شوه. محکمې د خپلو لومړیو کلونو په ترڅ کې فعالیت کم وو او د قضیې ډیر قوانین یې نه وو راټول کړي، لومړی یې په ۱۹۶۸ ز کال کې د اتریش پر وړاندې په نیومیسټر کې سرغړونه وموندله. کنوانسیون محکمه مؤظفه کوي چې د کنوانسیون او د هغو پروتوکولونو په اړه د متعهدوهېوادونو له خوا د ورکړل شویو ژمنو د رعایت ډاډ ورکړي، یعنې د اروپا شورا په غړو هېوادونو کې د اروپا کنوانسیون اجراء او پلي کول تضمینوي.[۷][۸]

د اروپا د شورا د محکمې په توګه[سمول]

د اروپا د بشري حقونو محکمه چې د بشري حقونو په اړه د اروپا کنوانسیون پلی کوي، د اروپا د شورا ترټولو غوره پېژندل شوې اصلي برخه ده. د اروپا شورا CoE (فرانسوي: Conseil de l'Europe, CdE  ) یو نړیوال سازمان دی چې د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او د قانون واکمنۍ د ملاتړ لپاره په ۱۹۴۹ ز کال کې تاسیس شوی، ۴۷ غړي هېوادونه لري، د نږدې ۸۲۰ مېلیونه نفوس سره او د نږدې ۵۰۰ مېلیونه یورو کلنۍ بودیجې سره فعالیت کوي.[۹][۱۰]

دغه سازمان د اروپایي ټولنې  EU د ۲۷ هېوادونو نه بېل دی، که څه هم ځینې وختونه د هغې سره غلطي کېږي، یو څه د دې لپاره چې EU د اروپا اصلي بیرغ منلی چې د اروپا شورا لخوا په ۱۹۵۵ کال کې رامنځته شوی او همدارنګه د اروپا ملي ترانې لپاره. تر اوسه هېڅ هېواد د اروپا شورا له غړیتوب پرته له اروپايي ټولنې سره نه دی یوځای شوی. د اروپا شورا د ملګرو ملتونو رسمي څارونکې ده.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Anagnostou, Dia (30 April 2013). European Court of Human Rights: Implementing Strasbourg's Judgments on Domestic Policy (په انګلیسي ژبه کي). Edinburgh University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7486-7058-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. von Staden, Andreas (2018). Strategies of Compliance with the European Court of Human Rights: Rational Choice Within Normative Constraints (په انګلیسي ژبه کي). University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-5028-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite conference
  4. Helfer, L. R. (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Redesigning the European Court of Human Rights: Embeddedness as a Deep Structural Principle of the European Human Rights Regime"]. European Journal of International Law 19 (1): 125–159. doi:10.1093/ejil/chn004. 
  5. Emmert, Frank; Carney, Chandler (2017). "The European Union Charter of Fundamental Rights vs. The Council of Europe Convention on Human Rights and Fundamental Freedoms - A Comparison" (in en). Fordham International Law Journal 40 (4). https://ir.lawnet.fordham.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=2674&context=ilj. 
  6. Goldhaber, Michael (2008). A People's History of the European Court of Human Rights (په انګلیسي ژبه کي). Rutgers University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-4461-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The court in brief" (PDF). European Court of Human Rights. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bates, Ed (2010). The Evolution of the European Convention on Human Rights: From Its Inception to the Creation of a Permanent Court of Human Rights. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 179–180. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-920799-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. . BBC News - Profile: The Council of Europe.
  10. Council of Europe, Budget, Retrieved: 21 April 2016
  11. Council of Europe. "The European flag". Retrieved 18 April 2016
  12. Council of Europe. "The European anthem". Retrieved 18 April 2016
  13. Council of Europe. "How to Distinguish Us". Retrieved: 18 April 2016
  14. "Intergovernmental Organizations". www.un.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)