د ارجنټاین کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ارجنټاین کلتور د دې هېواد د جغرافیه په څیر مختلف او د قومي ډلو ترکیب دي. همداراز د ارجنټاین عصري کلتور د ايټالوي، اسپانوي او ځینو نورو اروپايي کډوالۍ  له امله په لویه کچه اغیزمن شو. په داسې حال کې چې د امریکايي ــ هندي او افریقايي عناصرو ریښې او نفوذ لا هم په لږه اندازه د موسیقۍ او هنر په څانګو کې موجود دي. بونیس ایرس د دوی کلتوري پلازمینه په لویه کچه د اروپايي وګړو د رواج او په معماري کې د اروپايي سبکونو له امله پيژندل کېـږي. موزیمونه، سینماګانې او ګالري په ټولو لویو ښاري مرکزونو کې شتون لري. په تیره بیا دودیز تاسیاست لکه : ادبي بنرونه ، یا داسې بنرونه چې د موسیقۍ د بیلابېلو ژانرونو ژوندۍ موسیقۍ خپروي. [۱]

ارجنټايني لیکوال د ارجنټاین د کلتور طبیعت داسې منعکس ښکاروي:

د لاپلاتا په سیمه کې د ابتدایه اسپانوي امریکایانو اصلیت د کډوالي له امله ټوټه ټوټه شو، همدارنګه د دې سیمې اوسیدونکي د هغه حالت د ټولو خطرونو او ګټو سره سره یو څه دوه ګوني شول. د اروپايي ریښو له امله، موږ ملت د لرغونۍ نړۍ د تلپاتې ارزښتونو سره تړو، ځکه چې زموږ د امریکایانو د حالت له کبله موږ خپل ځانونه د پاتې کرې پورې اړوند بولو. د داخلي فولکور او زاړه کاسټلین له لارې چې موږ متحد کوي ، داسې حس کوو چې د پټریا ګراندي سن مارتین او بولیوار مسلک یو وخت د تصور وړ و. [۲] —  ارنستو ساباتو د دوی د هغه وخت ( ۱۹۷۶ م کال ) ملي کلتور و.

ژبـه[سمول]

که څه هم په ارجنټاین کې اسپانوي ژبه واکمنه ده خو د ارجنټاین د ویونکو ژبو شمېر لږ تر لږه ۴۰ دي. نورې پکې زیاتره قومي او د کډوالو ژبي شاملې دي. همداراز ځینې ژبې یې له منځه تللي او نورې هغه یې له خطر سره مخ دي چې د دوی مشرانو لخوا خبرې پرې کېدي خو د دوی اولاده په دې ژبو خبرې نه کوي. [۲]

د دوي تر منځ تر ټولو مروجه لهجه ریوپلاتنسه ده چې د ارجنټایني اسپانیايي په نوم هم پيژندل کېـږي، د دې ژبې ویونکي وګړي تر ډېره د ( ریو دیلاپلتا ) په حوزه کې پراته دي. ارجنټایني ( ژبه ) د څو محدودو اسپانوي ــ خبري کوونکو هېوادونو تر منځ ده لکه ( یورګی، نیکارګوا، ایلسلوډر او هندوراس ) چې تقریبا په نړیواله توګه هغه څه چې د ( ویسو ) په نامه پيـژندل کېـږي کاروي، چې د ( ټو) پرځای (ویس) ضمیر کاروي.

د هېواد په ډېرو منځنیو او شمال ختیځو سیمو کې ټولېدونکي (R) تر ډېره د ډبل ( l ) او ( y )  غږ اخلي ( ژژ ــ یو اصطکاکي غږ چې د غاښو سره تړلي ده او د انګلیسې ژبې په دې لغت کې ( لید )  د (s) سره ورته ده)

د سویلي بولییو کېچوا ژبه یو کېچوای ژبه ده، چې کابو اته سوه زره وګړي خبرې پرې کوي او زیاتره هغه کډوال دي څوک چې په تېرو کلونو کې دې سیمې ته راغلي دي. داسې انګېرل کېږي چې د سلتا په ولایت کې هم د دې ژبې اویا زره ویونکي شتون لري، دا ژبه همداراز د منځني بولییو کېچوا په نوم هم پيژندل کېـږي چې شپـږ لهجې لري. چې د ایل ایل کېچوا ژبې په توګه طبقه بندي شوي ده او ژبپوهانو ورته ایل ایل سي کېچوا ژبه وايي. [۲]

په دې سیمه کې په ګوارانی ژبه هم خبرې کېـږي  چې په تيره بیا په بین النهرین کې ډېره کارول کېـږي او د کورینټس ولایت یوه رسمي ژبه ده. [۳]

ادبیـات[سمول]

ارجنټاین په ادبیاتو کې یو مفصل تاریخ لري، په تیره بیا په سیمه کې د خپاروي ډېري فعالې کارخانې لري. له هغه وخت راهېسي چې په ۱۸۵۰ م لسیزه کې ، ارجنټاین یو متحد نهاد شو او د یو قوی اساسي قانون او د ملت ـ جوړونې د یوه تعریف شوي پلان درلودونکي شو نو ارجنټایني لیکوالان په لاتیني امریکايي ادبیاتو کې د نامتو شخصیتونو په توګه وپیژندل شول. د فډرالیستانو ( چا چې د کلیوالي محافظه کاري په اساس د ولایتونو یو نرم کنفدراسیون خوښاوه ) او یونیتارستانو ( د لیبراليزم پلوه او د داسې یو قوی مرکزي حکومت ملاتړ یې کاوه چې اروپايي کډوالي یې تشویقوله ) تر منځ مبارزه د هغه وخت د ارجنټاین د ادبیاتو طرز وټاکه.[۴][۵]

همدارنګه د جوز هرناندز لخوا د ( مارتین فیرو) کایچو حماسي او د ډومینګو فیسټنو سیرمینتو ( فیکنوډو ) تر منځ ایډیالوژیکي ویش یې ښه مثال دي. هرناندز چې یو فډرالیسټ و ، د مرکزي کېدو، عصري کېدو او د اروپايي کېدو د تمایلاتو مخالف و. سیرمینتو د کډوالي په ملاتړ کې لیکي چې دا یوازیني لاره ده تر څو ارجنټاین د یو کم شمېر دیکتاتورو کورنیو ( کاډیلو ) ته د تابع کېدو څخه وژغوري. همداراز استدلال کوي چې دا کډوالي به ارجنټاین له عصري کړي او د لویدیځ اروپايي نفوذ ته به لاره هواره کړي نو له همدې امله به یوه سوکاله ټولنه ولرو. [۶][۷]

د ارجنټاین ادبیات په هغه دور کې په کلکه ملتپاله و، چې وروسته بیا د عصري کېدلو د خوځښت لخوا تعقیب شول او د نولسمې پيړۍ په وروستیو کې په فرانسه کې راڅرکند شول. همدارنګه دا دوره په خپل نوبت سره د پرمختګ سره ملګري شوه او ریکاردو ګویزالدس ورته د یو مهم ماخذ په توګه اشاره وکړه. جورج لویس بورجیس چې ډېر مشهور لیکوال و، په استعاره او فلسفې بحث کې د عصري نړۍ د لیدلو نوې لارې وموندلي نو له همدې امله د هغه نفوذ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لیکوالان ته وغځيد. بورجیس تر ډېره په لنډو کیسو کې د خپلو اثارو له امله مشهور و لکه : فیکنوس او الفا.

د دې هېواد ځینې نامتو لیکوالان، شاعران او روڼ اندان عبارت دي له : جوان بوتیستا البیردي، جورج لویس بورجیس، رابرټو آراټ، اینریکو بنچژ، اډولفو بایوکاساریس، سلوینا بولریچ، یوجینیو کمبیسیریس، جولیو کورتزر، ایسټبین ایچهیري، لیوپولدو لوګونس، ایدرودو ملیه، ایزکویل مارتییز ایسټرډا، ټوماس ایلی مارتینز، ویکټوریا واکمپو، مانیول پیوګ، ارنیسټو سابتو، اوسواله سوریانو، الفونسینا سټورني، ماریا ایلنا والش او اولیوریو ګیرونډو.

د لیدلو وړ هنرونه[سمول]

نقاشي او مجسمې[سمول]

ارجنټایني انځورګران او مجسمه جوړونکي یو بډای تاریخ لري، چې هم د نولسمې پيړۍ په وروستیو کې د عصري ارجنټاین د پرمختګ څخه مخکې او هم له همدې وخت څخه پیل کېـږي. په ۱۸۵۲ م کال کې د جوهان مونایل دی روزیس ظالمانه رژیم تر ختمیدو پورې، هنري تولیدات په خپله معنا منځته رانغلل. او ځینې کډوالو لکه اداردو شیافینو، اداردو سیوري، رینالدو ګیوډیسي، ایمیلو کارفا او ارنیستو دیلا کارکوا داسې شخصیتونه په میراث کې پريښودل چې تر نن ورځې پورې یې اغیزه پاتې ده.

د انځورګرۍ ځوځښت تر ۱۹۰۰ م کال پورې ځان د ارجنټایني انځورګرانو تر منځ ښکاره نکړ، که څه هم د ارجنټایني رسامي په انځورګرانو لکه مارتین میلارو، رومن سیلوا، کلتو چیوکیني، فیرناندو فیادر، پیو کولیویدینو او کیسرو بیرنالده دی کویرس  باندې یې ډېر تاثیرات درلودل خو بیا هم هیڅکله هغه شانته خپور نشو لکه څنګه چې په اروپا کې خپور شو، ریالیزم او ښکلي هنرونو د ارجنټاین په رسامۍ او مجسمه جوړونه کې د اجندا جوړولو ته دوام ورکړ، د یادولو وړ ده چې په دې دور کې مجسمه جوړونکې ( لورا مورا ) چې د اګسټي روډین زده کوونکې وه یو ناڅاپه شهرت ترلاسه کړ.

لکه څنګه چې لورا مورا د سیمه ييزي ټولنې د پام وړ نوره ونه ګرځیده نو د ۱۹۰۰ م کال وروسته د تاریخي مجسمه جوړونکو څخه په ډېره لوړه کچه تقاضا کېده، په ځانګړې توګه ښاري حکومتونو او شتمنو کورنیو له یو بل سره د خپلو خپلوانو لپاره د یادګارانو جوړولو مقبرو د جوړولو پر سر سیالي کوله. خو بیا هم د ډېریو فرانسوي او ایټالوي مجسمه جوړونکو اثار ډېر داسې ترجیح کېـږي لکه د محلي کسانو : ارمینو بولتا، انجیل ماریا دی روزا او روګیلیو یوروتیا اثار چې مجسمي ته د روحاني کولو بڼه ورکړه او د دوي کارونه یې تلپاتې کړل. په مجسمه جوړونه کې د هغه بیلي ــ ایپوکو پرمختګ رښتیا ښودونکي نه و. د یورتیا غني امپرسونیسم د ارجنټاین ځینې زده کوونکي لکه انتونیو پوجیا وهڅول، چا چې د ښځې نیمه تنې ته د نړیوال ارزښت ورکولو سره سره داسې ونګېرل چې هغوي هر وخت د عجیبو، غریبو او سوریالي لمس کولو په واسطه خپل ستایوونکي حیرانوي په داسې حال کې چې د فابلو کوراتلا مانس مجسمه جوړونکي بیا د کوبیزم څخه کار اخلي.

سرچينې[سمول]

  1. Luongo, Michael. Frommer's Argentina. Wiley Publishing, 2007.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Gordon, Raymond G., Jr. (ed.), 2005. Ethnologue: Languages of the World, Fifteenth edition. Dallas, Tex.: SIL International. Online version: Languages of Argentina, Retrieved on 2 January 2007.
  3. Ley Nº 5598 Archived 29 February 2012 at the Wayback Machine. Poder Legislativo de Corrientes, 28 September 2004 کينډۍ:In lang
  4. Prieto, Martín (2006). Breve historia de la literatura argentina (په الإسبانية ژبه کي). Taurus. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9870403371. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. Wilson, Jason. Cultural Guide to the City of Buenos Aires'. Oxford, England: Signal Books, 1999.
  6. e-libro.net. Free digital books. "Facundo" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 25 مارچ 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (638 KB)
  7. Levene, Ricardo. A history of Argentina. University of Noerth Carolina Press, 1937.