د ارمنییانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندل
د ارمنیانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندل، د دې واقعیت په رسمي توګه منل دي چې د عثماني سترواکۍ له خوا له ۱۹۱۵ تر ۱۹۲۳ کال پورې هم د لومړۍ نړیوالې جګړې او هم له هغه وروسته د ارمنیانو منظمې عاموژنې او اجباري تبعید جوړوي.
له ترکیې نه بهر زیاتره مورخین دا حقیقت مني چې د عثماني سترواکۍ له خوا د ارمنیانو ځورونه یوه نسل وژنه وه. خو بیا هم، په علمي څېړنو او مدني ټولنو کې د ارمنيانو د عاموژنې د نسل وژنې د ماهیت په رسمیت پېژندلو سره، ځینې دولتونه له ترکیې سره د خپلو سیاسي اړیکو له امله نه غواړي چې دا نسل وژنه په رسمي توګه ومني.[۱][۲][۳][۴]
له ۲۰۲۳ کال راهیسې، د ۳۴ هېوادونو دولتونو او پارلمانونو چې ارجنټاین، برازیل، کاناډا، فرانسه، جرمني، یونان، ایټالیا، مکسیکو، هالنډ، پولنډ، پرتګال، روسیه، سویډن او امریکا متحده ایالات په کې شامل و، د ارمنیانو نسل وژنه یې په رسمیت وپېژندله.
دری هېوادونه لکه اذربایجان، ترکیه او پاکستان بیا د ارمنیانو نسل وژنه ردوي.
تر سره شوې نظرسنجي
[سمول]په ۲۰۱۵ کال کې، د شوا او فونډاپول د یاد بنسټ (Foundation for the Memory of the Shoah and Fondapol) له ۱۶ کلنۍ تر ۲۹ کلنۍ پورې له ۳۱۱۷۲ کسانو څخه په ۳۱ هېوادونو کې سروې وکړه او ترې ویې پوښتل چې «ستاسې په اند، ایا موږ کولای شو په ۱۹۱۵ کال کې د ترکانو له خوا د ارمنیانو د عاموژنې په تړاو د نسل وژنې په اړه خبرې وکړو؟» چې ۷۷ سلنه ځواب ورکوونکو مثبت ځواب ورکړی و. د مثبت ځواب تر ټولو لوړه فیصدي د فرانسې خلک چې ۹۳ سلنه خلکو مثبت ځواب ورکړی و او تر ټولو ټیټه فیصدي بیا د ترکیې خلک و چې ۳۳سلنه یې مثبت ځواب ورکړی و.[۵][۶]
نړیوال په رسمیت پېژندنه
[سمول]ملګري ملتونه
[سمول]د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال د جنګي جرمونو د کمېسیون رپوټ
[سمول]د ۱۹۴۸ کال د مۍ په ۱۵مه، د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزې شورا د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو د کمېسیون له (UNWCC) له خوا چمتو شوی ۳۸۴ مخیز رپوټ وړاندې کړ، کوم چې په لندن (د ۱۹۴۳ کال اکټوبر میاشت) کې د جنګي جرمونو او جنګي مجرمانو په اړه د معلوماتو د را ټولولو او تنظیم لپاره جوړ شوی و. دا رپوټ چې د لبنان د استازي ډاکتر کریم ازکول له خوا وړاندې شو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا د «جګړې د مجرمانو، هېواد پلورونکو او خاینانو او په تېره بیا د نورنبرګ او ټوکیو د محکمو له خوا د بشر د حقونو اړوند معلوماتو را ټولولو او خپرولو» د غوښتنې پر وړاندې یو ځواب و. دا رپوټ د کمېسیون د حقوقي کسانو له خوا ترتیب شوی و. دا رپوټ د ارمنیانو د نسل وژنې په اړه ډېر مهم ده، نه یوازې په دې خاطر چې د ۱۹۱۵ له پېښو څخه د تاریخي نمونو په توګه یې استفاده کړې ده، بلکې د نورنبرګ او ټوکیو د ۶ (ج) او ۵ (ج) مادو د مخینې په توګه او همداشان د ملګروملتونو له خوا د نسل وژنې د نوي منل شوي کنوانسیون په خاطر هم اهمیت لري، کوم چې د جګړې د جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو تر منځ توپیر بیانوي. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د را ټولو شوو معلوماتو او د ۱۹۱۹ د مسوولیتونو کمېسیون له خوا وړاندې شوو معلوماتو ته په ارجاع سره، چې د دې رپوت عنوان «د جګړې د مجرمینو له محکمې څخه را پورته شوې د بشر حقونو اړوند معلومات» و او هلته یې د ارمنیانو قضیه د یوه دولت له خوا د خپلو اتباعو پر وړاندې د تر سره شوو جنایاتو د یوې ښکاره بېلګې په توګه کارولې وه.[۷][۸]
دې رپوت همداشان دې ته اشاره کړې وه چې په داسې حال کې چې له جرمني، اطریش، هنګري او بلغاریا سره د پاریس د سولې تړونونه د «بشریت قوانینو» ته هېڅ اشاره نه لرله، او پر ځای یې ټول تورونه د «جګړې د قوانینو او دودونو» له مخې و، چې د سور د سولې تړون هم له ترکیې سره پر همدې ډول لاسلیک شوی. سربېره پر دې، د ارمني الاصله سویډني مورخ اویډین واهګان په وینا، له ۲۲۶ تر ۲۲۸ مادې هم د جګړې د دودونو په اړه اندېښنه ښودلې (د وارسای د تړون د ۲۲۸-۲۳۰ مادې پورې)، د سور تړن هم یوه ضافي ۲۳۰ ماده لري، چې په ښکاره ډول د متفقینو د ۱۹۱۵ کال د مۍ د ۲۴مې نېټې د «بشریت او تمدن پر وړاندې د تر سره شوو جرمونو» په اړه ده.[۹]
د ۱۹۸۵ کال د ملګرو ملتونو د نسل وژنې رپوټ، د «وایټیکر رپوټ»
[سمول]په ۱۹۸۵ کال کې، د ملګرو ملتونو له خوا د تبعیض د مخنیوي او د لږکیو د ساتنې فرعي کمېسیون له ځانګړې رپورټ او فرعي کمېسیون غړي بنیامین وایټیکر (انګلستان) څخه یو رپوټ د نسل وژنې د جرم د مخنیوي او سزا په اړه د شوې پوښتنې په اړه تجدیدشوی او تازه رپوټ(چې د وایټیکر رپوټ په نوم یادیږي) تر لاسه کړ، چې په دې رپوټ کې د عثماني سترواکۍ له خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د ارمنیانو منظمه عاموژنه د ملګرو ملتونو له خوا د نسل وژنې د تعریف د معیارونو پوره کوونکی او د ۲۰مې پېړۍ یو له نسل وژنو څخه ذکر شوی. د نوموړي رپوټ په ۱۹۸۵ کال کې د فرعي کمېسیون د ۳۸مې ناستې د پریکړې له مخې تر لاسه شو.[۱۰][۱۱]
کاتولیک کلیسا
[سمول]په ۲۰۱۵ کال کې، پاپ فرانسیس وویل چې د ارمنیانو نسل وژنه «په ۲۰مه پېړۍ کې لومړۍ نسل وژنه ګڼل کېږي». دا کلیمه بیا وروسته د ترکانو له کلک غبرګون وروسته هېڅ تکرار نه شوه، تر هغه چې د ۲۰۱۶ کال په جون میاشت کې هغه بیا پر دې خبرې ټینګار وکړ او خپل دریځ یې بیا د همدې نسل وژنې په اړه تکرار کړ او په کلکه سره یې د همدې نسل وژنې ردول وغندل. ترکیې په خپل ځواب کې پاپ د ترکیې پر وړاندې د «صلیبي ذهنیت» پر لرلو تورن کړ. واتیکان په کلکه سره دا تور رد کړ او ادعا یې وکړه چې پاپ په حقیقت کې د ارمنیانو او ترکانو تر منځ د پخلاینې غوښتونکی دی.[۱۲][۱۳]
د نسل وژنې د پوهانو نړیواله ټولنه
[سمول]په ۱۹۹۷ کال کې، د نسل وژنې د پوهانو نړیواله ټولنې (IAGS) داسې یوه پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې د ترکانو له خوا د ارمنیانو عاموژنه د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. [۱۴][۱۵]
د انتقالي عدالت لپاره نړیوال مرکز
[سمول]د ۲۰۰۲ کال په فبروري میاشت کې، د ترکانو ارمنیانو د پخلاینې د کمېسیون له خوا یوه خپلواکه حقوقي نظر پوښتنه تر سره شوه او د انتقالي عدالت د نړیوال مرکز له خوا خپره شوه، چې د هغې په ترڅ کې له ۱۹۱۵ تر ۱۹۱۸ کال پورې د عثمانیانو له خوا د ارمنیانو عاموژنه یوه نسل وژنه پېژندل شوې، خو په دې اړه هېڅ حقوقي عواقب تر لاسه نه شول ځکه چې دا نسل وژنه هغه مهال شوې وه چې د نسل وژنې کنوانسیون لا نه و تصویب شوی او نسل وژنه په نړیوال قانون کې کوم جرم نه و پېژندل شوی.[۱۶]
په ۲۰۰۷ کال کې، د بشریت لپاره د ایلي وایزل بنسټ د نوبل د جایزې د ۵۳ ګټونکو په لاسلیک سره یوه لیک ولیکه، چې په هغه کې یو ځل بیا د نسل وژنې د پوهانو پایله اخیستنه چې ګواکې په ۱۹۱۵ کال کې د ارمنیانو وژنه نسل وژنه وه، تایید شوه. د وایزل بنسټ همداشان پر دې ټینګار وکړ چې د ترکیې له خوا د ارمنیانو نسل وژنه د دې هېواد لپاره هېڅ «د جبران یا ځمکنۍ ادعا حقوقي بنسټ» نه لري.[۱۷][۱۸][۱۹]
اروپايي پارلمان
[سمول]د ۲۰۱۵ کال د اپریل په ۱۵مه، اروپايي پارلمان له هغه خوځښت څخه ملاتړ وکړ چې د عثماني ترکي ځواکونو له خوا یې د ۱.۵ میلیونه ارمنیانو عاموژنه نسل وژنه ګڼله، چې څو ورځې وروسته د پاپ فرانسیس له خوا د ورته پیغام تکرار د ترکیې قهرجن غبرګون را وپاراوه. دا کار پخوا هم په ۱۹۸۷، ۲۰۰۰، ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ کال کې تر سره شوی و.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
اروپايي پارلمان د پاپ له خوا وړاندې شوی پیغام وستایه. له رای ورکولو وړاندې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل چې: «ترکیه به د اروپايي پارلمان له خوا هر ډول تصمیم باندې سترګې پټې کړي او شخصاً زه خپل ځان ته د دفاع لپاره هېڅ زحمت نه ورکوم، ځکه چې ترکان هېڅکله د نسل وژنې کوم داغ نه لري».[۲۶][۲۷][۲۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Academic consensus:
- Bloxham, Donald (2003). "Determinants of the Armenian Genocide". Looking Backward, Moving Forward (په انګليسي). Routledge. pp. 23–50. doi:10.4324/9780203786994-3. ISBN 978-0-203-78699-4.
Despite growing scholarly consensus on the fact of the Armenian Genocide...
- Suny, Ronald Grigor (2009). "Truth in Telling: Reconciling Realities in the Genocide of the Ottoman Armenians". The American Historical Review. 114 (4): 930–946 [935]. doi:10.1086/ahr.114.4.930.
Overwhelmingly, since 2000, publications by non-Armenian academic historians, political scientists, and sociologists... have seen 1915 as one of the classic cases of ethnic cleansing and genocide. And, even more significantly, they have been joined by a number of scholars in Turkey or of Turkish ancestry...
- Göçek, Fatma Müge (2015). Denial of Violence: Ottoman Past, Turkish Present and Collective Violence Against the Armenians, 1789–2009. Oxford University Press. p. 1. ISBN 978-0-19-933420-9.
The Western scholarly community is almost in full agreement that what happened to the forcefully deported Armenian subjects of the Ottoman Empire in 1915 was genocide...
- Smith, Roger W. (2015). "Introduction: The Ottoman Genocides of Armenians, Assyrians, and Greeks". Genocide Studies International. 9 (1): 5. doi:10.3138/gsi.9.1.01. S2CID 154145301.
Virtually all American scholars recognize the [Armenian] genocide...
- Laycock, Jo (2016). "The great catastrophe". Patterns of Prejudice. 50 (3): 311–313. doi:10.1080/0031322X.2016.1195548. S2CID 147933878.
... important developments in the historical research on the genocide over the last fifteen years... have left no room for doubt that the treatment of the Ottoman Armenians constituted genocide according to the United Nations Convention on the Prevention and Punishment of Genocide.
- Kasbarian, Sossie; Öktem, Kerem (2016). "One hundred years later: the personal, the political and the historical in four new books on the Armenian Genocide". Caucasus Survey. 4 (1): 92–104. doi:10.1080/23761199.2015.1129787. S2CID 155453676.
... the denialist position has been largely discredited in the international academy. Recent scholarship has overwhelmingly validated the Armenian Genocide...
- "Taner Akçam: Türkiye'nin, soykırım konusunda her bakımdan izole olduğunu söyleyebiliriz". CivilNet (په تورکي). July 9, 2020. Archived from the original on January 16, 2021. نه اخيستل شوی December 19, 2020.
- Bloxham, Donald (2003). "Determinants of the Armenian Genocide". Looking Backward, Moving Forward (په انګليسي). Routledge. pp. 23–50. doi:10.4324/9780203786994-3. ISBN 978-0-203-78699-4.
- ↑ Loytomaki, Stiina (2014). Law and the Politics of Memory: Confronting the Past. Routledge. p. 31. ISBN 978-1-136-00736-1.
To date, more than 20 countries in the world have officially recognized the events as genocide and most historians and genocide scholars accept this view.
- ↑ Frey, Rebecca Joyce (2009). Genocide and international justice. New York: Facts On File. p. 83. ISBN 978-0-8160-7310-8.
- ↑ Öktem, Emre (2011). "Turkey: Successor or Continuing State of the Ottoman Empire?". Leiden Journal of International Law. Cambridge University Press. 24 (3): 561–583. doi:10.1017/S0922156511000252. S2CID 145773201.
- ↑ "a survey on memories of the 20th century among 31,172 young people aged between 16 and 29, carried out in 24 languages across 31 countries. presented by Dominique Reynié" (PDF). Archived from the original (PDF) on February 10, 2021. نه اخيستل شوی January 15, 2021.
- ↑ "How Many People Worldwide Recognize the Armenian Genocide?". Armenian National Committee of America. December 8, 2015. نه اخيستل شوی January 15, 2021.
- ↑ "E/CN.4/W.19". UN.org.
- ↑ Avedian, Vahagn (2018). Knowledge and Acknowledgement in the Politics of Memory of the Armenian Genocide. Routledge. ISBN 978-1-138-31885-4.
- ↑ Avedian, Vahagn (2018). Knowledge and Acknowledgement in the Politics of Memory of the Armenian Genocide. Routledge. ISBN 978-1-138-31885-4.
- ↑ "E/CN.4/Sub.2/1985/6 - E - E/CN.4/Sub.2/1985/6". undocs.org.
- ↑ Sassounian, Harut (2010). "Genocide Recognition and a Quest for Justice". Loyola Law Review. 32 (115).
- ↑ "'Mentality of the Crusades': Turkey and Pope Francis in row over Armenian genocide". The Guardian. Associated Press. June 26, 2016. نه اخيستل شوی November 17, 2016.
- ↑ "Pope Francis denounces Armenian 'genocide' during visit to Yerevan". The Guardian. Associated Press. June 24, 2016. نه اخيستل شوی November 17, 2016.
- ↑ The Armenian Genocide Resolution Unanimously Passed By The Association of Genocide Scholars of North America Archived July 21, 2011, at the Wayback Machine., The Armenian Genocide Resolution was unanimously passed at the Association of Genocide Scholars' conference in Montreal on June 13, 1997.
- ↑ Open letter to President Obama calling for acknowledgment of the Armenian Genocide Archived July 21, 2011, at the Wayback Machine., website of the IAGS, March 7, 2009. p. 2
- ↑ Waal, Thomas De (2015). Great Catastrophe: Armenians and Turks in the Shadow of Genocide (په انګليسي). Oxford University Press. pp. 212–213. ISBN 978-0-19-935069-8.
- ↑ "Letter from Nobel laureates published by Elie Wiesel Foundation, 9 April 2007" (PDF). Archived from the original (PDF) on August 9, 2007.
- ↑ Nobel Laureates Call For Armenian–Turkish Reconciliation, Radio Free Europe/Radio Liberty, April 10, 2007
- ↑ David L. Phillips (April 9, 2007). "Nobel Laureates Call for Turkish–Armenian Reconciliation" (PDF). The Elie Wiesel Foundation for Humanity. Archived from the original (PDF) on July 9, 2007.
- ↑ Ministry of Foreign Affairs (Turkey): 12 April 2015, Press Release Regarding the Statements Delivered During the Liturgy in Vatican on April 12, 2015
- ↑ "Texts adopted – Wednesday, 15 April 2015 – Armenian genocide 100th anniversary – P8_TA-PROV(2015)0094". europa.eu. نه اخيستل شوی June 2, 2016.
- ↑ "European Parliament Resolution". armenian-genocide.org. نه اخيستل شوی June 2, 2016.
- ↑ "European Parliament Resolution". armenian-genocide.org. نه اخيستل شوی June 2, 2016.
- ↑ "European Parliament Resolution". armenian-genocide.org. نه اخيستل شوی June 2, 2016.
- ↑ "European Parliament Resolution". armenian-genocide.org. نه اخيستل شوی June 2, 2016.
- ↑ "Armenian genocide centenary: MEPs urge Turkey and Armenia to normalize relations". European Parliament. April 15, 2015.
- ↑ European Parliament votes to call 1915 Armenian killings genocide. Reuters, April 15, 2015.
- ↑ European Parliament Urges Turkey to Recognize Armenian Genocide. The New York Times, April 15, 2015.