د اروپايي اتحادیې سیاسي نظام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اروپايي اتحادیې سیاسي نظام د دغې اتحادیې د ځانګړي طبیعت له امله له ډېرو نورو سیاسي جوړښتونو او دولتونو سره توپیر لري. اروپايي اتحادیه یو کنفدراسیون ته ورته ده، چېرې چې د سیاست ګڼ شمېر حوزې د قانون جوړولو په موخه سره فدرال کېږي؛ د بهرني سیاست، دفاعي سیاست او د مستقیمو مالیاتو ډېری سیاستونه د اووه ویشتو غړو دولتونو لپاره خوندي دي (اتحادیه د توکو په ارزښت باندې د مالیاتو کچه محدوده کوي). دغه سیمې په عمومي ډول د اروپايي اتحادیې د غړو دولتونو تر کنټرول لاندې دي، په داسې حال کې چې په دغو سیمو کې په مشخصه کچه سازمان شوې او همغږې همکارۍ هم ترسره کېږي. د دې لپاره چې اروپايي اتحادیه په دغو برخو کې یو لړاساسي اقدامات ترسره کړي، ټول غړي هېوادونه باید ورسره رضایت وښیي. د اتحادیې قوانین د تاریخي کنفدریشنونو په پرتله تر ډېره د غړو دولتونو قوانین په پام کې نه نیسي؛ په داسې حال کې چې اروپايي اتحادیه په قانوني ډول د خپلو واکونو څخه بهر د قانون جوړولو حق نه لري، خو که چېرې هغه د دولت او یا هم سیمه يیزې کچې (فرعي) سره مناسب نه وي، هغه مهال بیا له خپلو انحصاري واکونو پورته عمل کوي.

مشترک بنسټونه د اروپايي اتحادیې بین الحکومتي او فراملي (فدرال ته ورته) اړخونه سره ګډوي. د اروپايي ټولنې هوکړې څرګندوي چې، دغه اتحادیه د استازولۍ دیموکراسي پربنسټ ده او د اروپا د پارلمان لپاره مستقیمې ټاکنې ترسره کېږي. پارلمان له شورا سره یوځای د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکی مټ جوړوي. شورا له ایالتي حکومتونو جوړه ده چې د اروپايي اتحادیې د بین الحکومتي طبیعت استازولي کوي. د قوانینو وړاندیز د اروپايي کمیسیون له خوا کېږي چې د پارلمان او شورا له خوا ټاکل کېږي او هغو ته ځواب ورکوونکی دی، په داسې حال کې چې دغه کمیسیون ډېر کم اجرائیوي واک لري.

په داسې حال کې چې مستقیمې ټاکنې په هرو پنځو کلونو کې ترسره کېږي، خو په ملي معنا په کې هیڅ سیاسي منسجم ګوندونه نشته. پر ځای یې د یوې ایدیالوژي لرونکو ګوندونو ائتلاف شتون لري چې له یوبل سره په خوا کې په پارلمان کې کښېني او رایه ورکوي. دوه لوی ګوندونه یې د اروپا د خلکو ګوند (European People's Party) (مرکزي – ښی اړخی، تر ډېره عیسوي دیموکرات) او د اروپايي سوسیالیستانو ګوند (Party of European Socialists) (مرکزي – کیڼ اړخی، تر ډېره سوسیال دیموکرات) دي چې لومړنی هغه یې له ۱۹۹۹ ز کال راهیسې د پارلمان لویه برخه جوړوي.

غړي هېوادونه[سمول]

په اروپايي اتحادیه کې اووه ویشت غړي هېوادونه شتون لري چې یو شمېر واکونه یې د اروپايي اتحادیې بنسټونو ته وربښلي (نور هېوادونه د نورو لارو چارو له مخې له اروپايي اتحادیې سره تړلي دي). د واکونو د ورکړې په بدل کې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د نورو مواردو په خوا کې په شورا کې د رایو ورکولو حق، په پارلمان کې چوکۍ او اروپايي کمیشنر لري. د غړو هېوادونو داخلي حکومتونه له ولسمشریز سیسټم څخه تر پاچاهیو، فدراسیونونو او کوچنیو دولتونو توپیر کوي، خو ټول غړي باید د کوپنهاګن شرایطو ته  درناوی ولري چې باید دیموکراتیک وي، د بشري حقونو درناوی وکړي او د آزاد بازار اقتصاد ولري. د دغې اتحادیې غړي د وخت په تېرېدو ورسره یوځای شوي، په ۱۹۵۸ ز کال کې د اصلي شپږو غړو هېوادونو څخه رامنځته او په نږدې راتلونکې کې نور غړي هم ورګډ شول.

یو شمېر غړي هېوادونه یې د اروپايي اتحادیې له ځانګړو برخو بهر دي، د بېلګې په توګه: یوروزون د ۲۷ غړو هېوادونو له ۱۹ څخه جوړ دی او په شنګن هوکړه کې اوس مهال د اروپايي اتحادیې یوازې ۲۲ غړي شامل دي. په داسې حال کې چې نور له دغو بلاکونو سره د یوځای کېدو په بهیر کې دي. له اروپايي اتحادیې څخه بهر هېوادونه د اروپايي ټولنې په یو شمېر چارو، لکه: یورو، شنګن، واحد بازار او دفاعي برخو کې داخل دي.[۱][۲][۳]

بنسټونه[سمول]

د اروپايي اتحادیې اصلي بنسټونه اروپايي کمیسیون، اروپايي شورا، د اروپايي اتحادیې شورا (شورا) او اروپايي پارلمان دي.

عادي مقننه کړنلاره یې د اروپايي اتحادیې د سیاست په نږدې ټولو برخو کې پلې کېږي. د دغه کړنلارې له مخې کمیسیون؛ پارلمان او شورا ته طرح وړاندې کوي. وروسته له هغه اصلاحیې شورا ته لېږي، ځکه هغوی کولای شي، متن د هغو له اصلاحیې سره تصویب او یا هم په اړه یې یو «مشترک درېځ» ولېږي. دغه وړاندیز کیدلای شي، د پارلمان له خوا تصویب شي او یا هم په هغو کې یو شمېر بدلونونه راوړل شي. که چېرې شورا هغه تائید نه کړي، نو بیا د «مصالحې کمېټه» جوړېږي. یاده کمیټه د شورا له غړو او د هغوی له شمېر سره مساوي د پارلمان له غړو جوړېږي، څو د اړوند مشترک دریځ پر سر هوکړې ته ورسېږي. کله چې په اړونده موضوع هوکړه ترلاسه شي، باید بیاځلي د پارلمان له خوا په مطلق اکثریت تایید شي. یو شمېر نورې ځانګړې کړنلارې په یو شمېر حساسو برخو کې شتون لري چې د پارلمان واک راکموي.[۴][۵]

پارلمان[سمول]

د اروپا پارلمان د اتحادیې لپاره د قانون جوړونې او بودیجې ټاکلو په برخه کې یو شمېر واکونه له شورا سره شریک کوي. د دغه پارلمان ۷۰۵ غړي په هرو پنځو کلونو کې د عمومي رایو ورکولو له مخې ټاکل کېږي او د سیاسي وفادارۍ له مخې چوکۍ خپلوي. د شورا پر خلاف چې د غړو هېوادونو استازولي کوي؛ دوی په مقننه بهیر کې د ټولو اروپايي وګړو استازولي کوي. په داسې حال کې چې پارلمان د اتحادیې د مقننه قوې له دوو جرګو یوه جوړوي، خو په یو شمېر محدودو برخو کې له شورا لږ واک لري او د قانون جوړونې ابتکار نه لري. په ورته مهال په کمیسیون باندې بیا هغومره واکونه لري چې شورا یې نه لري. د پارلمان واکونو د کلونو په اوږدو کې په پام وړ ډول زیاتوالی موندلی او آن په نږدې ټولو برخو کې له شورا سره یو مساوي واک لري.[۶]

اروپايي شورا[سمول]

اروپايي شورا د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو له ولسمشرانو څخه جوړه ده. دغه شورا په کال کې څلور ځله ناسته کوي، څو د دغې اتحادیې سیاستونه تعریف کړي او د اتحادیې د غړو یووالی څرګند کړي. د اروپايي شورا مشر د دغه بنسټ د چارو د مخته وړو او مشرتابه مسئولیت پر غاړه لري، چې د اروپايي اتحادیې د تر ټولو لوړ سیاسي ځایګي لرونکي کس په توګه توصیف کېږي.[۷]

د اروپايي اتحادیې شورا[سمول]

د اروپايي اتحادیې شورا (په نارسمي ډول د وزیرانو شورا او یا هم یوازې شورا په نوم پېژندل کېږي) هغه بنسټ دی چې مقننه واک او محدود اجرائیوي واک لري، له همدې امله د دغې اتحادیې د پرېکړې کولو اصلي مرجع ده. مشري یې په هرو شپږو میاشتو کې د غړو هېوادونو ترمنځ بدلېږي. دغه شورا د ۲۸ ملي وزیرانو (د هر هېواد څخه یو) جوړه ده. په ورته مهال د شورا ناستې د هغو له موضوعاتو سره اړوندې دي. د بېلګې په توګه: که چېرې د کرنې په موضوعاتو باندې بحث کېږي، شورا د هر هېواد د کرنې له وزیرانو جوړېږي. هغوی د خپلو دولتونو استازولي کوي او خپل ملي سیاسي نظام ته ځواب ویونکي دي. [۸]

کمیسیون[سمول]

اروپايي کمیسیون د هر غړي هېواد له یو انتصاب شوي غړي څخه جوړه ده، چې اوس مهال ۲۷ غړي لري، خو دغه کمیسیون داسې طراحي شوی چې له ملي ګټو خپلواک دی. دغه بنسټ د اروپايي اتحادیې د ټولو قوانینو د مسودې جوړولو او د قانون جوړونې د ابتکاراتو انحصار په واک کې لري. د اتحادیې ورځنۍ چارې څاري او مسئولیت لري چې له قوانینو او هوکړو ساتنه وکړي (د دغې دندې له مخې«د هوکړو ساتونکي» په توګه هم پېژندل کېږي). [۹]

سرچینې[سمول]

  1. ECB: Introduction: Euro area Archived 14 October 2008 at the Wayback Machine. ecb.int
  2. Schengen acquis and its integration into the Union Archived 27 May 2007 at the Wayback Machine. europa.eu
  3. EU Battlegroups europarl.europa.eu
  4. "Parliament's powers and procedures". European Parliament. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Decision-making in the European Union". Europa (web portal). د اصلي آرشيف څخه پر 11 اکتوبر 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه 18 سيپټمبر 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Parliament – an overview. Welcome". European Parliament. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. van Grinsven, Peter (سيپټمبر 2003). "The European Council under Construction" (PDF). Netherlands Institution for international Relations. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 28 سيپټمبر 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه 16 اګست 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Institutions: The Council of the European Union". Europa (web portal). د اصلي آرشيف څخه پر 3 جولای 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه 25 جون 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Institutions: The European Commission". Europa (web portal). د اصلي آرشيف څخه پر 23 جون 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه 25 جون 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)