د ابطالېدو وړتیا
د ابطالېدو وړتیا یا ابطال پذیري د علمي نظریاتو او فرضیو د ارزونې په موخه قیاسي معیار دی چې د فیلسوف کارل پوپر له خوا د علمي کشفیاتو د منطق (The Logic of Scientific Discovery؛ ۱۹۳۴ زکال) تر نامه لاندې اثر کې وړاندې شو. د دغه معیار له مخې یوه نظریه یا فرضیه هغه وخت ابطال وړ بلل کېږي چې په منطقي بڼه د یوې تجربوي ازموینې پر مټ ورسره مخالفت شونی وي.
پوپر د استقرا (د جز له مخې د کل قیاس) او همدارنګه د پولې ټاکنې د ستونزو لپاره د ابطالېدو وړتیا د هغو د بنسټیزې ډبرې په توګه وړاندې کړه. هغه ټینګار درلود چې د یو منطقي معیار په توګه د ابطالېدو وړتیا د «غلط اثبات د وړتیا» له اړوند مفهوم سره توپیر لري چې د لاکاتوش له خوا د ابطال پالنې اړوند ورباندې بحث شوی دی. آن د یو منطقي معیار په توګه د هغو موخه د اټکل کېدونې او ازمایل کېدونې تیوري رامنځته کېدل دي چې په عملي ډګر کې ګټمن پریوزي.
پوپر د ابطالېدو وړتیا د اثبات کېدو د وړتیا د مشابه شهودي مفهوم پر وړاندې رامنځته کړه چې هغه مهال په منطقي مثبت پالنه کې دود وه. د هغه استدلال دا و چې د یو شمېر ادعاوو د تائید په موخه، د بېلګې په توګه د دې ادعا د اثبات لپاره چې «ټولې هیلۍ سپینې دي» یوازنۍ لار داده چې په نظري بڼه ټولې هیلۍ ولیدل شي، چې دغه چاره ناشونې ده. خو پرځای یې د ابطالېدو وړتیا د یو غیر عادي مثال په لټه کې ده، په داسې توګه چې د یوې تورې هیلۍ شتون د نظري لید له مخې معقوله ده او په منطقي بڼه د دغې ادعا د ناسموالي د اثبات لپاره یوازې همدا کافي ده. بل پلو د دوئم – کواین مسئله څرګندوي چې قطعي تجربي ابطال ناشونی دی او هېڅ علمي فرضیه په یوازې ځان د وړاندوینې وړتیا نه لري، ځکه چې د فرضیې تجربوي ازموینه بیا د هغو د مخینې یو یا څو ګمانونو ته اړتیا لري. [۱][۲]
د پوپر په خبره په منطقي اړخ کې څرګند تعادل شتون لري او د ابطالېدو وړتیا د دوئم مسئله نه لري ځکه چې دا یو منطقي معیار دی. تجربي څېړنې بیا د استقرا په څېر د دوئم ستونزه او نورې ستونزې لري، خو د پوپر په خبره ستاتیکي ازموینې بیا یوازې هغه مهال شونې دي چې یوه ابطال وړ نظریه شتون ولري او همدارنګه وکولای شي په یو انتقادي بحث کې ګټمنه پرېوزي. د دبورا مایو په څېر یو شمېر فیلسوفان په دې باور دي چې پوپر د ستاتیکي او معلوماتي موډلونو د علمي رول په توصیف کې «شاته پاتې کېږي». [۳]
د ابطالېدو وړتیا د یو کلیدي مفهوم په توګه د علمي، غیرعلمي او شبه علمي مورادو د جلا کولو اړوند په ډېری علمي لارو چارو او بحثونو کې پام وړ ځای لرلی، آن تر دې چې د قانوني مخینې په توګه هم کارول کېږي.
د ابطالېدو وړتیا ته اړوند اساسي توضېحات او تعریف
[سمول]پوپر د منطق د علم او د پلې کېدونکې میتودولوژي ترمنځ توپیر ښوولی. د بېلګې په توګه، د نیوټن د جاذبې قانون ابطال وړ دی – دغه قانون په دې سره چې «یوه خښته پورته واچول شوي راغورځېږي» باطل کېدای شي. د دغه خیالي حالت اړوند د توضېح له مخې د جاذبې له قوې پرته بله هغه پټه قوه چې په خښته واردېږي دغه موضوع نوره هم درک وړ ګرځوي، خو دا د ابطالېدو وړتیا ته ضرورت نه لري ځکه چې دا یو منطقي معیار دی. د یوه بالقوه ابطال کوونکي په برخه کې تجربوي اړتیا ته مادي اړتیا هم ویل کېږي چې د هغو د مواردو اړوند د موجودې ټکنالوژۍ پر مټ لید وړ وګرځي. په منطقي برخه کې هغه نظریات، توضیحات، منطقي اړیکې او مادي اړتیا شاملېږي چې د میتودولوژیکي برخې سره د اړیکې په موخه ورته اړتیا شتون لري. [۴]
په میتودولوژیکي برخه کې یې د پوپر له نظره هغه غیررسمي قواعد شامل دي چې د نظریاتو د اټکل، د واقعیت په توګه د توضیحاتو د مشاهدوي قبولیت او نورو مواردو لپاره کارول کېږي. په دغو کې ستاتیکي ازموینې هم شاملې دي: پوپر په دې پوهېده چې لید وړ توضیحات د ستاتیکي لارو چارو پر مټ د منلو وړ ګرځي او دغه موارد په میتودولوژیکي پرېکړو کې شاملېږي. هغه مهال چې دغه توپیر د «ابطالېدو د وړتیا» په برخه کې تطبیق کېږي د دغې اصطلاح له دوه بشپړو جلا معناوو سره مطابقت لري. دغه چاره د «ابطال وړ» اصطلاح اړوند هم صدق کوي. پوپر ویلي چې هغه «د ابطالېدو له وړتیا» یا «له ابطال وړتوب» څخه د منطقي اړخ اړوند ګټنه کوي او هغه مهال چې میتودولوژیکي اړخ ته اشاره لري، هغه بیا د «تحریف» او د هغو د ستونزو اړوند خبرې کوي. [۵]
پوپر ویلي چې میتودولوژیکي ستونزې د میتودولوژیکي قوانینو وړاندې کولو ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه، یو له قاعدو څخه داده چې که څوک له تحریف سره له ملتیا ډډه وکړي، ځان له علمي ستونزې یا لوبې څخه خلاصوي. منطقي اړخ بیا په ځانګړې توګه د یوې نظریې د ابطالېدو وړتیا ته په پام دغه ډول میتودولوژیکي ستونزې نه لري، ځکه چې اړینه نه ده یو شمېر اساسي څرګندونې دې امکان وړ وي. میتودولوژیکي قوانینو ته یوازې د واقعي تحریف په برخه کې اړتیا ده. [۶]
له دې امله د پوپر له نظره مشاهدې دوه موخې لري. له میتودولوژیکي پلوه د مشاهداتو پر مټ کېدلای شي د یوه قانون ناسموالی وښودل شي چې پوپر هغه تحریف یا جعل بولي. له منطقي پلوه مشاهدات چې په بشپړه توګه منطقي جوړښت دی، یو قانون ناسم نه ښيي، بلکې له هغه قانون سره یې په ټکر کې ښيي چې هغه بیا د هغو د ابطال وړتیا څرګندوي. د تحریف او همدارنګه د تحریف د ستونزو څخه د خلاصون پر خلاف دغه تناقضات د یو قانون ارزښت ثابتوي چې په پایله کې کېدای شي تائید شي. هغه لیکلي چې په دې اړوند بشپړ ادبیات شتون لري ځکه چې دغه توپیر لا ندی رعایت شوی.
اساسي توضېحات
[سمول]د علم اړوند د پوپر له نظره د مشاهداتو توضېحات کېدلای شي د نورو هر ډول واقعي مشاهداتو څخه په خپلواکه بڼه په یو منطقي جوړښت کې تحلیل شي. ټول دغه منطقي مطلق مشاهدات چې په پام کې نیول کېږي تجربي بنسټ رامنځته کوي. پوپر دغو ته اساسي توضېحات او یا هم ازمایشي توضېحات وایي. دا هغه توضېحات دي چې کېدلای شي د یوې نظریې د ابطالېدو د وړتیا په ښوولو کې ترې ګټنه وشي. پوپر وايي چې اساسي توضېحات نه باید تل په عمل کې ترسره کېدوني واوسي. دا کافي ده چې هغه د قرارداد مطابق تجربوي ژبې ته د اړوندو توضېحاتو په توګه ومنل شي، هغه ژبه چې د ذهني تائید امکان برابروي. [۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Mayo 2018، Sec. 2.3.
- ↑ Harding 1976، م. X.
- ↑ Mayo 2018، مم. 86–87.
- ↑ Chalmers 2013، م. 62.
- ↑ Popper 1959، Sec. 68.
- ↑ Popper 1959، م. [[[:کينډۍ:Google book]] 32].
- ↑ Shea 2020، Sec. 2.c.