د ارام سمندر جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ارام سمندر جګړه، چې کله ناکله د اسیا – اقیانوسیه جګړې په نوم هم یادیږي، د دویمې نړیوالې جګړې تیاتر و، چې په اسیا، ارام سمندر، هند او اقیانوسیه کې جګړه شوي و. له جغرافیایي پلوه دغه تیاتر د جګړې تر ټولو لوی تیاتر و، په شمول د ارام سمندر پراخ تیاتر، د ارام سمندر سویل لوېدیځ تیاتر، د چین-جاپان دویم جنګ او د شوروي او جاپان جنګ. د جاپان د سترواکۍ او د چین جمهوریت ترمنځ دویمه جګړه د ۱۹۳۷ ز کال د جولای میاشتې له ۷مې نېټې راهیسې روانه وه، چې د ۱۹۳۱ ز کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې په منچوریا باندې د جاپان له یرغل سره جګړه روانه وه. دا په پراخه توګه منل شوې، چې د آرام سمندر جګړه د ۱۹۴۱ ز کال دسمبر په ۷مه هغه مهال پیل شوه، چې جاپانیانو په تایلینډ ، مالیا، سینګاپور او هانګ کانګ کې یې د بریتانیا په مستعمراتو او دغه راز په هاوايي، ویک ټاپو، ګوام او فیلیپین کې د متحده ایالاتو پر پوځي او سمندري اډو هم برید وکړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۳]

د ارام سمندر په جګړه کې متحدین د جاپان په وړاندې ودریدل، وروستی یې د تایلینډ له خوا او تر یوې اندازې پورې د محور متحدینو، المان او ایټالیا له خوا مرسته وشوه. یاده جګړه په تاریخ کې د ځینو لویو سمندري جګړو او د اسیا او ارام سمندر ټاپوګانو کې له سختو جګړو او جنګي جنایتونو نه جوړه وه، چې په پایله کې یې ډېری مرګ ژوبله رامنځته شوه. جګړه په جاپان باندې د متحدینو د پراخو هوایي بریدونو او د هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمباریو سره پای ته ورسېده، د شوروي اتحاد د جګړې اعلان او په منچوریا او نورو سیمو کې د ۱۹۴۵ ز کال د اګست میاشتې ۹مې نېټې یرغل د دې لامل شو، چې جاپانیان د ۱۹۴۵ ز کال د اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه د تسلیمۍ ته اړ شو. د جاپان تسلیمۍ رسمي مراسم د ۱۹۴۵ ز کال د سپټمبر میاشتې په ۲مه نېټه د توکیو په خلیج کې د USS میسوري په جنګي بېړۍ کې ترسره شول. له جګړې وروسته جاپان په اسیا او ارام سمندر کې د خپلو پخوانیو ملکیتونو ټول حقونه او لقبونه له لاسه ورکړل او حاکمیت یې څلورو اصلي ټاپوګانو او یو شمېر نورو هغو کوچنیو ټاپوګانو ته محدود شو، چې د متحدینو له خوا ټاکل شوي و. د جاپان د شینټو سترواک د شینټو لارښود له لارې خپل ډېر واک او خپل الهی حیثیت پرېښود، ترڅو پراخو کلتوري او سیاسي اصلاحاتو ته لاره هواره کړي.[۶][۷]

ګډونوال[سمول]

متحدین[سمول]

د دې جګړې اصلي ګډونوال د متحدینو لویه برخه چین، متحده ایالات او د بریتانیا سترواکي وه. چین تر دې دمخه له ۱۹۳۷ ز کال راهیسې د جاپان په وړاندې په خونړۍ جګړه کې ښکېل و، چې د KMT حکومت ملي انقلابي اردو او CCP واحدونو لکه د اتم چریکي لارې  پوځ، نوي څلورم پوځ او دغه راز نورې کوچنۍ ډلې په کې ښکېل وې. متحده ایالات او اړوند سیمې یې لکه د فیلیپین مشترک المنافع هېوادونه د جاپان له خوا تر برید وروسته جګړې ته ننوتل. د بریتانیې سترواکي هم یوه لویه جنګي برخه وه، چې د بریتانوي سرتیرو سره یوځای د هند د وسله والو ځواکونو لوی شمېر استعماري سرتیرو او همدارنګه د برما، مالیا، فیجي، ټونګا نه د استرالیا، نیوزیلینډ او کاناډا د سرتیرو سربېره د هالند تبعیدي حکومت (د ختیځ هند مالک په توګه) هم په دې جګړه کې ښکیل وو. دا ټول د ارام سمندر د جګړې اړوند شورا غړي و. له ۱۹۴۴ ز کال نه وروسته د فرانسې کومانډو ګروپ (Corps Léger d'Intervention) هم په هند او چین کې د مقاومت په عملیاتو کې برخه واخیسته. په ۱۹۴۵ ز کال کې د فرانسې هند او چیني ځواکونه له جاپاني ځواکونو سره په کودتا کې مخامخ شول. کومانډويي ځواکونو له کودتا وروسته تر ازادۍ پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ. د متحدینو ملاتړ یو شمېر فعال چریکان په اسیا کې د مالیزیا د خلکو د جاپان ضد پوځ، د کوریا د خپلواکۍ پوځ، د تایلند د خپلواکۍ غورځنګ، ویت مین او هوکبالاهاپ هم شامل وو. [۸][۹][۱۰]

شوروي اتحاد په ۱۹۳۸ ز کال کې او بیا په ۱۹۳۹ ز کال کې له جاپان سره دوه لنډې نا اعلان شوې سرحدي شخړې وکړې، بیا د ۱۹۴۱ ز کال په اپرېل میاشت کې د شوروي-جاپان د بې طرفۍ تړون له لارې د ۱۹۴۵ ز کال تر اګست میاشت پورې بې طرفه پاتې شو، یعنې تر هغه وخت چې له نورو متفقینو ( منګولیا) سره یوځای شو. متحدینو یې د منچوکو، چین، داخلي مغولستان، د کوریا د جاپاني محافظه کاره او د جاپان د ادعا شوې سیمې لکه جنوبي سخالین سیمې اشغال کړې.[۱۱][۱۲]

مکسیکو د ۲۰۱ ز جګړییزو سکادرونونو په بڼه یو څه هوایی ملاتړ چمتو کړ او فرانسې د (Le Triomphant) او وروسته بیا د (Richelieu) په بڼه وړیا سمندري ملاتړ هم ورواستاوه. په دې توګه د لاتینې امریکا زیاتره هېوادونو په دې جګړه کې ډېره ښکېلتیا نه درلوده، د هغو هېوادونو په شمول، چې په ارام سمندر کې یې تاپوګانې لرلې، لکه: چیلي هېواد، چې د ایسټر ټاپو او د ارام سمندر یو شمېر نور ټاپوګان اداره کوي او اکوادور هېواد، چې د ګالیپاګوس ټاپو اداره کوي. دا ټولې ټاپوګانې د جګړې له امله اغېزمنې شوې نه دي.  [۱۳]

د محور واکونه او متحد دولتونه[سمول]

له محور سره تړلي دولتونه، چې له جاپان هېواد سره یې مرسته کوله، د ټایلنډ استبدادي دولت شامل و، چې په ۱۹۴۱ ز کال کې کله چې جاپاني ځواکونو په ټایلنډ باندې د جاپان له یرغل وروسته د دولت اولتیماتوم صادر کړ، نو له جاپانیانو سره یې یو محتاطانه اتحاد رامنځته کړ. د ټایلنډ مشر (Plaek Phibunsongkhram)، د مالایا په مبارزاتو کې د جاپان له پریکنده بریا وروسته د اتحاد په اړه خورا لیواله شو او په ۱۹۴۲ ز کال کې یې د (Phayap) اردو په برما د یرغل لپاره د مرستې په موخه واستوله، یعنې د ټایلنډ پخوانۍ خاوره، چې د بریتانیا له خوا اشغال شوې وه او په دې توګه بېرته ونیول شوه. د مالایا اړوند سیمې په ۱۹۴۳ ز کال کې له ټایلنډ سره نوځای شوې. په متحده ایالاتو کې د ټایلنډ سفیر وروسته له دې چې د جګړې اعلانولو نه ډډه وکړړه، نو متحدینو د ازاد ټایلنډ غورځنګ په نامه د ځمکې لاندې د جاپان ضد مقاومت  د پېژندل شوې ډلې ملاتړ او تنظیم وکړ. له دې امله په ۱۹۴۵ ز کال کې له تسلیمېدو وروسته د امریکا درېځ دا و چې له ټایلنډ سره باید د جاپان د ګوډاګي په توګه چلند وشي او د یوه متحد په توګه دې یو اشغال شوی هېواد وګڼل شي. دا کار د ټایلنډ په وړاندې د بریتانیې د درېځ په مقابل کې شوی و، چې د بریتانوي خاورې د اشغال په وخت کې له دوی سره په جګړه کې مخامخ شوي و او متحده ایالاتو باید د مجازاتو د سولې د پلي کولو لپاره د بریتانوي هڅو مخه نیولې وای. [۱۴]

همدارنګه د ختیځې اسیا د ګډې سوکالۍ په ساحه کې د منچوکو د ستروکۍ پوځ او د جاپاني ګوډاګیو ایالتونو مانچوکو (د ډېرې منچورۍ اړوند) او د وانګ جینګوی رژیم  همغږي کوونکي چینايي پوځونه (چې د چین د ساحلي سیمو د کنترول واک یې درلود) هم شامل و. د برما په کمپاین کې، نور غړي لکه: د بریتانوي هند ضد د آزاد هند ملي اردو او د برما ایالت د برما ملي اردو فعاله وه او د خپلو جاپاني متحدینو تر څنګ په جګړه بوخت وو.

سربېره پر دې، جاپان له خپلو مستعمراتو یعنې له کوریا او تایوان نه زیات سرتیري په خدمت کې ونیول. په هانګ کانګ (اصلاح شوي پخواني استعماري پولیس)، سنګاپور، فیلیپین (د لوی ختیځ آسیا د سوکالۍ د ساحې غړي)، د هالند ختیځ هند (PETA)، بریتانوي مالایا او بریتانوي بورنیو کې د همکارۍ اړوند امنیتي واحدونه هم جوړ شول. پخوانی فرانسوي هند او چین (په ۱۹۴۵ز کال کې د فرانسوي رژیم له ړنګیدو وروسته)، (ویچي فرانسې Vichy French دمخه جاپانیانو ته اجازه ورکړې وه، چې د ۱۹۴۱ ز کال له برید وروسته په فرانسوي هند او چین کې خپلې اډې وکاروي) او همدارنګه د تیمور ملیشې دغو واحدونو ته په خپلو سیمو کې د جاپان د جګړې له هڅو سره مرسته کوله.

جرمني او ايټاليا دواړو د ارام سمندر په جګړه کې محدوده ونډه درلوده. د المان او ایتالیې سمندري ځواکونو د هند او ارام سمندر په سمندرونو کې اوبتلونه او برید کوونکي بېړۍاداره کولې، په ځانګړې توګه د مونسون ګروپ. ایتالویانو په چین کې د رعایتي ساحې سمندري اډو ته لاسرسی درلود، چې دوی یې کارولې (او وروسته د ۱۹۴۳ ز کال په وروستیو کې د ایتالیا ټولنیز جمهوریت له خوا همکار چین ته وسپارل شوې). په پرل هاربر د جاپان له برید او ورپسې د جګړې له اعلان وروسته، دواړو سمندري ځواکونو د جاپان سمندري تاسیساتو ته لاسرسی درلود. [۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Murray, Williamson; Millett, Allan R. (2001). A War to be Won: Fighting the Second World War. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 143. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674041301. مؤرشف من الأصل في ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. MacLeod, Roy M. (1999). Science and the Pacific War: Science and Survival in the Pacific, 1939–1945. Kluwer Academic Publishing. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780792358510. مؤرشف من الأصل في ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Drea 1998، ص. 26.
  4. John Costello, The Pacific War: 1941–1945, Harper Perennial, 1982
  5. Japan Economic Foundation, Journal of Japanese Trade & Industry, Volume 16, 1997
  6. "MacArthur orders end of Shinto as Japanese state religion". HISTORY.com. مؤرشف من الأصل في ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Takemae 2003، ص. 516.
  8. "WW2 People's War – Timeline". BBC. د اصلي آرشيف څخه پر 19 مارچ 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه 31 اکتوبر 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "World War II and the founding of the Vietnamese state". Encyclopædia Britannica (Online). 
  10. "The Hukbalahap Insurrection: World War II and Huk Expansion". US Army. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sandler, Stanley (2000). World War II in the Pacific: An Encyclopedia. Routledge. د کتاب پاڼي 1067–1068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sandler, Stanley (2000). World War II in the Pacific: An Encyclopedia. Routledge. د کتاب پاڼې 945. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Ecuador – Modern history". Encyclopædia Britannica (Online). 
  14. I.C.B Dear, ed, The Oxford companion to World War II (1995) p 1107
  15. "Map of the Pacific Theater". د اصلي آرشيف څخه پر 9 جنوري 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه 31 اکتوبر 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)