د ارجنټاین او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کله چې متحده ایالاتو د ۱۸۲۳ز کال د جنورۍ په ۲۷مه د پخواني ارجنټاین د ریو دي لا پلاتا متحد ولایتونه په رسمیت وپېژندل؛ نو له همغه وخته د دغو هېوادونو اړیکې ټينګې شوې دي.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په کلکه خړې شوې. کله چې ارجنټاین له نازي المان سره د جګړې له اعلان نه انکار وکړ؛ نو یوازینی هېواد لاتینه امریکا وه، چې د امریکا مرسته یې ترلاسه نه کړه. د پیرون د واکمنۍ پر مهال یې اړیکې ترینګلې وې. کله چې په ۱۹۸۲ز کال کې امریکا د ارجنټاین پر وړاندې د برتانیا ملاتړ وکړ، نو اړیکې یې نورې هم خرابې شوې. له ۱۹۹۸ز کال نه را په دې خوا ارجنټاین د نا ناټو اصلي متحد دی، چې ځینې یې د فارس خلیج په جګړه کې له امریکا سره د مرستې احسانمند دي. په تېرو څو کلونو کې په تېره بیا د کرسټینا فرنانډیز دي کرچنر د واکمنۍ پر مهال د دغو هېوادونو ترمنځ ځینې وخت اړیکې خرابې شوې دي، خو کله چې د ۲۰۱۵ز کال په وروستیو کې موریسیو ماکري ولسمشر شو؛ نو اړیکې یې ښې شوې.

تاریخ[سمول]

کله چې ارجنټاین له اسپانیې نه خپلواکي واخیسته؛ نو تر هغه وروسته، متحده ایالاتو د ۱۸۲۳ز کال د جنوري په ۲۷مه په رسمي ډول د ریو دي لا پلاتا متحد ولایتونه په رسمیت وپېژندل. دواړه هېوادونه له تېرې یوې نیمې پېړۍ راهیسې د لویې همکارۍ د دورې او نظریاتي او مالي فشار د دورې ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لري، چې په کې هېڅکله هم د جګړې ګواښ نه و.[۱]

کله چې د امریکا دولت په فالکلند ټاپو کې د بریتانیا د مستعمرو له جوړولو یا د انګلیس او فرانسې له خوا د ریو دي لا پلاټا د محاصرې پر مهال انکار وکړ؛ نو له دې سره د ارجنټاین مشران ناهيلي شول. د ۱۸۵۳ز کال اساسي قانون تر ډېره د امریکا د قانون پر اساس و. د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۸۵۳ز کال یو سوداګریز تړون پای ته ورسېد. [۲]

۱۸۷۰ــ ۱۹۳۰[سمول]

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې ارجنټاین له متحده ایالاتو سره لږې اړیکې لرلې او د بریتانیا له اقتصاد سره یې نږدې اړیکې درلودې. هغه وخت چې متحده ایالاتو په دې پیل وکړ چې د پان امریکايي اتحادیې ته وده ورکړي؛ نو ځينې ارجنټاینان شکمن وو چې امریکا خپل اقتصادي مدار ته له دې چارې نه د دوی د راجلبولو د وسیلې په توګه ګټه اخلي، خو ډېرو سوداګرو یې دا کار خوښ کړ او له متحده ایالاتو وروسته دوه اړخیزې سوداګرۍ په چټکۍ وده وکړه او خپلې دندې یې ترسره کړې. په ۱۸۹۳ز کال کې یې د ارجنټایني وړیو ساتنه وکړه.

کله چې ارجنټاین په لومړۍ نړیواله جګړه کې له متحدینو سره له یوځای کېدو انکار وکړ، نو اړیکې یې خرابې شوې. په ارجنټاین کې ډېر بریتانیایان او المانیان وو او دواړو هېوادونو په ارجنټاین کې لویې پانګونې کړې وې. له دې سره یې د یوه بې پرې هېواد په توګه د جګړې په لړ کې له متحده ایالاتو سره خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړه او غوښه، غلې او وړۍ یې متحدینو او په ځانګړې توګه بریتانیا ته صادرې کړې. سخاوتمندانه پورونه یې وړاندې کړل او دا هغه تګلاره ده، چې د «خیرخواه بې پرې توب» په نامه پېژندل کېږي.[۳]

۱۹۴۰ز کال[سمول]

د ارجنټاین تګلاره د دویمې نړیوالي جګړې په لړ کې له دوو ټاکلو پړاوونو سره په نښه شوه. کله چې رابرټو ایم اورټیز د ارجنټاین ولسمشر و، نوموړي د جګړې په لومړیو کلونو کې په انګلستان کې د خوړو او وړیو د پلورلو هڅه وکړه. هغه آن د متحده ایالاتو ولسمشر فرانکلین روزولټ ته وړاندیز وکړ، چې دواړه هېوادونه دې په ۱۹۴۰ز کال کې د نامخالفو هېوادونو په توګه له متحدینو سره یوځای شي. په هر حال د هغه وړاندیز ونه منل شو؛ ځکه روزولټ په دې هڅه کې و، چې بیا وټاکل شي.[۴]

کله چې جاپان پر پرل هاربر برید وکړ، له هغه وروسته د امریکا بهرنۍ تګلارې د دې لپاره کار وکړ چې د المان پر وړاندې ټوله لاتینه امریکا سره متحده کړي، خو دا چې اورتیز ناروغ  شو او استعفا یې وړاندې کړه؛ نو د ارجنټاین بې پری دریځ له ستونزو سره مخ شو. متحده ایالاتو په جګړه کې پر ارجنټاین فشار راوړ، چې دا چاره د بریتانیا د غوښتنې خلاف وه، بریتانیا متحدینو ته د حیاتي زېرمو د ساتنې؛ لکه د غوښې او غنمو په برخه کې د ارجنټاین د بې پرې توب د هڅو ملاتړ وکړ، دغه متحدین د المان د اوبتلو له یرغلونو نه په امان کې وو. په بریتانیا کې چې څومره غوښه او غنم مصرف شوي دي، زیاتره یې له ارجنټاین نه ور واردېدل.[۵]

په ۱۹۴۳ز کال کې د پوځ پر لاس د قدرت نیول، د متحده ایالاتو تګلارې ته معکوسه پایله ورکړه، چې ورسره اړیکې لا خرابې شوې. د متحده ایالاتو پیاوړي فارم ټول هڅول چې د ارجنټاین اقتصادي او ډیپلوماتیکې انزوا ته وده ورکړي او هڅه وکړي چې له ملګرو ملتونو نه یې لرې وساتي. ارجنټاین د لاتینې امریکا وروستی هېواد و، چې د ۱۹۴۵ز کال په مارچ کې یې المان سره د جنګ اعلان وکړ، دغې تګلارې معکوسه بڼه خپله کړه. له جګړې وړاندې ارجنټاین د المان پلوه، په نسبي ډول د سازمان شوي عناصرو کوربه توب کاوه، چې د المان د سفیرانو له خوا کنټرولېده. د برازیل په خلاف، شیلي او مکسیکو په ښکاره ډول عمل کاوه. تاریخپوهان دا مني چې د ارجنټاین او المان ترمنځ په اړیکو کې ډېره مبالغه شوې ده. [۶][۷]

سوداګري او پانګونه[سمول]

د متحده ایالاتو او ارجنټاین په همکاریو کې د فضا په برخو کې د ساینس او ټکنالوژۍ، د اټومي انرژۍ سوله‌ییز کارول او د چاپېریال نوښتونه شامل دي. د ۲۰۰۷ز کال په جون کې، متحده ایالاتو او ارجنټاین د ناپوځي هوایي چلند یو دوه اړخیز هوکړه لیک امضا کړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندویۍ او سوداګریزو سفرونو لپاره د ښه پتانسیل درلودنکي دي؛ نو دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرواز په فریکونسۍ کې د پام وړ خوندیتوب او امنیت ډېروي. یوه فعاله رسنۍ، چې د متحده ایالاتو له کلتور او ټولنې سره ډېره لېوالتیا لري؛ نو ارجنټاین یې د متحده ایالاتو د سفارت د اطلاعاتو او کلتور د تبادلې په برخه کې پر یوه منونکي چاپېریال بدل کړی دی. فولبرایټ د تحصیلي بورسیوو یوه برنامه ده، چې له ۱۹۹۴ز کال نه را په دې خوا هر کال په امریکا او ارجنټاین کې تحصیلي درامد درې چنده کوي او د متحده ایالاتو سفارت په فعالانه ډول د ښوونیزو مبادلاتو د ډېروالي لپاره هڅه کوي.

په ۲۰۱۱ ز کال کې په ارجنټاین کې د متحده ایالاتو د پانګونې سهام تر ۱۳٫۳ میلیارده ډالرو رسېدلی و، چې په هغه وخت کې په ارجنټاین کې د مستقیمې ټولې بهرنۍ پانګونې نه ۱۴ سلنه او تر اسپانیې وروسته په دویم مقام کې و. په ارجنټاین کې د متحده ایالاتو پانګونه د انرژۍ، تولید، معلوماتي ټکنالوژۍ او پر مالي چارو متمرکزه وه. په متحده ایالاتو کې چې کوم شرکتونه دي، هغه په ارجنټاین کې کابو له ۱۰۰ نه  ۳/۱ یې باوري شرکتونه دي، چې هر کال د ارجنټاین د نامتو ورځپاڼې کلارین له خوا خپرېږي.[۸]

متحده ایالات د ارجنټاین څلورم لوی صادراتي بازار (په ټوله کې د انرژۍ اولیه مواد، پولاد او شراب) او د وارداتو درېیمه لویه سرچینه(په ټوله کې صنعتي سرچېنې؛ لکه کیمیاوي مواد او ماشین الات) ده. ارجنټاین پخپله د متحده ایالاتو لپاره کابو کوچنی تجاري شریک دی، له متحده ایالاتو نه یې واردات ۹.۹ میلیارده ډالر دي، چې د متحده ایالاتو د ټولو صادراتو ۰، ۷ سلنه جوړوي او متحده ایالاتو ته یې صادرات ۳.۵ میلیارده ډالر دي، چې د امریکا د وارداتو یوازې ۰.۲ سلنه جوړوي. له دې سره ارجنټاین هغه هېواد دی، چې متحده ایالاتو ورسره سوداګريز مازاد ساتلی دی او له ارجنټاین سره یې د ۵.۴ میلیاردو ډالرو سوداګریز مازاد د دې لامل شو، چې د نړۍ په کچه د متحده ایالاتو د لسم هېواد ځای خپل کړي. متحده ایالاتو په ۲۰۱۱ز  کال کې له ارجنټاین سره د خدماتي سوداګریو پر لړ کې ۴،۱ میلیارده ډالر، چې ډېر مازاد دی، ترلاسه کړي دي. په ۲۰۱۳ز کال کې ۶۹۰۰۰۰ ارجنټایني وګړو له امریکا لیدنه وکړه، دا یو ریکارډ شو او دا د متحده ایالاتو لپاره ۱۵م هېواد شو، چې د ګرځندویۍ لویه سرچینه لري.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Joseph S. Tulchin, Argentina and the United States: A Conflicted Relationship (1990)
  2. Bruce W. Jentleson and Thomas G. Paterson, eds. Encyclopedia of US foreign relations. (1997) 1:88-90.
  3. Carlos Escudé. "Historia General de las Relaciones Exteriores de la República Argentina". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Carlos Escudé. "Historia General de las Relaciones Exteriores de la República Argentina". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Alan Knight (2011). Porter, Andrew (المحرر). The Oxford History of the British Empire: Volume III: The Nineteenth Century. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 122. doi:10.1093/acprof:oso/9780198205654.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-820565-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jürgen Müller, Nationalsozialismus in Lateinamerika: Die Auslandsorganisation der NSDAP in Argentinien, Brasilien, Chile und Mexiko, 1931–1945 (1997) 567pp.
  7. Randall B. Woods, "Hull and Argentina: Wilsonian Diplomacy in the Age of Roosevelt," Journal of Interamerican Studies and World Affairs (1974) 16#3 pp. 350–371 in JSTOR
  8. "Doing business in Argentina". export.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Argentine Foreign Trade Statistics (2011)" (PDF). INDEC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  10. "Trade in goods with Argentina". U.S. Census Bureau. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Top Ten Countries with which the U.S. has a Trade Surplus". U.S. Census Bureau. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "U.S. international services: private services trade by area and country". BEA. د اصلي آرشيف څخه پر March 25, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Argentina, entre los países que más turistas envían a EE.UU". InfoNews. May 4, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر June 13, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 30, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)