د اتریش د ځای ناستي توب جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اتریش د ځای ناستي توب جګړه په اروپا کې  د ۱۷۴۰ او ۱۷۴۸ کلونو ترمنځ یوه جګړه وه چې په پیل کې په مرکزي اروپا، اتریشی هالند، ایټالیا، د اتلنتیک بحر او مدیترانې بحر کې پېښه شوه. په دې جګړې پورې اړونده جګړې د په شمالي امریکا کې د کینګ جورج جګړه، د جینکېن ایر جګړه، د کارنت لومړۍ جګړه، او د سیلیسیان لومړی او دویمه جګړه وه.

د دې جګړې لامل  او بهانه  د ما ریا تریسا له خوا  د هابسبرګ د شاهۍ د جاکمې په توګه د خپل پلار سترواک شپږم چارلس دځای ناستي توب د حق ترلاسه کول و . فرانسې، پروشیا اوباوریا دا حالت یوه موکه ولیده چې د هابسبرګ قدرت وننګوي ، هو په دې حالت کې برتانیا، هالند جمهوریت، هانوور چې په ټوله کې د پراګماتیک آئتلاف  ( عمل کوونکی ائتلاف ) په نامه یادېده  د ماریا تریسا څخه ملاتړ کاوه . څنګه چې جګړه پراخه شوه، نو د هسپانیا، ساردینا، ساکسوني، سویدن او روسیې په څېر هیوادونو هم پکې برخه واخیسته.

پروشیا د آستریا د سیلیسیا ولایت په کال ۱۷۴۰ کې اشغال کړ، که څه هم آستریا او ساردینیا د هسپانیا یرغلونه په شمالي ايتالیا کې له ماتې سره مخ کړل. د کال ۱۷۴۸ تر لومړیو فرانسې دآستریا نترلند سیمې ډېرۍ برخې ونیولې خو د جګړې د لګښت او برتانیا له خوا د فلجوونکې سمندري محاصرې له امله افلاس ته نژدې شوه. دا ځنډ د آیکس لا چاپېلې د تړون لامل شو چې ماریا یې په خبلو القابو تصدیق کړه خو په دې کې پاتې راغلل چې د تړون د امضاء کوونکو ترمنځ اساسي ترینګلتیاوې حل کړي ځکه د هغوی دېری یې د تړون له شرایطو خوښ نه و. فرانسې   د ډېرو لګښتونو سره سره لږ ګټې ترلاسه کړې او  هسپانیا د مینورکا  یا ګیبرالتار بیا نیولو کې پاتې راغلل او هغه یې په ۱۷۱۳ کې برتاینا ته تسلیم کړل.

ډیر روښانه وړونکې پروشیا وه چې سیلیسیا یې آستریا څخه لاس ته راوړه، داهغه پایله وه چې د انګلند اوآستریا اوږد مهاله ائتلاف یې ړنګ کړ ځکه ماریا تریسیا په ژوره توګه د برتانیا له دې ټینګار څخه چې سیلیسیا باید برتانیا ته تسلیم کړي تر څو سوله رامنځ ته شی  کرکه کوله  او دايې خپله موخه و ګڼله چې سیلیسیا بېرته لاس ته راوړي . په ورته وخت کې، جګړې وښودله چې هان اور چې له برتانیایي پاچا سره یې وروسته شخصي اتحاد درلوده د پروشیا د یرغل لپاره وړ وه، په دې وخت کې ډېریو برتانیایي سیاستوالو دا احساسوله چې هغوی اتریش د ډېرو سبسایدیو د ورکړې له امله لږ ګټې ترلاسه کوي. پایله د دپلوماتیک اووښتون بیا تنظیمېدل و. اطریش او فرانسې د خپل منځ سیالۍ چې په  اروپا یې چارو یې د پېړیو لپاره حاکمیت درلود پای ته ورسولې خو دې وخت کې پروشیا له سترې برتانیا سره ائتلاف وکړ. دې بدلونونو په کال ۱۷۵۶ کې د اوه کلنې جګړې د پراخېدو لپاره صحنه برابره کړه.  

مخینه[سمول]

د دې جګړې فوري لامل په کال ۱۷۴۰ کې د سترواک شپږم چارلس ( ۱۶۸۵- ۱۷۴۰) مړینه  او د هابسبرګ د شاهۍ  ځای ناستي توب و چې په ټوله کې د اتریش په نامه یادېږي. د کال ۱۷۰۳  د ځای ناستي توب دوه اړخیزه ټړون وا ضح کوله چې که چېرې هابسبرګ د نارینه وو له کرښې لرې شي نو وراثت به په لومړي پړاو کې ماریا جوزیف او ماریا امالیا ته چې د ستر واک لومړي جوزف لوڼې وې ورسېږي او وروسته چارلس ته چې د دوی کوچنی ورور و ورسېږي. دا چې د سالیک قانون ( دا د ځای ناستی توب قانون و) له میراث څخه محرومولي، نودې هوکړه لیک د هابسبرک ډېرو هېوادونو او د امپریال دایت Imperial Diet ( دا د مقدسې رومې سترواکۍ مشورتي بنسټ و/ دسترواکی شورا) منظورۍ ته یې اړتیا درلوده. [۱]

چارلس په کال ۱۷۱۱ کې د جوزف ځای ناستی شو او دوه کاله وروسته یې د کال ۱۷۱۳ عمل کوونکی تحریم صادر کړ چې دې تحریم د ښځینه وراثت اصول تصدیق کړل. دې تحریم د کال ۱۷۰۳ هوکړه لیک هم تعدیل کړ چې له مخې یې لومړی حق له ماریا وروسته خپلو ماشومانو ته په پام کې ونیو.  په کال ۱۷۱۹ کې فریدرک اوګوستس او چارلس البرت سره د دواړو د ودونو څخه د مخّه، دواړه خورزې اړ کړل شوې چې د وراثت له حق څخه انصراف وکړي. چارلس انګېرلې وه چې د ساکسوني او باوریا ترمنځ رقابت به دهغې د لور تخت و ژغوري، ځکه هیڅ څوک به دې ته چمتو نه وي چې بل چا ته د وراثت حق ورکړي. هغه د دې به عوض کې خپلو دوو سترو رقیبانو ته د هباسبرګ د ځمکو د مشروعې ادعا  حق ورکړ. [۲][۳]

چارلس په دې لټه کې و چې د  ماریا ځای ناستي توب نه یواځې د هغې د کورنۍ په ځمکو یقیني کړي بلکه د مقدس روم د سترواکي په القابو او قدرتونوکې هم د هغې ځای ناستي توب یقیني کړي. دا مقام څه د پاسه د ۳۰۰کلونو لپاره د هابسبرګ په لاس کې و او د علمي فرضیي اړخه یو انتخابي موقف و چې هېڅ کله د یوې ښځې په لاس کې نه و، نو همدا په اروپا کې د نسب دسلسلی په منځ کې د منازعي د یو عنصر باندې بدل شو. دا دا ستونځه  په رومي مقدسه سترواکۍ کې د ترینګیلتیا له امله لاهم شدیده شوه چې لامل یې د باوریا، پروشیا او ساکسونی  په پراختیا او قدرت کې ناببره  ډېروالی و چې له کال ۱۶۸۳ څخه وروسته دهابسبرګ د قدرت پراختیا هغو ځمکو ته چې عثماني امپراطورۍ په لاس کې وې له لارې منعکسې شوې. دا د جګړې په شا کې له مرکز څخه تښتېدلې قواوې وې چې په اروپا کې یې د قواوو سنتي توازن ته تغیر ورګړ او ډول ډول  حقوقي ادعاوې  په ټوله کې بهانې وې او همدا ډول بلل کېدې. [۴]

باوریا او ساکسوني دا رد کړه چې د سترواکۍ د شورا په تصمیم کې ایسار وي، په داسې حال کې چې په کال ۱۷۳۸ کې فرانسې هوکړه وکړه چې د باوریا په اړوند د چارلس البرت له عادلانه ادعاوو څخه ملاتړ وکړي که څه هم  په کال ۱۷۳۵ کې یې پخوا نی عملي تحریم منلی و. په همدې موخه هڅې وې چې آستریا یې د ۱۷۳۳-۱۷۳۵ د پولند د ځای ناستي توب په جګړه او د ۱۷۳۵-۱۷۳۹ د ترکیې او روسیې ترمنځ په جګړه کې ښکېل کړه او د ورپېښو تلفاتو له امله کمزورې شوه. دا وضعیت د نوی رول لپاره د ماریا په چمتو کېدو د ناکامۍ له امله نور هم شدید شو او ډېریو اروپایي سیاست پوهانو دا شک درلود چې استریا له هغې سیالۍ څخه ژوندۍ پاتې کېدای شي چې د چارلس له مړينې وروسته وي دا هغه څه و چې بلاخره  د کال ۱۷۴۰په اکتوبر کې پېښ شول.   [۵][۶]

ستراتیژۍ[سمول]

په ځمکه کې جګړه په عمده توګه په درې صحنو ، مرکزي اروپا، ايټالیا او اتریشي هالند کې تمرکز درلود چې پراخې سمندري جګړې هم ورسره وې. جګړه پخپل ذات کې په درې برخو وېشل شوې وې خو سره نښتې جګړې د سیلیسیان جګړې وې چې د پروشیا او استریا تر منځ وي . په دویمه جګړه کې، استریا او ساردینیا په شمالي ايتالیا کې د هسپانیا یرغلونه مات کړل و خو دریمه جګړه د برتانیا او فرانسې ترمنځ نړیواله  زیاتېدونکې سیالي وه. په پای کې، د فرانسې له خوا د استریایې هلند نیول فرانسې ته په ځمکه کې ښکاره حاکمیت ورپه برخه کړ، په داسې حال کې چې په سمندر کې د برتانیا سوبو د حاکم سمندرې ځواک په توګه ځان ته ځای پیدا کړ.

د اتلسمې پېړۍ په ډېره موده کې، د فرانسې نظامي ستراتيژي د دې هېواد په شمالي او ختیځو پولو کې په احتمالي تهدیدونو  باندې متمرکزه وه چې ډېرو ځمکنیو پوځونو ته یې اړتیا وه. د فرانسې هیواد مستعمرې دې ته پرېښودل شوې چې له خپل ځان څخه دفاع وکړی او یا لږ منابع به د فرانسې په اختیار کې ورکړي، او وړاندوینه دا وه چې د فرانسې له لاسه به وځي. دا ستراتیژي د جغرافیا د ګډېدو  او د برتانیا د سمندري لاسبري ته په پام سره د فرانسې له خواپه مخ بیول کېده، او د فرانسې د سمندري ځواکونو لپاره ستونځمنه وه چې د فرانسې د مستعمرو لپاره مهم اکمالات او ملاتړ چمتو کړي. توقع دا وه چې په اروپا کې به نظامي بری به هر ډول استعماري زیان جبران کړي، په کال ۱۷۴۸ کې فرانسې د لویسبرګ به څېر خپل ملکیتونه له استریایي هالند څخه د وتلو په مقابل کې بېرته لاس ته راوړل.  [۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Anderson 1995، صص. 7–9.
  2. Horn 1929، صص. 33–37.
  3. Holborn 1982، ص. 108.
  4. Anderson 1995، ص. 3.
  5. Black 1999، ص. 82.
  6. Coxe 1847، ص. 242.
  7. Lee 1984، ص. 285.
  8. Dull 2007، ص. 14.
  9. Pritchard 2004، ص. 356.
  10. Borneman 2007، ص. 80.