د احادیثومشهور کتابونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

۱: صحیح البخاري دا د محمد بن اسماعیل البخاري کتاب دی چی په ( الجامع الصحیح ) شهرت لری له قرانکریم څخه ورورسته تر ټولو معتبر او صحیح کتاب، دا لومړنی کتاب دی چی یوازی پکی د رسول الله صل الله علیه وسلم متصل السند احادیث راجمع کړی شوی دی. د احادیثو شمیره یې له تکرار سره (۷۳۹۷) او له تکرار څخه پرته (۲۷۶۱) دی. صحیح البخاری خورا زیاتې شرحی لری چی مشهوری شرحی یې فتح الباری د امام ابن حجر عسقلاني او عمدة القاري د بدر الدين عيني دي

۲: صحیح مسلم د دې کتاب لیکوال ابو الحسین مسلم بن حجاج نیشاپوری قشیری دی. چی د امام بخاری له تکړه شاګردانو څخه وو. صحیح مسلم د امام بخاری له کتاب څخه ورورسته دویم کره کتاب دی. د احادیثو شمیره یی له تکرار سره (۷۷۴۸) او بی له تکراره (۳۰۳۳) دی. صحیح مسلم هم زیاتی شرحې لری، لکه د الاکمال قاضی عیاض (ح)، المفهم د امام قرطبي (ح) او مشهوره یی المنهاج د امام نووي (ح) شرحه ده.

۳: سنن ابی داود مولف ېې سلیمان بن اشعت سجستانی دی. د دی کتاب مولف د پنځو لکو حدیثونو له جملی څخه رابیل کړی دی. امام ابو داود (ح) د خپل کتاب په اړه داسی وایی ( ما په دی کتاب کی یوازی صحیح احادیث یا هغه چی صحیحو احادیثو ته ورته والی لری ذکر کړي دي. که چیری په کوم ځای کی کومه کمزوری لیدل کیږی هغه می په ګوته کړی ده.د کومو احاديثو په باره کی که که چوپ پاتی شوی یم هغه هم د عمل وړ دی.) په دی کتاب کی زیاتره هغه احاديث راوړل شوی چی په فرعی او فقهی مسایلو پوری تړاو لری. ټول پکې (۵۲۷۴) حدیثونه راټول شوی دی. دا کتاب هم ډیری شرحی او حاشيي لری چی مشهوره ېې معالم السنن د امام خطابي (ح) شرحه ده.

۴- جامع الترمذی ددې کتاب لیکوال امام ابو عیسی محمد بن عیسی بن سوره الترمذي دي. مؤلف په خپل کتاب کی صحیح، حسین او ځینې ضعیف احادیث ذکر کړي او هر یو حدیث درجه ېې بیان کړې ده، او د دې ترڅنګ ېې د صحابه وو، او تابعینو مذاهب هم بیان کړي دي. امام ترمذي (ح) دخپل کتاب په اړه وايي:( کله مې چې دا کتاب ولیکه نو د حجاز، عراق او خراسان علماوو ته مې وړاندې کړ چې ټولو خوښ کړ. د هر چا په کور کې، چې دا کتاب پروت وي لکه چې پیغمبر ( ص ) په ځپله د ده په کور کې شته او خبری کوي.) په جامع الترمذي ټول (۳۹۵۶) حدیثونه دي. جامع الترمذي زیاتې شرحې او حاشيي لري، لکه: عارضة الاحوذي د امام ابن العربي (ح) شرحه تحفة الاحوذي د علامه مبارکپوري شرحه.

۵ - سنن نسائي دا کتاب د امام ابو عبدالرحمن احمد بن شعیب النسائي لیکنه ده. زیاتره احاديث ېې صحیح دي، آن تر دې چې ځینو علماوو دا کتاب په سنن ابي داود او سنن ترمذي هم غوره بللی. ټول په د تکرار سره (۵۷۶۱) حدیثونه رغلي دي

۶ – سنن ابن ماجه لیکونکی ېې ابو عبداللّه محمد بن یزید ابن ماجه قزویني دی. ددې کتاب مرتبه د ذکر شوو کتابونو په پرتله ټیټه ده. د احادیثو مجموعه ېې (۴۳۴۱) ده، هغه احادیث چې يوازې ده ذکر کړي دي او نورو پنځو پورتنیو کتابونو نه دي ذکر کړي (۱۳۳۹) حدیثونه دي.

Edited bye: Abdulaziz Hamid