Jump to content

د ارمنیانو د نسل وژنې انکار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ارمنیانو د نسل وژنې انکار هغه ادعا ده چې عثماني سترواکۍ او د هغوی حاکم ګوند، د یووالي او پرمختګ کمېټې (CUP)، د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د خپلو ارمني وګړو نسل وژنه نه ده کړې – هغه جنایت چې په زیاترو شواهدو کې مستند شوې او د زیاترو پوهانو له خوا تایید شوې ده. د دې نسل وژنې عاملانو له دې کار څخه انکار کړی او ادعا یې کړې چې ارمنیان په عثماني سترواکۍ کې د پوځي دلایلو له مخې ځای پر ځای شوي و، نه د وژلو لپاره. له نسل وژنې وروسته، مجرمانه اسناد په منظم ډول له منځه ولاړل او د دې نسل وژنې انکار تر ۲۰۲۳ کال پورې د ترکیې د جمهوریت د هر دولت تګلاره ده، چې وروسته بیا له ۱۹۹۱ کال راهیسې د اذربایجان جمهوریت هم دا تګلاره غوره کړه.[۱][۲]

د ارمنیانو د نسل وژنې اکار د دې فرض له مخې و چې د ارمنیانو «ځای پر ځای کول» د ارمنیانو د ریښتیني یا فرض شوي پاڅون پر وړاندې یو مشروع دولتي اقدام و، چې د جګړې پر مهال یې د سترواکۍ شتون ګواښه. د دې کار انکار کوونکي ادعا کوي چې CUP د ارمنیانو د وژلو پر ځای، د ارمنیانو د بیا مېشت کېدو په لټه کې و. هغوی ادعا کوي چې د وژل شوو کسانو شمېر اغراق امیز ده او د وژل شوو کسانو شمېر له نورو عواملو سره تړي لکه کورنۍ جګړه، ناروغۍ، نامناسب د هوا حالات، سرکشه سیمه ییز چارواکي یا نورې کوردي یاغي ډلې. تاریخ لیکونکی رونالډ ګریګور سوني اصلي استدلال دا ډول را لنډوي: «دا نسل وژنه نه وه او د دې کار اصلي ملامتیا د ارمنیانو پر غاړه وه».[۳]

د دې انکار یو له تر ټولو مهم دلیل دا دی چې دې نسل وژنې دا زمینه برابره کړه تر څو د یوه ترکي ملیت لرونکی دولت رامنځته شي. د دې نسل وژنې په رسمیت پېژندل د ترکیې د جوړولو له افسانې سره په ټکر کې ده. له ۱۹۲۰مې لسیزې راهیسې، ترکیې د دې لپاره هڅه کړې تر څو په رسمي ډول د دې نسل وژنې په رسمیت پېژندلو یا هم په نورو هېوادونو کې د دې موضوع د یادولو مخنیوی وکړي؛ په دې هلوځلو کې پر لابي ګري، د څېړنیزو انسیتیتونو پر جوړولو، ګواښ او ارعاب باندې په میلیونونو امریکايي ډالر لګول شوي دي. دې انکار همداشان د ترکیې پر کورنیو تګلارو اغېز کړې او د ترکي په ښوونځیو کې یې په اړه تدریس کېږي؛ ځینو ترکي اتباعو چې دا نسل وژنه یې منلي، «ترکي توب ته په سپکاوي» تر قانوني څېړنو لاندې نیول شوي دي. د دې نسل وژنې اړوند د ترکیې د یوې پېړۍ د انکار هلې ځلې د دې لامل شوې چې دا نسل وژنه تر نورو نسل وژنو لږ بېله وښیي. اذربایجان هم دا نسل وژنه ردوي او په نړیواله کچه د دې نسل وژنې له رسمیت پېژندنې سره مبارزه کوي. د ترکیې زیاتره وګړي او سیاسي ګوندونه د ترکیې د دولت له دې تګلارې څخه ملاتړ کوي. له دې نسل وژنې څخه انکار له ترکیې سره مرسته کړې تر څو د کوردانو پر وړاندې تلپاتې تاوتریخوالی جاري وساتي. په ۲۰۱۴ کال کې د ترکیې یوې د فکر خونې، EDAM له ۱۵۰۰ کسانو څخه یوه سروې وکړه، د سروې پایلو وښوده چې د ترکیې ۹ سلنه اوسېدونکې دا نسل وژنه په رسمیت پېژني.[۴][۵][۶]

شالید

[سمول]

په اناتولیه کې د ارمنیانو شتون له میلاد څخه مخکې په شپږمه پېړۍ کې مستند شوی دي، نږدې دوه زریزې وړاندې تر هغه چې په دغه سیمه کې ترکان شتون پیدا کړي. عثماني سترواکۍ په اغېزمنه توګه له ارمنیانو او نورو غیرمسلمانو خلکو سره د اسلامي قوانینو له مخې د دویمې درجې لرونکو خلکو په توګه چلند کړی، هان له ۱۹مې پېړۍ وروسته چې د تنظیمات اصلاحاتو غوښتل د هغوی حقونه برابر کړي. په ۱۸۹۰یمه لسیزه کې، ارمنیان په زور اسلام ته را واړول شول او د هغوی ځمکې په زور سره ونیول شوي، چې له امله یې زیات شمېر له انقلابي ګوندونو سره یو ځای شول لکه د ارمنیانو انقلابي فدراسیون ( چې دا فدراسیون د Dashnaktsutyun په نوم هم مشهور دی). په ۱۸۹۰یمه لسیزه کې، د دولت په ملاتړ د حمیدیان عاموژنې لږ تر لږه ‍۱۰۰۰۰۰ ارمنیان ووژل او په ۱۹۰۹ کال کې چاواکو و نشو کړای چې د ادانا د عاموژنې مخنیوی وکړی، چې په ترڅ کې یې ۱۷۰۰۰ ارمنیان ووژل شول. عثماني چارواکو د همدې عاموژنې اړوند هېڅ مسوول و نه مانه او لویدیځ ځواکونه یې د لاسوهنې او ارمنیان یې د تحرکاتو په تور تورن کړل، په داسې حال کې چې مسلمانان یې اصلي قربانیان معرفي کړل او عاملان یې هېڅ مجازات نه کړل. همدا انکارونه وروسته د نسل وژنې د انکار لپاره هم وکاریدل.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د یووالي او پرمختګ کمېټه (CUP) په ۱۹۰۸ او ۱۹۱۳ کلونو کې د دوو کودتاوو له لارې واک ته ورسېد. په ورته وخت کې، عثماني سترواکۍ د بالکان په جګړو کې خپلې ټولې اروپايي سیمې له لاسه ورکړې؛ په دې اړه CUP د دې ماتې په خاطر مسیحيان پر خیانت تورن کړل. د جګړو له امله په سلګونو زرو مسلمان کډوال اناتولیې ته وتښتیدل؛ زیاتره یې په ختیځو ولایتونو کې چېرې چې ارمنیان اباد ول، ځای پر ځای شول او د مسیحیانو پر وړاندې خښم درلود. د ۱۹۱۴ کال په اګسټ میاشت کې، د CUP استازو د ARF په کنفرانس کې حاضر شول او د دې غوښتنه یې وکړه چې له روسي سترواکۍ سره د جګړې پر مهال، ARF باید د روسیې ارمنیان د ترکیې په ګټه وپاروي. ARF له دې کار څخه انکار وکړ او اعلان یې وکړ چې ارمنیان باید د هغه هېواد لپاره وجنګیږي چېرې چې ژوند کوي. د ۱۹۱۴ کال په اکټوبر کې، عثماني سترواکۍ د مرکزي قدرتونو تر څنګ په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکېله شوه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ارمنیانو نسل وژنه

[سمول]

د ۱۹۱۴ کال په وروستیو کې د روسیې او ایران پر خاوره د عثمانیانو د برید پر مهال، عثماني نیمه پوځیانو د سیمه ییزو ارمنیانو عاموژنه وکړه. څو ارمني عثماني سرتېرې روسیې ته وتښتیدل – چې بیا وروسته هم د CUP او هم د نورو انکارکوونکو له خوا د ارمنیانو د خیانت د ثبوت په توګه ونیول شول، خو د روسیې په پوځ کې زیاتره ارمنیان روسان و. د ۱۹۱۵ کال د جنوري په میاشت کې د ساریکامیش په جګړه کې د روسانو له خوا د عثماني سترواکۍ ماتې خوړل د دې لامل شو چې دا عاموژنه په نسل وژنه واوړي، چې له کبله یې ارمنیان په خیانت باندې تورن شول. د ترکیې د دفاع د وزیر انور پاشا له خوا د فبروري د ۲۵مې فرمان له مخې ټول ارمني سرتېرې او افسران له خپلو دندو وشړل شول. د عثماني مشرانو په فکر، د ارمنیانو ځای ځای مقاومت ته د عمومي پاڅون په سترګه وکتل شول.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د اپریل په نیمايي کې، وروسته له هغه چې عثماني مشرانو د نسل وژنې لپاره تصمیم ونیو، نو ارمنيانو په ختیځ وان ښار کې سنګر ونیو. هغه مهال له وان څخه دفاع د ارمني ضد کړنو لپاره یوه بهانه شوه او د دې نسل وژنې د انکار یا توجیې لپاره په یوه مهم عنصر بدل شو. د همدې کال د اپریل په ۲۴مه، په قسطنطنیه کې به سلګونو ارمني روڼ اندي ونیول شول. د ارمنیانو منظم تبعید پیل شو، چې د مۍ د ۲۷مې د اخراج قانون بیا دې کار ته مشروعیت ورکاوه. هغه ځانګړی سازمان چې د ښځو، ماشومانو او سپینګیرو د تبعید د کاروانونو ساتنه به یې کوله له منظم جنسي تېري او عاموژنې سره مخ و. د هغوی مقصد د سوریې دښتې وي او دا داسې ځای و چې څوک به تر دې ځایه پورې را رسېدل نو دلته به له لوږې یا ناروغیو څخه مړه کېدل. تبعید یوازې د جګړې له ډګر څخه په لرې سیمو کې تر سره شو. لومړۍ کرښې ته نږدې بې شمېره ارمنیان ووژل شول. د CUP مشرانو د تبعید امر ورکړی و او د کورنیو چارو وزیر، طلعت پاشا خبر و چې ارمنیان په قتل رسیږي او د دې کار د مشرۍ رول یې پر غاړه اخیست. طلعت د ۱۹۱۵ کال د جولای په ۱۳مه په یوه ټیلیګراف کې ویلي وي چې «د ارمنیانو د تبعید موخه د ارمنیانو د ستونزې وروستی حل دی».[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Dadrian 2003, pp. 270–271; Chorbajian 2016, p. 168;
  2. Academic consensus:
    • Bloxham, Donald (2003). "Determinants of the Armenian Genocide". Looking Backward, Moving Forward (په انګليسي). Routledge. pp. 23–50. doi:10.4324/9780203786994-3. ISBN 978-0-203-78699-4. Despite growing scholarly consensus on the fact of the Armenian Genocide ...
    • Suny 2009, p. 935
    • Göçek 2015, p. 1
    • Smith 2015, p. 5
    • Laycock, Jo (2016). "The Great Catastrophe". Patterns of Prejudice. 50 (3): 311–313. doi:10.1080/0031322X.2016.1195548. ... important developments in the historical research on the genocide over the last fifteen years ... have left no room for doubt that the treatment of the Ottoman Armenians constituted genocide according to the United Nations Convention on the Prevention and Punishment of Genocide.
    • Kasbarian, Sossie; Öktem, Kerem (2016). "One Hundred Years Later: the Personal, the Political and the Historical in Four New Books on the Armenian Genocide". Caucasus Survey. 4 (1): 92–104. doi:10.1080/23761199.2015.1129787. ... the denialist position has been largely discredited in the international academy. Recent scholarship has overwhelmingly validated the Armenian Genocide ...
    • "Taner Akçam: Türkiye'nin, soykırım konusunda her bakımdan izole olduğunu söyleyebiliriz". CivilNet (په تورکي). 9 July 2020. Archived from the original on 16 January 2021. نه اخيستل شوی 19 December 2020.
  3. Suny 2015, pp. xii–xiii
  4. Distinctiveness of Turkish denial efforts:
    • Smith, Roger W. (2006). "The Significance of the Armenian Genocide after Ninety Years". Genocide Studies and Prevention. 1 (2): i–iv. doi:10.3138/G614-6623-M16G-3648. The Armenian Genocide, in fact, illuminates with special clarity the dangers inherent in the political manipulation of truth through distortion, denial, intimidation, and economic blackmail. In no other instance has a government gone to such extreme lengths to deny that a massive genocide took place.
    • Avedian 2013, p. 79
    • Akçam 2018, pp. 2–3
    • Tatz, Colin (2018). "Why is the Armenian Genocide not as well known?". In Bartrop, Paul R. (ed.). Modern Genocide: Analyzing the Controversies and Issues (په انګليسي). ABC-CLIO. p. 71. ISBN 978-1-4408-6468-1. Uniquely, the entire apparatus of a nation-state has been put to work to amend, ameliorate, deflect, defuse, deny, equivocate, justify, obfuscate, or simply omit the events. No other nation in history has so aggressively sought the suppression of a slice of its history, threatening everything from breaking off diplomatic or trade relations, to closure of air bases, to removal of entries on the subject in international encyclopedias.
  5. Foundational violence:
  6. Demirel او Eriksson 2020، م. 11.
  7. Suny, Ronald Grigor (1993). Looking Toward Ararat: Armenia in Modern History (په انګليسي). Indiana University Press. pp. 3, 30. ISBN 978-0-253-20773-9.
  8. Kévorkian 2011، مم. 11, 71.
  9. Suny 2015، مم. 129, 170–171.
  10. Maksudyan, Nazan (2019). ""This Is a Man's World?": On Fathers and Architects". Journal of Genocide Research. 21 (4): 540–544 [542]. doi:10.1080/14623528.2019.1613816. ISSN 1462-3528. Turkish nationalists were following the pattern that was firmly established after the Hamidian massacres, though new research might take the chronology of unpunished crimes and denial further back to the first half of the nineteenth century. In each and every case of violence against the non-Muslims, the first reaction of the state – even though the regime changed, along with the involved actors – was denial.
  11. Suny 2015، مم. 127–129, 133, 170–171.
  12. Göçek 2015، مم. 62, 150.
  13. Maksudyan, Nazan (2019). ""This Is a Man's World?": On Fathers and Architects". Journal of Genocide Research. 21 (4): 540–544 [542]. doi:10.1080/14623528.2019.1613816. ISSN 1462-3528. Turkish nationalists were following the pattern that was firmly established after the Hamidian massacres, though new research might take the chronology of unpunished crimes and denial further back to the first half of the nineteenth century. In each and every case of violence against the non-Muslims, the first reaction of the state – even though the regime changed, along with the involved actors – was denial.
  14. Göçek 2015، مم. 246–247.
  15. Göçek 2015، مم. 204, 206.
  16. Suny 2015، م. 105.
  17. Suny 2015، مم. 26–27, 43–44.
  18. Suny 2015، م. xiv.
  19. Kévorkian 2011، م. 137.
  20. Suny 2015، م. 218.
  21. Suny 2015، مم. 223–224.
  22. Suny 2015، م. 185.
  23. Suny 2015، مم. 184–185.
  24. Suny 2015، مم. 154–155, 189.
  25. Dadrian 2003، م. 277.
  26. Kaligian 2014، م. 217.
  27. Suny 2015، مم. 244–245. "Any incident of Armenian resistance, any discovery of a cache of arms, was transformed into a vision of a coordinated widespread Armenian insurrection ... Deportations ostensibly taken for military reasons rapidly radicalized monstrously into an opportunity to rid Anatolia once and for all of those peoples perceived to be an imminent existential threat to the future of the empire."
  28. Kieser 2018، م. 225.
  29. Suny 2015، م. 236.
  30. Suny 2015، مم. 243–244.
  31. Akçam, Taner (2019). "When Was the Decision to Annihilate the Armenians Taken?". Journal of Genocide Research. 21 (4): 457–480 [457]. doi:10.1080/14623528.2019.1630893. Most scholars placed the possible date(s) for a final decision at the end of March (or beginning of April).
  32. Kaiser, Hilmar (2010). "Genocide at the Twilight of the Ottoman Empire". In Bloxham, Donald; Moses, A. Dirk (eds.). The Oxford Handbook of Genocide Studies (په انګليسي). Oxford University Press. p. 383. ISBN 978-0-19-923211-6. The Armenian deportations were not the result of an Armenian rebellion. On the contrary, Armenians were deported when no danger of outside interference existed. Thus Armenians near front lines were often slaughtered on the spot and not deported. The deportations were not a security measure against rebellions but depended on their absence.
  33. Suny 2009, p. 945 Dadrian 2003, p. 275.
  34. Dadrian او Akçam 2011، م. 18.
  35. Dadrian 2003، م. 274.
  36. Ihrig 2016، م. 109.
  37. Suny 2015، مم. 256–257.