د ادراکي پلویتوب کچې راټیټېدنه
د ادراکي پلویتوب کچې راټیټېدنه د ادراکي پلویتوبونو له هغو ناوړو اغېزو څخه مخنیوی او راکمېدنه ده، چې په ناخبره او غیرارادي توګه د انسان پر پرېکړې او تصمیمنیونې باندې اغېزه کوي او په جدي توګه د استدلالي تېروتنو د پېښېدلو لامل ګرځي.
د ادراکي پلویتوب د کچې راټیټولو په موخه د یوې پرېکړنده، هراړخیزې تیوري موندل ګران دي. دا مقاله، د نوموړي پلویتوب د کچې راټیټولو لپاره، د اکاډمیکو او مسلکي اصولو په ترڅ کې د انساني استدلال د اړوندې پياوړتیا لهلارې، ګټور اوزار، مېتودونه، وړاندیزونه او نور نوښتونه وړاندې کوي؛ لېدل کېږي چې دغه تیوريګاني تر ډېره بریده یاد پلویتوبونه، په څرګنده توګه نه، بلکې په ضمني ډول تر څېړنې لاندې نیسي.
د انسانانو د تصمیم نیوونې په هکله یو اوږدمهاله پخوانی بحث، د پلویتوب د راکمولو د تیوریکي او عملي پرمختیا بحث دی. دا بحث، د تصمیم نیوونې لپاره د منطقي اقتصادي عامل معیار، د انسان ټولنیز اړتیاوو او لېوالتیاوو پر بنسټ له ولاړ معیار سره پرتله کوي. سره لهدې، دغه بحث د انسان تصمیم نیوونې د وړاندوینې او شننې لپاره کارېدونکي مېتودونه (یعنې پر فکري وړتیاوو باندې ولاړ بڼهییزې شننې) او پر عاطفي حالتونو باندې ولاړ حدسونه سره، د پرتله کولو په موخه، څنګ په څنګ ږدي. په دغې لیکنه، نوموړي بحث ته اړوند څنډې راسپړل کېږي.
د سکالو چوکاټ
[سمول]ګڼشمېر شواهدو په ډاګه کړې ده چې د ادراکي پلویتوبونو ګډې ځانګړنې، په پراخه توګه د بشري استدلال په ترڅ کې، په ناخبره او غیرارادي ډول څرګندېږي؛ نو لهدې امله، ان که چېرې یو وګړی د دغې ښکارندې څخه باخبره وي، په نومېرلو کې یې پاتې راځي، دا خو پرېږده چې یوازې د شعوري باخبرۍ لهلارې یې محدوده کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
په رښتینې نړۍ کې د ادراکي پلویتوب اغېزې
[سمول]یوشمېر ترسره شوي مطالعات، د واقعي نړۍ پر پېښو باندې د ادراکي پلویتوبونو او د هغو ناوړو پایلو اغېزه په څرګنده توګه ښیي. بېلګې یې دا دي:
- یوه ترسره شوې مطالعه ادراکي پلویتوب ته، د یوه ناورین په کچه پېښې رامنځته کوونکي بالقوې لامل په سترګه ګوري؛ دغې مطالعې، په ۱۹۹۶ ز کال کې اېورست غره ته په دوو پرلهپسې ورځو کې د دوو استول شویو ډلو ګڼشمېر غړو د مرګژوبلې لاملونه څېړلي دي. د دغې مطالعې د پایلو لهمخې، اېورست کې د نورو انساني فعالیتونو ترڅنګ، ګڼشمېر ادراکي پلویتوبونه هم «فعاله ونډه» اخېستې وه. یاد حالت داسې یو مورد ؤ چې په لوړه کچه روزل شوي او باتجربه وګړي، د خورا زیات ډاډ، په لګېدلو لګښتونو کې تېروتنې، د لاسرسي وړ حدس او ګنې نورو ادراکي پلویتوبونو تر اغېزې لاندې، خپل قواعد او مقررات تر پښو لاندې کوي. د هغو په منځ کې، پنځو کسانو، د دواړو ډلو د مشرانو په ګډون، اېورست ته له پورته کېدلو دمخه او د پورته کېدلو پر مهال د څرګندو خبرداریو له موندلو سره، سره، خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ډلمشرانو پر تېروتنو سربېره، د ډلو ډېري غړو، سره لهدې چې د خپل مشر پر ناسمو پرېکړو باندې پوهېدل، غرونو ته د پورته کېدلو قواعد او مقررات یې رعایت نهکړل.[۱۱]
- په ۲۰۱۰ ز کال کې، د MarketBeat مطالعې په ترڅ کې، آلماني څېړونکو د ځینو هغو ځانګړو ادراکي پلویتوبونو اغېزه وازمایله چې ګواکې د ۲۰۰۷ ز کال په نړیوال مالي کړکېچ کې یې شتون درلود. د لاسته راغلې پایلو لهمخې، د سهامو شننونکو او سوداګر د خپل د تخصص کچې پر مټ د هغو ګواښونو او خبرداریو پر وړاندې، چې د شته وضعې په دوام کې د هغو له باورونو سره جوړ نهراتلل، سختدریځه شوي وو. د تاییدي پلویتوب په غښتلو منګولو کې راایسار شویو وګړو (چې د روان وضعیت د پلویتوب او خورا زیات ډاډ د اغېزې پر مټ لا هم غښتلې شوې وې) په څرګنده توګه د مالي رانړېدنې ښکاره ګواښونه او نښې نهشوې ليدلای، ان وروسته له هغو چې غیرمتخصصو کسانو ته په ډاګه شوې وې.[۱۲]
- په ورته توګه، کانمن، په اقتصاد کې د نوبل جایزې ګټونکی، د یوې بیاکتل شوې مطالعې په ترڅ کې څرګندوي چې په لوړه کچه روزل شوي او باتجربه مالي مدیران «تر بخت او چانس ښه» عمل نهشي کولای. د کانمن دا څرګندونه تر ډېره بریده د هغو ورته لاملونو لهمخې وړاندې شوې ده، چې هغه ورته «د مهارت توهم» ویل.[۱۳]
تر ننه پورې
[سمول]ګڼشمېر اکاډمیکي او مسلکي څانګې، د ادراکي پلویتوب د کچې راټیټولو په موخه، د بېلابېلو لارو په موندلو باندې بوختې دي. په دغه بحث کې د انساني استدلال پیاوړتیا په اړوند اصولو کې د هغو انګېرنو، تیوريګانو، مېتودونو او پایلو ځانګړنې بیان شوې دي، چې د ادراکي پلویتوب د راټیټېدنې پر تیوري او یا عملي اړخ باندې د پام وړ اغېزه لري. په ډېریو حالاتو کې، د ادراکي پلویتوبونو یا د هغو د کچې راټیټېدنې لپاره دغه اقدامات، د یوه څرګند اخځلیک پر بنسټ او په ځینو نورو حالاتو کې د ناڅرګند شویو (خو بدیهي) کارَونو پر بنسټ ولاړ دي. که څه هم دغه ځانګړنې د بېلابېلو څانګو او اصولو د تیوري ډګر دننه بیان شوې دي، خو د عمل په ډګر کې د ګڼو څانګو ترمنځ ګډې ځانګړنې دي.
د تصمیم نیوونې تیوري
[سمول]د تصمیم نیوونې تیوري، چې د اصولو بنسټ یې د نوي-کلاسیک اقتصاد پر ستنو ولاړ دی، په څرګنده توګه د انسان پر استدلال، پرېکړې، غوراینې او تصمیم نیوونې باندې متمرکزه ده او ډېري وخت ورته «یوه ویشتنه لرونکې لوبه» ویل کېږي چې په هغې کې دوه سیال وګړي پرته یا سره له بشپړو معلوماتو لهلارې سره لوبېږي. د تصمیم نیوونې تیوریکي بنسټیز جوړښت داسې انګېري چې واړه تصمیمنیونکي منطقي پلاوي دي او هڅه کوي چې د خپلو غوراینو د اقتصادي تمې ارزښت او ګټورتیا تر ټولو لوړې کچې ته اوچت کړي او د دغې هیلې پوره کولو په موخه، د ادراکي سرچینو د محدودیتو تر اغېزې لاندې، د ریاضیاتو، احتمالاتو، احصائیې او منطق په څېر بڼهییزو شنونکو مېتودونو څخه ګټه اخلي.[۱۴][۱۵][۱۶]
د تصمیمنیوونې معیاري یا کره تیوري، تر ټولو لوړې کچې ته د تمې وړ ارزښت/ګټورتیا اوچتولو د موخې په پام کې نیولو سره، هغو کړنو باندې ډډه لګوي چې ترسره کېدل د تصمیمنیونکي لهخوا «اړین» ګڼل کېږي؛ په دغې تګلاره کې، د ادراکي پلویتوبونو په څېر د تمرین کوونکو د غیرارادي لاملونو د موډلونو هېڅ کومه نښه نهلېدل کېږي، یعنې ټول لاملونه د واړو تصمیمنیونکو لپاره د باخبره غوره کېدونکو پارامترونو په توګه په پام کې نیول کېږي. تمرین کوونکي لېواله دي، ترڅوهغه انحراف ته سمون وبخښي چې د یوه منطقي پلاوي لهلورې د «غیرمنطقي تېروتنو» تر نامه لاندې ترسره شوی دی؛ په دې ترڅ کې تمرین کوونکی داسې انګېري چې د ادراکي پلویتوب کچه یوازې د هغو تصمیمنیوونکو پر مټ راټیټېدلای شي چې د لا ورته منطقي پلاویو په توګه راڅرګندېږي، که څه هم د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ کوم څرګند اقدام وړاندې شوی نهدی.
د لوبې تیوري
[سمول]د لوبې تیوري داسې یو اصل دی چې په اقتصاد او د سیسټم په ډینامیک کې ریښه لري. یاد مېتود په داسې حالتونو کې ستراتیژیکې تصمیمنیوونې تر غور او مطالعې لاندې نیسي، چې یوشمېر پلاوي پرته یا سره له بشپړو معلوماتو د څوپړاویزو تعاملونو لهلارې پهکې شامل دي. د تصمیم نیوونې د تیوري په څېر، د لوبې تیوریکي بنسټیز جوړښت داسې انګېرې چې واړه تصمیم نیوونکي منطقي پلاوي دي او هڅه یې دې ته ده، ترڅو د خپلو غورهتوبونو د اقتصادي تمه شوي ارزښت/ګټورتیا کچه تر ټولو اوچت برید ته ورسوي او د دغې هیلې پوره کولو په موخه، د ادراکي سرچینو د محدودیتو تر اغېزې لاندې، د ریاضیاتو، احتمالاتو، احصائیې او منطق په څېر بڼهییزو شنونکو مېتودونو څخه ګټه اخلي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
ماشیني زده کړه
[سمول]ماشیني زده کړه د مصنوعي ځیرکتیا یوه څانګه ده، چې د انسان روزنې او تصمیم نیوونې د ارزولو لپاره ورڅخه ګټه اخېستل کېږي. د ادراکي پلویتوپ د کچې په راټیټېدنه کې د کارولو وړ یو ځانګړی تخنیک د مصنوعي عصبي شبکې روزنه او د غوراینې ټاکنه ده – هغه تګلاره چې پهکې د انسان د ماغزو له تصوري جوړښت او د بیولوجیکي عصبي شبکو له کارکړنې څخه الهام اخېستل شوی دی. د عصبي شبکې د موډلونو د سېګنالونو راغونډېدنه او خپرېدنه (چې دغه سېګنالونه په متقابله توګه سره نښتي دي او سېګنالونه په هرې اړیکه کې د خپلې ونډې سره سم وزن په کچه د اړیکې کنټرول په لاس کې لري) کوچنیو موډلونو ته زمینه برابروي ترڅو د لا پېچلو تصمیمنیونو دندې په لوړ دقت سره ترسره کړي.[۲۱]
د ماشین روزنې اصل لهمخې، دغسې موډلونه د تصمیم نیوونې د موډلونو جوړولو وړتیا لري ،ترڅو په ټولنیز چاپېریال کې د یوه انسان اړتیاوو او هڅو په پام کې نیولو سره، په تیوري او عمل کې د ادراکي پلویتوب د کچې راټېټېدلو لپاره خپل وړاندیزونه مخته کړي. د دغې وړتیا د تحقق موندلو پر وړاندې خنډونه دا دي: ۱) له واقعي نړۍ څخه، د دغو موډلونو د عصبي شبکې برخې لپاره، د اړینو «روزنیزو کڅوړو» د پاموړ راغونډېدنه؛ ۲) موډلونو ته د واقعي ژوند او تصمیم نیوونې د وضعیتونو او پایلو ورپېژندنه، داسې چې موډلونه په اغېزمنه توګه په کار واچوي؛ ۳) د انساني استدلال د میکانیزم بېلابېلو څنډو ته د غځېدونکو عصبي شبکو له دنني جوړښت څخه د مستقیمې انځور اخېستنې د امکان نهشتون.
سرچینې
[سمول]- ↑ Ariely, D. (2008). Predictably Irrational: The Hidden Forces That Shape Our Decisions, Harper Collins.
- ↑ Epley, N.; Gilovich, T. (2006). "The Anchoring-and-Adjustment Heuristic: Why the Adjustments are Insufficient". Psychological Science. 17 (4): 311–318. doi:10.1111/j.1467-9280.2006.01704.x. PMID 16623688. S2CID 10279390.
- ↑ Gigerenzer, G. (2006). "Bounded and Rational." Contemporary Debates in Cognitive Science. R. J. Stainton, Blackwell Publishing: 115–133.
- ↑ Gilovich, T. (1991). How We Know What Isn't So: The Fallibility of Human Reason in Everyday Life. New York, NY, The Free Press.
- ↑ Hammond, J. S.; Keeney, R. L.; et al. (2006). "The Hidden Traps in Decision Making". Harvard Business Review. 84 (1): 118–126.
- ↑ Haselton, M. G., D. Nettie, et al. (2005). The Evolution of Cognitive Bias. Handbook of Evolutionary Psychology. D. M. Buss. Hoboken, Wiley: 724–746.
- ↑ Henrich; et al. (2010). "Markets, Religion, Community Size, and the Evolution of Fairness and Punishment". Science. 327 (5972): 1480–1484. Bibcode:2010Sci...327.1480H. CiteSeerX 10.1.1.714.7830. doi:10.1126/science.1182238. PMID 20299588. S2CID 4803905.
- ↑ Lerher, J. (2009). How We Decide. New York, NY, Houghton Mifflin Harcourt.
- ↑ Nozick, R. (1993). The Nature of Rationality. Ewing, NJ, Princeton University Press.
- ↑ Schacter, D. L. (1999). "The Seven Sins of Memory: Insights From Psychology and Cognitive Neuroscience". American Psychologist. 54 (3): 182–203. doi:10.1037/0003-066x.54.3.182. PMID 10199218.
- ↑ Roberto, M. A. (2002). "Lessons from Everest: The Interaction of Cognitive Bias, Psychological, Safety and System Complexity." California Management Review (2002) 45(1): 136–158.
- ↑ Knauff, M.; Budeck, C.; Wolf, A. G.; Hamburger, K. (2010). "The Illogicality of Stock-Brokers: Psychological Experiments on the Effects of Prior Knowledge and Belief Biases on Logical Reasoning in Stock Trading". PLOS ONE. 5 (10): e13483. Bibcode:2010PLoSO...513483K. doi:10.1371/journal.pone.0013483. PMC 2956684. PMID 20976157.
- ↑ Kahneman, D. (2011). Thinking, Fast and Slow, Doubleday Canada.
- ↑ Kahneman, D.; Thaler, R. (2006). "Utility Maximization and Experienced Utility". Journal of Economic Perspectives. 20 (1): 221–234. doi:10.1257/089533006776526076.
- ↑ Frey, B.; Stutzer, A. (2002). "What Can Economists Learn from Happiness Research?" (PDF). Journal of Economic Literature. 40 (2): 402–35. doi:10.1257/002205102320161320. S2CID 13967611.
- ↑ Kahneman, D. (2000). "Experienced Utility and Objective Happiness: A Moment-Based Approach." Chapter 37 in: D. Kahneman and A. Tversky (Eds.) "Choices, Values and Frames." New York: Cambridge University Press and the Russell Sage Foundation, 1999.
- ↑ Binmore, K. (2007). "A Very Short Introduction to Game Theory." Oxford University Press.
- ↑ Camerer, C. F., Ho T.-H., Chong, J.-K. (2002). "A Cognitive Hierarchy Theory of One-Shot Games and Experimental Analysis." Forth, Quarterly Journal of Economics."
- ↑ Broseta, B., Costa-Gomes, M., Crawford, V. (2000). "Cognition and Behavior in Normal-Form Games: An Experimental Study." Department of Economics, University of California at San Diego, Permalink: http://www.escholarship.org/uc/item/0fp8278k.
- ↑ Myerson, R. B. (1991). "Game Theory: Analysis of Conflict." Harvard University Press.
- ↑ Sutton, R. S., Barto, A. G. (1998). MIT CogNet Ebook Collection; MITCogNet 1998, Adaptive Computation and Machine Learning, ISBN 978-0-262-19398-6.