د احمدساه مسعود او شورویانو تړون
د احمدشاه مسعود او شورویانو تر منځ تړون
[سمول]* مقدمه " د ترکستان شبه نظامي عملیاتي ګروپ چې په ۴۰م نمبر اردو کې یې دنده وه، وایې چې د شوروی اتحاد د سفیر یوري ام . ورسنوف او د دفاع وزارت د عملیاتي نظامي ګروپ قومندان جنرال وي. آی. وارنیکوف له مسعود سره لیدنه وکړه. له هغه یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره تړون وکړي چې د کابل – حیرتان لاره وساتي او یا یې په یواځي ډول حفاظت وکړي. هغه تړون چې لاسلیک شو:
- د تړون مادې
۱ – د نظامي عملیاتو بندیدل په جنوبي سالنګ، د کابل –حیرتان لاري شاوخوا سیمې، هر ډول ډز د جمعیت اسلامي تر کنټرول لاندي سیمو او افغان حکومت تر کنټرول لاندي سیمو کې بند دی.
۲ – د پنجشیر مسلح قوتونه د تاجکو په سېمه کې د لارو د ساتلو مسؤلیت لري، د ډز بندي، غلا او یا هم د شوروي او یا حکومت پر پوځیانو د حملو مخه به نیسي.
۳ – شوروي اتحاد به لازم اندازه مواد او تجهیزات، عاجل او اړین مواد، او نور ضرورتونه دا ډول مادي مرسته د پنجشیر سېمه او د سالنګ په اوږدو کې د مسعود د وسلوال کوي.
۴ – د نورو ګوندونو وسلوالو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې د تړون شوې سیمې ته داخل او د نفتو پایپ ته زیان ورسوي، که بیا هم نورو ډلو هڅه کوله چې ستونزې پیداکړي، د شوروي اتحاد هوایی او توپخانه قوتونه به د پنجشیر د قوتونو په غوښتنه ورسره مرسته کوي. تر څو د نورو ډلو خلک له منځه یوړل شي.
۵ – د معلوماتو او مرستې شریکول چې په یاده سېمه کې د شوروي او افغان حکومت کسان ورک شوي دي.
۶ – په بیړنیو حالاتو کې چې اندیښنې موجود وي، مجلسونه او غونډې چې د نظامي عملیاتو څخه مخنیوی وشياو سوله تامین شي.
۷ – د تړون ساحه د تاجکو په ټوله سېمه کې د تیر شوي سړک دواړو لورو ته ۳۰ کیلومتره اعتبار لري، په همدې پولو کې د شوروي اتحاد او پنجشیر مسلح قوتونه حق لري چې د نورو ګوندونو د هغو کسانو په ضد نظامي عملیات وکړي چې د شوروي پوځیانو او پنجشیر وسلوالو په ضد خپل عملیات نه قطع کوي.
۸ - دا تړون تر لاسلیک وروسته سمدستید تطبیق وړ دی."
- منبع
له روسانو: په افغانستان کې د شوروي اتحاد نظاميعملیاتيګروپ - ډسمبر ۱۹۸۸.
لاسلیک د جنرال بي، وي.ګروموف، افغان دفاع وزیر شاهنواز تڼی
او احمدشاه مسعود"
د م.خپلمنځي جګړې/انجینر نظرمحمد مطمئن ==