د ادراک فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ادراک فلسفه د ادراکي تجربې له طبيعت، ادراکي توکو له حالت، په ځانګړي ډول دوی څنګه اړيکه لري چې په اړه يې باور وشي او يا د نړۍ له پوهې سره اړيکه لري. د ادراک هر څرګند دليل د انټولوژيکي يا ماوراء طبيعت د نظريو يو ډول ته د ژمنتيا غوښتنه کوي. فيلسوفان Internalist دلايل او Externalist دلايل يو له بله بېلوي. دا دلايل فرض کوي، چې د شيانو ادراک او د هغو په اړه پوهه يا باورونه د يوه کس د اعصابو اړخونه دي. د Externalist دلايل بيانوي چې: دوی فرد ته د نړۍ د ظاهر ريښتيني اړخونه تشکيلوي يا ټاکي. د ساده رياليزم حالت، د فزیکي شيانو ورځنی اغېزچې هغه څه درک شوي شيان تشکيلوي، د ادراکي وهم او وېرې د پېښېدلو په وسیله تر يوه حده مخالف دی. د ريښتينپالو په مفاهيمو کې پديده پالنه (phenomenalism) مستقيم او غير مستقيم ريښتينپالنه شامل دي. د ريښتين پالنې ضد مفاهيمو کې د تصور د اصالت فلسفه يا ايډياليزم او د شک کولو فلسفه شامله ده. د ادراک په فلسفوي بڼو باندې وروستي فلسفوي کار، د ليد د مفردې نمونې له هغې خوا تېرېدنې په وسیله پراخ شوی دی. [۱][۲][۳][۴]

د ادراک ډلبندي[سمول]

کولی شو ادراک د داخلي او باندني په توګه ډلبندي کړو:

  • داخلي ادراک (proprioception) موږ ته وايي چې، زموږ په بدنونو کې دننه څه تېرېږي، زموږ غړي چېرې دي، ایا موږ درېږو او که کېنو، ايا موږ خپه، په قهر، ستړي او که ډېر مخکې يو.
  • باندنی يا حسي ادراک (exteroception) موږ ته زموږ له بدن څخه د بهرنۍ نړۍ په اړه وايي. زموږ د ليدلو، اورېدلو، لامسېو بوی کولو او خوند معلومولو د حسونو په کارولو سره، موږ رنګونه، غږونه، جوړښتونه او په پراخه توګه د نړۍ نور شيان درک کوو. د پېژندلو او په شناختي روانپوهنه کې د حسي پړاوونو د ميخانيک د پوهې يو مخ پر وده بدن شته.
  • داخلي او بهرنی ګډ ادراک (د بېلګې په ډول: احساس او ځانګړي حالتونه) موږ ته په دې اړه چې زموږ د بدن په دننه کې څه تېرېږي او هم زموږ په بدني ډول د ادراکونو د درک شوي سبب په اړه وايي.

د ادراک فلسفه، په بنسټيز ډول له باندني ادراک سره اړيکه او علاقه لري.

د ادراک علمي دلايل[سمول]

يو توکی يا جنس به له څاروونکي څخه په يو څه واټن کې روښنايي منعکس کړي، چې يو څه روښنايي به د سترګو په قرينه پریوځي. د قرينې په برخه کې به روښنايي د سترګو د هرې شبکې په وسیله تر تمرکز لاندې ونيول شي، چې انځور تشکيلوي. د دې دواړو بېلو انځورونو تر منځ د برېښنايي پایلې توپير د (lateral geniculate) هستو او يا د بصري غشا په يوه برخه کې چې (V1) ورته وايي، دواړو کې کلک ډول نظر کې نيول شوي. په کلک ډول نظر کې نيول شوي اومه مواد يا ډيټا، په بصري غشا کې نوره هم پروسس کېږی. په بصري غشا کې ځينې ساحې ځانګړې دندې لري. د بېلګې په ډول: د (V5) ساحه د حرکت په نمونه جوړونه يا طراحۍ کې او (V4) د رنګ ورکولو يا اضافه کولو په ساحه کې شامله ده. وروستی مفرد انځور چې خلک يې د دوی د تجربو په توګه ذکر کوي، يو (درک) دی. هغه څېړنې چې ناڅاپه بدلېدونکې صحنې په کې شاملې دي ښيي، چې ادراک له يو شمېر پړاوونو نه په لاس راځي، چې د وخت ځنډ يا وروسته والی رانغاړي. د fMRI وروستۍ څېړنې ښيي چې، خوبونه، تصور کول او لکه د مخونو د شيانو ادراکونه د مغز په ډېرو ورته ساحو کې ،لکه څرنګه چې فزيکي حس سره شامل دي؛ د فعاليت په وسیله همغږي دي. تصورات چې له حواسو څخه رامنځته کېږي او په داخلي ډول رامنځته شوي تصورات کېدای شي، د غشايي اوښتون يا دوران په یو څه لوړو کچو کې شريکه انټولوژي (Ontology) ولري. [۵][۶]

غږ، د فشار څپو په وخت کې چې په غوږ کې دغوږ د کاسې په وسیله حس شوی دی، تحليلېږي. د سترګو او غوږونو څخه ډيټا يا لومړني حس شوي توکي ترکيب شوي دي، چې يو ټاکلی ادراک تشکيل کړي. د دې د توليدېدلو د څرنګوالي ستونزه، د تړلو ( انقياد) د ستونزې په توګه پېژندل شوې ده.

ادراک د ادراکي پړاو (cognitive process) په توګه تحليل شوی دی، چې په کې د معلوماتو اوښتون (Processing)، اعصابو ته د معلوماتو د انتقالولو لپاره چې په نورو معلوماتو پورې تړلي دي؛ کارول کېږي. ځينې روانپوهان وړانديز کوي چې، دا اوښتون (Processing) فردي ذهني حالتونو (روڼ پلوۍ) ته لوړوالی ورکوي په داسې حال کې چې ځينې نور بيا د عمل په بڼه (بنسټيزې چلند پالنې) باندنۍ نړۍ ته بېرته يوه مستقيمه لار په پام کې نيسي. ځينې چلند(سلوک) پلوي، لکه جان بي واټسن (John B. Watson) او بي اف سکيننر (B.F. Skinner) ادراکي عملونه په پراخه توګه د انګیزې او ځواب تر منځ د يوه پړاو په توګه وړانديز کړی دی، مګر دا يې هم يادښت کړي دي چې، د ګېلبرټ ريل (Gilbert Ryle) د مغز په ماشين کې روح يا خيال (ghost in the machine of the brain) کې اوس هم ښکاري چې شتون ولري. په داخلي حالتونو نيوکه دا نه ده چې دوی نشته، مګر دا چې دوی په يوه وظيفوي ارزونه کې اړوند نه دي. دا نظريه چې تجربې ته په کې د معلوماتو د يوه ناڅاپي اوښتون (Processing) په ډول فکر کېږی، د (epiphenomenalism) په توګه پېژندل شوې ده. [۷]

د شناختي پړاوونو په عناصرو کې د پوهېدلو لپاره د چلند(رویه) پالو خلاف د (gestalt) روانپوهنې [دا روانپوهنه وايي چې د هر شي کُل يا ټول د هغې د برخو په نسبت ستر دي. ګيسټالټ په اصل کې جرمني وییکی دی، چې په انګلیسي ژبه کې يې Pattern يا طرحه هم بولي] وغوښتل چې، د (figure and ground) [د ادراکي يوځای کوونې يو ډول دی، چې د ليدلو په وسیله د شيانو بيا تنظيمول په کې حياتي اړتيا ده] د پړاو په توګه د ادراک په مطالعې سره د دوی په تشکیل د ټول يا بشپړ په توګه وپوهېږې.

د ادراک فلسفي دلايل[سمول]

له ايپيستيمولوژي څخه د ادراک مهمې ستونزې په لاس راځي، لکه: د (qualia) [يو کس د شعوري تجربې انفرادي نمونې) د طبيعت پوښتنه، چې څنګه کولی شو، د درک په واسطه پوهه تر لاسه کړو. د ادراک په بيولوژيکي څېړنه کې نا ساده حقيقت پالنه د کارونې وړ نه ده. که څه هم د باندې بيولوژي مشخص کړل چې د ساده حقيقت پالنې له بڼو څخه ساتنه يا دفاع شوې ده. توماس ريډ (Thomas Reid) د سکاتلڼد د عمومي حس ښوونځي (Scottish School of Common Sense) د اتلمسې پېړۍ بنسټګر دا نظريه رامنځته کړه چې، حس د موادو يا ډيټا د لېږد له يوې مجموعې څخه ترکيب شوی و، مګر دا يې هم اعلان کړل چې، اوس هم د ادراک او نړۍ تر منځ يوه مستقيمه اړیکه شته. دې نظريې ته چې، مستقيمه حقيقت پالنه هم وايي، په وروستيو کلونو کې د (postmodernism) [د عصريتوب د پلوي غورځنګ له رامنځته کېدو څخه مخکې] په راپوته کېدلو سره يو ځل مشهوره شوه. [۸][۹]

په ادراک کې د شاملې ډيټا ( موادو) د انتقال بريا وړانديز کوي، چې حسي ډيټا شخص ته چې د درک فرعي بڼه ده؛ په يو ډول د لاسرسي وړ ده. د غير مستقيم حقيقت پالنې نظريه چې جان لاک (John Locke) او نيکولاس ماليبرانچ (Nicolas Malebranche) رامنځته کړه، وړانديز کوي چې، موږ کولی شو، يوازي د شيانو له ذهني نښو يا انځورونو څخه خبر اوسو. که څه هم دا کېدای شي، په ضمني ډول په يوه نامحدود شاته تګ دلالت وکړي (يو درک کوونکی د يوه درک کوونکي په منځ کې د يو درک کوونکي په منځ کې...)، مګر يو محدود شاته تګ په بشپړ ډول ممکن دی. دا همدارنګه فرض کوي چې، ادراک په بشپړ ډول د ډيټا د لېږد او د معلوماتو د پروسس او اوښتون له امله دی. دا هغه بحث دی چې کولی شي ،په دې غوښتنې سره نفې شي، چې ادراک په بشپړ ډول د ډيټا په انتقال او بيا منظمولو باندې تکيه نه کوي. دا اوس هم د نظم بنسټيز انټولوژيکي موضوعګانې، چې د ليبنېز لاک (Leibniz Locke)، هيوم (Hume)، واېټهيډ (Whitehead) او نورو په واسطه راپورته شوه، په ځان کې شاملوي، چې په ځانګړي ډول د (binding problem) ته په اړيکه کې فوق العاده پاتې کېږی. (binding problem) يعنې هغه پوښتنه چې بېلابېل ادراکونه (رنګ او په ليد کې طرحه) په څه ډول، ورته مفعول ته تړل شوي دي، حال دا چې دوی د مغزو د بېلو ساحو په واسطه پروسس شوي دي. [۱۰][۱۱]

غيرمستقيم رياليزم، د موضوعاتو يو حساب برابروي، لکه: ادراکي محتويات، (qualia)، خوبونه، تصورات، وېرې، د دوربين د مخالفت (binocular rivalry) حل(ژورليد)، د ګڼ ثابت ادراک (multistable perception) اواری، د خوځښت نمونه، طرحه جوړونه چې موږ ته د تلویزيون د کتلو اجازه راکوي، هغه حسونه چې د اعصابو د مستقيم خوځښت پایله ګرځي. د سترګو د saccades په وسیله، د ذهني انځور نوي کول او د پېښو ته د رجوع په وخت کې شاته تګ کوي. مستقيم ريالیستان، بايد دا استدلال وکړي چې، دا تجربې نه رامنځته کېږي او یا دا چې، د ذکر شوو تجربو د ادراک په توګه تعريف نفې کړي. [۱۲][۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. cf. http://plato.stanford.edu/entries/perception-episprob/ BonJour, Laurence (2007): "Epistemological Problems of Perception." Stanford Encyclopedia of Philosophy, accessed 1.9.2010.
  2. cf. http://plato.stanford.edu/entries/perception-problem/ Crane, Tim (2005): "The Problem of Perception." Stanford Encyclopedia of Philosophy, accessed 1.9.2010; Drestske, Fred (1999): "Perception." In: Robert Audi, The Cambridge Dictionary of Philosophy, Second Edition, Cambridge, Massachusetts: Cambridge University Press, pp. 654–658, here p. 656.
  3. cf. Alva Noë (2006): Perception. In: Sahotra Sarkar/Jessica Pfeifer (Eds.), The Philosophy of Science: An Encyclopedia, New York: Routledge, pp. 545–550, here p. 546 ff.
  4. Ann-Sophie Barwich (2020). Smellosophy: What the Nose tells the Mind. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 384. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674983694. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. see Moutoussis and Zeki (1997)
  6. "Brain decoding: Reading minds". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Skinner 1953
  8. Smythies J. (2003) "Space, time and consciousness." Journal of Consciousness Studies 10, 3, 47–64.
  9. Chalmers DJ. (1995) "Facing up to the hard problem of consciousness." Journal of Consciousness Studies 2, 3, 200–219
  10. Edwards JC. (2008) "Are our spaces made of words?" Journal of Consciousness Studies 15, 1, 63–83.
  11. Woolhouse RS and Franks R. (1998) GW Leibniz, Philosophical Texts, Oxford University Press.
  12. Siegel, S. (2011)."The Contents of Perception", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2011 Edition), Edward N. Zalta (ed.), URL = <http://plato.stanford.edu/archives/win2011/entries/perception-contents/>.
  13. Siegel, S.: The Contents of Visual Experience. New York: Oxford University Press. 2010